بغاوت اسان کار نه دی او بیا چې ملا شي نو بغاوت خو ورته د خپلې ملایۍ په پګړۍ اور پورې کول دي ځکه چې که څه هم زموږ په ټولنه کې معمولاً د بغاوت په مخ کې لوی خنډ ملا ګڼل کیږي خو موږ په خپل سیاسي او ادبي تاریخ کې د ملا پاونده او ملا عبدالسلام اشېزي غوندې باغیان هم لرو چې د انګرېزي استعمار په ضد یې توره او قلم پورته کړي وو. بغاوت که د ژوند په هره برخه کې وي، د عامو خلکو کار نه دی او د بغاوت فکرونه د هغه چا په سر کې پیدا کیږي چې له معمول واکمن ذهنیته جلا فکر کوي او دا خبره چې بیا ادبیاتو او شاعرۍ ته راشي نو بیا ګران کار په دې شي چې د خیال او هنر په نازکو ګوتو د شعر د تسپو دانې د معنوي رنګارنګۍ په باغي لهجه اړول یو غیرمعمول سلیقه او جرئت غواړي او دا بې د لوګر د څرخ له مولانا محمد علیم بسمل پرته نور شاید په دومره هنر ونه کړي لکه ده چې کړی او پاللی دی.
د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې مې چې ډېر ښه شاعران د نړیوالو رېډیوګانو له لارې پېژندلي، په هغوی کې یو مولانا بسمل هم دی چې له شاعرۍ سره سره یې هغه وخت لا د دویمې شعري ټولګې له نوم «د پنجشنبې ماسپښین» سره اشنا شوی وم او له دې نااشنا نامه راته اندازه لګېدلې وه چې شاعر یې عادي شاعر نه دی او بیا چې د وخت په تېرېدو مې په «باغي ملا» ټولګه کې د ده نور شعرونه ولوستل او پر فېسبوک مې یې وخت په وخت نوي شعرونه مخې ته راغلل بسمل راته د خپل “ملایي رنګ” یو بې جوړې شاعر ښکاره شو.
هغه شاعري ګونګه وي چې خیالي تصویرونه نه لري، ځکه چې شاعري د یوې بېلې دنیا انځورول وي او دا دنیا د تصویرونو په مرسته انځوریږي او تصویرونه تر ډېره له شعري ترکیبونو جوړیږي. مولانا بسمل په ترکیب جوړونه کې تر نورو شاعرانو کم نه دی او په دې برخه کې یې له نورو سره توپیر دا دی چې له خپل ملایي او طالبي ژوند سره تړلي مفاهیم یې په ترکیبونو بدل کړي دي او دا کار یې یو ډول د خپلې سبکي لارې په توګه خپل کړی دی.
«دوه رکعته ژوند»، «د مجبورۍ تکبیرونه»، «سپینې سجدې»، «فاسد ژوند»، «د خیال پېریان»، «د لمر لنګوټه»، «د خوشحالۍ چنده»، «د نظر کوڅه»، «د سترګو چړیان»، «د اوښکو وظیفه»، «د خسوف لمونځونه»، «د سوالونو جینکۍ» او نور ډېر داسې خوندور شاعرانه ترکیبونه شته چې د بسمل شاعرانه جهان یې د تصویرونو له هندارې خلکو ته روښانه کړی دی:
دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څېر دی
دا به بیا را ګرځوو چې کراري شي
مخکې مو په شعر کې د تصویر د ارزښت خبره وکړه او څومره چې دا تصویرونه متحرک، په شاعرانه منطق برابر او له شعري آهنګ یا تغزله برخمن وي، هغومره به شعر زر پر زړه کښېني، په لاندیني بیت کې راغلې صحنه به د پښتنو په وطن کې په ماشومتوب کې چا نه وي تجربه کړې:
سم پکې کښېنناستو په ډار د لوېدو لار وهو
ژوند لکه موټر موږ تر شا ځان پسې نیولی دی
شاعر وایي په ژوند کې مو ارام ونه موند او د ناارامۍ پر داسې پاڼ ولاړ یو چې هره شېبه مو د لوېدو خطر دی خو دا خبره په غیرمستقیم ډول د تشبیه په مرسته راته کوي او وایي ژوند هم د موټر غوندې تېز روان دی او موږ په دې موټر کې دننه نه کښېناستو بلکې تر شا ورپسې ځوړند یو ځکه مو هره شېبه د لوېدو ډار دی.
ژبه چې په څومره مهارت له معمول استعماله ور هاخوا په داسې ډول وکارول شي چې هره کلمه بېله ضمني معنا پیدا کړي هله ترې شاعري جوړه شي. موږ د جوماتونو لپاره د چندې له ټولولو سره بلد یو او په کوڅو کې د طالبانو د ځیرو یا وظیفو ټولولو له روایتي کلتور سره هم اشنا یو، خو ملا بسمل دې دواړو پدیدو ته له یو بېل نظره ور کتلي او شاعري یې ترې جوړه کړې ده:
چنده د خوشحالۍ او د خندا خلکو ته ورکړئ
آباد کاندئ د زړونو جوماتونه ایماندارو
ستا د نظر له کوڅې راغلل زما د سترګو چړیان
را یې وړه بیا د تړمو اوښکو وظیفه په اوږو
ملا بسمل په خپله شاعري کې ډېرې هغه خبرې هم په شعر بدلې کړې دي چې په ټولنه کې له ملایانو یا سپین پوښو مذهبي خلکو سره تړلې دي، د ده په دا ډول شعرونو کې ملا کله کله په داسې ساده بڼه انځور شوی وي چې پر شعر یې د هسې یوې منظومې ټوکې ګومان کیږي، که نه وي نو د یوې غزلې ردیف یې چې «له غټې ږیرې سره خوند نه کوي» دی، نو د ده تخیل به ورسره څومره مرسته وکړي چې هر بیت وته یې تش په قافیې غریبې بل رنګ ورکړي، د دې غزلې یو بیت یې دی:
خدای د هر چا په زړه کې ایښې ده د ښکلو مینه
خو د ملا له غټې ږیرې سره خوند نه کوي
د شعر ژبه، شعري خیالات او مفاهیم له عامې ژبې بېل وي او موږ چې د کوم شاعر شاعري لولو توقع مو دا وي چې یوې بېلې خیالي نړۍ ته مو ورسره بوزي او داسې ګومان وکړو چې یو غیرعادي څوک راته خبرې کوي، خو د ملا بسمل شاعري چې لولې ژبه، اصطلاحات، خبرې، شعري مفاهیم یې اکثر داسې دي چې فکر کوې کوم ساده کلیوال سړی راته خبرې کوي او خبرې هم سپینې کوي د هیڅ شي د پټولو هڅه نه کوي او د هیڅ شي په رسوا بیانولو باک نه کوي، دا یې مثال:
دا ستا په یاد ژوندی دی ښه نو څنګه یې کوې
اشنا دا خو زړګی دی ښه نو څنګه یې کوې
نو وژنې یې چې ولې ملا شوخ شعرونه وایي
بسمل دغسې شی دی ښه نو څنګه یې کوې
د پښتنو پر خاوره چې له پېړیو راهیسې یرغلونه شوي، د دې وطن د خلکو پر ژبه، کلتور، ټولنیز ژوند، تعلیم او جغرافیه یې هم بدې اغېزې شوې دي او دا خلک له خپلو ملي میراثونو محرومه ساتل شوي دي، ځکه خو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې سیف الرحمان سلیم دا محرومیتونه په خپل یو بیت کې بیان کړي دي:
د جومات استاد عرب دی په مکتب کې ډیلي وال دی
یو استاد راله پیدا کړئ خو پښتون راله پیدا کړئ
دا هسې یو بیت نه دی د دې تر شا د محکومیت یو لوی تاریخ دی، ځکه چې ملا مو له ځینو استثنایي مثالونو پرته د مذهب په نامه پښتو کږلې وه او د مکتب استاد خو مو خپل وو نه نو پښتو به یې څنګه تدریس کړې وای، خو زموږ د زمانې د څرخ مولانا پښتون دی او شاعرانه روح یې له پښتو سره نه شلېدونکی پیوند لري:
موږه د امکان تر حده خپله ژبه نه پرېږدو
لمونځ به په پښتو نه شي خو نیت یې په پښتو کوو
څښتنه وبخښه خو خوند راکوي
چې د تا نوم هم په پښتو اخلمه
زه منم چې په دا ډول شعرونو کې به شاعرانه خوند کم وي خو شاعر کله کله مجبور وي د خپل ورځني ژوند هغه خبرې هم په شعر بدلې کړي چې د خلکو کلتوري او ملي نفسیات ورسره تړلي وي.
زموږ وطن چې له اوږدو زمانو د جنګ او جهالت نه ختمېدونکو تیارو ځپلی دی نو په اوسنۍ شاعري کې مو له تیارې د کرکې او له رڼا سره د مینې تمایل ډېر زیات لیدل کیږي او لمر، سپوږمۍ او ستوري پکې په مختلفو سمبولیکو معناوو موندلای شو، خو مولانا بسمل مو د خپلې یوې غزلې په خورا عالي مطلع کې د تیارو په ارزښت باوري کوي:
کومه تیاره مې چې پکار وه نو هغه تېره وه
خدای زه په داسې وخت کې ستوری کړم چې شپه تېره وه
ردیف په غزل کې د موسیقیت پیدا کولو لپاره تر قافیې شاید زیات ارزښت لري ځکه همدا ردیف دی چې تر قافیې مخکې خبرې ورباندې را ټولې وي او که ردیف نااشنا وي، نوی او خوندور وي نو شاعر مجبورېږي چې د تخیل د انځورګر په مرسته ورته نوي او محسوس تصویرونه جوړ کړي.
د مولانا بسمل په شاعرۍ کې هم ډېر نوي او کله کله خو ولسي ردیفونه وینو، یعنې هغه لنډ عبارتونه یا ولسي خبرې چې په ولس کې مشهورې دي، بسمل ترې د خپلو غزلو ردیفونه جوړ کړي دي، مثلاً « له غټې ږیرې سره خوند نه کوي»، «ښه نو څنګه یې کوې»، «…په یوه روپۍ کړه»، «ساده ګله»، «سړی څه ووایي»، «راباندې بوج وه»، «خوند راکوي» او «پته ونه لګېده» هغه ردیفونه دي چې د ده د غزلو په روانۍ کې یې مهم نقش تر سره کړی دی.
زموږ په ټولنه کې ډېر داسې خرافاتي دودونه په دې یوویشتمه پېړۍ کې هم شته چې خلکو په ناپوهۍ کې له اسلام سره تړلي دي، په دغو دودونو کې یو سقاط یا سخات هم دی چې خلک د مړي له جنازې وروسته د هغه د قضا شویو لمونځونو او روژې د کفارې ادا کولو لپاره په مسکینانو نغدې پیسې يا نور څه وېشي، کېدای شي بل کوم واعظ شاعر خلک له دې دوده په بل ډول منع کړي وای، خو مولانا بسمل داسې واعظ نه دی او هغه دا بدعت په ډېر نوي انداز کږلی دی:
د بدعاتو رسوماتو ژوند مې نه خوښیږي
خو ځکه نه مرمه چې خلک به مې سخات واخلي
پیر محمد کاروان صاحب د بسمل د شعر په اړه وایي، “ښاغلی بسمل که د نصیحت خبره هم کوي په یوه تخیلي رنګ کې یې کوي ځکه خو د دوی شعرونه د وعظ پر ځای تغزلي ښکلا لري”.
خبره چې د ښکلا شوه نو یو خو د مولانا بسمل په شاعرۍ کې د خپل ملایي سریښت خلاف نصیحتونه نه شته او له کلاسیکې شاعرۍ سره یې لوی توپیر او نوښت په همدې کې دی چې له شعره یې د اخلاقي تبلیغ کار نه دی اخیستی، بل دا چې د ده په شاعرۍ کې که وګورو تر ټولو زیاتې خبرې یې پر ښکلا او ښکلیو کړې دي، د ادب او هنر کار هم خلکو ته د ژوند په اړه د ښکلا احساس ورکول دي او د ښکلا لنډ تعریف که ووایو له ژوند سره، له انسانانو سره او له خپلې خاورې سره خوږه ریښتینې مینې ده او ملا بسمل دا مینه له خپل شخصیته هم په ډېر هنر خپل شعر ته ور لېږدولې ده او د ده شاعري یې د واقعي شعر په صف کې درولې ده. د حُسنِ اختتام په توګه:
حجرې د صبر نه را ووتمه
له خپل جنونه ګلبشره غواړم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
02 مارچ 2025م کال
ویرجینیا- امریکه