چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند شکرانې د ورځې دېرشمه کالیزه

د شکرانې د ورځې دېرشمه کالیزه

میرویس ته یې کله مور هېلۍ زی وايي ، زه ورته خاندم چې دومره دې ځان خوار کړی، اېله دی ښکاري ته نوم وکوت. ورته وايي ،«هم دې شکل د پلار په شان د کتو نه دی، هم  د پلار په شان په ښکار داسې مین یې چې هغه د دواړو پښو نوکان واورو کې بایلل او تا د لاس خچه ګوته په لیندۍ غوڅه کړه.»

امریکا کې بیا د نوامبر دریمه پانشنبه را دبره کېږي، د خړتومي چرګ مېله ده. دا ځل مې دوې اونۍ د مخه میرویس ته وویل چې بیا به خړتومي چرګ ښکار کوې، خو پام چې نفوس مو زیات شوی، چې تریو من سپک نه وي. نن شپه یې یو د ټرک په ټول باکس کې را ووړ. لکه هر کال یې مور جنجال جوړ کړ چې دا دې وېشتی خو حلال  نه دی.

میرویس قسمونه خوري چې په خپل لاس مې حلال کړی خو هغه یې نه مني ، وايي ، ته ناولی به څه یې، حلالول به دې څه وي، تر تا د یهودو او نصارا حلاله بهتره ده، په خپل کتاب خو پوهېږي. مور یې هرکال ګواښېږي چې د بازار نه به یې تیار پاک کړی، په پلاستیکي کڅوړه کې بند شوی راوړي، مګر تل موږ پرې زورور کېږو.

اوس نو د اباد شاهکارۍ وار دی. زه نور ښه یم، خو ماشومان راپورې وايی، پس له پخلي پخلنځی تیار د دویم نړیوال جنګ ډګر وي. دلته مشوکه، هلته کولمه، بل ځای چرخول، هر ځای د اوبلنو وینو تالاو. مګر چې ډوډۍ ته کښېنو نو هر ځل د هغه وردګ کیسه تکراروي چې په پلچرخي کې بندي و او هره ورځ به وهل کېده. د غرمې د ډوډۍ په وخت یې یوه ورځ هم ژړل او هم یې ویل،« وهل خو کوپار وهل کا، خوبیا ټکله، ښه ټکله ورکوي.»

هر کال یو دوه راکې زیاتېږي،(اوس درځن ته رسېږو) نو ښځګلې یې نغري او شکرونه باسي، نارینه و ته میرویس د ښکار کیسه کوي چې څنګه یې په لیندې چرګ وویشت. لا د ټوپک د ښکار وخت ته میاشت پاتې ده. اوس ډېر دي نو یواځې د لیندۍ اجازه شته. چې هیر مې نشي، مشر نمسي مې، ګهیځ جان، د سارايي آلوبالو(کرېن بېري) شربت تیار کړی، ګیلاس په ګیلاس پسې یې څښو. بیا نو په ګډه کاسې کپړې مینځو، مشران چایو ته کښېني، کشرانو د خپلې خوښې شیریخونه لا پخوا فریج کې غلي کړي. د ټیغونو ایستل، چې په غرب کې لویه بېشرمي ګڼل کېږي، نن زموږ کور کې روا دي. بیا نو ټول پړسېدلي نسونه، څوک د ماسپښین لمانځه ته ځي ، څوک د کوچونو په سروېږدي سرونه ږدي او وېدېږي.

سږکال کوم د کار مېلمه را پېښ نه شو. یو ډاکټر محب الله زغم و چې د درو میاشتو له پاره یو پوهنتون رابللی و. د هغه وطن ته بیړه وه، ایسته لاړ. پخوا به ټېم بې ټېمه یو نیم یار راپېښېده. یو کال ژمی غفور لېوال و، بل کال آزمون،یودوه ځلې د پراګ یاران، خو هغه بلا وهلي چې نیم زړه مې ورپسې نشته، وطن کې په مشالفتونو اخته دي. شرر ساپي پسې مې زړه وران دی، نثار خو مې زه وایم، یره چې د مڼې په شان لاس کې ګرځولی، غزنپر یې لا بله بلا چې له وېرې یې تر نامه کوز نشم غږېدلی. مشر پسرلی او بختانی، خو کوم یو اول یاد کړم؟. بې له دوی نه د شکرانې ورځ نمانځل ډېره بې دردي ده.

دا مازې یوه تجربه وه چې وایم لږ تر لږه یې د نورو سره شریکه کړم. امریکایان دا ورځ ځکه لمانځي چې د دوی بېړۍ له اروپا نه د امریکا د سمندر په غاړو ولګېده، هغه وخت سارايي ژوي همداسې آزاد ځنګلونو کې ګرځېدل، نو دوی په لیندۍ څو خړتمي چرګان وویشتل، په اور یې وراته کړل، د خدای شکرانه یې وکړه چې ژوندي د سمندر نه تېر شوي دي.

اوس به ځینې لوستونکي تمه لري چې زه د افغانانو په ویر وژاړم، له دې لنډ معلوماتي بیانه ویرنامه جوړه کړم، خو زما سبک وايی چې ولا نشکرک.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د نومبر په ۲۰ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب