پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ملي بیرغونه، نښې، رنګونه او دلیلونه

ملي بیرغونه، نښې، رنګونه او دلیلونه

خان محمد ستانکزی/فرانکفورت

د برتانیا په ستر آنلاین دایره المعارف (انسایکلوپیډیا بریتانیکا) کې وایي چې، د ملي بیرغونو رنګونه او طرحې هسې هوایي نه انتخابېږي، بلکې د هېوادونو په تاریخ، کلتور یا مذهب کې ریښې لري.

دغه دایره المعارف وړاندې لیکي، ډېر بیرغونه یوه شریکه منشأ لري، او اکثر وختونه شریکو دودونو او جغرافیا پورې تړلي وي.

وایي، په اروپا کې تر ټولو لرغوني بیرغونه چې اوس هم کارول کیږي هغه دي چې صلیب پرې انځور شوی او دا په پیل کې په صلیبي جنګونو کې کارول کېدل.‌

د برتانیا (United Kingdom) بیرغ د دې یو مثال دی چې د سینټ جورج (انګلنډ)، سینټ انډریو (سکاټلنډ) او سینټ پاټریک (شمالي آیرلنډ) درې صلیبونه په کې سره یوځای شوي دي.

ای یوه بله خبره درته وکړم. زمونږ یو شمېر خلک ټولې برتانیا ته انګلستان وایي، خو دا صحیح نه ده، بلکې انګلستان یا انګلنډ د برتانیا (متحده پاچایي) یوه برخه ده؛ دوه نورې برخې یې سکاټلنډ او شمالي آیرلنډ دي.

بېرته د برتانیا بیرغ ته ورګرځو ځکه دا د نورو بیرغونو لپاره یوه ښه بېلګه ده.
د برتانیا بیرغ اصلا له درې بیرغونو څخه جوړ شوی دی. لکه په عکس کې چې وینئ، په دوی کې د انګلنډ (انګلستان) بیرغ سپینه ځمکه لري او سور صلیب پرې داسې کښل شوی چې له یوې ضلعې څخه یې بلې ضلعې ته لګېدلی او د ریاضي د جمع علامې په څېر دی. دغه د سینټ جورج صلیب بلل کیږي.

د سکاټلنډ بیرغ اوبرنګه ځمکه لري او په هغه د کښل شوي صلیب رنګ سپین دی. د ده صلیب د بیرغ څلور واړه کونجونه سره نښلوي، یعنې دوه کرښې یې داسې پرې کښلي چې ښی پورتنی کونج یې له چپ ښکتني کونج او چپ پورتنی کونج یې له ښي ښکتني کونج سره نښلولی دی. دغه صلیب ته د سینټ انډریو صلیب وایي.

درېیم د شمالي آیرلنډ بیرغ دی چې ځمکه یې سپینه ده او په هغه د کښل شوي صلیب رنګ د انګلنډ د بیرغ په څېر سور دی خو د صلیب جوړښت یې د سکاټلنډ‌ د بیرغ په څېر له یوه کونج نه بل کونج ته دی. دغه صلیب د سینټ پاټریک صلیب بولي.

بیا دا درې واړه سره یوځای کیږي او د یونین جک یا د برتانیا (United Kingdom) ملي بیرغ جوړوي چې د سکاټلنډ له بیرغ نه را اخیستلې شوې اوبرنګه ځمکه باندې یې د سکاټلنډ او شمالي آیرلنډ دوه سپین صلیبونه کښل شوي او بیا دپاسه پرې په غالب رنګ د انګلنډ د سره رنګ او پلن خط صلیب کښل شوی دی.

په اروپا کې نور هغه بیرغونه چې صلیبونه پرې کښل شوي د ناروی، سوېډن، فنلنډ، ډنمارک، یونان او سویس بیرغونه دي.‌

انسایکلوپیډیا بریتانیکا لیکي چې، په منځني ختیځ کې، د اسلام غلبې د بیرغ د رنګونو انتخاب په عمومي توګه محدود کړی او په څلورو دودیزو اسلامي رنګونو؛ سور، سپین، زرغون او تور کې جوړول کیږي.

وایي، د ډېرو عربي هېوادونو بیرغونه په درې رنګه فارمټ کې د یادو رنګونو یو یا له یوه نه ډېر رنګونه کاروي او اکثر یې په درې رنګه فارمټ کې وي.

د دې تر څنګ، د ترکیې، الجیریا، تونس، مالیزیا او پاکستان په شمول یو شمېر هېوادونو په بیرغونو کې ستوری یا میاشت لیدل کیږي چې په دغو هېوادونو کې د مسلمانانو د شمېر زیاتوالی په ګوته کوي.

اخوا بیا د افریقایي هېوادونو بیرغونه چې اکثر یې په ۱۹۵۰مو او ۶۰مو کالونو کې رامنځته شوي تر ډېره په دوه کټیګوریو کې راځي؛ یو د هغو هېوادونو بیرغونه دي چې د فرانسې تر استعمار لاندې ول چې بیرغونه یې له عمودي درې رنګونو څخه جوړ شوي او بل د برتانیا تر استعمار لاندې تېر شوي هېوادونه دي چې د مشترک المنافع یا کامنولت هېوادونو په نامه یادي.

د کامنولت (همګټو) هېوادونو بیرغونه تر ډېره له زرغون، اوبرنګ، تور او سپین رنګونو څخه جوړ شوي او رنګونه یې په افقي جوړښتونو کې جوړ شوي دي.

له دې ور اخوا، د اسیایي هېوادونو نور بیرغونه یا مذهبي یا سیاسي نښې لري. مثلا د جاپان، نیپال، تایوان په بیرغونو کې لمر او د هندوستان په بیرغ کې څرخ کښل شوی دی.
د جنوبي کوریا او منګولیا په بیرغونو کې د یین یانګ سمبول (چې د شپې ورځې، ځمکې اسمان، ښکته او پورته…په څېر معنی ښندي) ځای شوی دی.

د بوتان په بیرغ کې د ښامار عکس کښل شوی دی، او د سریلانکا په بیرغ کې د تورې.
بله خبره دا چې د استرالیا او نیوزیلنډ بیرغونه اصلا د برتانیا د بیرغونو لږ اړول شوي شکلونه دي، ځکه دغه دواړه هېوادونه، کاناډا او یو شمېر نور اوس هم د برتانیا پاچا ته د خپل پاچا په سترګه ګوري او د برتانیا یو شمېر تشریفات عملي کوي، ځکه د دغو هېوادونو اصلي واکمنان هغه برتانویان دي چې څو سوه کاله مخکې یې هغه هېوادونه نیولي او هلته یې واکمنۍ جوړې کړي دي.

د افغانستان ملي بیرغ

د افغانستان ملي بیرغ نژدې یوه پېړۍ سابقه لري. دا بیرغ د غازی امان الله خان په واکمنۍ کې له تور، سور او زرغون رنګونو څخه جوړ شوی چې د تاریخچې په هکله یې مختلف تحلیلونه موجود دي.

یو نظر دا دی چې امان الله خان د اروپا په یوه سفر کې د جرمني بیرغ چې تور، سور او ژېړ دی، خوښ کړ او ویې غوښتل چې د ژېړ پرځای د افغانستان په بیرغ کې زرغون رنګ ولګوي، او همداسې یې وکړل.

بل نظر وایي چې تور رنګ د تیاره وخت، سور رنګ د سرو وینو د قربانۍ او زرغون رنګ د ښېرازۍ معنی لري.

درېیم نظر دا دی چې امان الله خان د وخت علماوو نه غوښتنه وکړله چې د افغانستان لپاره د بیرغ رنګ انتخاب کړي،‌ هغوی زرغون رنګ د اموي خلافت، تور رنګ د عباسي خلافت او سور رنګ د عثماني خلافت له دورو څخه راواخیست او ملي بیرغ یې ترې جوړ کړ.

د افغانستان ملي بیرغ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند (وروسته وطن ګوند) په واک ته رسېدلو د شوروي اتحاد د بیرغ په رنګ (چې لور، څټک او ستوری په کې کښل شوي وو) یعنې سور رنګ باندې واړول شو خو د لور او څټک پر ځای په چپ پورتني کونج کې یې د خلق نښه ولګول شوه، خو وروسته د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب په وخت کې بېرته تور، سور او زرغون رنګ ته رابدل کړای شو.

په ۱۳۷۱ کې د پاکستان له خوا حمایه شویو تنظیمونو په واک ته رسېدلو سره د برهان الدین رباني په مشرۍ او د ګلبدین حکمتیار په مخالفت کې جوړ شوي حکومت د افغانستان لپاره تور، سپین او زرغون رنګ بیرغ وړاندې کړ، خو د واکمنۍ ساحه یې ډېره محدوده وه او له کابل پرته د هېواد نورو برخو ته خپور نشو.

په ۱۳۷۵ کې د طالبانو په واک ته رسېدلو سره د بیرغ رنګ سپین شو، خو په ۱۳۸۰ کې د حامد کرزي له واک ته رسېدلو نه څه موده وروسته یو ځل بیا ملي بیرغ پورته کړای شو چې وروسته په کې د افغانانو یوې لویې جرګې الله اکبر او د لا اله الاالله محمد رسول الله کلمه ور زیات کړل.

د ۱۴۰۰ کال د اسد تر میاشتې پورې چې طالبان بیا واک ته رسېدل تور، سور او زرغون بیرغ نه یوازې د افغانستان دننه بلکې په ۴۶ بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او کونسلګریو دپاسه راځړېده او افغان لوبغاړو په نړۍ والو لوبغالو کې د افغانستان په استازیتوب پورته کاوه.

د طالبانو په بیا واک ته رسېدلو سره د افغانستان د یو شمېر نورو ارزښتونو په څېر په هېواد کې دننه د ملي بیرغ پر استعمال بندیز ولګول شو. د لویې جرګې له خوا تایید شوی بیرغ د ارګ له برج او نورو دولتي ادارو ښکته کړای شو او یو شمېر هغو کسانو ته چې ملي بیرغ یې کاراوه سزاګانې ورکول شوې، لاکن خلک لا تر اوسه ورته درناوی لري او تېره ورځ یې په غیر رسمي توګه د ملي بیرغ ورځ ولمانځله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب