پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاندمحمدبشیر دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاندمحمدبشیر دودیال

(درېیمه برخه)

Back wash effects د ویجاړتیا اغېزې

په لغت کې back wash عواقب، د پرېشانۍ اغیز او د یوې بدې پېښې میراث او پاتې شونو ته ویل کیږی، خو په اصطلاح کې په ډېر ښه ډول د ټولنې یو شمېر واقعیتونه تشریح کوي. Effects یعنې اغیزې. یو مثال به ورکړو: سیلاو راغی کروندو کې یې خړه کینوله، پولې یې ړنګې او دیوالونه یې وغورځول، سیلاو ولاړ تېر شو، خو دغه بد اثار ورڅخه پاتې شول. دسیلاو له تېریدو وروسته هوښیار او متحد کلیوال پاڅیږی یو- دوو ورځو کې دسیلاو ټوله خرابي بېرته رغوي.  په ټولنه کې چې کله یو کړکیچ(بحران) واقع شي، مُدبر او سالم حکومت او د هرې برخې مسئولین بېرته اقدام کوي، دا ناوړه تاثیرات له منځه وړي. د دې یو تاریخي مثال به ووایو: په شوروي اتحاد، المان، ایټالیا، پولند او یو څو نورو جنګ ځپلو هیوادو کی نه یواځې د (WW2) بیساري تباکوونکي پریشاني له منځه یووړل شوه، بلکې د کنډوالو له منځه راپورته شوی شوروی سپوږمۍ ته وخوت، المان د تخنیک او اختراعاتو مخکښ شو، فرانسه د سیاست، دیپلوماسی او کلتور بیلګه شوه، پولند دخوشحالۍ وطن شو او جاپان په ګړندي ډول د اسیا یو ممتاز هیواد شو.

دا اصطلاح اقتصاد کې هم کارول کیږي. د کړکیچ له امله اقتصاد ته زیان پېښېږي؛ له سیمې پانګه، متشبثین، دکار ځواک، مهارت او تخصص وځي، دا د جګړې او کړکیچ تخلیوی اثرات دي. د تخلیوي اثراتو بېرته جبران یو تدبیر دی چې د علمی پلانونو او متخصص- مسلکی ځواک په فکري او فزیکی قوت عملي کیږي(هغه ضرورت چې موږ څخه هېردی).

افغانستان لله الحمد د دوهمې جګړې په اندازه نه دی تخریب شوی (څه تخریب شوی و، بیرته ورغاول شو)، خو لاهم تخلیوی اثرات نه دي رفع. د پیاوړي اقتصادي پوتنیسیل سره سره ډېره بده لوږه، وزګارتیا، دمهاجرتونو لړۍ، نفاق، استبداد، بې قانوني او تاوتریخوالی شته. بیوزلي د ذلت او منکراتو لامل ګرځیدلې ده. کله چې په بیوزلي اخته سيمې يا د جګړې اوناتارونو له امله يوې وروسته پاتې سيمې څخه د هغه ګاونډ ته يوې هوسا او پرمختللى سيمې یا نورو هېوادوته استعدادونه، د توليد عوامل او کاري ځواک ولېږدي، نو دغه سيمه نوره هم له ستونزو سره مخامخ کېږي. په بله وينا: کله چې په يوه اقتصادي سيمه کې اقتصادي پرمختګ راځي او د هغې پرګاونډ باندې منفي اغېزه وکړي، يعنې له خپلې شاوخوا څخه توليدي عوامل (فکرونه،پانګه او بشري نيرو) ځانته راوکاږي، دې ته ناوړه یاتخلیوی اثرات وايي. د بېلګې په توګه له وروسته پاتې کليوالي سيمو څخه ښارونو ته د خلکو مهاجرت کول يا له افغانستان څخه د مهارتونو، مغزونو،پانګې او بشري نيرو پرله پسې وتل اونورو هېوادو ته مهاجر کېدل.

د دغو تخلیوی اثراتو مخه ونه نیول شوه، بلکې ورځ په ورځ ګړندۍ شوه.

3 COMMENTS

  1. سلام
    له اذله تر همدا اوس دې دمه
    شاته پاتې یو له هر مسلک هنره
    قرآن نشم لو ستی له مخې دلته
    بغارې وهمه هر چېرته بد رنګه
    عجیب وخت شو یوم البد تره!
    غږ ویستلی نشم رانه هیر شول
    دپوهاند ټکی دی اهمه مهمه!
    له اذله موږ سپېره او پمن وو
    دا ورځ به خدای کله کړی بدله

  2. قدرمن او معزز شریف زاد صاحب سلامونه او احرتامات مې ومنئ. بعد:
    د استاد آصف صمیم یوه ډېره پخه خبر مې تل په یاد وي: ( دُنیا په امید خوړه شي)
    امید به نه قطع کوو، هیله ده ځوانان مو کلکه ازاده ولری او ملا وتړی، ان شاالله ښه به شو. توکل په پروردګار.
    دا چې د هر قلموال لیکنې په دقت لولئ، د دې مانا لري چې ملی او فرهنګی مسایلو سره مینه لرئ. ستاسو د دقت او د لیکوالو له هڅونې څخه مننه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...