Homeخبرونهله مطبوعاتیانو د سراج الدین حقاني غوښتنې

له مطبوعاتیانو د سراج الدین حقاني غوښتنې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰  مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغه وزارت له مطبوعاتي برخې د لیدنې پر مهال د نظامونو پایښت او پرمختګ په برخه کې مطبوعات مهم اصل بللی او ویلي یې دي؛ د ملت يوالی د مطبوعاتو او کلتوري اشخاصو ذمه واري ده، باید په ښه توګه خپله ذمه واري سرته ورسوي.

 نوموړي، د خپلو مطبوعاتي کارکوونکو ستاینه کړې او ورته ویلي: متحد اوسئ او خپلې مطبوعاتي چارې زموږ د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې په منظم ډول پرمخ یوسئ.

حقاني دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل کیږي.

طالب چارواکي په دې تورن دي، چې هم یې پخوانۍ نسبتاً ازادې او خصوصي رسنۍ د خپلو تبلیغاتو لپاره افغانستان کې د ځان تابع کړي او هم یې خپل مطبوعاتي کارکوونکي د خپلو مخالفانو خلاف په رواني جګړو او تبلیغاتو بوخت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...