پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+قیس احمد د انګلیستان له کینټ سره یوځای شو

قیس احمد د انګلیستان له کینټ سره یوځای شو

تاند (پنجشنبه، د ثور۲۳) د انګلیستان کینټ کرکټ اعلان وکړ چې افغان سپینر لوبغاړی قیس احمد به د دې سیمې د کرکټ په اتلولیو کې لوبېږي.

قیس احمد، د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې په شل اوریزو سیالیو او دغه راز، شپږیزه، کربین لیګ، د بنګله دېش غوره لیګ، د پاکستان غوره لیګ، د استرالیا بیګ باش او د سریلانکا په غوره لیګ سیالیو کې لوبېدلی دی.

۲۰ کلن قیس احمد په۶۷ شل اوره سیالیو کې ۷۷ لوبغاړي سوځولي او د ورکړیو منډو اوسط یې ۷ اعشاریه ۵ دی.

ده په شل اوره سیالیو کې ښه بیټنګ هم کړی او ناسوځېدلې پنځوسیزه یې په خپل نوم ثبت کړې ده.

ده په ۲۰۱۹ د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان په ټیستلوبه کې ګډون کړی چې په ۹ اورونو کې یې د ۲۸ منډو د ورکولو په وړاندې یو لوبغاړی وسوځاوه.

قیس احمد له کینټ سره پر یوځای کېدو خوښي ښکاره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...