جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهروستار تره کیعبدالغني برادر د ګوانتانامو بندیانو په څیر د قطر سیاسي دفتر د...

عبدالغني برادر د ګوانتانامو بندیانو په څیر د قطر سیاسي دفتر د غړیتوب حق لري

دوکتور محمد عثمان تره کي

د ميډیا د خبرونو له مخې طالبانو قطر سیاسي دفتر ته پراختیأ ورکړې ده.

د ګوانتانامو نه آزاد شوې پنځه تنه بندیان د قطر سیاسي دفتر د مرکچیانو په توګه ګمارل شویدي. دغه کسان د یو توافق لیک په بنست ( نوامبر 2011 ) چه د امریکا او قطر حکومتونو تر منځ لاسلیک شوې وو د ګوانتانامو نه د آزادیدو د نیتې څخه ( 2014 ) تر نن پورې په قطر کې تر کلک څارنې لاندې وو: افغانستان او د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته د مسافرت حق نه درلودل، په عامه او مطبوعاتي غوندو کې د ګدون او د چندې تولولو نه بې برخې وو. په لندو د آزاد شوېو بندیانو په مدني او سیاسي حقونو باندې بندیزونه لګول شوې وو.

بندیانو ته د قطر دفتر غړیتوب ( په واقعیت کې یو امتیاز ) وربښل پدې مانا ده چه دوي بشپړه سیاسي حق تر لاسه کړیدي.

د بشر د حقونو ځینې مدافعین ګوانتانامو ته د ځمکې په سر د دوزخ نوم ایښي وو. د ګوانتانامو بندیان د افغان په خاوره باندې د امریکا د تیري د لمړنیو قربانیانو په دله کې راځي چه بې له محاکمې نه کلونه د ګوانتانامو په دوزخ کې تیر کړل.

دغه بندیان مستحق ترین دله شمیرلي شو چه باید په قطر کې د افغانستان د خپلواکي په موخه له یرغلګرو قوتونو سره حساب او کتاب ته کیني.

بندیانو ته امتیاز ورکول ښه خبره ده پدې شرط چه د تولو بندیانو سره یو شان چلند وشي.

د سولې په پروسه کې د ګدون دوهمه مستحقه دله هغه بندیان دي چه د پاکستان په جیلونو کې د اوږدمهال بند موده تیره کړیده. پاکستان، د امریکا سره د ستراتژیک ملګرتیا په بدل ګنشمیر طالب مشران ووژل او یا بندیان یې کړل.

ملا برادر، مولوي عبدالصمد ثاني، ملا محمد رسول و ملا سلیمان آغا د پاکستان د افغان دشمن سیاست قربانیان دي.

یوه دادمنه او غوره امنیت او دائمه سوله او خپلواکي چه د امریکا سره د مذاکراتو زیږنده وي او په کې افغانان ګتونکې وي نه د طالبانو سره په تعامل ګاوندیان، دا ایجابوي چه باید د قطر دفتر په سیاسي ترکیب کې اندول رامنځته شي :

که سولې مذاکراتو ته ورګدیدل بندیانو ته د امتیاز ورکولو په مانا وي، د قطر د دفتر د لارې د سولې په خبرو کې باید نه یوازې د امریکا د ظلم نه تاواني شوی بندیان ، بلکې په کې د پاکستان د خیانت نه زوریدلې زندانیان هم برخه ولري.

پر وسله وال مقاومت باندې تور لګول کیږي چه په افغانستان کې د آي، اس، آي اجندأ تطبیقوي او امریکایي اشغال په پاکستاني اشغال بدلوي. د قطر دفتر په ترکیب کې د ملا برادر او د ده ملګرو په شاملولو کې وسله وال مقاومت عملاً ثابتوي چه د ګاوندي هیواد د اشغال د ګمارل شوې لشکر په توګه دنده نه ترسره کوي.

د قطر دفتر کمي او کیفي پراختیا او د هغې نه د سولې ملي مرکز جوړول بل اړخ هم لري :

د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پیچلتیا له کبله چه په کې مذهب، حقوق، سیاست، اقتصاد، ژیوپولتیک یعنې عقیدوي او علمي ضوابط سره په تړاو کې ده ، اړینه ګنل کیږي چه طالبان هڅه ونکړي چه د سولې پروسه پخپل قبضه او انحصار کې وساتي.

د اشغال په ضد د طالب مقاومت سرشیندنه د افغانستان په حماسي تاریخ کې ځانګړې فصل جوړوي. خو اوس چه د سولې پراخه او پیچلې پروسه د میز په سر باندې ده یو بل واقعیت ته هم باید پام واړوو: د زیرک او مکار دشمن سره واقعبینانه، عملي او عقلاني چلند ایجابوي چه د مذهب ( جهاد ) تر څنګ د مختلفو علمي برخو د متخصصینو د پوهاوي نه ګته پورته شي .

د قطر دفتر پدې باندې تورن دي چه د سولې او جګړې په اړه د پاکستان د امر او نهي تر تبعیت لاندې دي. د ملا او غیر ملایانو نه د سولې یو ملي مرکز جوړول له یوې خواه دفتر ته سیاسي اندول ور په برخه کوي او له بلې خواه د مداخله ګرو هیوادونو په وړاندې د دفتر خپلواکي تضمینوي. مهمه دا چه افغانانو ته ډاډ ورکوي چه طالبان د سیاسي قدرت د انحصار په لته کې ندي او د خپل تیر امارت غلطی نه تکراروي. ’’ پاي ‘‘

دوکتور م، ع، ت فرانسه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب