دوشنبه, مې 13, 2024
Homeکالمونهننګیالتر ځمکه لاندې ستوري/ شهرت ننگيال

تر ځمکه لاندې ستوري/ شهرت ننگيال

کله چې یو قلم مات شي، د سترګو ځیر کمزوری او تیاره خپره شي- یوه لاره وتړل شي، يو منزل ورک شي، یو غر ونړیږي ـ یو ه کیسه نیمګړې پاتې شي، د تاریخ یو باب وتړل شي، یو دور  پای ته ورسیږي، پر شونډو خپره سندره غلې شي، څانګې ماتې او ځالې ویجاړې شي، له سترګو خوب وتښتي، زړونه مات او د اوښکو ډېوې بلې شي.

د څو ټکو یو لنډ خبر وي خو د ویر او ماتم اوږد داستان یې خپله لمن کې نغښتی وي.

پر ما د استاد پسرلي د مرګ خبر همدغسې یو قیامت را ټیټ کړ. زه تر اوسه لکه د حشر پر میدان ګڼو پوښتنو ته تش تور دریدلی یم.

لا هم ډېرو پوښتنو ته ځواب نشم موندلی – ماته دغه ازموینه کې خپله ناکامي څرګنده ده. دریغه ما د هغه مهال ترخه یادونه او تجربې  په تورو ټکو او جملو کې انځورولی شوای، چې موږ یې تش لاس مهاجرت کې مقابلې ته ولاړ وو.

هره تپنه  استبداد دی او موږ له یوه استبداد بل ته په پنا وړو ځانونه اړ لیدل

له دامه که دې خلاص کړم په قفس کې د ایسار کړم

  صیاده ما خو څو رنګه زندان لیدلی دی

لکه سړی له باران په پاڅیدو تر ناوه لاندې پر دمه ځان اړ ګوري، د نا څرګند سفر او ورک مزل پر لالهاندۍ اوښتی وي، ځکه خو له سړي د سفر ستوماني نشوای ختلی. کرۍ ورځ د جنګ، مرګ، وينو پرهرو له مبالغې او غلو ډکې کيسې… دومره ووژل شول، دومره زخمیان، دومره مردار، دومره شهيدان … غوسه لکه سر ته ختلې، انتقام هغسې چې د سړېدو خبره يې پر خوله نشوای راتلی.

قهر د موډ او فيشن بڼه خپله کړې وه … عادي خبره هم باید په سختو ټکو او  ترخه لهجه را ټوله شوې وای … خندا هم د غوسې زهر ښندل، هغسې چې خپله سا به دې هم  ډوبه ګڼله … تر دې چې په کرار سا اخيستل هم ناشوني ښکارېدل. ټکي کراړ، وينا زيږه، لهجه تونده، څېرې ترينګلې – لکه له جګړې، وينو، مرګونواو ټپونو پرته پر بله خبره او موضوع خوله نشوای چوله کېدای.

د مينې محبت داسې کاختي ګډه وه چې د يوه ټکي لپاره يې جل وهلې تنده را منځ ته کړې وه … د مينې له تندې ژیې تالو پورې نښتې وې … پر هر ګام د سرابونو لالهاندي ګډه وه، لکه د ليک لپاره له اتيا سلو زيات ټکي نه وي .

همدا اتيا سل ټکي به دې اړول را اړول چې له تکرار يې وار له مخه د سړي زړه تور خوت. د لوستو دې هم داسې څه نشوای موندای چې پر زړه، روح او ذهن لګيدلي ټپونه ټکور کړي، ځکه خو د زړه، روح او ذهن ستوماني دمه کېدای نشوای.

زما چې له کابله د پېښور کتابپلورنځيو ته سودا وه … له کتابو مې ډک موندل، خو ددغه کتابو بار له مودو زما پر اوږو پروت و .

له ليډي ريډېنګ روغتون چې په ډکې نعلبندي کيسه خواني ته ووتم د جنګي محلې يوې يوې هټې ته تم شوم.

  • شيخه څه په کار دي؟
  • زما چې څه په کار و د هغو په اورېدو به چا د سر په خوځولو، چا مازې د سترګو، وروځو په اشاره له نه سره د خپلې ګډې نا خوښۍ پر تعبير پوه کړم.

غيرت صاحب ته مې وويل، ده راته کړه خيبر بازار کې يونيورسټي بک ايجنسۍ ته ورشه.

د کتابونو تر ټولو ستر دوکان، ښي لاس ته يې په رېسپشن ولاړ سړي ښه راغلاست وايه. د کتابپلورنځي څښتن مولانا فضل منان و،  خو زموږ ياري له منشي عبدالرشيد سره جوړه شوه. ده ته پر هماغه لومړۍ ورځ زما د لالهاندۍ پته لګېدلې وه.  د دوکان په اخر کې پر يوه المارۍ پښتو ادب ليکلي و … لاندې پر مېز څو پښتو کتابونه ايښي وو. لکه خپله ورکه مې موندلې وه.

پر وړه کچه يو کتاب  ” لېونی باد” ايښی و، ليکوال م پاسني …

د زنده بادو مرده باد په مسلط چاپېريال کې لېونی باد عجيبه لګېده …؟

م پاسنی به څوک وي ؟ د کتاب له منځه مې د يوې ليکنې پر پارګراف سترګې ومښتې. نېغه يې زړه ته لاره ايستله – ترخه او کراړه خبره هم د طنز په خوږو کې نغښتل شوې وه .

نېوکو کې يې د نفرت درک نشوای لګېدای. ما ته همدلته د طنز او استهزار توپیر جوت شو. ليوني باد کې لوستونکي خپله مدعا، خبره غوښتنه، درد، دوک هر څه موندلی شوای خو د اظهار او بيان پېرايه د غوسې، نفرت، غضب او انتقام هغه نه وه. کله د سره له سترګو د مخه د زړه سترګې په مينه واوړي – زه هم پر نا ليدلي مخ مين شوم چې له ليدو د مخه د م پاسني په محبت اوښتی وم.

پېښور ته د استاد رفيع په راتلو يو مرکزيت را منځ ته شو – د ده له برکته شلېدلې کړۍ سره يو ځای شوې – د رفېع صاحب له فيضه مو صميم او ولسمل صاحب ته مخه پيدا کړه، د م پاسني درک مو وموند.

رفېع صاحب چې ګوړې منډيي کې زما کوټې ته راغی د واره يې د کتابونو المارۍ کې سرچ اپرېشن پيل کړ. د سرچ اپرېشن بين السطور دا چې که پر يوه سر ليک دوه کتابونه را برسېره شوي وای یو يې د ده و … نژدې دوې لسيزي موږ دغه اګريمنټ ته غاړه ايښې وه.

رفېع صاحب ليوني باد ته له نورو په ځير کتل – زما د پوښتنې ځواب کې یې وويل : پسرلي صاحب دی، د بيلي ټس ترانې يې پښتو ته اړولې دي. لکه لار مې موندلې وه، د منزل درک هم را ولګېد.

دوې اوونۍ ورسته رفیع صاحب راته کړه: پسرلي صاحب کوم درک لګولی، ادبي مجله را باسي …

بله اوونۍ د پسرلي صاحب کور کې وو … غضنفر، مرحوم ساهو، اجمل، عصمت سره مو وليدل. خدای بښلي حاجي غلام فاروق چشتي سره مو هم ليده کاته وشول. دلته مې چې څه ليدل اورېدل، له هغې بيخي مختلف و چې پر ما تپل شوي وو.

هر چا خپله خبره کولای شوای – د بل خبرې ته د سکوت له اجبار او سر خوځولو له کړاو خلاص وو، د هر يوه خپله خبره ،  بحث، منطق او جدل و. د يوه تن يا يوې خبرې د تکراري اورېدو تپنه نه وه – د خپلې خبرې او مدعا په پټولو اړ نه ول. داسې خبرې هم دلته کېدای شوای چې د باندې يې پرې د يو بل وينې تويولې .

لوی خلک هغه دي چې ورسره په مخامېدو ځان وړوکی ونه ګڼې – زه همدلته پر دې باوري شوم چې په خوله کې مې ژبه ده – په ډېرو هغو تورو ټکو مې ژبه وګرځېده چې غوښتل مې ووايم خو نه مې شوای ویلی.

ما د خپلې پيکه او بې خونده شاعرۍ په اوج کې د قصيدې په چوکاټ کې له دوو سوو زيات بيتونه را غونډ کړي وو – جسارت يې بولې که ګستاخي چې د کتابګوټي په بڼه مې د چاپ لپاره له مرحوم حمزه بابا تقريظ هم اخيستی و، چې اوس يې هم په را زړه کولو خجالت يم. د استاد پسرلي شفقت ته ګورئ چې زما د هڅونې لپاره د هغه شعر پر ليکه همدغسې قصيده ډوله شعر کښلی و.

يو هغه دی چې څه در زده کوي،  بل هغه چې پوهوي دې دريم هغه چې پخپل کردار او عمل يې درته ښيي، همدا مصلح دی. او مصلح له ليډر لوړ وي.

ممتاز مفتي کاږي دين علم نه دی، عمل دی.

پسرلي صاحب د ملا او واعظ په څېر د پند او نصيحت سړی نه و، ده پخپل عمل، کردار او کرېکټر ستا لارښوونه کوله.

سپېدې په مهاجرت کې خواره واره شاعران، اديبان او ليکوال راټول کړل – يو ادبي غورځنګ يې وغوړاوه – د مهاجرت په کړاوجن چاپېریال کې يې د جنګ، مرګونو او زخمونو په توپانو کې د ادب د خوږو وېش پيل کړ، د جګړې خشن، بوږنوونکي موضوعات يې د لوستو او پوهېدو وګرځول.

پسرلي صاحب لږ خبرې کولې، دی دې باید غږولی وای، خو دده شخصيت او کرېکټر يو پرانيستی کتاب و. د ده طبيعت کې اجنبيت نه و، ځکه خو يې ادبي کورنۍ دومره وغوړېده چې ډېر ژر پر تنظيمي دفترو او پنډغاليو خپره شوه.

زما د ژوند ښې شېبې هماغه وې چې د استاد پسرلي مجلس کې مې تېرې کړې، دی مې د نفس مطمينه ژوندی تصوير موندلی، په فقيرۍ کې امير، په اميرۍ کې فقير، د ادبي ديانت دنګ څلی، د لفظونو د حرمت محافظ، د ادبي وقار بل مشال …

د ده مجلس جامد، بې روحه بې کيفيته ناسته نه وه، چې له نا ستو کسانو د سر خوځولو هيله وپالي .

بحث، جدل، منطق او د اختلاف حق ټولو ته خوندي و. خو له دې سره استاد پسرلي له هېچا سره ځان په مخالفت او ادبي تصادم نه و اړولی. د ده په خبره جماليات سړي ته سکون وربښي، ظاهر او باطن دواړو کې د خير جذبات را منځ ته کوي، انسان نيکۍ، نرمۍ او اسانۍ ته رابولي.

ايله يو ځل ما د ده خبرو کې سختي ليدلې – دا هغه وخت و چې وېنې، مرګ، غوسه او انقلاب ليکنو او شعرونو کې د وخت موډ ګرځېدلی و.

د يوه همزولي شاعر خپرې شوې قطعې عام مقبوليت ګټلی و.

په قېمت د تودو وينو وړاندې درومي

دا د حق او د باطل مقابله ده

د بستر هواداران يې په کار نه دي

  انقلاب خو د ککرو قصابه ده

دغسې شعرونو هغه مهال دومره منښت درلود چې اور يې پورې کولای شوای… خو پسرلي صاحب ويل: (لعنت پر داسې انقلاب چې د ککرو پر قصابه را منځ ته کړای شي …)

د ادبي نقد تر ټولو ښې بېلګې همدغه بنډارو کې موندل کېدای شوای. غضنفر به د مرحوم هوسا او هغه به د ده ليکنه شعر او لنډه کيسه د نقد پر کاڼي تول ته ايښې وه – تر دې چې له غضنفر، هوسا به دې واورېدل: داسې نه ده آغا …

پسرلي صاحب به په مانا داره موسکا د وضاحت لپاره لنډه رڼا وغورځوله، په خبرو، لهجه او څېره کې يې د نا خوښۍ کومه نښه نشوای ليدل کېدای.

ايمل به هماغه بالښت ته څنګل ايښې وه چې پسرلي صاحب به ورته تکيه لګولې وه، کله به يې د پسرلي صاحب له غاړې لاس چاپېر کړی و. ايمل خپه قلمي مجله لرله – نوم يې له ما هېر دی څو ګڼې يې پخپل لاس کښلې  او ډېزاین کړې وې.

د پسرلي صاحب عظمت ته ګوره چې کله يې هم د خپلې کورنۍ جايداد، او اثر رسوخ خبره پر خوله نه ده راغلې.

ما ته به کله داسې وبرېښېده لکه له استاد پسرلي ځان هېر وي، لکه مجذوب، ځکه خو ده د خپل ځان او کورني مقام په اړه تورٍي ټکي نشوای موندلی.

ده د جهاد او مهاجرت په ترينګلي چاپېريال کې د زرکې په نامه سپېدې کې د عاشقانه شعرونو لړۍ پيل کړه – هغه مهال چې د ښځينه څېره نه، آواز او خبره هم ستر بلل کېده – استاد پسرلي پخپل ادبي اجتهاد افغان ښځينه وو ته د ادب ميدان کې د پښې اېښودو لار پرانيسته.

د زرکې شعر هغه غږ و چې د وخت ډبرين چاپېريال يې ولړزاوه- دا د ښځينه وو د احساس خورا رسا ترجماني وه، چې ښځينه وو يې په هغه شېبو کې مخه نشوای موندلی.

دغه غږ داسې ټکانونه را منځ ته کړل چې لږ وخت کې سپېدې د ښځينه ادبياتو سټېج ته وړ او بر ځای پیدا کړای شوای، لکه کاڼی و چاودل او د رڼو اوبو زمزمې چېنې را وخوټېدې.

سپېدې په مهاجرت کې د افغانانو لپاره د آزادو مشاعر و  بنسټ کېښود. د سپېدې د خپراوي په لومړي دور کې نه دفتر و، نه د غونډو ناستو کوم بل ځای درک لګېدای شوای.

خيبر بازار کې د اردو بورډ يوه څانګه وه چې ځايي شاعرانو پکې ادبي ناستې لرلې. د صدر نشنل سنټر کې هم د ځايي اديبانو لويې وړې غونډې جوړېدلې. خو نشنل سنټر له اسلام اباد سره پېيلی و- مانا د غونډو لپاره د سنټر اداره اړ وه له مرکز اجازه تر لاسه کړي- خو اردو بورډ چې له صوبايي حکومت سره پېيلی و د ادبي غونډو اجازه ورکولی شوای.

د اردو بورډ چارواکو موږ ته په خلاص زړه د مشاعرو اجازه راکړه- لومړنۍ مشاعره مو په وېره او د چاودنو د اندېښنو له څپو سره په خير تېره کړه. مشاعرې او کره کتنې دواړو همدغه يوه غونډه کې ځای درلود. له تنظيم او کومې آيډیالوژۍ پرته شاعران را مات وو.

د مشاعرې پر ورځ به ما، عصمت، غضنفر، مرحوم ساهو ان صمیم صاحب له سهاره د چاودونو له وېرې د اردو بورډپه مخ کې د څار پیره لګولې وه – د شيدو چای به عصمت او اجمل له کوره رکشا کې را ځغلاوه.

د غربت او بې وسۍ په دغسې ترینګلتيا کې د هغو غونډو او ناستو خپل خوند و، چې اوس يې په مجللو تالارو او غونډو کې سړی څرک نشي لګولی.

پسرلي صاحب خپل ځان، خاني، کورنۍ اولادونه ټول ادب ته وقف کړي و. ځکه خو يې کله هم د ځان، خانۍ، شتو او کورنۍ خبره په خوله نشوای راتلی.

وينه په قلم کې يې خپله پیژندګلوي له شتمنې علمي کورنۍ سره نه وه پېيلې، پر يوه ټکي يې هم په دې اړه د قلم نوکه نه وه را ګرځېدلې.

کلونه وروسته مې چې د کابل مجلې کلکسيونونه کتل د ۱۳۳۱ لمريز د ليندۍ ګڼه کې مې د پسرلي صاحب  د والد ميرزا رمضان په اړه يوه ليکنه  سترګې ولګېدې، چې د لوی خان شېرخان ډېری کتابونه دده په زيار چاپ شوي وو – سيمه کې يې لومړنی ښوونځی د خپلو بزګرانو بچيانو ته پرانيستی و .

د کابل مجلې د همدغه کال ۱۴ مه ګڼه کې مې د ۲۲ کلن محمد صديق پسرلي په اړه مضمون لوست چې د خيام څلوريځې يې پښتو ته اړولې  او د سعدي شيرازي کريما يې پښتو ژباړلی، د کوکچه او پسر لي ګلونه په نامه يې دده دوې شعري ټولګې یادې کړي.

ما ويل استاد پسرلی دې بايد غږولی وای، چې هره خبره يې د ليکلو او نوټ کولو وه. د ده په خبره تقوا په اصل کې په معاملاتو کې ده – عبادات د الله تعالی او بنده تر منځ معامله ده، ځکه خو د تقوا محک او معيار معاملات پيژندل شوي دي. دريغه ما دلته هغه ټولې خبرې ليکلی شوای چې له ده مې اورېدلې – د چا پړه او ملامتيا مې نه وای کتلې.

د شوروي اتحاد په نړېدو افغان کډوالو له A-Z ځانونه خوښيو کې ډوب او ددغه ويجاړۍ د جشن اتلان ګڼل … يواځې استاد پسرلي دغه پرمختيا خپله خوښي نشوای ګرځولی، چې دده په خبره د شوروي په نړېدا نړيوال توازن له منځه ځي او نړۍ د يکه تازۍ د انحصار او غضب منګولو ته لويږي …

مرګ حق دی، خو نه پوهېږم څرنګه زما زړه ته اوس هم د پسرلي صاحب د مړينې خبره نه لويږي …

کله يې چې د مرګ په اړه چېرې څه ولولم  پخپل غفلت مې سر نور هم ټيټ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب