Homeخبرونهولسمشر غني له خپل ایراني سیال سره د وروستیو پېښو په هکله...

ولسمشر غني له خپل ایراني سیال سره د وروستیو پېښو په هکله خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه د ثور ۲۳) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ارګ چهارشنبه/ د ثور ۲۲/ ماښام ناوخته په بیان کې ویلي چې په دغه خبرو کې حسن روحاني په افغانستان کې د وروستیو پېښو په هکله د ایران د حکومت او خلکو په استازیتوب خواخوږي څرګنده کړه.

همداراز دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې له بل هر وخت په افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه زیاته شوې چې ورسره هممهال د افغان، ایراني او پاکستاني چارواکو خبرې او لیده کاته ډېر شوي دي.

وروستۍ دوه پېښې چې په لوګر او د کابل په دشت برچي کې وشوې ګڼ شمېر ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. دغو پېښو د ټولو افغانانو غوصه راپارولې ده.

له حسن روحاني سره تر خبرو مخکې د سې شنبې په ورځ/ د ثور ۲۱/ ولسمشر غني د افغانستان په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره وکتل.

د ارګ د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په هکله بحث او خبرې وکړې.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان لوی درستیز د خپل هیواد د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د رئیس ډګرجنرال فیض حمید او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز نیکلاس کارټر هم په ګډه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

دا کتنې داسې مهال کېږي چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې د درې ورځني اوربند اعلان کړی، خو افغان چارواکي او خلک وايي چې افغان وژنه په هر وخت کې ناروا ده نو طالبان باید روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، د خبرو مېز ته حاضر شي او د خپلو افغانانو له وینې تویولو د تل لپاره لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...