پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهننګیالسقوط. ...؟ - شهرت ننګیال

سقوط. …؟ – شهرت ننګیال

لس نیمې بجې له دفتره راووتم، دواړه موبایله مې چیک کړل ـ له بانک په را رسېدلیو پیغامو مې سترګې روڼې شوې ـ لومړی هغه د میاشتني معاش و ـ وایي، ښځینه خپل عمر نه ښیي، نارینه تنخوا ـ خو زه په دې برخه کې ځان نارینه نشم ثابتولای، چې دغه راز نشم ساتلی، بلکې ګرد سره یې راز نشم ګڼلای. …

له تاسې څه پرده د خپل بهرني پاسپورت په زور د میاشتې پنځلس زره ډالر نغد اکاونټ ته راځي. … امریکا کې بیا هم د هندو مزدورۍ ته اړوم ـ که به مې شپه ورځ پرځان یوه کړه له دوولس سوه یو نیم زر ډالرو مې زیات نشوای ګټلای.

که څه هم زما ډېری ملګري د دغسې پاسپورتونو او نورو اړیکو په ډاډ تر پېنځه ویشتو زرو ډالرو یواځې د معاش په نامه په بډه وهلی شي، خو دا چې په دومره معاش او ورسره سایډبزنس څه کوي د راز خبره ده، چې افشا کېدل یې ملي ګټو ته زیان ګڼلی شي.

دویم مسیج بیا هم د یوه بانک و ـ چې له یوه قرارداد یو نیم لک ډالر رارسېدلي و.

له دې بله خوشالي څه کېدای شوای ـ ډریور مې رخصت کړ، ګاډي ته په ختو مې دواړه موبایله د شا سیټ ته وغورځول.

د موټر له چالانېدو وړاندې مې سرسري حساب ولګاوه ـ د معلم نذیر کور رانیسم، که د حاجي سید رسول ځمکه. …؟ چې دواړه په خورا اسانۍ تر خوږ ګوته نیول کېدای شوای. …

یو دوه ځایه مې اشارې ته په درېدو د تلفون شرنګی اورېدای شوای، خو نه مې غوښتل ځواب ورکړم. …

منزل قرغه و، نن مو له ملګرو سره غونډه لرله ـ د جمعې ورځ بیروبار وي، ځکه خو مو چهارشنبه خوښه کړې وه ـ د ناستې اجنډا مو پر تیلفانه له یو بل سره شاربلې وه. دا چې د هېواد په تاوجنو حالاتوو خواله وکړو ـ د اواري لوری ګودر ومومو. …

انډیوالان وروڼه او ملګري له ما وړاندې رسېدلي وو ـ ناوخته کېدل زما زوړ عادت دی ـ د همدغه عادت له امله وه، چې له امریکا کابل ته د تلو په ځنډ کې مې لکونه بلکې میلیونونه ډالر له ګوتو ووتل.

له ستړي مشي سره د بېلابېلو خوړو وږمې د ترخو اوبو له کیف زیات اور لګولای شوای ـ زموږ ملګري کله زیات کله کم. … زیات هله چې څوک له کوم مقام لیرې یا ګوښه شي، کم هله چې پر مقام له سره ولګي. … ددې خبرې مانا دا چې دغسې غونډې او ناستې د مقام او چوکۍ په ترلاسه کولو کې اغېزمنې راخېژي. …

له لنډې پوښتنې سره په حالاتو خبرې پیل شوې، هر یو خپلې شننې چې تر ډېره سره ورته راوتلې وړاندې کړې:

ـ وضعه خرابه ده، حکومت له سره شتون نلري، د کرپشن قیامت راټیټ دی، خلک په سره اوور کې سا اخلي، ژوند طبقاتي بڼه خپله کړې، ځوانان ورځ تر بلې تشدد ته مخ اړوي ـ غوسه یې غچ او انتقام ته رابلي او موږ باید راټول او منسجم شو، پر یوه ملي فکر راغونډ او پراخ سیاسي جوړښت رامنځته کړو ـ هېواد د سقوط پر ژۍ ولاړ دی. …

دغسې خبرې هر یوه پخپل انداز او ورته ټکو یو په بل پسې تکرار کړې ـ داسې لکه وار له مخه یې له لیکلي کاغذ یاد کړې وي.

هر یوه ته دوه، بلکې درې موبایله اېښي وو ـ د ځینو به چې زنګ راغی، سکرین ته په کتو به یې پر بل مخ واړاوه ـ پرله پسې زنګونو د موسیقي تنده ماتولای شوای ـ هېچا د کوم تلفون ځواب ورنکړ. …

د ډوډۍ پر سر خبرو بل رنګ خپل کړ:

ـ موټر دې کله نوی رانیولی. …؟

ـ نوی یې بوله؛

ـ په څو. …؟

ـ یوویشت زره. … ټول پوهېدای شوای، چې یو ویشت زره څه. …؟

ـ ته هم دا غورازه لیرې کړه؛

ـ راغوښتی مې دی، د هرات ګمرک ته رارسېدلی؛

ـ تا آبل موټر څنګه کړ. …؟

ـ وړو ته مې پرېښی. …

ـ کور دې څنګه کړ. …؟

ـ د خوشحالخان جوړ دی ـ بلاکونو کې مې یو څلور اطاقه درک کړی. …

ـ دوې نومرې مې ښه موقعیت کې موندلې.

ـ یوه یې زما. …

ـ ته په نورو نومرو څه کوې. …؟

ـ بس یوه نومره. …

ـ سړی مجبور دی، اړ دی. …

ـ د کورو او نومرو خبرې پرېږده، ۲۰۱۴ کال کې خدای خبر څه پېښیږي. …؟

ـ ځکه خو وایم همدا یې وخت دی ـ هېڅ نه پېښیږي.

ـ پر امریکایانو څه باور، سبا به خپلې پښې سپکې کړي او د طالبانو ډاډسن به را رسېدلې وي. … (هاها)

ـ دوبۍ هم خرابه شوه؛

ـ دوبۍ نه خرابېږي.

ـ بهر ته د وتلو لړۍ په څپو ده. …

ـ د پیسو که د سرو. …؟

ـ د دواړو. …

ـ له اوبو د مخه ګاولې باسي. …

ـ بېرته به خپلو خبرو ته راشو.

ـ دا ګنې خبرې نه دي. …؟

ـ دي، خو د اوس نه. …

ـ دلته پر ملي مسایلو خبرې کوو، چې هېواد او ولس له سقوط وژغورل شي. …

ـ موږ باید یو قوت رامنځته کړو ـ یو حزب ولرو، ټاکنې نژدې دي ـ له همدغسې یوه قوت موږ خپلو موخو ته رسېدلی شو. …

ـ ولس مایؤس دی، ځوان نسل تشدد او خشونت ته ورګرځي ـ یو ځواکمن ملي اپوزیسون اړین دی ـ موږ باید خپله طرحه او پروګرام ولرو. … وړاندې یې کړو. …

موږ په مخکنۍ ناسته کې پتیلې وه، چې پر یوه طرحه کار وکړو ـ ما په انګلیسي د دغسې یوې طرحې مسوده برابره کړې ـ یوه یوه کاپي به یې درسره واخلئ ـ په بله غونډه کې به خپل وړاندیزونه سره شریک کړو. …

کور ته په رسېدو ما خپل موبایلونه وکتل ـ لومړنی تلفون د معین صاحب و ـ سملاسي مې ده ته زنګ وواهه: معین صاحب بښنه غواړم ـ ماشوم مې روغتون ته وړی و ـ موبایل کور کې پاتې و، بېله دې چې پوښتنه وکړي راته وویل:

ـ کار دې څنګه کړ. …؟

ـ له شرکت سره مې پر پېنځه سلنه موافقه وکړه. … د جاینټ اکاونټ شرط مې پرې اېښی. …

ـ پېنځه لږ نده، وزیر صاحب اووه سلنه یاده کړې وه. …

ـ نه یې منله ـ له لاسه مو قرارداد ووت.

ـ وزیر ته به خپله قناعت ورکوې.

ـ خدای به خیر کړي؛

ـ خیال کوه ـ مخه ښه ـ خدای پامان؛

درې څلور نور مسیجونه مې هم دغسې ځواب کړل، له کلي د محمد اسلم پېنځه تلفونونه راغلي وو ـ میرمن یې له مودو ناروغه وه ـ لکه پیسو ته اړ دی ـ دده مسیج مې ډیلټ کړ ـ دده پر شمېره مې لنډ پیغام پرېښود: بښنه غواړم چې ستاسې اړیکه نشي ټینګېدای. …

له محور ورځپاڼې په منننې.

د ۲۰۱۳ د جنورۍ ۱۴مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب