یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهم. م: موږ له افغانستانه نه ځو، په ټولو سختو شرایطو کې...

م. م: موږ له افغانستانه نه ځو، په ټولو سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

تاند (پنجشنبه د ثور ۲۳) ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز په یوه وېډیوي پیغام کې افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له افغانستانه نه ووځي.

“زه د ملګرو ملتونو په استازیتوب ټولو افغانانو ته داخترمبارکۍ او نیکې هیلې وړاندې کوم. موږ له جګړو  د خلاص اختر په اړه ستاسو په هیلو کې شریک یو چې هره کورنۍ وکولی شي دغه مهم او ځانګړی وخت په سوله کې ولمانځي.”

مېرمن لاینز ویلي ملګري ملتونه په ټول توان هڅه کوي چې ښکېلې خواوې دلته د جګړې پر پای ته رسولو یوې هوکړې ته سره ورسوي او په دې توګه افغانان له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.

نوموړې زیاته کړې په امن کې اوسېدل د افغانانو حق دی او ټولو ښکېلو خواوو ته په کار ده چې دایمي اوربند وکړي او په دې توګه دلته روانې کړې جګړې د تل لپاره ختمې کړي.

دیبورا لاینز ویلي چې د کورونا وبا او امنیتي وضعیت له امله په دې رامنځ ته شویو سختو شرایطو کې ملګري ملتونه د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

“موږ د ټولو افغانانو په خواکې یو چې تر هرڅه ډیر د سولې غوښتنه لري. زه په ډیر درنښت هیله کوم چې د یووالي او همدردۍ دغه احساس چې د اختر په ورځو کې ترې خوند اخلو، له دغو بختورو  ورځو وروسته هم دوام وکړي.”

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې زیاته کړې چې افغانان د سولې په لټه کې دي، نو په کار ده چې په ګډه کار وشي تر څو د ټول افغان ولس سترې هیلې چې تلپاتې سوله ده پوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی