پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهافغانانو ته د ترکیې د تحصیلي بورسونو اعلان؛ پر وېش یې نیوکې...

افغانانو ته د ترکیې د تحصیلي بورسونو اعلان؛ پر وېش یې نیوکې کیږي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۳۰ مه)  په کابل کې د ترکیې سفارت تعلیمي اتاشې په داسې مهال افغان محصلانو ته د کال ته ۳۰۰ نور بورسونه اعلان کړل، چې یو شمېر خلک یې د وېش پر څرنګوالي نیوکې کوي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د سفارت تعلیمي اتاشې چنګېز دیمیر دا خبره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکتر لطف الله خیرخواه سره په کتنه کې وکړه.

له دې سره، یو شمېر افغانان نیوکه کوي چې د ترکیې تحصیلي بورسونه تر ډېره افغان ترک توکمو ته ځانګړې دي او په ځانګړي ډول پښتنو محصلانو او پر شرایطو برابر کسانو ته ونډه نه پکې ورکول کیږي.

په کابل کې د ترکیې سفارت بیا د خپلو تحصیلي بورسونو پر شفافیت ټینګار کړی.

طالبانو د دغو بورسونو د وېش په اړه د کوم مېکانیزم یادونه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...