پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهرحمان: کابل باید د ټولو قومونو په ګډون حکومت ولري

رحمان: کابل باید د ټولو قومونو په ګډون حکومت ولري

تاند: ( جمعه، د سرطان ۳۰ مه)  د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په جده کې د عربي او منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې وویل چې په افغانستان کې باید د ټولو توکمونو په ګډون یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.

هغه دغه راز، زياته کړه چې په افغانستان کې د ټولو توکمونو او ښځو حقونه او آزادي بايد تامين شي.

رحمان ټینګار وکړ: “موږ د یو ټول شموله حکومت د جوړولو ملاتړ کوو چې د ټولو توکمیزو، سیاسي او ټولنیزو ډلو استازیتوب وکړي ترڅو په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او ازادۍ تضمین کړي.”

د تاجکستان ولسمشر وویل، هېواد یې تل په افغانستان کې د سوله ییز حل پلوی دی او ټول شموله حکومت د سولې بنسټ جوړوي.

نوموړي دغه راز د عربي او منځنۍ اسيا هېوادونو له مشرانو هم وغوښتل چې د نړيوالو جرمونو او نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د مشرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ په جده کې جوړه شوه.

په کابل کې د  طالبانو حاکم رژیم بیا ځان د افغانستان ټول ګډونه حکومت بولي او ادعا لري، چې د ټولو افغانانو استازی دی.

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې ګاونډیان د ټول ګډونه حکومت په نوم طالبانو سره خپلې سیاسي مهرې په واک کې شریکول غواړي.

د دوی په وینا، افغانستان د ټول شموله پر ځای قانونمند، منتخب او ځواب ویونکي دولت ته اړتیا لري.

4 COMMENTS

  1. کار باید اهل کار او متخصصینو ته وسپارل شي، ټول ګډونه ته اړتیا نشته. هر محب وطن او په کار پوه چې د هر قوم پورې مربوط وي باید په حکومت کې شامل شي. حکومت د پلار میراث ندی چې په قومونو تقسیم شي. د هرې ژبې او سمت خلک چې وي باید وطن دوست وي او په حکومت کې شامل شي. مونږ د تیرو حکومتونو غوندې غله، مفسد او جاسوسان نه غواړو چې غلا په افغانستان کې کوي او سرمایه ګذاري خارج کې.

  2. تاجکستان؟! 🤣🤣🤣. رحمانوف نشه است. رحمانوف کی است که بر افغانها دیکته کنه؟ او رییس جمهور فقیر ترین جمهوریت شوروری بود و هنوز هم وضعیت اقتصادی و همچنان اجتماعی اش بسیار خراب است . تاجکستان مانند نوزادی است که باوجود تولد شدن از خرابه های امپراتوری شوروی،‌ هنوز هم با ناف توسط روسیه تغذيه میشود ، و %25 جوانان و مردان اش در روسیه مصروف کار اند، و بسیاری شان بعد از رفتن به روسیه ، زنان خودرا از طریق موبایل طلاق میکنند. و حالا تاجکستانیگکها افغانهارا مشوره و راهنمایی مکنند. کور خود بینای مردم

  3. سره له دې چې د ټالبانو طرفدار نه یم او په ډېرو مسایلو کې ورسره اختلاف نظر لرم . خو د ښاغلي رحمان دا دیکتې او فرمایش مې خوښ نه شو. د دغو ټولشمولو له لاسه تېر جمهوریت سقوط شو. هغوی چې د 40 غلوم په مشرتوب د چور اعلان کړی وو او په زرګونو میلیاردو نړیوالې بشري او اقتصادي مرستې یې یې چور او بیا تاجکستان ، ازبکستان ، ترکیې ، ایران او دوبۍ ته انتفال کړې ، د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دي .
    فقط کار باید اهل کار ته وسپارل شي ، که د هر قوم ، ژبې ، سمت او ډلې غړی وي . افغانستان مخلصو ، وطندوستو ، قانونمندو او زیارکښو کسانو ته اړتیا لري ، نه ټولشمولو او د ګاونډیانو فرمایشي کابینې ته .
    حسن

  4. ګاونډیان په حکومت کي خپل جاسوسان ورګډول غواړي نور مشکل نسته
    که څه هم طالبان تر اوسه په سل کي ۵۰ فیصده سم روان دي خو که دغه غله ور ګډ سي بیرته به هغه زوړ انډو خر وه وینی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب