Homeخبرونهپاکستان د پولیو په لومه کې؛ د پېښو شمیر پکې ۵۲ ته...

پاکستان د پولیو په لومه کې؛ د پېښو شمیر پکې ۵۲ ته لوړ شو

تاند ( شنبه د قوس ۳مه) په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوې،چې ورسره سږ کال په دې هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۲ ته لوړ شو.

یادې ادارې پرون جمعه ناوخته په خپله ویب پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د روغتیا ملي ادارې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل سیمه کې د دوو ماشومانو په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۴، په سند کې ۱۳، په خیبر پښتونخوا کې ۱۳ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي.

تېر کال هم په پاکستان کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سند اوسېدونکي وو.

وروستۍ ناامنۍ، وسلوال بریدونه او ګواښونه د پولیو د واکسین کمپاینونو پر وړاندې ستر خنډونه یادېږي چې له امله یې ورځ نه بلې ته د ګوزڼ پېښې زیاتېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...