Home+د خراسان جوړولو شعار ساده توب دی

د خراسان جوړولو شعار ساده توب دی

ليکنه: دوکتور نوراحمد خالدي

پښتو ژباړه: عبدالمتين افغانمل

خراسان چېرته ده؟

د هندوکش شمال اتیا کاله وړاندې لا د افغاني ترکستان په نوم ياديده، او په نقشو کې هم په همدې نوم ياد شوی دی.

عبدالمتين افغانمل

نن هم د شمالي هندوکش ډيری «اکثريت» وګړي ترکتباران دي.

هزاره جات، چې هزاره ګان يې د هزارستان په نوم يادوي!

نو آيا خراسان په بدخشان، تخار او بغلان کې جوړ کړو، او که په پنجشير او پروان کې؟

دا چې د تاجک مېشتو سیمو په منځ کې د هندوکش د صعب العبور او دنګو غرونو لړۍ پرته ده نو ځکه يې پروان او پنجشير د تل لپاره د هيواد سويل ختيځ پښتون مېشتو سيمو برخه او شفه ګرځولې ده.

افغاني خراسان يا په سمه اصطلاح ختيځ خراسان يواځې د بادغيس، هرات ولايتونه او د غور يوه برخه جوړوي، او د خراسان پاتې برخه په ترکمنستان او ايران کې پرته ده.

نو آيا چا فکر کړی چې ايران او ترکمنستان به دا اجازه ورکړي چې د هغوئ د خراسان ولايتونو تر څنګ پر همدې نوم خپلواک هېواد جوړ شي؟

ښه به دا وي چې د کردستان هېواد جوړولو د ستونزې په اړه غور وکړو چې عراق، ايران، ترکیه او سوریه ټول ورسره مخالفت کوي.

نو اوس څوک ويلای شي چې د خراسان هېواد چيرې جوړوئ؟

راځئ چې تاريخ ته مراجعه وکړو:

عربو د فارس ساساني دولت يا د دوئ په خبره عراق عجم ته تر ماتې ورکولو ورسته مرو د خپلو ختيځو متصرفاتو د حکومت د مرکز په توګه انتخاب کړه.

مرو چې اوس په ترکمنستان کې واقع ده هماغه وخت د خراسان يوه برخه وه چې د نيشاپور او هرات تر څنګ د سيمې يو ستر ښار ګڼل کېده.

د مسلمانو عربو مشرقي متصرفات له ادارې پلوه د خراسان، ماوراالنهر، هند، سند، نيمروز، کابل او زابلستان د ولايتونو څخه تشکیل شوي وو.

د هارون رشيد په وخت کې د عباسي خلافت د ولايتونو او واکمنانو (د هارون رشيد زامن) نومونه په دې ډول وو(صفحه ۱۶۴ کتاب زين الاخبار گرديزی چې د سلطان مسعود غزنوي په وخت کې ليکل شوي دی):

  1. عراق، يمن، حجاز او د شام يوه برخه – محمدالامين؛
  2. خراسان، ماوراالنهر، هند، سند، نيمروز، کابل او زابلستان – عبداله مامون.
  3. د شام يوه برخه، مغرب، اذربايجان، روم، زنج او حبش – مؤتمن.

لکه څنګه چې وينو د ادارې تشکيل له مخې خراسان د ماورالنهر، هند، سند، نيمروز، کابل او زابلستان ترڅنګ د مسلمانو عربو د شرقي متصرفاتو يو ولايت ګڼل کېږي.

هرچا چې د بابر نامه ۱۵۳۰م، سفر نامه جورج فودستر ۱۷۷۲م، گزارش سلطنت کابل الفونستون ۱۸۰۹ په نومونو کتابونه مطالعه کړي وي نو په ضميمه شوې پورتنۍ نقشه کې د خراسان حدود تائيدوي.

له بده مرغه اوسمهال د جمعيت، شورای نظار او د هغوئ د پلويانو په منځ کې د يوشمير کړيو له لورې د پښتنو او افغانستان پرضد زهرجن تبليغات پيل شوي، چې په دې سره ښايي يو شمېر ناخبره تاجک ځوانان داسې وانګېري چې پښتنو د خراسان د يو خپلواک دولت او هېواد پرضد بغاوت کړی، هغه يې له منځه وړی او پر ځای يې د افغانستان په نوم هېواد تاسيس کړی دی، په داسې حال کې چې حقیقت بل څه دی.

د حاجي ميرويس خان هوتکي د پاڅون پر مهال (۱۸۰۹م) اوسنی افغانستان په ختيځ کې تر کابل او بلخ پورې له ډهلي څخه د بابريانو له لورې اداره کېده، او پاتې برخه يې د فارس د صفویانو له لورې داصفهان څخه اداره کېده.

زموږ پر هېواد داسې خلکو واکمني چې د دې خاورې او ځای نه وو.

خراسان، کابلستان، زابلستان، تخارستان، سيستان، افغانستان، غرجستان او غور د دې هېواد د مختلفو برخو نومونه وو.

تر ميرويس خان او احمد شاه بابا وړاندې د هرات تيموريان يواځني خلک وو چې د دې خاورې اوسېدونکي وو او دلته يې حکومت کاوه، خو هغوئ هم د سمرقند د تيموري اميرانو په دستور خپلې چارې پر مخ بيولې.

صفوي دولت په خپلو اداري تشکيلاتو کې د خراسان په نوم هيڅ ولايت يا بيلگربيگي نه درلود.

زموږ په هيواد کې د کندهار او هرات په نومونو بيلگربيگی شتون درلود.

په تاريخ کې د خراسان په نوم کوم خپلواک هېواد چې د اوسني افغانستان کابو دیرش سلنه خاوره پکښې شامله ده هیڅ وخت شتون نه درلود، او هيڅکله هم د خراسان د پاچا يا واکمن پر نوم کوم خپلواک کس په تاريخ کې نه دی ذکر شوی.

کله چې الپتګين په غزني کې د غزنويانو پر نوم دولت تاسيس کړ د خراسان څخه تښتېدلي وو، او هلته نورو خلکو واکمني کوله.

احمدشاه بابا لکه چې د خراسان پاچا وو هماغسې د قندهار، کابلستان او ترکستان پاچا هم وو.

لکه څنګه چې ذکر شول خراسان د هرات، بادغيس، نيشاپور، مشهد او مرو له سيمو څخه جوړ ولايت ده.

بلخ د تخارستان له توابعو څخه شميرل کيږي او له فراه نه تر پېښوره د سيستان، زابلستان او کابلستان سيمه ده.

نو په همدې اساس په تاريخ کې هيڅکله هم د خراسان په نوم کوم غټ ادارې/ سياسي واحد شتون نه درلود.

يو شمېر کسانو له تاريخ نه د ناخبرۍ له کبله د پنجشېر په دروازه د خراسان نوم ليکلی دی، په داسې حال کې چې پنجشير هيڅکله هم په خراسان کې شامل نه وو بلکې د کابلستان د توابعو څخه ګڼل کېده.

نو بناء په هغه سيمو کې چې په نقشه کې ښودل شوې دي د ځايي واکمنانو پرته هيڅکله هم د خراسان په نوم ملي حکومت شتون نه درلود چې اوس بيرته تاسیس شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...