شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ په بیلابیلو برخو کې پر امنیتي ځواکونو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بیلابیلو برخو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ادعا وکړه

تاند (شنبه، د عقرب/ لیندۍ ۳ مه) د بلوچستان د ازادي پوځ د نوشکي، کوټه، او تربت په بریدونو کې د مسوولیت په غاړه واخیست

د بلوچستان د ازادۍ پوځواييي،  (BLA) جنګیالیو یې پرون (جمعه) په نوشکي، تربت کې او کوټه کې پر امنییتي ځواکونو بریدونه کړي او مرګ ژوبلې یې وراړولي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ادعا په دغو بریدونو کې درې تنه پاکستاني پوځیان، چې یو جاسوس هم پکې شامل دی، ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ویلي چې د دوی جنګیالیو د پنجشنبې په شپه د نوشکي په ګوربرات سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ. جنګیالیو پر دښمن د اتوماتیکو وسلو او د ګرینډ لانچر ګولیو برید وکړ. په دې برید کې دوه دښمن ځواکونه په ځای ووژل شول او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي چې پاکستاني پوځ د نوومبر له ۱۹ څخه د نوشکي په منجروه، مخبلي، او ګوربرات سیمو او د لیجي او شورپارد پر ګاونډیو سیمو بریدونه کړي وو. په دغو سیمو کې یې د درې ورځو لپاره د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه وکړل، کورونه یې وسوځول، او د ملکي خلکو پر لور یې د هاوان ګولۍ او توغندي وتوغول.

نصیب الله یې کلیدي غړی و.

د پاکستان پوځ او حکومت تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې ژر په بلوچستان ایالت کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب