جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

١٢ امه اخيري برخه
د اتريش يا سټريا هېواد څخه مو په دويمه ورځ د فرانسې په لور حرکت وکړ. له اترش څخه کېدلى شي چې ټولو اروپايي هېوادونو ته په رېل ګاډي کې پرته له کومې ستونزې سفر وکړې که اسناد هم ونه لرې.
ماښام مهال د رېل ګاډو تم ځاى ته روان شوو، څو نفر نور هم راغلل هغوى هم افغانان وو، په ديارلس نفرو کې مو يوه هم د سفر کولو ټکټ وانخېست. پر سکرين د سويس هېواد مرکز زوريخ ته د تلونکي رېل ګاډي  د راتلو وخت مشخص شوى وو، چې راغى بې له پوښتنې ورپورته شوو، خو ټرين کې د ناستې ځاى نه وو همداسې پکې ودرېدو، يو اتريشى هلک راغى ويل يې زه اېټاليا ته ځم نو تر اېټاليا پورې دغسې په ولاړو پښو سفر سخت دى که تاسې سره کومه چوکي خالي وي زه هم درسره کېنم، ما ورته کړل چې موږ خپله هم حيران يو چې تر سويس به څنګه ځو د ناستې ځاى خـو نشته.  ويې پوښتلم چې د کوم هېواد يې؟ چې د افغانستان نوم مې ورته ياد کړ هېښ شو، ويل يې ولا هلته حالات سخت خراب دي زه يې خبرونه تعقيبوم ما ويل همدې مجبورۍ راوستي يو، خبرو خبرو کې د رېل ګاډي د ټکټونو د چک کارکوونکي راغلل چې د ټکټ پوښتنه يې وکړه ما ويل نشته، هيله يې وکړه چې په راتلونکي تم ځاى کې به ښکته شى کنه موږ به مجبور شو چې پوليسو ته زنګ ووهو، ما ويل بې له دغې خبرې هم ښکته کېږو، ګورم نور ملګري يې هم زما خواته را روان کړي ويل يې دا څه وايي ما ويل ښکته کېږو کنه خلک پوليس راخبروي.
ټوله شپه مو دغسې تېره کړه، يو ټرېن ته به وختو له هغه به ښکته شوو، بل ته وختو خو تر سهار پورې له اتريش څخه نه وو وتلي، بالاخره له يوه تمځاى څخه مو حرکت وکړ د سويس پولې ته چې ورسېدو پوليس راښکته کړو، پوښتنې يې کولې او ويل يې چې کوم هېواد ته د تلو نيت لرى هر يوه به خپل ټاکلى هېواد ورته يادوه، پوليس افره راغله ويل يې دا دې ټول ملګري دي ما ويل هو، ويل يې نو دوى خو په ژبه نه پوهېږي زه به تاته د هر هېواد داسې ادرس درکړم چې هر ملګرى دې کوم ځاى ته تللل غواړي له هغه تمځايه دې په مشخصه شماره کې رېل ګاډي ته پورته شي.
مازدېګر مهال د فرانسې هېواد ته دننه شوو خو لا هم د فرانسې مرکز فاريس ته ډېره لاره پاتې وه، د رېل ګاډي راتلو ته لا وخت پاتې وو دلته هلته ګرځېدو خو په دې تم ځاى کې کنټرول ډېر سخت وو له ټکټ پرته يې څوک نه پرېښودل، د رېل په هر دروازه کې به يو نفر ولاړ وو او د ټکټ پوښتنه به يې کوله. له يوه رېل څخه پاتې شوو او پوليسو هم وپېژندو د کنټرول نور نفر يې هم راخبر کړل او ورته ويې ښودو چې دوى ته له ټکټ پرته اجازه ور نه کړى. دويم رېل هم راغى او له دغه يې هم را وګرځولو حتي پوليسو خو زموږ نور ملګري له تمځاى هم د باندې وباسلي وو. خو ما ويل دغسې خو نشوه چې درنه پکې تللى نه وم.
د سړک تر مڼځ لوى چمن کې کېناستو، هم وږي يو او هم پيسې خلاصې دي. حيران پاتې شوو چې اوس ښا چېرته لاړ شو دلته خو په دې يخ کې شپه تېرول هم سخت دي.څو نفره افغانان راغلل ويې لېدو د چاى او ډوډۍ ست يې وکړ خو بښنه يې له دې امله وغوښته چې دوى اجازه نه لري چې بل څوک خپل کور ته بوزي.
يو وخت مو ارمان دا وو چې فرانسې ته لاړ شوو، پر سويس را وګرځو خو اوس هيڅ داسې احساس نه وو چې هغه د خيال جوړه شوې خوشالي راولي، هيڅ مو نه احساسوله چې موږ دې فرانسې کې يو او له داسې بدې ورځې سره دې مخ شو. زه د رېل ګاډو تم ځاى ته په څشي پسې ننوتم چې ګورم پر سکرين فاريس ته د نن ورځې د اخېري رېل ګاډي وخت يې لېکلى وو، لس دقېقې ورته پاتې وې، ملګري مې بې خبره پرېښودل ځکه نه کېده چې دوى هم راسره واى پوليسو بيا راګرځولو. رېل راغى او زه د خلکو په منځ کې ودرېدم خلک ترې راښکته شول او زه يې دستي دويم منزل ته پورته شوم اخوا دېخوا تاوېدم پکې سکوريټي ولا راغلل زه خو يې هسې هم له مخکې پېژندلى وم ويل يې ښکته شه، چې راښکته کېدم خوا کې په بلې دروازې دننه شوم څو دقيقو کې ټرېن حرکت وکړ چې ګورم نور ملګري هم راختلي، بالاخره څلور ساعته وروسته فاريس ته ورسېدو خو هغه ملګري چې په ټوله لاره راڅخه نه بېلېدل هغه اوس يو هم نه وو ټولو ځانونه ورک کړل، زه مې د ورور ادرس ورتلم د بس ټکټ يې راته کړى وو، خو چې زه ور رسېدم ناوخته شوى وو، دا ځل نو د بسونو په تمځاى کې پاتې شوم او بيا هم شپه راباندې راغله. پر يوې چوکۍ اوږد وغځېدم او چې سهار شوو ځان مې د فرانسې اوغلين ته ورساوه، له اتو کلونو وروسته مې ورور ولېد، بيخوبي چې پوره شوه او لږ د باندې راووتم هر څه له ياده وتلي وو، د لارو سختۍ لکه د هېر شوي خوب غوندې راپه زړه کېدې.
پاى
https://taand.net/?p=227097

1 COMMENT

  1. ښه شو چې تاسو په خیر خپل مقصد ته ورسیدئ.
    وایی :
    چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
    چاویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
    رحمان بابا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب