دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د شمایلې سلیمي درې غزلونه

د شمایلې سلیمي درې غزلونه

غزل

تصور مې که هر څو ٶ سنګين مات شو
چې زما د امېدونو ائين مات شو
بيا مې کاڼي د تهمت مسخره نکړل
چې مې سر پرې د ګمان او يقين مات شو
ستا د ډېرو بې حِسيو وم اسيره
دا له غمه چې مې زړه د پروين مات شو
له استينه دې راوتى ښامار ګرځي
له ښاماره دې راوتى استين مات شو
ژونده مات دې کړل د عشق روايتونه
د فرهاد په ځاى دې سر د شېرين مات شو
وي نبات د حريفانو لکه ـــ زهر
ځکه زړه مې د يو چا په تلقين مات شو
خيال مې ستا په خيالاتو شمائلې
مطمئين ٶ که هر څو مطمئين مات شوم
***
غزل
پاڅه زړه زما مجنونه بلا وشوه
د نفرت په نى نعره د سبا وشوه
چې ابليس ورلره هم ګوري په سپکه
له آدمه داسې کومه ګناه وشوه
تر ابده به ونه خاندم شېرينه
چې د نن په حال مې کومه خندا وشوه
مصله دې غوړولې په دامن کې
په ګرېوان د آئينې دې رڼا وشوه
زه په خپلې عاجزۍ شوم هله پوهه
چې مې تا سره ياري کبريا وشوه
يو نٙفٙس د اذيت دې سل حسينه
چې په تا کومه کانه زکريا وشوه
شمائله يې کړه پاتې له تشهيره
له تقديره په خطا کې وفا وشوه
***
غزل
ځي مې خولې نه تورې وينې په تصوير کې
که مې وينې د شېرينې په تصوير کې
د جنون دي زما څيرې ګرېوانونه
ستا د حسن جامې سپينې په تصوير کې
د نفرت تصوير کې هم مشه څوک داسې
لکه زه شومه د مينې په تصوير کې
بلاګانې د پښتون په کاله ګرځي
ښکاري تورې لونګينې په تصوير کې
دا رنګينې زمانې دي دروغجنې
دا رنګينې دي رنګينې په تصوير کې
په قدم يې چې لعلونه زرغونېږي
ښکاري خود خو به خاورينې په تصوير کې
عرياني يې مهيا کړه شمائلې
چې ليدې به مې سنګينې په تصوير کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب