شعر و شاعري هم یوعجب فن دی ، هنردی او ادب دی، څوک چي پردغې ناوې د ښکلا کوم پسول پورې کوي ، هغه هم شاعر دی او په دغه نامه سره یادیږي، په هندي ژبه کې شاعر ته (کوي ) وایي او شعر ته (کویتا)چې هندوان پرخپلو لوڼوباندې دښکلا پرلامل دغه نوم (کویتا ) ږدي . شعرله ډیرپخوا په هره ټولنه کې دانساني احساساتو دتعریف او توضیح ډیره مهمه او ښکلې وسیله وه اوده. احساس او احساسات څه شي دي ؟ غنم دي ، اوربشې دي ، د نانوایی ډوډۍ دي، ددکاندارددخل ورځنۍ پیسې دي؟ د یوچا درددي ، د یوچا خوښي ده ، د یوچاخندا ده او یا هم ژړا ؟
کله چې دغو عادي پوښتنو لږ په دقت سره ځواب ورکوو، نو بیا راته ښکاري چې احساسات باید څه وي ؟ غنم خو نه دي ، ځکه چې یوازې له څیرې راته معلومیږي اوزموږ سوال په خپله په یوه لید سره دځان لپاره ځواب مومي ، خوکه وغواړو خوښې تعریف کړو، یا دغم په باره کې څه ووایو،هلته خبره یوڅه پیچلې کیږي او موږ ناچاریږو چې لږ دموضوع منځ ته باید ورننوزو اوکه یې په هغه نظراو تله تلو لکه چې دغنم دانه مو پرې تشخیص کړه، نو بیا باید دغه ټکي ته ځیروو چې په دغه اړه زموږ درک ، معلومات او قضاوت ګرد سره نیمګړي دي، ځکه چې نه شوکولای په دغه بحث باندې سروخوږوو او په دغه لړکې په یوه مثبت لوري ګام واخلو. ښه اوس نوکه شعر د یوې پدیدې تعریف ، توبیخ او توصیف وي هغه هم ښکلي …آیاموږ کولای شو، هغه لکه دغنم دانه په یونظر وپیژنواویا هم کولای شو شعرته دښکلا دغه ویاړاوپسول لکه چې دنده او رسالت یې د ستاینو په مدارجو کې پیژندل کیدای شي ورکړو ؟ زه خو وایم چې که د احساساتو ترجمان شعراوشاعروي، باید چې دومره پوهه اوصلاحیت ولري چې دغه کار ته په رښتیا هم اوږه ورکړای شي… له همدغه ځایه ده چې شعر عادي خبره نه ده او شاعرهم یوازې په لیک لوست پوه څوک نه دي ، بلکه برعکس دیوه عالي او اوچت موجود په توګه خپله هم دیوه دراک اوعاطفی انسان په توګه د یادونې او ستاینې وړدی .
ما چې درته تیره کړه پر تا خوله راماته شوه
هاغه له شوخۍ ډکه ټپه به دې په یاد نه وي؟
هو، هرڅوک شاعرنه دی، ځکه شاعر باید موږ ته احساسات تعریف او توصیف کړي ، چې له بده مرغه موږ نن سبا شعر ته یوازې دوزن او قافیی چی دایی یو فرعی توک دي له عینکو ګورو اودشعراصل او نسب را څخه ورک دی . له یوه بیسواد ناظم څخه کله بیدل جوړوو ،کله یې دحمید پراوږو کینوو او کله یوشمیرچې د شعرپه باره کې غږیږي دومره لارورکي شي چې پوره یو کلاسیک سبک او مکتب بیاپرته له هرډول علمي قانونمندۍ پرهم هغه بي سواده شاعر پسې تړي ، ما ډیریاران لیدلي چې معاصرشاعران د هندي سبک لارویان بولي ، په داسې حال کې چې دغه بې وخته لورینه پرشاعرباندې له یوې ناحقه تورلګونې پرته بل څه نه شي کیدای. ددې ټولو خبرو لامل همدادی چې موږ په شعراو نورو هنري ایجادیاتو کې دحقیقت پر شکل او معني باندې نه پوهیږو او هرڅه مو چې په خوله راشي، نه په فکر، هغه د بې مسوولیتۍ په درک سره وایو او یوشاعر ( دکلمی په رښتینی مانا ) په لوی لاس له یوې خوامسخره کوو او له بلې خوایي د ابدي هیرښت کندې ته ورټیل وهو.
اخ چي لنډې فاصلی وای … مې په سرسري توګه ولوست ،خو داچې نژدي نیمه پیړۍ مې له ادبیاتو سره سروکاردی ،په دغه ترڅ کې چې کوم شاعران را منځ ته شوي ، دهغوي په باره په ډیروخبرو باندې اوس د تسلسل له مخې یوڅه پوهیږم ،هادي په داسې یوه مهال کې شعراو شاعرۍ ته اوږې ورکړې چې موږ په افغانستان یوازې د ګوتو په شمار شاعران درلودل چې یو په کې ترټولو ځوان شاعر دی و.هغوی چې زه یې دګوتو په شمیریادوم دهغوی زیاترو اوس له دغه ډګره وتلي ، دژوند ستونزو د شعرله ډګره لرې کړل، یوشمیرچې ډیره تمه ورته وه په نورو نورو بوخت شول، خو هادي تراوسه هم په دغه ډګرکې په خپلې وړتیا سره روان پاتې شواو لایې چغې ترموږ پورې را رسي :
چا په اسطورو کې د ښایست الهه یاده کړه
ماوې داخو ته یې ، زموږ دکلي ګلفروشه ده
هادي ته موږ په ځوانۍ کې د پښتو ځوان یاغي شاعر وایه ، یومهال ارواښاد عاصي راڅخه پوښتنه وکړه : « په پښتو زما معادل شاعر لرئ ؟ » ده فکرکاوه چې زه به اوس د لایق ، کاوون او یا نورو نوم ورته واخلم ، نیغ په نیغه مې ورته وویل چې : « ستا معادل په پښتومعاصر شعري بهیرکې زموږ تر ټولو ځوان شاعر هادي هادي… » په حیرانۍ یې راته وکتل، مانا داچې داخبره ښه پرې ونه لګیده، خو ما په صادقانه توګه خپل تحلیل ورته ووایه ، ډیره موده وروسته یې چې د کابل په ورانیو کې ولیدلم بیایی را ته ویل « استاد به همو نظرت ایستاده اید ؟ » ورته مې خندل : « اکنون به سطح ایشان هم نیستید… » دزړه له کومی يې راته وخندل اوویی ویل چې : « استاده ته رښتیا وایې زماهم نور په دغه ملک کې ټیکاو نه کیږي له وطنه وځم » هماغه وچې ایران ته لاړ او هلته یې هم خپله څیره د هغوي په آینه کې ولیده او خواشینی بیرته وطن ته راستون او نیمه خوا دمرګي میلمه شو.
او هادي دهغوشپوورځو د معرکو او سیالیو په سخت توپان را لوی شوی شاعردی زه فکرکوم دي هم په خپل دغه عصیاني مزاج پوهیږي ځکه نو وایی :
یاره دشرابو سمندر کې اثر نشته دی ،
لاچی د هادي پرلیونتوب باندې هم شک کوم .
موږ په پښتو معاصر شعري بهیرکې دوه هادیان لرو ، یو مشر او بل کشر، مشر هادی عطایي دی چې اوس د ملاعطایي په نامه په یوه بل شاعرانه اعجازکې دشاعرۍ ډګر ته له یوه اوږده سکوته وروسته راووت ،داهغه شاعرو چي د کیږدۍ سرکښ شاعر ته یې په خپل شعر سره الهام وربښلی دی … اوبل یې دغه ځوان هادي دی چې ، د ددوی دواړو یوه ښه ځانګړتیا په دې کې ده چې دوی له خپل شعري ذوق سره لکه یوشمیر خدای پامانی ونه کړاو له شعر سره دیوې اوږدې مودې په زړه کې ګډ ولوبیدل او واوسیدل ، لوی هادي خو د ډیرواوسنیو شاعرانو د لارښود ځای لري اوډیرو دشعرونو ناوې ته د ده دشعر په رنجو سترګې تورې کړې ځانونه یې د ده دشعر په کنګل زار کې د واورینو لیوانو په توګه پرمعاصرشعري بهیر باندې وتپل.
خوهادي په پښتو معاصرشعرکې په اوچتو ګامونو او هسکه غاړه په هغه پله او سبک روان شاعردي چې مخکښې یې لایق او ملاته ور دغاړې ده، ماناداچې نورټول پردوی پسې روان دي ځکه چې دا په پښتو شعري بهیرکې یوازنې نوښتي سبک دی چې ددغه شعرله طبعیت سره ځان په یوشانۍ کې ښودلای شي چې له زاړه فرم او سبک سره دشکل او مانا په لحاظ توپیرلری . خکه نو تراوسه په سلګونو شاعرانو په کې هستوونې کړې او پښتومعاصرشعریې په دغه سبک کې پاللی او پنځولی دی اوداد ادبی تیورۍ له مخې په پراخه مانا زموږ د(معاصرې حماسې) سبک بللای شو.
زه په اور کې پاتې شوم او ته قسمت راوویستې
یاره د جګړې هغه شیبه به دې په یاد نه وي
اوس چې هادي مات ګورې، په زړه کې به دې څه ګرځي؟؟؟
زموږ د خوږې مینې افسانه به دې په یاد نه وي
که چیرې موږ اخ چې لنډې فاصلی وای … دهادي له تیرې شاعرۍ سره پرتله کوو ، هلته باید یو ټکي په کې په پام کې ونیسو او هغه داچې هادي په دغه اثرسره ځان داسې ښکاروي چي نورنو دخپل شعري ژوند یو بل پړاو ته ورداخل شویدی ، چې دده د شعرمینه وال دیوې پرتلې له مخې له ورایه ورباندې پوهیږي او دده هم باید ورته پام وي .
برسیره پر دې (اخ چي لنډې فاصلې وای … ) کې دنا استوګنو شپو او ورځو سیوري خپل پراخ ټکرله خپلو ټولو ستونزو سره ددغه شعر پر وزرو باندې غوړولی دی ، اوداهغه څپه ده چې د اثر له سرلیکه ځان پیل کوي ، او د ټول شعري اثر په دغه او هغه خوا خپل رنګونه او فریادونه لري لکه دغه بیلګه :
زړه مې مات دی، زړه مې مات دی، زړه مې مات دی
څه چې پاتې ، هغه ستا د سر خیرات دی
ستا د سترګو د جوړه کوترو ځاله
کوم کافر ویشتلی ، زما د زړه جومات دی
لږ مې پریږده چې په لیچو دې سر کیږدم
ژوند خو هسې هم د لمر پریوتو سات دی
هره شپه مې ګل وطن په خوب کې ګورم
ننګرهار دی، کندهار دی ، که هرات دی
خلک به وایي چې هادي په مزو سر دی !
دا وطن راته سور اور ، د خدای په ذات دی
هادي دخپل زمان پر رمزاو روح خبر شاعردی ، میلتون دنړۍ ترټولو اوږد نظم ( ورک شوی جنت ) په خپل وخت کې ولیکه دی زموږ د لوی شاعرخوشال خان خټک معاصردی، دده ټول زور په دې ورسید چې دده بابا او انا ولې د جنت هوسایی او آبادي په یوې وړې بې پروایئ باندې له لاسه ورکړه، په دغه شعرکې ټول فریاد پرهمدغه غمیزه باندې راڅرخي خو زموږ شاعر هادي که داسې مسایلو ته ورمخه کړي ، ښایی خلک ورپوروخاندي ، ځکه په دغه زمانه کې چي انسان او انسانیت په تیره بیاد خپل ماحول تر داسې ستم لاندې دي چې دیوې نامعلومې ګناه په پلمه یې عزت ، پرتم ، تاریخ اوبالاخره هرڅه په سلګونو زرو پوځونو باندې تراخیستل کیږي څنګه آرام پاتې شي ، هادي په خپل شعرکې ترمیلتون هم نژدي دعصر یوې لویی غمیزې ته ځیرشوی( داخلک او دا ښار )یې یوه ښه او روښانه بیلګه ده :
مالدار خلک به ډیر وي ، سړي کم دي په دې ښار کې
ذره عقل یې نه شته ، داسې هم دي په دې ښار کې
د پنډو کتابونو او ویب پاڼو ، شاته پټ وي
په خدای له جهله چوي ، چم په چم دي په دې ښار کې
د ګیډې غم یې نه شته ، په فتنو سره اخته وي
یو څو خو د دجال بچي، سم دم دي په دې ښار کې
ماضي ده ورنه ورکه ، او له حاله دي په تیښته
بې مینې، لکه مړي ، یو رقم دي په دې ښار کې …
په هرډول په ( اخ چې لنډې فاصلې وای… ) کې خبرې ډیرې دي ، کله چې چاپیږي بیا به هم ناوخته نه وي ، چې څه پرې وویل شی ، دلته ما یوازې یوه سر سري کتنه پرې وکړه .
لڼده داچې دهادي هادی دغه پنځمه ټولګه دپښتو معاصر شعر په رنګین بڼ کې یوه بله رنګینه زیاتونه ده چې د شعر دمینه والو تنده له شکه پرته د هرانځور ، دهردرک او هرعاطفی احساس په درکولو سره پرې دې زړه له کومی ماتیدای شي ځکه چې :
خلک لګیا دي پخوانی هادي په ما کې ګوري
خو زه له ښې ، بدې وتلی د دنیا یمه اوس
درناوی
عبدالخالق رشید
نهروپوهنتون، نوی ډیلی