خبره دلته پای نه مومي او نه په ټولنه کې دومره اسانه یو بل زغمل کېدای شي. پوهېږم چې زغم تل د حل لاره نه ده او له ځینو سره ګوزاره د اوسپنې د نینو(وریت شوي غنم) چیچل دي. انسان زغمل کېږي، خو جهالت او ناپوهي یې نه. که انسان دروني بلاوې ولري زغمل یې لا پسې سخت دي، ځکه پر ژوند یې د هماغه فکر سیوری خپور وي. حللاره څه ده؟
زه فکر کوم چې ناپوه انسان د نفرت پر ځای د زړه سوي وړ دی او تر بل هر چا درک او زغم ته ډېره اړتیا لري. که ګوزاره ورسره وشي، ښایي زموږ د زغم له امله یې په فکر او درون کې مثبت بدلون راشي، پر خپل ګرېوانه کې سر ښکته کړي او د خپل درون د جوړښت فکر ور پیدا شي. دا تجربه به اسانه نه وي، خو ممکنه ده.
زه فکر کوم د انسانانو تر منځ په سرسري چلند د زغم او درک توانایي له منځه تللې. زه باید ستا په څېر فکر وکړم، ته باید زما له لیده هر څه ووینې او موږ داوړه باید د یو بل چا په رنګ ځان جوړ کړو؛ که نه وي نو بیا یو بل ته لوی ګواښ جوړېږو او په لوی لاس به نفرت او د نورو لاس وهنې ته زمینه برابروو.
که انسان ژور فکر وکړي د نورو زغم سخت نه دی. بسنه کوي چې له نورو غوښتنې کنټرول کړو، که ځان بیانوو بل هم باید واورو، ځینې ستونزې نالیدلې وګڼو او په ځینې نورو ځان کوڼ کړو، په ځینې مشکلاتو پښه کېږدو او له ځینې نورو تېر شو.