د ناوې د راوړلو په لومړۍ يا دوهمه شپه (حتى درېيمه يا اوومه) د نكاح دود په ځاى كېږي. د نكاح سټه ديني او شرعي ده؛ خو دودونه يې ولسي او كليوالي. كه څه هم چې د پېغلې او ځوان مقدماتي نكاح د ستنې يا ناستې په روځ د قبول او ايجاب په ترڅ كې شوې وي؛ خو دا يې د اساسي نكاح شپه وي.
په دغه مېلمستيا كې چې د شپې له خوا جوړېږي، د زوم ځنې نژدې تربرونه او خپلوان، د كلي ملا او يو شمېر ښځې برخه اخلي. كله چې د شپې ډوډۍ وخوړل شوه او لمنځونه وشول، د نكاح دود پيل كېږي.
د نارينه ؤ په غونډه كې لومړى يو- دوه كسان وټاكل شي چې ورشى او له ناوۍ څخه د نكاح پلار وغواړي. د (نكاح پلار) په حقيقت كې همغه (ولي) دى چې اسلام يې شته والى د نكاح له پاره ډېر ضروري بولي. (ولي)د ناوۍ د حقوقو د مدافع وكيل حيثيت لري. دا دوه كسان د داسې ښځو اونجونو مجلس ته ورځي چې په ناوې راټولې شوې وي، ټولې خاندي، خوشالۍ كوي، بدلې وايي او دې ته چمتو وي چې ورتلونكى نارينه وځوروي، ريشخند يې كړي او پرې وخاندي.
دا كسان هلته ناوې ته مخامخ كيني او هغې ته وايي چې د نكاح پلار وټاكي؟ ناوۍ پټه خوله ناسته وي او څه نه وايي. دا دوه نارينه په دې شېبو كې د لسگونو ښځو او نجونو له ټوكو او خنداوو سره مخامخ وي. دا كسان هڅه كوي چې ناوې ژر خپل مطلوب سړى وروپېژني؛ خو ښځې هڅه كوي چې دا كسان دلته ايسار كړي او ښه يې وځوروي. كله نا كله خو داسې پېښېږي چې د دوى جامې له توشكو يا غاليو سره گنډي او يا د دوى د كميسونو د شا په لمنو پورې لكۍ ډوله ټوټې گنډي يا تړي. داسې كسان چې كله وغواړي په تش لاس د نارينه ؤ غونډې ته حاضر شي، گوري چې له زمكې سره گنډل شوي او نه شي پاڅېدى. دوى هڅه كوي چې ځانونه خلاص كاندي؛ خو ښځې پرې خاندي او ملنډې پرې وهي. كله خو داسې هم پېښېږي چې دا دوه كسان له هغه لكيو سره د نارينه ؤ مجلس ته حاضر شي چې ښځو ورپورې بندې كړي وي او دوى نه وي پرې خبر!
په هر صورت دا نارينه دوه- درې ځلې د ښځو خونې ته ځي او راځي، ناوې ته عذرونه كوي چې خپل وكيل ورته معرفي كړي. هغه ښځه چې له ناوې سره راغلى وي ورو په يوه مناسب وخت كې دې ته مشوره وركړي چې څوك د خپل وكيل په توگه وټاكي. وكيل بايد د همدې كلي يو مخور، ژبور او زړور سړى وي. د نارينه ؤ په غونډه كې د زوم پلار، تره يا داسې كوم بل څوك د زوم وكالت كوي. كله نا كله شاهدان له ځانه سره د غوندي ستن(296) وړي چې ناوې پرې وڅوخي؛ خو هغه لا هم غلې ناسته وي او غږ نه باسي. په هر صورت ناوې په دوهم، درېيم يا څلورم وار ورو د يو چا نوم واخلي. شاهدان په بيړه پاڅي، د نارينه ؤ مجلس ته ورشي، خولې يې په خندا وازې شي او له ليرې ښكاري چې بريالي راستانه شوي دي.
د كلي ملا ترې وپوښتي چې له كومه ځايه راغلى ياستئ؟ يو ورته وايي چې له شهر عدالت نه! ملا بيا ورته ووايي چې څه شې دې راوړي؟ دى ورته وايي د شرعې وكالت. درېيمه پوښتنه داسې وي چې د چا په نامه؟ شاهد ځواب وركړي چې د پلاني خان په نامه! كله چې حاضرين دا خبرې د دوهم شاهد له خولې هم واوري، ملا د نكاح تړل پيل كړي او لومړى د ناوې وكيل ته مخ واړوي چې خپل مهر معلوم كړي.
په وردگو كې كله نا كله دا د نكاح شپه دومره ښكلې وي چې خاطرې يې تر ډېره پاتې كېږي . د ناوې وكيل يا د نكاح پلار دلته د (مهر) د مسله راپورته كړي. دى كله دومره لوړ مهر ايږدي چې چا نه وي اورېدلى. بيا نو د ټوكو او عذرونو په ترڅ كې هغه ورو- ورو راكموي. حاضرين د ځانونو له پاره، د پېغمبرانو او وليانو (اولياء) او نورو ستانه وو او زيارتونو له پاره د مهر كمول غواړي، وكيل بيا لږ څه پرېږدي او دا لړۍ تر نيمې شپې روانه وي. ما اورېدلى دي چې يو ځلې يو وكيل د سرو زرو پنځه زره خښتې د مهر په توگه ايښي وي!؟ دا نو د حضرت فيل حوصله غواړي چې دومره دروند مهر د كلي او ولس معمولي مهر ته راورسېږي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې په وردگو او نورو پښتنو كې نه څوك ډېر مهر ښځې ته وركوي او نه لږ! د مهر مسئله په كليوالو پښتنو كې هېڅ ارځښت نه لري، د نكاح په شپه نارينه خپل بنډار جوړوي، ټوله شپه په ټوكو ټكالو تېروي او په يوه رقم موافقې ته سره ورسېږي؛ خو دا رقم هېڅكله عملاً د ښځې په واك كې نه وركول كېږي او نه ښځه ځان د هغې مالك بولي.
قران عظم الشان وايي چې نكاح بې له مهره نه صحيح كېږي او داسې احكام شته چې (وركړې ښځو ته مهرونه د دوى په خوشالۍ سره) يا (دوى لره وركړى د دوى كوم حق چې مقرر شوى دى). د مهر كمه اندازه لس شرعي روپۍ ده؛ خو زياته اندازه يې نه ده ټاكل شوې په هر شي چې دواړه خواوې راضي شي همغه مهر دى(297)
دا ستونزه په ښاري پښتنو كې لږ ده. ډېر كسان په خپله خور- لور پيسې نه اخلي او مناسب مهرونه ټاكي، لكه لږ زمكه يا د استوگنې كور يا نغدې پيسې چې په نكاح خط كې ليكل كېږي او شاهدان يې لاسليك كوي؛ خو په ښاري پښتنو كې بيا د واده لگښتونه لكه سره زر، گرانې جامې، هوټل (يو ځلې د خوږې د اخستلو او بيا د واده له پاره) او په سلگونه مېلمانه، هومره ډېر دي چې د كليوالو پښتنو لاسونه يې شا ته تړلي دي.
په هر صورت كله چې دواړو خواوو په مهر موافقه وكړه، ملا د ناوې له وكيل څخه پوښتنه وكړي:
– ښه … خانه! تا … د …. لور چې په دې نوم او نسب بله لور نه لرې… د ….. زوى ته د …. مهر په بدل كې، په شرعي محمدي نكاح وركړې وه؟ ور دې كړه؟
د ناوې وكيل يا ولي ځواب وركوي:
– هو ما… د … لور چې په دې نوم او نسب بله لور نه لري…. د … زوى ته په صحيح او شرعي او محمدي نكاح وركړې وه او ور مې كړه.
دا پوښتنه درې ځلې تكرار ېږي. بيا ملا د زوم پلار ته مخ اړوي:
– ښه پلانيه تا…. د …. لور چې په دې نوم او نسب بله لور نه لري، خپل زوى (يا وراره يا ورور يا….) ته د … مهر په بدل كې، په صحيح، شرعي، محمدي نكاح غوښتې وه، قبوله كړې دې وه، قبوله دې كړه؟
د زوم پلار (تره، مشر ورور يا دى په خپله) ځواب وركړي!
– هو ما… د … لور چې په دې نامه بله لور نه لري د خپل پلاني جان له پاره په (يا د ځان له پاره) صحيح، شرعي، محمدي نكاح قبوله كړې وه. قبوله مې كړه!
د دواړو خواوو له (هو) څخه وروسته ملا د نكاح د تړلو مبارك ايتونه (سورة النساء- ايت 1-4) ولولي او (دعا) وكړي.
خلك وايي په ټوله هغه موده كې چې نارينه د نكاح په تړلو بوخت وي، زوم او ناوې بايد په پټه بياتيگانې(قيچي) وكړپوي چې د چا سحر او جادو اغېزه پرې ونه كړي. كله چې دواړو خواوو د نكاح خبره ومنله، د مباركيو چيغې ټوله كوټه ډكه كړي، گوړ اوبي (د گوړې شربت)، مېوې او ريمالونه يا نور سوغاتونه ووېشل شي او مېلمانه رخصت وغواړي(298).
كه چېرته زوم او ناوې له نكاح څخه مخكې نه وي يو ځاى شوې؛ نو اوس له نكاح څخه وروسته دوى ته دا چانس په لاس ورځي چې يو له بل سره يو ځاى څملي او جنسي اړيكې ونيسي. يوه خبره چې دلته بايد ياده شي دا ده چې هره پښتنه پېغله بايد (باكره) وي. كه خداى مه كړه داسې نه وي د لويو شخړو او مرگ احتمال شته. كېداى شي چې داسې ناوې په همدغه شپه ووژل شي. كه داسې وي؛ نو پلارگنۍ يې هم ډېره پوښتنه نه كوي او په دې موضوع تر ډېره وخته پورې شرمېږي.
د وردگو او ټولو پښتنو نكاح د كلي ملا تړي. په وردگو كې د هر كلي هره قومي پښه ځانته خپل جومات او خپل ملا لري. ځنې كلي بيا د درس لوى ملا لري چې په خپل جومات كې طالبان ساتي او هغوى ته سبق وركوي. ملا د نكاح د تړلو په پاى كې نقدې او جنسي سوغاتونه اخلي.
په وردگو كې ناوۍ دوه- درې روځې وروسته كار ته ولاړېږي. په دې ورځ د ناوې خواښې يا كومه بله نژدې مشره ناوې لومړى د اوړو كندو(299) او د غوړيو كټوې ته بيايي. دا لږ اوړه او غوړي بيل كړي، بيا نو ورته كيني اوړه، بوره يا گوړه، اوبه، مالگه او غوړي سره گډ او خوشته كړي. ناوې له دې اوړو څخه غونډارې (نننۍ كلچې) او بوسراغې پخوي. په وردگو كې كورواله ښځې دا غونډارې په كليوالو وېشي او يا ښځې كور ته رابولي، له دې غونډاريو څخه ماليده جوړوي او ښځې خپله مېله پرې تودوي.
د ناوۍ د سر خلاصول:
د ناودېدود په درېيمه يا اوومه شپه د ناوۍ سرخلاصېږي. په دې شپه ماښام مهال د زوم نژدې خپلوانې ښځې ټولې شي او دې ته تيارى نيسي چې د ناوې جوړ كړي وېښتان پرې خلاص كړي. په دې ماښام ښځې درياوې وهي، بدلې بولي او خوښي كوي. د سر د خلاصولو دود د ماښام له ډوډۍ او لمنځونو څخه وروسته پيل كېږي او يو- دوه ساعته وخت نيسي.
راغلې ښځې د ناوې د سره سيخكونه، گلونه او نور تزييني شيان د ښه پال يا شاگوم له پاره په خپلو وېښتانو كې ټومبي، بيا د ناوې سر پاك وينځي او په دې توگه د ناوېدود درانده دودونه همغسې چې د پېغلې د سر په خلاصولو پيل شوې وي، د ناوې د سر په خلاصولو سره پاى ته نژدې كېږي.
پښه وازي:
د ناوېدود په لومړي يا دوهمه اوونۍ كې زوم د خپلو خسرخېلو احترام ته ورځي(300). دى په دې تگ كې له ځانه سره لږ ښه ميوه هم وړي چې هلته په كليوالو ووېشل شي. زوم همدا راز خپل خسر ته بلنه وركوي چې له لسو- شلو كسانو سره د دوى كور ته په مېلمستيا ورشي. كله چې خسر د خپل زوم بلنه ومنله؛ نو د شلو كسانو په حدودو كې ښځې او نارينه د خپل زوم كور ته ورځي. د ناوې پلار د خپلې لور د ټيكري په نامه شل- دېرش زره روپۍ او څه نور سوغاتونه ورسره وړي. دوى يوه شپه هلته پاته كېږي، ښځې له ښځو سره او نارينه له نارينه ؤ سره مجلسونه او ټوكې ټكالې كوي. خپله نوې خېښي ستايي او د راتلونكي له پاره اميدواري ښكاره كوي(301).
د مېلمستيا د شپې په سبا مېلمانه په داسې حال كې رخصتېږي چې د ناوې خسرخېل ټولو ته وړ سوغاتونه وركوي او په عزت او حرمت يې په خداى سپاري.
په دې مېلمستيا سره د ناوې كور ته د دې د پلارگنۍ پښه خلاصېږي او نور دا دواړه خواوې يو د بل كورونو ته د عادي دوستانو او خېښانو په توگه تگ- راتگ كوي او ځانونه يو د بل په غم او ښادي كې شريكان بولي(302).
له دې وروسته ناوې لږ- لږ د كور په كارونو لاس پورې كوي. په لومړي سر كې دا د كور له ټولو مشرانو نارينه ؤ (خسر، لېورونه، تربرونه او نور كليوال) او ښځو څخه مخ پټوي او هڅه كوي چې په ډېره حيا كې ژوند وكړي، د مشرانو درناوى وساتي او د كور له پېغلو نجونو او ښځو سره ښه روږدې شي. له دوه- دريو مياشتو وروسته ناوۍ ورو- ورو خپل نوي كور ښځو ته مخ لوڅوي، كه چېرته دا په داسې ځاى كې له خپل خاوند (مېړه) سره مخامخ كېږي چې هلته د كور نور مشران ناست وي؛ نو له ده څخه هم پلو نيسي. ځنې ناوې تر ډېرو كلونو پورې له خپل خسر او نورو نارينه ؤ څخه مخ پټوي، خو ځنې بيا په تېره چې خپلوانه هم وي له څه مودې وروسته مخ لوڅوي او لږ په ډاډ ه زړه گرځي.
په وردگو كې ناوې هېڅ مشره ښځه يا مشر سړى په نامه نه بولي، بلكې په هغو باندې د دوى د عمر او دريځ له مخې نومونه ږدي لكه بابا، اغا، لالا، گل ماما، مامۍ، شيرينه، نندانه، ادې، گل اغا، گل ماما او داسې نور. همدا شان كورواله هم ناوې د لور، ورېندار، ماماناوې، كاكا ناوې او نور ورته نومونو يادوي؛ خو ځنې كسان خپله نوې نږور د گرانښت په وجه په نامه بولي او دا كار ښه ورته ښكاري(303).
د سرواره تگ:
ناوې له ناوېدود څخه وروسته په يوه مناسب وخت كې (دوه- درې مياشتې- يو كال) د خپل پلار كور ته په مېلمستيا ځي(304). په دې تگ او راتگ كې چې څو ورځې وخت غواړي د خېښۍ دواړه خواوې يو بل ته سوغاتونه (مېوې، غوړې ډوډۍ، بوسراغې، اېشول شوې هگۍ، منى، تازه ميوې او داسې نور شيان) لېږي.
[296] غوندي: د سنيو جوال. پخوا به د غوندې ټوټه د ټغر په شان اوبدل كېده، يا به له زاړه ټغر څخه جوال جوړېده چې د غنمو، جوارو او نورو خوراكي مواد د لېږد له پاره به كارېده. هغه لويه ستن چې د داسې جوالونو خولې به پرې گنډل كېده، د غوندي ستن بلل كېږي.
[297] ښځه په اسلام كې، ص 270
[298] په مروتو كې د جينۍ او ځوان لومړۍ نكاح له ناوېدود څخه لږ مخكې هملته د ناوې په كور كې تړل كېږي. نكاح معمولاً هغه ملا تړي چې د زوم پلار له ځانه سره راوستلى وي. د مروتو نكاح د ناوې او ځوان د پلرونو په خوښه تړل كېږي. يوازې له هغه ناوې څخه ملا د (هوكې) پوښتنه كوي چې پلار يې مړ شوي وي. له نكاح څخه وروسته كاريگر نارينه او ښځې په جلا- جلا خونو يا ځايونو كې په حاضرينو خوږه (گوړه، پتاسې- شيريني) وېشي. دا كاريگر څادر داسې ته غاړې ته واچوي چې د لمنې خوا ته يې كڅوړه جوړه كړي او بيا له همدې كڅوړو څخه خوږه وېشي. په مروتو كې كاريگر تركاڼ- لوهار (آهنگر)- جولا او قصاب ته ويل كېږي چې په غم او ښادۍ كې كار كوي او شيريني اخلي(د مروتو د واده دستور، ص 26).
مروت كور ته د ناوې د راوړلو په ماښام د دويمې نكاح له پاره ملا غواړي. په دې شپه د زوم كورواله او نژدې خپلوان په يوه لويه خونه كې ټول شي او ملا په مينځ كې كينوي. په دې خونه كې ناوې او نورې ښځې هم يوې خوا ته غلې ناستې وي. زوم په خپله خوښه دې غونډې ته نه راځي؛ خو نور ځوانان يې په زور راولي او د ملا څنگ ته يې كينوي. مروته ناوې خپل ځان ته وكيل نيسي او كله چې د ناوې وكيل او زوم دواړو (هو) وويل نكاح وتړل شي، ځوانان په زوم باندې اوبه تويي كړي، بيا گوړاوبي ووېشل شي، ملا ته پټكۍ وركړي او بيا كاريگر هغه رنگ راوړي چې كورواله ښځو جوړ كړى وي. كه د زوم خپلوان كاريگرو ته ښه شريني وركړي؛ نو كاريگر خپله يوه گوته په رنگ كړى او د زوم په خپلوانو لږ نښه جوړه كړي؛ خو كه پيسې د كاريگرو په خوښه نه وي؛ نو كاريگر ټول رنگ په مېلمنو تويوي. كاريگر په دې غونډه كې مېلمنو ته چاى اوبه وركوي او چلم گرځوي(د مروتو د واده دستور، ص 26).
خوستوال نكاح ته (كوين) وايي. كوين له كولو سره نژدې ښكاري او د ښځې كولو يا نكاح كولو ته ويل كېږي. ارواښاد استاد پوهاند عبدالشكور رشاد د (كوين) د تورې په توضيح كې د كولو توري ته سواليه اېښې او دا تورى مستقل بولي(د پښتني قبيلو، 223).
د كونړ په پېچدره كې چې د واده لومړى روځ او شپه تېره شي او ډېر مېلمانه ولاړ شي، په سبا روځ يا ماښام د زوم او ناوې ډېر نژدې خپلوان- له يو ملا سره راغونډ شي. كونړيان دې دود ته د نكاح دوهم تړون وايي. د دې سيمې خلك د جنۍ له پاره، د دې په خوښه د نكاح پلار نيسي چې د نكاح په غونډه كې د ناوې وكالت وكړي. دا وكيل په راتلونكي كې هم د ناوې د احتمالي غم خپگان پوښتنه كوي او ځان يې د حقونو مدافع بولي. سره له دې چې په پېچدره يانو كې د نكاح د دوهم تړون دود شته؛ خو اصلي نكاح همغه لومړنۍ نكاح وي چې د (هوكې) په وخت د جنۍ په كور كې تړله شوې وي (د پېچدرې، ص 95- 96).
تڼي د واده په دريمه يا اوومه شپه دوهمه نكاح تړي. تڼي د (لاس نيوي) په روځ د جلكۍ او ژڼي نكاح ډېره ښه بولي؛ خو دا دوهمه هم دود ده( د ټنيو، ص 31).
د هندوانو او سكانو د ژوند د فلسفې له مخې او د هغو په رڼا كې دوى واده يو سپېڅلى دود، د خداى ستاينه، رحمت، لـــورېينه او د فكري او روحي تمركز روڼ څراغ بولي او دوه ځوانان غواړي چې له دې لارې ځـــانـــونه د ټولنې خدمت ته چمتو كاندي.
په افغاني هندوانو او سكانو كې ناوې او زوم ځانونه يو د بل رښيتني او نه بېليدونكى انډيوالان بولي، يو بل ته درناوي كوي، يو د بل د خپلوانو او كورنيو درناوى كوي او طلاق نه پېژني، نكاح د دې خلكو د مذهبي كتاب له مخې كېږي؛ خو رسمي قباله يا نكاح خط نه لري او د نكاح په وخت كې پلارگنۍ او نور خپلوان ناوې ته سوغاتونه وركوي چې دا د (مهر) بڼه لري. (افغاني هندوان او سكان ، ص 140).
[299] – كندو- په وردگو كې خلك د افغانستان د ډېرو نورو كليوالو په شان د ژمي له پاره خرڅ غونډوي. په دې خرڅ كې اوړه، وريجې، كروت، غوړي، كچالو، چاى، بوره، لاندى او نور ضروري څيزونه د يادولو وړ دي. پخوا به په وردگو كې خلكو د اوړو له پاره E خټين كندوان جوړول. اوس هم ډېر خلك كندوان لري. كندو يو مستطيل ډوله لوښي دي چې له زمكې څخه لږ جگ جوړېږي.
كندو پاس يوه لويه خوله لري چې خلك اوړه يا غنم ورغورځوي. دا سر بيا د برغولي (پوښ) په واسطه بندېږي او لاندې يوه گرده كوچنۍ خوله لري چې اوړه يا غنم ځنې توييږي. خلك دا خوله په خولپوټي ټېنگوي چې اوړه يا غنم (جوار يا نور شيان) په خپل سر او بې له اړتيا څخه تويي نه شي. په وردگو كې د كندوانو اندازې فرق كوي. څوك كمكي جوړوي او ځنې شتمن خلك لوى- لوى كندوان لري. اوس- اوس د وسپنې د كندوانو استعمال ډېر شوى دى.
په كندهار كې ناوۍ تر ناوېدود 10-15 ورځې وروسته د اوړو جوال ته ولاړېږي او څو چنگاله اوړه را باسي. دا اوړه بيا له نورو اوړو سره يو ځاى اغږل كېږي او غوړې پتيرې او ماليدې ترې پخېږي. د ناوې خسرگنۍ دا پتيرې د كلي په كورونو وېشي.
كوچيان د ناوېدود په درېيمه روځ لوى دېگ بار كړي. ښځې راټولې شي، ناوې څمڅه واخلي او ټولو ته په خپل لاس (اوگره) وباسي. همداشان ناوۍ د غوړو په ژي او د اوړو په كندو يا بوجۍ لاس ننباسي (پښتانه كوچيان، 142- 142 مخ).
په لغمان كې د واده په درېيمه روځ د (لاس منډونې) دود په ځاى كېږي. په دغه روځ د زوم كورنۍ دوه- درې منه شوله (اوگره) پخوي او بيا ناوې ورته راولي چې لومړى څمڅه راوباسي. په دې وخت كې كورواله او نژدې مېلمنې ښځې خوشالي او چكچكې كوي. له ډوډۍ وروسته د ناوې مور د خپلې لور جهيز په كورواله او مېلمنو ښځو ويني. د جهيز زياتوالى د ناوې وياړ بلل كېږي او سر يې لوړوي (په لغمان كې، ص63).
په پكتيا كې ناوې تر اوو روځو پورې هېڅ كار نه كوي: د ناوېدود په لومړيو دريو سهارونو كې ناوې د خپل كور له نورو ښځو سره گودر ته ځي او د اوبو منگي ډكوي. په درېيمه روځ ناوې خپل كور ته په كوم نژدې لښتي (وياله) كې غنم شيندي او هڅه كوي چې له خپل نوي كور سره ښه بلده شي. پكتياوالې په دغه اوو روځو كې د ناوې كار ښه نه بولي او فكر كوي چې دا به ټول عمر له كړاوونو سره لاس او گريوان وي. كه چېرته د ناوې په كور كې بله ښځه نه وي، د دې هغه خپلوانې چې ورسره راغلې وي كار كوي او يا د كور نارينه خپلې خپلوانې ښځې (د زوم خور، ترور، د ورور مېرمن) كار ته رابولي (فولكلوري گېډۍ، ص 22).
منگل د ودوزن په درېيمه روځ ناوۍ لومړى د وړيو زېرمې او بيا د اوړو كندو ته بيايي. په دې وخت كې د كور ټولې ښځې خوشاله وي او ناوۍ ته وايي چې خورې ناوۍ د حورې مثال لري، يا الله درې واره بسم الله كړه او اوړو ته لاس كړه. منگل دا د بركت لامل بولي او فكر كوي چې په دې كور كې به خير او بركت ډېر شي(د پښتنو ځنې، ص 77).
منگلې ناوۍ څلوېښتي لري. دا د ودوزن له لومړۍ روځې څخه تر څلوېښتو پورې مېلمنه بلل كېږي. په درېيمه وړيو او اوړو ته ورځي، بيا ورو- ورو شپاله ته ځي او مال ته واښه اچوي. په اوومه د ناوۍ مېلمستياوې پيل كېږي او نژدې خپلوان يې خپلو كورونو ته بولي، مور او پلار يې پوښتنې ته راځي او پاخه خواړه ورته راوړي او په څلوېښتمه د خپل پلار كور ته ځي او په دې توگه له دې نه يوه عادي ښځه جوړېږي (د پښتنو ځنې، ص 82- 83).
د ځاځيو او سيدكرم خلك خپلې ناوې په درېيم سهار له منگي سره گودر ته لېږي. د كور نورې ښځې هم ورسره وي. په دې وخت كې د كور كوم نارينه د ټوپكو ډزې كوي او خلك اوبو ته د ناوې په تگ خبروي. دا خلك د همدې روځې په ماښام نكاح تړي او كليوالو ته ډوډۍ كوي. په دې توگه تر اوسه لا ناوې نكاح نه وي او زوم له هغه سره نه شي يو ځاى كېداى. د سيد كرم ځنې خلك نكاح د روځې او د يو څو كسانو په مخكې په پټه تړي. دوى په دې اند دي چې كېداى شي چا تيارې نيولي وي او په ناوې باندې كوډې يا تعويذ وكړي او بيا ماښام خلكو ته ډوډۍ وركوي، خو ځنې كورنۍ همغه ماښام هم خلكو ته ډوډۍ وركوي او په ملا نكاح وتړي.
په ځاځيو او سيد كرم كې هغه دوه- درې ښځې او نارينه چې له ناوې سره راغلې وي، د نكاح له تړلو څخه مخكې هرومرو بېرته خپل كور كلي ته ځي(آزادخان).
[3005] په لغمان كې زوم د ناوېدود د روځې په سبا د خپل خسر كور ته ځي. دې دود ته د خسر سلامي وايي. په دې تگ كې د زوم د خسرخېلو په موافقه يو شمېر نور مېمانه هم گډون كوي چې شمېر يې تر شلو كسانو پورې رسېږي(په لغمان كې ، ص61).
[301] په مروتو كې د ناوې پلار- مور او يوه بله ښځه د ناويدود په درېيمه روځ د خپلې لور كور ته ورځي. كورواله دې مېلمنو ته چرگ حلالوي او خوشاله يې ساتي. سبا ته دا خلك بېرته ځي او ناوې هم له ځانه سره بيايي.
كورواله د همدغه تگ په وخت كې يوه كاريگره د ناوې له مور او پلار سره د دوى كور- كلي ته لېږي چې (سوتاپړ) ووېشي. سوتاپړ هغه پاستې دي چې د كوركمنو او گوړې په شربت كې خوندور شوې وي. د مروتو ناوې په دې تگ كې څلور روځې تېروي، بيا له هغه چا سره بېرته د خپل خاوند كور ته ځي چې په دې پسې ورغلى وي. ناوې په دې تگ كې لږ كلچې هم له ځانه سره وړي او هلته يې په خپلو خپلوانو وېشي. كه په داسې يو وخت كې زوم ولاړ شي چې خپله ناوې كور ته راولي كليوالې ښځې يې ډېر ځوروي، شرطونه ورسره تړي او راز- راز ملنډې پرې وهي(د مروتو ، ص 103- 104).
منگل او نور پكتياوال زومان د خپل خسر په كور كې له ډوډۍ څخه مخكې او وروسته لاس په اوبو نه وينځي او په دسمال يې پاكوي. دوى فكر كوي چې د لاس ولل به خپلوي پاى ته ورسوي او ناوې (يا پېغله) به مړه شي. كه څوك په دې سيمو كې سهواً لاس ووينځي، بيا يې په دسمال نه وچوي او د خپل سر په وېښتانو يې پاكوي. همدا شان پكتياوالې واده شوې خويندې، لوڼې هم د خپلو پلرونو او وروڼو په كورونو كې، د ډوډۍ پر مهال لاس نه وينځي او دا يو ډول سپېره توب بولي. كه دوى هم سهواً لاس وينځلې وي؛ نو د سر په وېښتانو يې وچوي.
په اپريدو كې به پخوانيو خسرانو خپل زومان تر ډېره وخته پورې نه ليدل. اوس هم د سوات په ځينو سيمو، په ځانگړې توگه په (شنگله) كې كله چې واده جوړېږي، نو زوم په شپو- روځو او مياشتو غيب شي. په خپل كور او يا د خپل كوم خپلوان په كور كې پټ شي او چاته ځانه نه ښيي.
كله چې د دغسې شرمندوكې زوم ناوۍ كور ته راورسي كېداى شي چې كومه شپه په پټه كور ته لاړ شي او خپله مېرمن وويني، خو بېرته غيبږي او ځان له خلكو نه پټ ساتي، دغسې زوم ورو- ورو ځان خلكو ته ښكاره كوي(نصرالله جان).
[302] – د كندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ كې د ناوۍ د پلارگنۍ د پښه خلاصي په مېلمستيا كې د ناوۍ ډېرې نژدې خپلوانې هڅه كوي چې په مساعد وخت كې د زوم نژدې خپلوانې ټېل وهي او غوځار يې كړي. په دې لوبه كې هره ښځه هڅه كوي چې ځان غښتلى وښيي(فولكلور مجله 1252، – 5 گڼه، 37 مخ). همدا شان ويل كېږي چې په كندهار كې لومړى زوم د خسر په كور او بيا گڼ شمېر خسرخېل د دوى په كور مېلمانه كېږي.
[303] په كندهار كې ناوې له ناېدود څخه شل- پنځه ويشت روځې وروسته، د خپل نوي كور له مشرانو او كشرانو سره كيني او له مشرانو څخه د كورواله وو د تحبيبي نومونه پوښتنه كوي. په كندهار كې معمولي نومونه دا دي: آغاجان، جان آغا، گران آغا، بي بي، بي بي جانه، جان گله، خانم جانه، سپوږمۍ، گلالۍ، تورپيكۍ، ملالۍ، شاه لالا، نازنينه، گل رنگينه، ماه جبينه. دلته د دې خبرې يادول اړين دي چې نومونه د هر چا د عمر او كورنۍ دريځ له مخې اېښودل كېږي(د كندهار فولكلور، ص 33).
د غزني او كلات ترمينځ د سيمو ناوې د خپل خاوند د كور په ښځينه او نارينه ؤ ورته تحبيبي نومونه ږدي. داسې ناوې هر چا ته گوري او بيا مناسب نوم پرې ږدي لكه تورپيكۍ، پسته، خوږه (هغه پېغله يا منځوي جلۍ چې ډېره خاندي او ښې- ښې خبرې كوي)، څڼيوره، ښايسته، گرانه، بابي، خالداره، شين خالي(هغه پېغله چې پر زنه او تندي شنه خالونه ولري)، لو دادا (مشرانې ښځې لكه خواښې)، اغالالا، غاټول، ريدى، څڼيور، خيالور، گران او بډوگى (د كوچنيو له پاره). ناوۍ همدا راز په نورو نژدې خپلوانو او مشرانو كليوالو هم داسې نومونه ږدي لكه: خان لالا، لالكو، گل لالا، شرين اغا او داسې نور. بالمقابل په ناوې هم نومونه اېښودل كېږي. څوك يې لور بولي، څوك ورېندار څوك لالا ناوې، ماما ناوې، كاكاناوې او دې ته ورته نور ښه نومونه. (د پښتنو دودونه، ص 98).
[304] كندهاريان د پلار كور ته د ناوې لومړنۍ تگ ته (د ناوې گرزول) وايي. دا مېلمستيا چې دقيق وخت نه لري، ډېره ضروري ده. ناوې لومړى ځل له خپل خاوند او نورو ښځو سره د خپل پلار كور ته ځي. د مېلمستيا لومړۍ شپه ډېره ښكلې وي، په سبا ډېرې ښځې بېرته ځي؛ خو د زوم د كور ښځې دوه درې شپې نورې هم پاتې كېږي. په درېيمه روځ زوم او دا نورې ښځې هم ځي او يوازې ناوې د شلو- پنځه ويشتو روځو له پاره هملته پاتې كېږي. په دې شپو او روځو كې ناوې د خپلو نورو خپلوانو په كورونو هم مېلمنه كېږي او په پاى كې يې پلار سوغاتونه وركوي او دا بېرته د خسر كور ته ځي. په دغه موده كې زوم هر وخت چې وغواړي د خپل خسر كور ته ورتلاى شي(د كندهار فولكلور، ص 21).
[305] په پكتياوالو كې د ناوېدود په اوومه روځ د ناوې پلار يا ورور دا خپل كور ته راولي. كله نا كله دا مېلمستيا په ځنډ ترسره كېږي. په دې دود كې معمولاً د ناوې مېړه يا خواښې- خسر دې ته د ټاكلو شپو د تگ اجازه وركوي. كله چې ناوې بېرته خپل كور ته گرځي د كلي د كورونو په شمېر ډوډۍ او يو لوى ديگى حلوا ورسره وړي او هلته يې په خلكو وېشي. له دې وروسته د زوم نژدې خپلوان ناوې ته ډوډۍ كوي. ناوې له ځانه سره يو سوغات وړي او كورواله ناوې ته كميس يا ټيكرى يا گوته يا داسې كومه بله تحفه وركوي.
منگل او نور پكتياوال عقيده لري چې نوې ناوې د جنت د حورې غوندې ده او ليده كاته يې بركت بلل كېږي. له همدې امله هر څوك هڅه كوي چې نوې ناوې ته سوغات (ټكرى، كميس…) وركړي. كه څوك دا كار ونه كړي خلك يې بده انگيري او د ناوې له ښېرا څخه ډارېږي. پكتياوال د دوو اخترونو تر مينځ واده نه كوي او دا بد (شاگوم) گڼي. (فولكلوري گېډۍ، ص 44).
د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې هم ناوې له دوه- دريو مياشتو وروسته د خپل پلار كور ته ځي. دوى دې تگ ته (سروور) وايي. ناوې له ځانه سره سوغات (مېوې، هگۍ، غوړي ډوډۍ) وړي، هورې ښځې او ماشومان هركلي ته ورته راوځي، ناوې په كورونو سوغاتونه وېشي او د كلي نر او ښځې كور ته ستړي مه شې ته ورځي، خلك مېلممستاوې ورته كوي، پلار او مور يې په پاى كې د جامو، پوړنى او نورو شيانو پنډه ورته برابره كړي وي، د ناوې كورنۍ د تگ په روځ يو مږ، جامې او مېوې له ناوې سره د دې خسرگنۍ ته لېږي چې هلته يې په كليوالو ووېشې (د پښتنو دودونه، ص 25)
د كونړ په پېچدره كې كله چې ناوۍ اووه شپې د خپل مېړه په كور كې تېرې كړي، پلار يا ورور يې ورپسې راځي او دا په مېلمستيا بيايي. ناوې په دې تگ كې درې شپې هورې تيروي. د ناوۍ پلارگنۍ د تگ په وخت كې خپلې لور ته د خپل وس په اندازه (چرگان، وزه يا غوا) يا د دې شيانو پيسې د سوغات په توگه وركوي (د پيچدرې، ص 96).
په صوابۍ كې د ناوې خپلوان په اوومه روځ راځي او خپله خور- لور په مېلمستيا بيايي. ناوۍ په دې تگ كې دوه مياشتې هلته پاته كېږي(فيصل فاران).