ښاغلی فضلي د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه دی.
د «افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې، چې د ۲۰۲۴م کال د جنوری په ۳۰ نېته پلازمینې کابل کې د سیمې هېوادونو د استازو په ګډون د اسلامي امارت د بهرنیوو چارو وزارت په کوربتوب ترسره شوه، د بهرنیوو چارو زارت د ویاند له قوله، چې د دې ناستې اساسي موخه له افغانستان سره د سیمې هېوادونو همکاري او تعامل ښودل شوی. د دې ناستې یو ورځ وروسته د ۲۰۲۴م کال د فبروري په لومړۍ نېټه د چین ولسمشر د اسلامي امارت د استازي بلال کریمي باورلیک ومانه او همدارنګه له دې ناستې څلور ورځې وروسته د فبروري په دریمه نېټه د پاکستان د موقتې ادارې مشر (انورالحق کاکړ) په یو رسنیزه غونډه کې د کابل په وړاندې خپل څو میاشتنی سخت دریځ مات او له اسلامي امارت سره په اړیکو ټینګار وکړ.
دا چې چین له څه کم درې کاله احتیاطي اړیکو ولې دومر ژر کابل سره د ګرمو اړيکو نوی باب پرانیست او د پاکستان د موقتې ادارې سخت دریځ ولې د کابل په وړاندې نرم شوو؟، هغه پوښتنې دي، چې تېر ځو ورځې پرې رسنۍ او کارپوهان کار کوي. تېر څو ورځې د افغانستان په بهرنيوو او ډېپلوماتیکو اړیکو کې یو نوی باب وو، چین خپل څه کم درې کلن احتیاطي تارونه له کابل سره پیاوړي کړل، تاشکند او متحده عربي اماراتو افغان سفارتونه د اسلامي امارت استازو ته وسپارل او د پاکستان موقتې ادارې خپل څو میاشتنی دریځ له کومې لاستې راوړنې پرته نرم کړ.
له بلې خوا د کابل او نوي ډهلۍ په اړیکو کې دوه کلنه چوپتیا وروسته له هغې ماته شوه، کله چې د هند حکومت د پخواني جمهوري نظام سفیر او ډېپلوماتیکو کارکوونکوو ته د ویزو د تمدید څخه ډډه وکړه او بلاخره د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۴نېټه په دې هېواد کې افغان سفارت خپلې چارې وځنډولې، چې دې کار د اسلامي امارت دوه کلنه هیله ور پوره کړه او ددې دواړو هېوادونو په اړيکو کې نوی څپرکی پرانیستل شوو، د (هندوستان ټایمز) د خبر له مخې د هند او افغانستان اړیکې وروسته له هغې ډېرې د پام وړ وګرځېدې، چې د هند استازي د «افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» فارمټ کې ګډون وکړ او همدارنګه په عربي متحده اماراتو کې د دې هېواد استازي د اسلامي امارت سفیر (بدرالدین حقاني) د هند ملي جشن ته دعوت کړ. د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو او تعامل دا څپرکی داسې وخت پیل کېږي، چې د هند له دوو ګاونډوو رقیبو هېوادونو (پاکستان او چین) سره د اسلامي امارت اړیکي نوی رنګ اخلي.
د کابل او اسلام آباد اړیکې د افغان مهاجرینو سره د ناوړه چلند، سرحدي شخړو او بېځایه تورونو له امله سړې شوي، له بلې خوا چین د هند یو سیمیز رقیب او د پاکستان د ستراتیژیک ملګري په توګه له اسلامي امارت سره د پراخو تجارتي او اقتصادي اړیکو د رغېدا په درشل کې ده، چې هند ددې اړیکو څخه په اندېښنه کې ده.
د پاکستان سره وروستي کړکېچونه او په دې تړاو د چین چوپتیا هغه څه دي، چې اسلامي امارت یې د نویو لارو چارو او نورو هېوادونو سره د اړیکو په رغېدا مجبور کړی، د دې خبرې ثبوت له هندوستان، مرکزي اسیا او ایران سره د نویو اقتصادي او تجارتي اړیکو پیل ده، د ۲۰۲۳م کال د نومبر په نهمه ایران ته د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ یو ټیم سفر او په دې هېواد کې له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې او د رسنیوو د راپورونو پر اساس چابهار بندر څخه ددې ټیم لیدنه ددې پخلی وکړ، چې اسلامي امارت له سیمې سره د تجارتي راکړې ورکړې لپاره د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندر پر ځاي پر بدیلو لارو غور او کار کوي، همدارنګه تېره ورځ د «افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې، د چابهار بندر د توسعې او د کابل سره د پراخو او حسنو اړیکو د ټینګښت اړوند د هند د شارژ دافیر وینا د چین او پاکستان لپاره یو واضح پیغام او د خطر زنګ وو.
چابها بندر د ایران کې ترټولو سمبال او پرمختللی سمندري بندر ده، چې په مستقیم ډول له سمندر سره وصل دی او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ترټولو غوره قطب شمېرل کېږي، چې د ایران په جنوب سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري. دا بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله خورا مهم دی، چې د منځنۍ اسیا په وچه کې د پرتو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان) ازادو اوبو ته د لاسرسي تر ټولو نږدې لاره ده د ( Drishti IAS) بنسټ د یو لیکنې په اساس ددې بندر په پراختیا او پرانیستو سره هندوستان خپلو اساسي موخو ته ( افغانستان کې نفوذ او ددې هېواد طبیعي سرچینو ته ازاد لاسرسی، د مرکزي اسیا مارکېټ او منابعو ته لاسرسی او په دې سیمه کې د چین د نفوذ د مختیوي په موخه ددې هېواد سیالۍ ته ځان اماده کول او د سیفیک پروژې سره سیالي) ده، رسېدلی شي. هند د چین د سیمیز هژمون او نفوذ په وړاندې ډېر جدي ده، چې د مخنيوي لپاره یې هېڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي. هند د چین د یوې لارې او يو کمربند پروژه د ځان لپاره يو تهديد ګڼي، دا پروژه نوي ډهلي د خپل ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه تعریفوي، بلخوا د چین او اسلام اباد ګډ اقتصادي دهلېز (سیفیک) ددې سترې پروژې د یوې برخې په توګه په ډېر مهارت نړیوالو او سیمې ته ورپېژندل شوې، خو حقیقت کې دا دهلېز ددې سترې اقتصادي پروژې برخه نه ده، دا پروژه په ډېر مهارت د چین او پاکستان ترمنځ ډیزاين شوې، چې د چین او پاکستان ترمنځ د امنیتي-ستراتیژیک یووالي سمبول او له هندوستان سره پر دښمنۍ یې بنسټ اېښودل شوی.
چین د خپل هژمونیک موقعیت د تثبیت، د سیمې د انرژۍ په مارکيټونو کنترول او خپل سیمیز نفوذ په هځه کې ده، چې ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې په سیمه کې سترې پروژې تر لاس لاندې نیولي، چې مهمه پروژه یې د پاکستان سره په ګډه سیفیک پروژه ده، چین په دې پروژې ستره پانګونه کړې او د چابهار بندر پروژه ددې پروژې په وړاندې د سیالې پروژې په توګه پېژني د (Central Eurasia Studies) څېړنیز بنسټ د (۲۰۳۳) د یو څېړنې له مخې، چین غواړي چې د واخان دهلېز له لارې افغانستان او ایران د سیفیک پروژې ته د اخلولو سره په چابهار کې پانګې اچوونې اړوند ددې هېوادونو علاقه کمه او د چابهار له لارې د سیمې لپاره د هند موخې او ستراتیژي بې اغېزې کړي.
همدارنګه هند او چین د تکنالوژۍ د ستر صنعت په درلودلو سره یو له بله په دې برخه کې جدي سیالان بلل کېږي، دواړه هېوادونه د خپل تکنالوژۍ صنعت د ودې او نور صنعتونو د چلولو لپاره خامو موادو ( نفت، ګاز، د ډبرو سکاره، مس، لیتیم…..) ته اړتیا لري، دا دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې دا منابع ارزانه او نېږدې تر لاسه کړي، چې ددوي لپاره غوره ټاکنه د مرکزي اسیا، منځني ختیځ او افریقا ده، موږ په دې سیمو کې ددې منابعو په سر ددې هېوادونو ترمنځ د سیالۍ شاهدان یوو. افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو بلخصوص د لیتیمو د پراخو سرچینو د درلودلو له امله ددې هېوادونو لپاره مهمه ټاکنه ده، چې دا هېوادونه په همدې موخه په افغانستان کې د زیات نفوذ په لټه دي او ددې هېوادونو له جملې دواړه په دې هڅه کې دي، چې موجوده نظام ته د بېلابېلو امتیازاتو په ورکړې خپل رول پیاوړی او ډېره ګټه وکړي، چې چین اسلامي امارت ته په سیاسي اړیکو(سفیر منل او پر پاکستان فشار راوړل، ترڅو کابل سره اړیکې ښې او خپل دریځ کې نرموالی رامنځته کړي) لومړي امتیاز ورکړ. چین او پاکستان د پياوړو اقتصادي اړیکو تر څنګ د هند سره د دښمني ګډ ټکي په سیمه کې ستراتيژیک دوستان کړي، له بلې خوا پاکستان په یواځې ځان د هند رقابت نشي کولی او همدارنګه دې مسلې ته هم اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې دې هند پراخ نفوذ ولري، نو د همدې موخې لپاره د چین دوستي ته اړ ده. د پاکستانۍ (نیوز رسنۍ د خپل حکومت د پخواني چارواکي جان اڅکزي له قوله ویلي، چې له هند سره د سرپرست افغان حکومت اړیکې تر پخوا ډېرې نږدې شوې دي، چې له امله یې پاکستان اندېښمن ده) چین او پاکستان د کابل او هند د اړیکو د پراخېدو او چابهار پروژې ته ددې هېواد د ورګډېدا د مخنیوي په موخه کابل ته پورته ذکر شوي امتیازات ورکړل، وبه ګورو چې هند کابل ته څه ورکوي.
دا له هېچا پټه نه ده، چې موږ د سیمیز ګېم او منطقوي رقابت د ثقل په مرکز کې قرار لرو او دا ځل مو د سترو قدرتونو لوبې ته خپلې طبیعي سرچینې ور ټېل وهي د سیمې هېځ ځواک ته دا د منلو نه ده، چې پر طبیعي سرچینو مالامال او د بهترین ستراتیژیک موقعیت درلودونکی افغانستان خپلوو سیالانو ته پرېږدي، چې دا سیاست له پېړیو را په دې خوا د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو لخوا تعقیبږي، په تاریخي لحاظ د روسیې او انګلستان، روسیې او امریکا، چین او امریکا، ایران او عربستان، هند او پاکستان لخوا ددې ډول رقابتونو او سیاستونو شاهدان یوو او دا ځل زموږ هېواد د خپلو طبیعي سرچینو او ستراتیژیک موقعیت له امله د چین او هندوستان سیالۍ تجربه کوي.
په پایله کې ویلی شوو، چې چین د یوې لارې او یو کمربند پروژې او پراخو اقتصادي پلانونو په درلودلو سره غواړي د نفوذ ساحه پراخه او خپل سیمیز هژمونیک موقعیت ثابت کړي، بلخوا هند د چین سره په بېلانس رامنځته کولو او د چین د نفوذ د مخنیوي په موخه موازي ګامونه اخلي، چې د چابهار بندر او د منځي ختیځ له لارې اروپا سره نوی اقتصادي دهلېز یې ښې بېلګې دي. چین د چابهار پروژې او د هند د ذکر شوو موخو د مخنیوي او سیفیک پروژې د لا اغزمنتیا په موخه، افغانستان د واخان کوریډور له لارې دې پروژې ته ور داخل کړ، تر څو له دې لارې ایران ته دا پروژه وغځوي، چې د چابهار توسعه او اغېزمنتیا تر خپل سیوري لاندې راولي او ددې هېوادونو په مارکیټونو او د انرژي په سرچینو خپل نقوذ زیات کړي، خو هند ته دا مسله د منلو نه ده، له یوې خوا همدا رقیبې پروژې او له بلې خوا سیمې او د افغانستان طبیعي سرچینې بلخصوص لیتیم هغه څه دي، چې دې سیمه کې رقابت رامنځته او موږ دې اور ته ور ټیل وهي.
د چین لخوا د کابل استازی منل او د اسلام آباد د دریځ نرموالی د کابل او نوي ډهلي د اړیکو د پیاوړتیا د مخنیوي او د کابل په وروستۍ ناسته کې د هند د استازي د وینا څخه وروسته د چابهار لوري ته د کابل د پام وراوښتو، د سیفیک له لارې د واخان کوریډور پراختیا، د سیمې او افغانستان طبیعي زېرمو څخه د هند د څنډې کولو په موخه ده، چې باید موجوده حاکم نظام په خپل بهرني سیاست کې د سیمې د ځواکمنو هېوادونو بلخصوص، هند / چین او هند پاکستان ترمنځ خپله موازنه او بې طرفي حفظ، متوازنې اړیکې ایجاد او له احتیاط څخه کار واخلي، کنه نو پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.
د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه چې د انگليسي China-Pakistan Economic Corridor یا سيپک يې لنډوونه ده، چې د چین هېواد د «یو کمربند – یو لار» د نوښتونو له جملې څخه ده. په لومړیو کې د دې پروژې اقتصادي ارزښت ۴۶ مېلیارده ډالر (۴۶زره مېلیونه ډالر) وو، چې په وروستیو (۲۰۲۰ز کې) يې اقتصادي ارزښ آن ۶۲ مېلیارده ډالر ښودل شویدی. د دې پروژې له عمده موخو څخه د چین او پاکستان هېوادونو تر منځ د ټرانسپورټ او مالوماتي ټکنالوژۍ شبکو نښلول، سرکونه او رېل پټلۍ رغول، بندرونه، فایبر اپټېک، صنعتي پارکونه، د فقر محوه کول او ځینې نورې موخې ښودل شويدي.د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه د پاکستان له خیبر پښتونخوا، گلکېت، پنجاب، بلوچستان، سیندهـ، ازاد کشمیر او د چین له ژنجیانگ ایالتونو څخه تېرېږي. د پاکستاني چارواکیو په وینا دا پروژه به په پاکستان کې د ۲۰۳۰ز کال پورې ۲.۵ مېلیونو وگړیو ته د کار زمینه برابره کړي. البته دا معلومات د انترنت دي ، به عمل کې دوی غواړي زیاته ګټه پنجاب ته ورسوي .