دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د نسیان تر ایرو لاندې| فیصل جلال

د نسیان تر ایرو لاندې| فیصل جلال

نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل د ارواښاد استاد حبیب الله تږي خوندوره رساله ده. استاد تږي په دې رساله کې په دولسو څپرکیو کې د ژبې ډېر مهم او خوندور بحثونه کړي دي.

 د دې اثر لومړی بحث د ژبې د مطالعې په اړه دی. استاد تږی د ژبې د مطالعې پیل ټکی د افغانستان په شرقي سیمه کې د پاڼیڼي وخت ښیي. پاڼیڼي تقریباً په (۴۰۰ ق.م ) کې د سانسکریت لپاره ګرامر ولیکه، چې تر اوسه هم په ګرامرونو کې عالي ځای لري. استاد تږی وایي، پاڼيڼي دومره په تول پوره ګرامر لیکلی و، چې وروسته په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې ډېرو لویو ژبپوهانو لکه د امریکا د نوې ژبپوهنې پلار لیونارد بیلوم فیلډ وویل، چې د پاڼیڼي ګرامر سوچه تشریحي او غیرفلسفي ګرامر دی.

استاد تږی د رسالې په دویم څپرکي کې د ژبې او لیک پر توپیر بحث کوي. د دې رسالې تر لوستلو مخکې زما خپله د ژبې او لیک بېلتون ته پام نه و شوی، ژبه او لیک راته یو ښکارېدل؛ خو مرحوم استاد تږی ژبه او لیک دوه بېل څیزونه ګڼي. د رسالې په دې بحث کې استاد د ژبې او لیک د بېل ښودلو لپاره جالب مثال راوړي: «د غربي نړۍ په یوه مشهور کومیک رائج کتاب کې د کیسې کارکوونکي یوه ناآشنا سیمې ته ځي، هلته له داسې خلکو سره مخامخ کېږي، چې ګړېږي، مګر لیک نه لري. د کومیک کتاب اتلان انګلیسي الفبا برابروي او د دغه ستوري اوسېدونکو ته یې ورښیي. دلته ده، چې یو له دغه اتلانو نه وایي، اوس د دې ستوری خلک د ژبې خاوندان شول.» (۱۵. حبیب الله تږی، نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل.) له دې مثاله سړی پوهېږي، چې ژبه د لیک لپاره اساس ده، چې ژبه نه وي، لیک نشته. یا مثلاً: موږ په خپل وطن کې پشه یي یا نورستاني ژبې لرو؛ خو دغه ژبې لیک نه لري، ګورو، چې له لیک دمخه ژبې باید وي. که څه هم ژبه او لیک له یوه او بل سره نری تار لري؛ خو بیا هم ژبه او لیک سره بېل دي. استاد، ژبې ته د لیک پر ضرورت نورې خبرې هم په دې بحث کې کړي دي. «لیک د ژبې پر اساس د ژبې د تمثیل لپاره جوړ شوی دی.» (۲۳. حبیب الله تږی، نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل.)

د خوشحال خان د کورنۍ له ځنځیري لیکدود تر پیر روښانه تر اخند درویزه او تر ننه په پښتو لیک دود کې بدلون راغلی دی، چې دا په هره ژبه کې ممکن دی. استاد تږی د رسالې په درېیم څپرکي کې په ژبه کې د لیک پر بدلون بحث کوي. استاد وایي، چې د لیک سیستم که عربي، لاتیني یا هر ډول وي بیا هم د ژبې مفهوم رسوي.« ترکانو په ۱۹۲۸ کې د عربي الفبا پر ځای لاتین الفبا تطبیق کړه اما ژبه یې هغسې پاتې شوه لکه، چې وه او د الفبا بدلون په ژبه کې د بدلون باعث نه شو.» (۳۲. حبیب الله تږی، نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل.) ښه ده، چې د عنعنه پسندۍ، مقدساتو، ملي قدسیت په نامه د لیک له تحول سره حساسیت ونه ښودل شي. څه وخت دمخه ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره رابرسېره کړه، چې د پښتو لیک دې باید لاتیني سیستم ته واوړي، ځکه په دې سره پښتو تحول کوي. ما په یوه بل انټرنیټي سایټ کې ولوستل، چې دا یې د یهودو دسیسه بللې وه.

لهجه او املاء هم د ژبې مهم بحثونه دي. استاد تږی په څلورم څپرکي کې وایي، چې لهجه او املاء باید سره ګډ نه شي، ځکه د لهجې او املاء پولې بېلې دي. استاد د پښتو ټولنې پرېکړې له ځینو استثناتو پرته ټولې لهجوي پرېکړې بولي نه املایي.

د دې رسالې پینځم څپرکی پښتو اوسنۍ املاء ته انتقادي نظر کوي او د اوسنۍ املاء ځینې ستونزې یې برسېره کړي. استاد تږی یوازې د املاء ستونزې نه راښیي، بلکې په راتلونکي څپرکي کې د دغې ستونزه حل د ژبپوهنې په رڼا کې راښيي.

ژبه او ادب هم اکثره وخت له یو او بل سره ګډېږي. زه اوس هم له ځینو ټولګیوالو مې واورم، چې کله استاد د ادبیاتو د څانګو وېش ځنې غواړي؛ نو ورته وایي، چې: «ادبیات په دوو برخو وېشل شوي دي؛ ژبپوهنه او ادبپوهنه.» د ادبیاتو متخصصین، چې په دې مغالطې کې واقع وي؛ نو د نورو مسلکونو له متخصصینو ګیله نه ده پکار. خو ژبپوهنه د یوه علم په حیث ځان ته ساحې لري او ادبپوهنه ځان ته. البته د دې دواړو علمونو پولې سره ډېرې نږدې دي، چې د ادبیاتو متخصص که دقیق نه وي ممکن سره ګډې یې کړي. ما مې د همصنفیانو خبره وکړه، چې ژبپوهنه د ادبیاتو برخه ګڼي، ممکن لامل یې دا وي، چې د دغو دواړو علومو کرښې سره نږدې دي. « د ادب موخه هم ژبه ده؛ خو د ادب ځانګړنه دا ده، چې ژبه لړزانده (متزلزله) ساتي. ادبیات د ژبې پر همدې مشخصه (تزلزل) بحث کوي؛ خو ژبپوهنه د یوه علم په توګه له ژبې نه د ثبات غوښتنه لري او پر ثابت حالت یې خبرې کوي. ژبپوهنه او ادبیات به سره ورته والی او توپیرونه لري؛ خو ژبپوهنه څوک د ادب او ادب څوک د ژبپوهنې له دروازې نه شي راګرځولی. په دې حساب ژبپوه ته پکار دي، چې پراخه ادبي مطالعه ولري، ګنې څېړنه به یې نیمګړې وي، ځکه د ژبې یوه بڼه ادب هم ده. همداسې ادیب ته پکار دي، چې د ژبپوهنې له لارې د ژبې له پراخو امکاناتو خبر شي. که ادیب د ژبې له پراخو امکاناتو خبر وي، د ژبې ادبي کارول او ماتول به ورته اسانه وي.» (۱۴۳. اجمل ښکلی، ادبستان.) د نوې ژبپوهنې او ژبني مسایلو په اووم څپرکي کې د ادب او ژبې پر توپیر بحث شوی دی.

«یوه بله اشتباه د ژبې د مطالعې په برخه کې دا ده، چې خلق د منطق په اساس په ژبه باندې د ښه یا بد او صحیح او غلط حکمونه کوي، مثلاً په انګلیسي کې ویل کېږي څرنګه، چې Everybody مفرد شکل دی، نو له دې لامله هره هغه کلمه، چې ورته راجع کېږي هغه هم باید مفرد شکل ولري، مثلاً هرومرو باید وویل شي، چې:

Everybody should take off his hat.

Everybody should take off their hat.

حال دا، چې په ورځنۍ انګریزي کې دا دوهمه بڼه هم ډېر زیات خلک استعمالوي او هغوی ته هېڅکله هم غلطه نه ښکاري.» (۶۹. حبیب الله تږی، نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل.) استاد تږی د خپلې رسالې په اتم څپرکي کې وایي، چې ژبه د منطق پر اساس که تلو؛ نو ممکن پر ژبې د صحي او غلط حکمونه ډېر وکړو.

د رسالې په نهم څپرکي کې استاد پر ژبې او ګرامر بحث کوي او وایي، ګرامر باید پر ژبې بنا وي نه دا، چې ژبه دې پر ګرامر بنا وي، ځکه ګرامر د ژبې پر اساس جوړېږي.

په لسم څپرکی کې پر دې بحث شوی دی، چې ژبه د وخت په تېرېدو سره تحول کوي او دا ممکنه نه ده، چې وخت دې تېر شي او ژبه تحول ونه کړي؛ نو په دې حساب د ژبې له تحول سره باید حساسیت ونه لرو او رُجعت پسندۍ ته مایل ونه اوسو.

په یوولسم څپرکي کې د ژبې پر سوچه کولو بحث شوی دی. استاد وایي، د ژبې د سوچه کولو لاملونه اکثره فرا ژبني دي او په ژبپوهنه کې سوچه ژبه بیخي شته نه. په دې برخه کې استاد تږي د ژبپوهنې په رڼا کې د پردیو ژبو د اصطلاحاتو به کارولو کې لارښونې کړي دي.

په پښتو کې دا بحث هم شته، چې په لیکلو کې باید د ژبې د پرمختګ لپاره معیاري ژبه وکارول شي. استاد تږی د دې رسالې په دولسم څپرکي کې پر معیار بحث کوي او د بحث په پیل کې د ژبې او لهجې پر توپیر غږېږي. استاد وایي، ژبه او لهجه سره بېلې دي. ژبه یو سیستم دی او په سیسم کې ډله ییز توپیر لهجه ده. استاد دا هم وایي، چې د نړۍ په ژبو کې د لهجې او ژبې توپیر کېږي. مثلاً په فرانسوۍ ژبه کې، چې کله معیاري لهجه ویل کېږي مراد ترې یوازې لیکنۍ بڼه نه ده، بلکې ګړنۍ بڼه هم پکې ده؛ نو په پښتو کې د معیاري ژبې پر ځای ښه ده، چې معیاري لهجه یا Standard Dailect اصطلاح استعمال کړو. استاد غیر معیاري لهجې هم نه ردوي: « په پای کې باید وویل شي، چې د هر ملت لپاره د یوې معیاري لهجې په هره بڼه، چې وي یو ضروري او مفید کار دی. اما دا بیا هم د دې معنا نه لري، چې غیر معیاري لهجې غلطې دي، بلکې مطلب دا دی، چې هغه عامې او معیاري نه دي. که نه وي، د خپلو ویونکو لپاره کاملا درستې ښې او صحیح لهجې دي. د معیاري لهجې د رامنځ ته کولو مسله فقط د تعمیم خبره ده، نه د صحت او غلطۍ خبره.» (۱۰۷. حبیب الله تږی، نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل.)

د استاد تږي د کتاب کوچ که راوباسو دا، دي، چې د ژبې تر مطالعې مخکې یو څه نور مسایل دي، چې ژبپوه باید پر هغو لومړی ځان پوه کړي او وروسته ته دې د ژبې مطالعې ته لستوڼي بېډ وهي، ځکه دا مسایل اکثره اختلافي مسایل دي، چې په نوې ژبپوهنه کې کاملاً روښانه دي؛ خو زموږ اکثره ژبپوهان په دغو مسایلو کې په مغالطې کې واقع دي.

دا کتاب له دومره زبردستو مسایلو سره، چې پکې څېړل شوي دي باید هېر نه شی او لوستل یې د ژبې له متخصصینو بالخصوص د هغو محصلینو لپاره ګټور دی، چې تازه د ژبپوهنې ساحې ته راننوځي.

د ۱۴۰۰ د سرطان ۶مه

1 COMMENT

  1. ستاسو له یادونې او تفصیلي لیکنې نه مننه ، چې د مرحوم استاد تږي دا په زړه پورې کتاب مو یوځل بیا د پښتو ژبې مینه والو ته وریاد کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب