سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeټولنیزښځه او د ښځې د ټولنيز فعالیت اړتیا او اهمیت

ښځه او د ښځې د ټولنيز فعالیت اړتیا او اهمیت

یوسف (فهیم)

 ښځه د انساني خلقت له هماغې پیلامې، له نارینه سره، د ژوند په ټولو خواوو کې مل او څنګ تر څنګ پاتې شوې ده.

خالق د انساني خلقت بنسټ، یو بل ته د مبرمې اړتیا پر حکمت ايښی او دا خلقت يې پر ټولیز ډول، پر درو ډولونو کړی دی.

۱ ـــ  آدم ع يې له خاورو!

۲ ــــ حوا بي بي يې  له آدم ع !

۳ ــــ او موږ يې له دوی دواړو پیدا کړي يو!

که موږ د انساني خلقت څرنګوالي او پیلامې ته ورشو، په حقيقت کې ښځه، له نارینه پیدا ده او لکه اولاد، د نارینه د زړه ټوټه ده.

د انساني فطرت بنسټ له خپل او لاد سره په مینه کیښوول شوی او د دوی ترمنځ د جدايي رامنځته کول، نا فطري هانداو ناشونی کار بلل شوی دی.

ښځه د انسانۍ ژوند له هرې خوا، نه بیلیدونکي خوا ده او د فنا پر هره خوا داسې خوا، نه وينو چې هلته دې د نارینه تر څنګ، ښځه او د ښځې تر څنګ د نارینه شتون اړین و نه پيژندل شي.

ښځه د ابوالبشر( ادم ع) له تخلیقه وروسته د الله ج له لوري، د دویم تخلیق په بڼه د ادم ع له وجوده وزېږېده او له آدمه تر دې دمه او له دې دمه تر عدمه، له نارینه سره ملګرې پاتې او پاتيدونکې ده.

که موږ په دې فنا کې د نورو مخلوقاتو تخلیق ته ځير شو، وبه وينو چې له بادام سره، سنځله او د چنار تر څنګ، سرو، هم دنګه او تانده ولاړه ده.

همدغه راز د یوه ښکلي اميل د جوړېدو په کار کې، له لونګو سره ملغلرې لاس یو کړی او یو ښکلی اميل يې، پر ښکلو غاړو ځړولی او لورولی دی.

که موږ میوه لرونکو بڼونو ته او که مشام نازوونکو ګلبڼونو ته ورشو، د دغو ونو او ګلونو ترمنځ به پر حکمتونو ولاړ ژور تړاو ووینو، پوه به شو چې خدای ج د نر تر څنګ د ښځې موجودیت ته څومره اهمیت ور کړی او دا اهمیت څومره د انساني فطرت پر اړتیاوو او بنسټونو ولاړ دی او په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د نر ترڅنګ د ښځې شتون څومره اړین دی.

همدې حقیقت ته په پام سره، په هغو ټولنو کې چې د ښځو ټولنيز حضور کمرنګی او بې خونده وی، په دغو ټولنو کې د انساني پرمختګ او هوساینې کچه ډېره ټيټه او د اندېښنې وړ کیدلای شي.

په ټولنه کې د ښځو ټولنيز حضور، د ټولنیزو نیمګړتیاوو او ستونزو د له منځه وړو په لار کې ډېر اغیزمن زبادېدلای شي او انساني ټولنه خپل ټول مشکلات، د ښځو له ټولنيز حضوره پرته، نه شي له منځه وړای.

که موږ په ټولنه کې ښځه ښوونکې ونه لرو، موږ د ښځو د ښوونې روزنې په برخه کې له ستونزو خلاصه ټولنه نه شو رامنځته کولای او په کورونو او ټولنه کې به د اولادونو لپاره یوه ښوونکې مور ونه لرو.

همدغه راز که  ډاکتره خورکۍ ونه لرو، بې له شکه د خپلې مورکۍ او خورکۍ د درملنې په برخه کې به له ډېری کورنیو او ټولنيزو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو.

همدې ته پام سره د ښځو ټولنيز حضور، د ټولنيزو ستونزو د هواري په لار کې هغه اړتیا ده چې انکار ترې، له معقولیت څخه لرې او د ورځ لپاره د لمر پر اړتیا له سترګو پټولو سره برابر بللای شو.

انساني ټولنه، د خپلو ټولو ټولنيزو ستونزو د هواري په لار کې د ښځو بشپړ ټولنیز حضور او فعالیت ته اړتیا لري او که ښځې دا حضور او فعالیت ونه لري، د ټولنې یو اړخ ( نارینه ) به ونه شي کولای چې په یوازې توګه د ټولنې ټولو ستونزو ته د هواري ځواک او واک ولري.

که یو کور، د ښځې له شتون پرته، کور نه بلل کيږي، همدغه راز یوه ټولنه د ښځو له حضور او فعالیت پرته د یوې پرمختلې او فعالې ټولنې موخو او ارزښتونو ته کله رسیدای شي.

که ښځه په ټولنه کې د نارینه ترڅنګ ټولنيز حضور ونه لري، د پښتو د دې متل مصداق به وګرځو او له دې برخلیک سره به مخ یو چې وایي له یوه لاسه ټک نه خيږي.

که غواړو چې له بیلابیلو ټولنيزو ستونزو مو ټولنه وژغورل شي، ښايي د ديني اساساتو له مخې د ښځو بشپړ ټولنيز حضور او فعالیت ته لار هواره شي.

نو، راځئ!

د ښځو د ټولنيز حضور د کچې د لوړاوي په لار کې اړین او ګړندي ګامونه پورته کړو او په دې توګه خپله ټولنه له هغو ستونزو وژغورو چې په ټولنه کې د ښځو د حضور او فعالیت د کچې د کمرنګۍ له لامله ورسره لاس وګرېوان یو.

د یوې هوسا، بسیا او ويسا ټولنې جوړول، د اسلامي رښتینو اساساتو پر بنسټ  د ښځو او نارینه وو ګډ هاند ته اړتیا لري او هم د یادې ټولنې جوړول، د دواړو له ټولنیز حضور او هانده پرته، یو ناشونی، نامعقوله کار کیدلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب