یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبطنزونهپردیو نه پند واخلئ، ملک میرام ګل

پردیو نه پند واخلئ، ملک میرام ګل

جېبونه تلاشي کړئ ترينه وباسئ کلدارې
مردارې دي مردارې
په خپلو افغانيو باندې شخه غړۍ ګرځئ
بس ګرځئ او راګرځئ
روپۍ نيمه دې راشي په خريد کې تفاوت
خو وګټئ عزت
يوه د کار خبره کوم تاسې يې ياداشت کړئ
که عقل نه برداشت کړئ
وچ سري جناح ګي ته چې قاعد اعظم وايئ
رمې سره ځان پيايئ
په مفتو کې ورکړی پرديپالو قيادت دی
پخپله بې هويت دی
موږ وليدل چې لږه موده بندې شولې لارې
او پورته شوې کوکارې
پاپړ ترېنه منفي کړئ څه يې مال څه يې صنعت دی
په هر څه تو لعنت دی
د خپل وطن او ګل وطن سندره زمزمه کړئ
او جوړه پرې دمه کړئ
که نن د جنګ حالات دي نو سبا سوله حتمی ده
دا هيله مردمي ده
خوړو کې د ختيځ له لبنياتو نه خوند واخلئ
پرديو نه پند واخلئ
د نورې دنيا خلک د ملت له غمه مړه دي
واړه دي که زاړه دي
نو ته ووايه مونږه نو د نورو نه څه کم يو
موږ هم د دغه چم يو
بس لږه موده غواړي چې دا زړونه ورته غټ کړو
پضلو ماما د کټ کړو.
نوټ: د احمد شاه بابا او میرويس نيکه له کړوسيانو سره د وچ سري جناح عکس په جيب کې ګرځول داسې دي لکه له نامحرمه ښځه چې ګل اغا شېرزي سره دوبۍ ته په چکر لاړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب