یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهچین او د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان له لوري د «...

چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان له لوري د « ۳ شرارتونو» په وړاندې همکاري زیاتوي

تاند(چهارشنبه، د ثور۲۲) د چین او د منځنۍ اسیا د ۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او کارپوهانو په غونډه کې اعلان وشو چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې ګډوډي زیاتېږي او کېدای شي افغانستان یو وار بیا د «درو شرارتونو» د روزلو په مرکز بدل شي.

چینايي شناندو او چارواکو وویل، چین او د منځنۍ اسیا شریکان به یې د «درو شرارتونو؛ یعني تروریزم، بېلتون غوښتنې او مذهبي افراطیت» پر ضد د جګړې لپاره همکارۍ زیاتې کړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې سوله او ثبات خوندي شي.

د چین د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن (چهارشنبه) د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو- قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له باندنیو چارو وزیرانو سره، چې اکثره یې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي او د افغانستان ګاونډي دي، د چین په شانشي ولایت کې خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې پر اساس، دوی په دوه اړخیزو اړیکو، د سړک او کمربند پر پروژې، سوداګرۍ، منظمو جنایتونو او نورو مسلو هم خبرې وکړې.

خو د دوی د خبرو یوه لویه او اصلي مسله له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د سیمې وضعیت و.

د چین پوځ: امریکا خپله جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ په خپل حال پرېږدي

د چین د باندنیو چارو وزیر د خپل هیواد او د منځنۍ اسیا د ۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، د دې لپاره چې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، د افغانستان مسله پر یوې تودې موضوع بدلېږي چې نه یوازې د امریکا او ناټو د غړیو بلکې د چین په ګډون یې د ګاونډیو هیوادونو او همداراز د درستې نړۍ پام ځان ته اړولی دی.

ده زیاته کړه، چین باور لري چې بهرني پوځیان باید له افغانستانه په منظم او مسوولانه ډول ووځي او له بیړه ناک اقدام څخه باید ډډه وشي چې له کبله یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه اغېزمن کېږي.

د چین د شنهوا خبري اژانس د راپور له مخې، وانګ دا هم وویل چې د ازبکستان او تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته پکار ده چې په لازم وخت کې خپل دریځونه همږغه کړي، په یوه خوله وږغېږي او پر ستونزو د برلاسه کېدو لپاره په افغانستان کې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.

د چین پوځ: امریکا خپله جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ په خپل حال پرېږدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی