زموږ د معاصر شعر په اړه که د کوم شاعر د انفرادیت خبره کېږي؛ نو د موضوعیت له پلوه زموږ په ادبي بحثونو کې خو تر څه حده دا ظرفیت شته چې پر خپلو یو څه دلایلو یې ثابت کړای شي؛ خو د فني یا د ژورو شعري سبکونو او شکلونو په اساس دا کار زموږ کره کتنه او تنقید ځکه نشي کولای، چې لا تراوسه دلته علمي او ذوقي بصیرت او بصارت دواړه پر منصبونو ولاړ دي، کنه وګورئ د اکاډمیو او پوهنتونونو مرکزونه؟ او ښه وګورئ د پوهاندانو، پوهنوالو او څیړنوالو هغه پنډ ـــ پنډ څیړنیز کتابونه او تیزسونه چې استثنا یې په یوې عادي مقالې هم د توجیه وړ نه ده؛ نو په داسې یو حالت کې د ممتاز دا خبره یا خو بېخي سخت طنز دی او یا هم د تیز تنقیدي شعور ظرف!!
د اظهار په پيرایه بحث روان دی
وجود پرېږده په سایه بحث روان دی
د ممتاز د شعر پر همدغه سایه که خبره کوو؛ نو دا په ټوله معنا د تامل وړ ځکه ده، چې د دې شعري ډکشن مجموعي غږ پر یوه داسې هنري امتزاج ولاړ دی، چې دا دواړه اړخونه یې پر یو او بل فني او هنري برتري نلري؛ مګر موږ دلته بیا هم د هیئت په دغه اړخ ځکه تم کېږو، چې د ممتاز عصر باشعوره عصر دی او په دې عصر کې د ممتاز د شعر لار، سبک او شکل دواړه انفرادیت لري او دا هم هغه انفرادیت دی، چې د باشعوره عصر د شعري ذوق او تحلیل آفاقیت لري، د شعر دغه آفاقي شکل زموږ په بحثونو کې د داخلي شکل په توګه پېژندل کېږي؛ مګر دا هېرول یې نه دي پکار چې د شعر دغه داخلي شکل هغه دی، چې د شعر اصل جوهر تشکیلوي، د شعر خارجي شکل چې د فورم پر ظاهري اړخ څرخي دا د شعر ضمني اړخ بللی شو؛ یعنې د شعر د ذاتي جوهر هومره اهمیت نلري ځکه که شعر د مستقل تحلیل له مخې وګورو اصل یې همدغه داخلي شکل دی، بله خبره دا ده، چې دغه داخلي شکل یې ماهیت یعنې منځپانګه هم نه ده، البته دغه هیئت د شعر د تخلیق هیئت ضرور دی، دغه هیئت چې د شعر داخلي شکل بولو، لنډ تعریف یې د ممتاز په وینا د شعر پيرایه (اوډون) بللی شو، اوس نو مهمه دا شوه، چې دغه پیرايه وپیژنو چې په شعر کې دغه توکی څه دی؟ او دا زموږ د بحث اصل ټکی هم دی، خو له پیرایې مو دلته مطلب یوازې د سبک یا اسلوبیاتو هغه ځانګړی بحث نه دی؛ بلکې دلته د پیرایې د طرز او سبک خبره د دې بحث جزوي خبره ده؛ یعنې په پیرایه کې د ځینو خاصو لازمو شعري توکیو شتون او په شعر کې يې د تطبیق اړخ د څرګندولو خبره مهمه ده، چې دغه څه د شعر اصل داخلي شکل راڅرګندوي.
پیرایه (اوډون) د شعر د داخلي شکل اولین توکی دی، چې د شعر نور مهم توکي سره وصلوي؛ یعنې د تخیل، عاطفې او د غیر عادي ژبې کوشیرونې، رغونې او د منځپانګې هر اړخیز تناسب او وزن ته ژبه ورکوي، همدې ځانګړې اوډون یا پېیلو ته چې دا ټول توکي یې سره وصل کړي وي د شعر پیرایه وايي، دغه پیرایه چې د شعر عالي توکی دی او حتی د شعر د هیئت (شکل) جوړونه کې خاص نقش لري، د لویو او کمزوریو شاعرانو قضاوت هم په اسانه راکولی شي او هم د ښه او کمزوري شعر تفکیک هم ترې په اسانه کېدلای شي، مثلا ښه شعر همغه دی، چې د شعر د همدې پیرایې دا ټول توکي پکې په هنري ډول پېیل شوي وي او کمزوری شعر یې د دې برعکس؛ خو یو شی چې ډېر مهم دی، هغه د دې پيرایې طرز دی، چې د شاعر د شعر شکل ترې څرګندېږي، یعنې د پېینې یا جوړونې چې کوټلی بحث یې د سبک په بحث کې ښه ترا معلومېدای شي، هغه دا دی چې د یو شاعر د پيرایې د همدې توکیو د وصل او رابطې لفظي، تخیلي، عاطفي او د فکري ادا یا حرکت ډول یې سړی وګوري، چې مثلاً دا حرکت او طرز یې څنګه او څه ډول دی؟ دا شکل حتی یو نقاد په اسانه د شعر د ځانګړي شکل تفهیم ته رسولی شي. د ممتاز د شعر دغه پیرایه د هغه د ګڼو شعرونو له مخې سړی ثابتولی شي؛ خو لاندې بیت یې موږ د خپلو خبرې یو مثال راوړوو:
یو لالی په ما د باد په شانې تېر شو
بیا زه هم هغه لالي پسې برباد شوم
د دې شعر منځپانګه دا ده، چې یو څوک (شاعر) د خپل محبوب هغه بي پروايي راته یادوي، چې لامله یې دی پسې برباد شوی دی، د دغې منځپانګې انګیزه یا هغه کیفیت چې خبره کوونکی (شاعر) یې دې خبرې کولو ته اړ کړی او یا یو هغه لوستونکی چې همدغه خبره یې تر اغیز لاندې راولي، دغه حالت یې عاطفه ده، ترڅنګ یې دغه عاطفه د شعر یو بل جز هم په غېږ کې نیولی دی؛ یعنې تخيل یې د دې شعر هغه برخه ده، چې د منځپانګې مشترک وصف یې ( په یو چا پسې بربادېدل) د تشبېه په مټ ارايه کړی دی، ورستۍ خبره یې دا چې دا هر څه په یو منظم ډول د لفظونو د موسیقی په یوه ځانګړي اهنګ اوډل شوي دي، چې وزن یا نظم یې بولو، ګویا په یو شعر کې دغه پورته توکي د شعر داخلي هیئت (شکل) رغوي او دې هیئت کې همدغه توکیو پېیلو ته پیرایه ویلی شي،موږ د ممتاز د شعر په پورته بېلګه کې په ابتدايي ډول د شعر د هيئت یوه عمومي غوندې خاکه وړاندې کړه، اوس نو دا ګورو، چې د دې شکل هغه ځانګړنې هم په نخښه کړو، چې د ممتاز د شعر هیئت ته یې جلا ځانګړنه او طرز ورکړی دی. په شعر کې د تخيل د نقش څو بنیادي توکي یې داسې هم دي، چې د تخيل اوزار یا وسیلې ویل ورته مناست دي، چې له دې اوزارو پرته د تخيل نقش په شعر کې هډو ممکن نه دی، په بله وینا د تخيل همدا توکي دي، چې په شعر کې یې شعریت رامنځته کړی دی، دغه توکي د (البدیع) لیکوال په درېیو برخو ویشلي دي، چې خیال پالنه، تجسیم او تصویریت یې بولي.
په خیال پالنه کې د تخيل په هغه همغږيو باندې خبرې کېږي، چې د لفظونو او معناوو وحدت پکې وجود مومي، یعنې د لفظونو غږېزې هغمږۍ او د معنوي ربطونو ترڅنګ خیالي تلازمې یې هغه څه دي، چې د تخيل وجود پرې ولاړ دی، تجسیم یې د مجاز د نقش ترڅنګ د تشبېهاتو او استعارو هغه اړخ دی، چې د تخيل نوې زاویې او ښکلاییزې موندنې په ځان کې رانغاړي، له تصویریت یې په تخیل کې مراد تصویر کښنه ده، چې په یوه شعر کې د یوه منظر ذهني او عیني انځورونه جوړوي.
د ممتاز په شعر کې د تخيل دغه پورته متخيله توکیو ته که په ژور نظر وګورو؛ نو لومړی هغه یې په ټول شعر کې په عمومي ډول یادولی شو او په ځانګړي توګه یې د لفظونو په انتخاب کې له معنا سره داسې غاړه غاړی وړي، چې هم یې په لفظونو کې د تخيلي ساخت له مخې لفظونه شاعرانه رغېدلي وي او هم یې په ټوله کې معنا ته شعریت ورکړی وي چې له دغه ترکیبي خیال کارونې څخه یې دا ډول ډېر شعرونه مالا مال دي:
د بېنواوو مازدیګر د سمندر په غاړه
د شور شور تندې تت منظر د سمندر په غاړه
د سمندر په غاړه د یو چا د مازدیګر یو خیالي کیفیت یوازې د لفظونو د پېیلو کارونه نه ده، بلکې د دې لفظونو د خیال ربط او تناسب هم مهم دی، دلته موږ د دې خیالي ربط دوه تلازمې راسپړو، چې د معنا د ربط سره سم یې لفظي موسیقي هم ایجاد کړې ده، دغه تلازمې په لومړی مسره کې په اسانه نشو کشفولای، ولې په دویمه مسره کې د (شور شور تندې) حسي ترکیب له سمندر سره معنوي ربط پیدا کړی دی، همدا معنوي ربط د شور او سمندر د لفظونو په اساس د لفظي موسیقي ربط هم پیدا کړی دی، په دې بیت کې دویمه تلازمه همدا د لفظي موسیقی ربط ده، چې د (ز) (س) (ش) (ظ) د لفظي تکرار لامله په اصطلاح شرنګېدل راپيدا کوي، همدا شرنګا د شور او سمندر د لفظونو عیني ربط هم وصلوي، همدا ډول په تخيل کې یې د خیال پالنې هغه کیفیت هم د پام وړ دی، چې د ویونکي( شاعر) او لوستونکي ترمنځ عاطفي تړاوونه سره وصلوي. چې پر دغه بحث د ممتاز د شعر د عاوطفو په برخه کې ښه ترا بحث کېدلای شي.
د ممتاز په شعر کې د تجسیم د برخې یعنې د تشبېهاتو او استعارو تمایل که څه هم ډېر د تامل وړ نه دی؛ خو بیا هم د دې برخې مجاز یې پر ټول شعر زبردست هنري سیوری غوړولای دی، د تخيل د تشبېه لنډ بحث یې دلته پر ټول شعر د قیاس وړ دی، په زخمک کې لولو:
ته خو زندګي یې د لمحو غوندې درجار شم
ته د مستۍ موج یې د پیالو غوندې درجار شم
ستا رنګ؟؟ لکه ګډ شي مازدیګر سره ماښام
اوس د تلونکي لمر که د ډیوو غوندې درجار شم
د تشبېه په ځانګړنو کې راځي چې هغه تشبېه چې مشبه او مشبه به یې حسي وي د غیر حسي په پرتله د شعریت خوا ته ډېره لنډه وي، په لومړي بیت کې د (زندګی) او (لمحو) او د (مستۍ موج) مشبه او مشبه به نه یوازې حسي دي، بلکې د خیالي تلازمې ربط یې هم د شعر د ښکلا په رغولو کې ونډه اخیستې ده، همدا ډول په دویم بیت کې هم له ورته ځانګړنو سره مخ یو، د ممتاز په تشبېهاتو کې د تشبېه د عدد وییکي هم شته، که څه هم په کامیابو تشبېهاتو کې د عدد وییکي ډېر د پام وړ نشي بللی، ولې په پورته بیتونو کې د (غوندې) په څېر ښکاره تشبېهي وییکی هم له معنوي نقشه خالي نه دی، د ممتاز د شعر د تشبېهاتو همدا وړې وړې ځانګړنې دي، چې مشترک وصف یې د نویو خبرو امکانات زیات کړي دي، په دې برخه کې یې د (لمحو) (پیالو) او د (ډېوو)غوندې ځارېدل یې هغه مجازي اړیکه ده، چې د تخیل د ټولو ځانګړنو امتزاج یې رامنځته کړی دی.
د تخیل درېیمه برخه مو پورته تصویریت بللی دی، دا که څه هم په شعر کې د ځینو کره کتونکیو لخوا بهر په جلا توګه تحلیل شوی دی؛ مګر په مجموع کې د تخيل د اظهار هغه وسیله ده، چې د ځان څرګندولو په پار یې ترې بهترینه استفاده کړې ده.
موږ دلته یوازې په همدې تعریف چې تصویر په شعر کې د تخیل د څرګندولو یو لفظي شکل دی، چې په اورېدو او لېدو یې زموږ په ذهن کې عیني او ذهني نندارې او عکسونه جوړېږي؛ دا ور زیاتوو، چې همدا تصویرونه دي چې په شعر کې لفظونو ته د مجاز وجود ورکوي او دغه وجود د تخیل د افقي خیال زيږنده وي؛ نو بناً ویلی شو، چې د ممتاز د تخيل د همدې برخې تصویري حرکتونه یې هم په خاص ډول د یادولو وړ دي، د ده په شعر کې د تصویر بحث جالب دی، خو موږ یې دلته یوازې د تخیل د افاقي محوره خیال څو تصویري بیلګې ورکوو:
بیا نوروز دی لالیه
بیا وږمو راوړي شرابونه
بیا نوروز دی لالیه
څاڅکې د باران دي ثوابونه
بیا نوروز دی لالیه
باد وهي د کلي چنارونه
بیا نوروز دی لالیه
پورته مې ګډا ته دې لاسونه
بیا نوروز دی لالیه
بیا دې د مستیو دعوتونه
بیا نوروز دی لالیه
بیا ټپې ټپې دې ټول غږونه
د دې شعرونو مجازي اړیکه او یا افقي خیال همدغه دی، چې موږ ته د کوم وچ سپور پیغام یا تصویر پر ځای وږمې شرابونه راوړي او مستۍ پکې دعوتونه راکوي، دا د پرسنفکشن (تشخیص ورکونې) صنعت دی، چې (وږمو) او (مستۍ) پکې وجود موندلای دی او په تصویر جوړونه کې یې ښکلاییزه ونډه اخیستې ده، دا ډول د دې شعر کیفي تصویرونه هم د کتو دي، چې موږ له یو ډول خیالي تصویرونو سره پکې مخامخ یو او همدا د ټول شعر په ساخت کې یو کلي تصویر جوړوي، چې د باران څاڅکي حس کوو او د کلي د چنارونو بادونه او د ګډا او ټپو او لنډیو ژوندي انځورنه یې هغه څه دي، چې د تصویر پنځونې ښهکارې بیلګې یې ګڼلی شو.
د ممتاز د شعر د افقي خیال مثال مو ځکه دلته ورکړ، چې د ده شعر د تخیل د تصویریت برخه یې په عام ډول د عمودي خیال په پیرایه کې ښه ترا تحلیل کېدلای شي یا ښه ده ووایو، چې دی د عمودي خیالونو شاعر دی.
عاطفه د ممتاز د شعر بل هغه توکی دی، چې موږ سره د ده د شعر د هیئت په روښانولو کې مرسته کوي، ځکه عاطفه د شعر د هیئت د طرز یا حرکت مهم توکی دی، د عاطفې د تعریف په برخه کې هم تراوسه داسې ډېر کوټلی تعریف زموږ مخې ته نه دی راغلی، موږ اکثر د عاطفې په اړه لوستي دي، چې د انسان د غم، خوښۍ، خفګان او یائس عمل عاطفه ده، حال ده چې دا حالت د عاطفې اجزا دي، په ځانګړي ډول په شعر کې خو یې د سوز او ګداز په نامه همدې حالتونو جلا حیثیت خپل کړی دی، همدا ډول عاطفه د ژوند د تجربو محصول ګڼل هم د تامل وړ خبره ده، ځکه تخیلي تجربې د شعر اساس دی او دا اساسي تجربې عملي حقیقتونه نه دي، اصلاً عاطفه په شعر کې همغه مرموز (پټ) اغیز دی، چې انسان یې په اندروني توګه د یوه کیفیت جوړونې او خورونې او یا هم اخیستنې له پرسس سره پکې مخ وي او په دغه شعري کیفیت کې چې په څومره شدت سره د شعر فکر یا مضمون مخ شي، په همدومره شدت یې د شعر اظهار ممکن دی، همدغه د شعر موضوعي شدت عاطفه ده، چې د یو شعري کیفیت زېږنده وي، د ممتاز د شعر په هیئت کې د عاطفې نقش هومره دی، چې د شعر د نورو توکیو په څير یې خپل ځانګړی هویت تثبیت کړی دی.
زړه به دې نه وي خو رضا به شې زه داسې یمه
ما سره مه کینه زما به شې زه داسې هم یم
يه غنم رنګه داسې ړنګه غاړه مه راکوه
زما د هر ماښام سودا به شې زه داسې یمه
د عاطفې د ډولونو ویشنه هم راته هغومره موثره نه ښکاري، ځکه دا ویشنه د عاطفې د ویشنې پر ځای په موضوعي ویشنې اوښتي ده، بهتره به دا وي، چې پر اغیز یا د موضوعي شدت پر اړخ یې خبرې وشي، د ممتاز په شعر کې د عاطفې شتون په هغه کچه دی، چې که لږ هم ترې اخوا دیخوا شي، ممکن د شعر په شهرت او اغیز کې یې نیم په نیمه تغیر رامنځته شي؛ نو ځکه دا خبره موږ په زغرده کوو، چې ممتاز د عاوطفو شاعر دی.
فکر یا مضمون یې بل هغه توکی دی، چې د ممتاز د شعر د هیئت په ځانګړنو کې پرې حساب کولای شو، دی چې هر مضمون د خپل شعر برخه ګرځوي؛ نو د شعر د نورو هنري خواوو انډول یې هم په پام کې ساتي، مثلا د ده یو غزل دی:
جنت یو خوب دی، چې مست یې ویني مخمور یې ویني
دوزخ هم خوب دی، لاچار یې ویني، مجبور یې ویني
مینه یقین دی، نور هیڅ هم نه دی، خو فرق دی دومره
ملا یې اوري، زه یې منمه، منصور یې ویني
حسن احساس دی، د رنګینیو ، خو ډېر عجب دی
مني یې عقل، وجدان یې خپل کړي، شعور یې ویني
امید څراغ دی، د محرومیو، ړانده هجوم کې
چې نوم یې واورې، هجوم دعوا کړي، چې نور یې ویني
ژوند خیالي جام دی، ممتازه ډک دی، آب حیات نه
روغو ورک کړی، روغو بایللی، رنځور یې ویني
د دې غزل هر بیت دومره خبرې لري او دومره جلا خبرې دي، چې د مضمون له پلوه ډېرې اسانه شوي دي؛ مګر رښتیا دا ده، چې دا د شعر د هغو نورو برخو شعري اوزارو شعري اعجاز دی، چې د جنت او دوزخ تصور راته خوب، د مینې یقین د حسن احساس، امید او ژوند راته خیالي ګرځول هغه مضامین دي، چې شاعر د علمي، فلسفي او تخيلي زاویو پر مټ نه دي پنځولي؛ بلکې دا شاعرانه ندرت بویه چې دومره درانه مضامین یې په داسې انداز وړاندې کړي دي، چې هم خوند ترې اخلو او هم مو فکر کولو ته متوجه کوي.
د مضمون له پلوه کامیاب شاعران همغه دي، چې د مضمون ترڅنګ د عاطفې او تخیل عناصر یې هم د پيرايې برخه ګرځېدلي وي، ځکه همدا چلند له فکر سره هنري ارزښت وصلوي، ممتاز په دې برخه کې د جدي مضامینو شاعر ځکه بللی شو، چې دی له مضامینو سره شاعرانه چلند کوي.
د اوزانو بحث یې بل هغه جالب بحث دی، چې د ممتاز د شعر په هیئت کې یې د انداز او طرز په خپلولو کې ځانګړتیا موندلې ده، یو یې هغه وزنونه دي، چې دی پرې تجربې کوي، دا تجربې بېخي د ده خپلې تجربې دي، یعنې د وزنونو داسې اهنګونه یې ایجاد کړي دي، چې موږ یې په لومړي ځل د ده په شعر کې ورسره مخ یو:
لونګ، لونګ، لونګ درپسې شمه او که نه شم
رنګ، رنګ، په نوي رنګ درپسې شمه او که نه شم
څه د خیال ګنګروګان ، شرنګ شرنګ
څه اواز د تنک دهن دها
جنته! نور څه نه وایمه، بس، بس، بس
راغاړې وته هغه دنګه، وخ، وخ، وخ
له وزني تجربو ور اخوا د وزن عاطفي کول یې بله ځانګړنه ده، چې د وزن او موضوع عاطفي ربط ساتي، مثلا دی که د بېلتون او یا هم د غم او خفکان مضمون د شعر برخه ګرځوي؛ نو وزن یې هم ارم او یو ډول تت اهنګ جوړوي او یا که په اصطلاح د مستیو، وصالونو او جامونو خبره کوي؛ نو اهنګ یې هم په داسې وزن پېیلی وي، چې یو ډول مست او شرنګېدلی وزن ورسره افاده کېږي.
په هر صورت دا ټولې برخې د استدلال لپاره ډېرې بېلګې او ډېرې خبرې غواړي؛ خو موږ په مختصر ډول یوازې هغو برخو ته لنډې اشارې ځکه وکړې؛ تر څو په نسبي ډول دې بحث ته د ممتاز د شعر د هیئت پېژندنې هغه دروازه پرانیزو، چې دی یې د دې عصر له نورو شاعرانو جلا او د یو بېل شاعر په توګه ویاړ او افتخار لري.
یادونه: دغه خبرې مې کلونه وړاندې د خوږ ژبې شاعر او فرهنګي ملګري انجینر عزت الله ځواب په غوښتنه د مازدیګر د بنډارونو په اونیزه غونډه کې د لیکچر په ډول اورولې وې، چې وروسته مې بیا د لیکنې په ډول ترتیب کړې.