جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد تخلیق هېنداره

د تخلیق هېنداره

 عصمت الله صالح

 لیکوالي له حواسو سره د پدیدو ټکر ته وايي. خو دغه تصادفات- چې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې پېښیږي- ډېر ځله انسان د ناکره فکر ایجاد ته هڅوي او له نابودو نسخو سېوا، لوستونکي ته نور هېڅ په لاس نه ورکوي. ځکه موږ په خپلو ورځنیو چارو کې له ډېرو داسې مشاهدو برخمنېږو، چې که مو یې د کښلو او تصویرولو په‌پار قلم راواخیست؛ نو نه یوازې به مو خپل بنسټیز هدف ورک کړی وي، بلکې تر څنګ به مو یې د یو انسان عظمت او کرامت ته د سپکاوي توري هم پاشلي وي.

 دا چې څه ډول پر دې دروني کیف کنټرول ولرو او د معیار پر اساس د هر درک په تمامو پایلو کې د تفکیک ګوتې ووهو، پکار ده چې د هرې شخصي وینا د لیکلو پر مهال فکر وکړو. خو دا تفکر به مو وچ نه محسوسېږي، بلکې هره شېبه به د عقل په وسیله لمدېږي.

موږ چې لیکل کوو، لومړی باید د مُنتخبې موضوع پر سود او تاوان پوه وو. پر دې به پوهېږو چې زموږ دغه نثر د ټولنې د هاغه وران کونج په رغښت کې څه-ناڅه ښه تمامېدای شي. کله چې ټولنې ته د خپلې لیکوالۍ پر ګټو باوري شو، بیا نو د اړوندې موضوع له‌پاره پرېمانه مطالعې ته ضرورت دی. داسې لوستل پکار دي، چې د لیکوالۍ پر مهال نوې سوژې راته وښايي او په لیکلې موضوع کې مو نویو زاویو ته ځیر کړي.

د مطالعې بله لویه ګټه مبهم ډاډ دی. دا هڅونه د لیکوال او لوستونکي ترمنځ د اضطراف پر اساس غځېدلي‌سپېسونه له منځه وړي. ځکه چې لیکوال به د ګټورې مطالعې په مټ داسې تخلیق/ تحقیق کړی وي، چې د لیکوالۍ له ټولو اصولو سره یو ځای به یې زړور د لوستونکي تر مخ اېښودای شي.

پورته د “ګټورې مطالعې” یادونه وشوه؛ دا د هغو کتابونو لوستل دي، چې لومړی د لیکوال پر مخ د لیکوالۍ ټولې دروازې پرانیزي، ورپسې یې په متن کې د تمامو اجزاوو(کلمه، ترکیب، عبارت، جمله، پاراګراف او…) د سم کارولو هنر ور زده کوي.

له دغه کتابونو یو هم د کابل پوهنتون د استاد پوهنیار عبدالسمیع وحدت (د سمونې لارښود) دی، چې تازه له چاپه راوتلی دی. (د سمونې لارښود) ژوره مطالعه لومړی د هغو کسانو له‌پاره ګټوره ده، چې د بل چا په متن کې د سمون(اېډیټ) په‌پار ګوتې وهي او د آرایش غوندې یې نیمګړتیاوې او د لیکوالۍ د اصولو ضد اکټونه له منځه وړي. (د سمونې لارښود) مطالعه هغه کسان هم باید وکړي، چې لیکل کوي، خو خپروي یې نه. ځکه دوی پر دې ډاډه وي، چې کړی تخلیق/ تحقیق یې د لیکوالۍ له اصولو سره چندانې سر نه خوري. خو که یې د دغه کتاب پاڼې د مطالعې په‌پار واړولې، نو د لوستونکي پر وړاندې به یې د هر تخلیق هېنداره صفا، او له دې اضطرابه به یې د خلاصون عظیم چانس موندلای وي.

 پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب