شنبه, مې 4, 2024
Homeادبد پروفیسور سیال کاکړ ادبي څېرې

د پروفیسور سیال کاکړ ادبي څېرې

محمدابراهیم سپېڅلی

په پښتو معاصر تاریخ کي زما د معلوماتو له مخي درې داسي پېژندل سوي شاعران او لیکوالان لرو، چي تخلصونه يې یو ډول ( سیال) دي.

دیادو درې کسانو څخه لومړی میراجان سیال، چي د پېښور په کوډاخیلو کي په (۱۳۳۰هجري قمري) کال زېږېدلی او په ( ۱۹۹۰م) کال د فروري میاشتي پر ۱۸ تاریخ مړی دی.

میراجان سیال ۸ چاپ اثار خپلو لوستونکو ته پرې ايښي دي.

دوهم کس (غازي سیال) دی، چي په(۱۹۳۳م) د پېښور په بنو ولسوالۍ کي زېږېدلی او پروسږکال د (۲۰۱۹نومبر۲۷مه) په خپله سیمه کي وفات او هلته ښخ دی.

غازي سیال پر ۱۶ چاپ او ځیني ناچاپ کتابونو سربیره (۵۰) پښتو فلمونو ته بېلا بیلي سندري هم لیکلي دي.

خو نن، چي موږ او تاسي دلته د کوم سیال د یادوني او لمانځنغونډي لپاره راټول سوي یو، هغه پوهاند ولي محمدخان سیال کاکړ دی.

پوهاند سیال کاکړ، په( ۱۹۳۵م) کال د سویلي پښتونخواکوټي د (پښين) ولسوالۍ په (سرانانو)، چي وروسته بیا په یاده سیمه کي د افغان کډوالو لوی کمپ ؤ زېږېدلی دی

سیال کاکړ نژدې ۴۰ ټوکه کتابونه لیکلي دي، چي زیاته برخه يې ولسي ادبیات او شعري ټولګي دي.

نن زه غواړم د دغه لوی پښتون خدمتګار پر یو کتاب (ادبي څېرې) چي نسبتا په کوچنۍ کچه خپوری سوی دی وږغېږم

 دغه کتاب ټول ۵۶مخونه لري

کتاب په (۱۹۷۴م) کال د (پښتوادبي دنیا کوټه) لخوا خپور سوی دئ

چاپ چاري يې په (جنګ پرنټینګ پريس) یا مطبعه کي ترسره سوي دي

د کتاب تېراژ او بیه نه ده معلومه، چي په هغه وخت کي داکتاب څو جلده خپورسوی او بیه يې څو پاکستانۍ روپۍ ورته ټاکل سوې وه، خو د لومړي چاپ یادونه يې کړې ده، چي یاده سوې پورته نېټه ددغه  کتاب د لومړي چاپ تاریخ دئ.

د کتاب د خطاطۍ چاري عبدالسلام په هنري ګوتو ترسره کړي، چي فروفیسور سیال کاکړيې تر نامه مخکي د (ګران) کلمه لیکلې ده، نه پوهېږم، چي(ګران) د نوموړي خطاط تخلص دی او که (سیال صاحب) له نازه ورته لیکلی دی، دامي په دې خاطر یادونه وکړه، چي اکثره تخلصونه له نامه وروسته لیکل کېږي، نو ښايي، چي یاد خطاط پر پوهاند سیال کاکړ ډېر ګران ؤ.

کتاب ساده ( توره او سپينه) پښتۍ لري.

د پښتۍ پر اول مخ يې په غټ لیک د کتاب نوم ( ادبي څېرې) لیکل سوی دئ

د کتاب ترنامه لاندي شپږ عکسونه وینو، چي اول عکس د علامه رشاد بابا، منځوی عکس د لوی استاد پوهاند علامه حبیبي او درېیم عکس د فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا دئ.

تر یادو  دریو عکسونو لاندي پر دغه اول مخ د استاد حبیب الله رفیع، کبرا مظهري او استاد عبدالله بختاني عکسونه خپاره سوي دي.

تردغو عکسونو لاندي لږ په کوچني لیک د کتاب د لیکوال نوم هم ترسترګو کېږي.

تر یوې اوږدې پنډي کرښي وروسته د خپروندويه ټولني نوم د کتاب د نامه په اندازه د لیدونکو پام جلبوي.

د(ادبي څېرې) د پښتۍ پر څلورم مخ اردو ژبي لیکوال فروفیسورخلیل صدیقي په لسم نیمو کرښو کي د سیال کاکړ دغه هڅه ستایلي او لیکلي يې دي

« لکه څنګه، چي د ادب په هنداره کي د تهذیب د غزول سویو کرښو، زاویو او د تهذیبي پر مختګ د ورکو سوو منزلونو د سایو مطالعه کېدلای سي، نو د دې هندارو په ځلا کښي ، چي کوم پنځوونکی هنر مند مهم رول لوبولای سي د هغه د هنر بېلګې د هغه د شخصیت عکسونه دي ایا د دغه عکس انځوریز کړه وړه د کاغذ پر مخ په ځانګړي ډول د بیان حق ادا کولای سي؟

 راځئ! د سیال کاکړ په وړاندي کړل سوو ادبي څېرو کښي د پښتنو شاعرانو او ادیبانو د شخصیت د کړو وړو د جاج اخیستلو کوښښ وکړو. د غه کوښښ د سیال کاکړ د دې نوښت د ستایلو هم یو ډول کېدلای سي.»

پوهاند ولي محمد خان  سیال کاکړ د کتاب اهداء په دې روانه  جمله، دغو لاندي کسانو ته کړې ده:

« چي په مینه کي خدمت د خپلي ژبي، ځکه وړ دي د اهداء لاندي لیکوال.

جناب دوست محمد خان کامل، ښاغلي دوست شینواري، ګران همېش خلیل، محترم ډاکټرمجاوراحمد زیار او محمد نوازخان طائر»

د ( ادبي څېرې) کتاب په څلورم مخ کي استاد سیال کاکړ خپلي خبري د خوشحالخان خټک په دې مشهوربیت پيل کړي دي:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه – سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

د کتاب لیکوال په خپلو خبرو کي د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو پر ارزښت اوددوی پر وړاندي د ټولني پر ساړه غبرګون ږغېدلی دئ.

ده لیکلي، چي په پښتنو کي د ژوندیو قدر نه سته، خو چي مړ سي، نو یوڅو د ګوتو په شمار قلموال يې یوازي په رسنیو کي د جنازې خبر یاهم له وچي مجبورۍ یوڅو توصیفي کرښي په کوم اخبار یا مجله کي ولیکي.

هغه د مثال په ډول د هیواد د لوی فولکوریسټ استاد محمد ګل نوري نوم یاد کړی، چي ټول ژوند يې د پښتو ولسي ادب بډايني ته وقف کړی ؤ خو لا تراوسه يې هغسي درناوی نه دی سوی، څومره، چي د هغه حق ؤ.

هغه زیاتوي، ما د ادبي څېرې تر سرلیک لاندي ، د لويي تاریخي پښتونخوا، یوشمېرلیکوالان او شاعران د خپلو عکسونو په وسیله معرفي کړي دي.

دغه ښکلي انځورونه به د همېشه لپاره د کتاب په امانتدارو پاڼو کي خوندي پاته وي، که خدای کول د ادبي څېرې دوهمه برخه به ډېر ژر ستاسو حضور ته وړاندي سي.»

دغه رازمو د یوشمېر داسي کسانو څېرې هم راوړي دي، چي تل يې ملي خیانت کړی او اجتماعي ګټي يې، د شخصي ګټو په خاطر تر پښو لاندي کړي دي، دا ملي خاینان به موږ راتلونکي کهول ته، پر یوبل مناسب وخت د لیک په وسیله بربنډ کړو.»

که پورته خبرو ته غور وسي، نو استاد د خپلو خبرو په وروستیو کي (د خاین او شخصي ګټي خوښوونکو) یادونه هم کړې او ددوی د څیرو د رسوا کول لپاره يې مناسب وخت ته د انتظار ژمنه کړې ده.

 اوس پوښتنه داده، چي ايا د یاد کتاب له چاپ څخه د نژدې نیمي پېړۍ له تېرېدو وروسته استاد (مناسب) وخت پیداکړی، که لا تراوسه ورته څار دی؟

سیال کاکړ په دغه کتاب کي د ده له ۲ عکسونو سره یوځای د ( ۹۲) نورو ادبي څېرو عکسونه چاپ کړي دي، چي په دې ډول ټول ۹۴ عکسونه کېږي.

عکسونه په ترتیب د دغو ښاغلو دي، چي تر هر عکس لاندي يې یوازي د هغه نوم په دې ډول لیکلی دی

۱ –پوهاند علامه عبدالحی حبیي

۲ –عبدالرؤف خان بېنوا

۳ –  قیام الدین خادم

۴ – عبدالشکورخان رشاد

۵ – عبدالله بختانی

۶ – همېش خلیل

۷ – ګران حبیب الله رفیع

۸ – پروفېسرسیال کاکړ

۹ – ډاکټرمجاوراحمد زیار

۱۰ – باچا خان

۱۱ – حافظ نصرالله

۱۲ – کبراجان مظهري

۱۳ – علي محمد بزګر

۱۴ – ملا عبدالسلام اشېزی

۱۵ – ابوالخیرځلاند

۱۶ – دوست شینواری

۱۷ – عبدالعلي اخندزاده

۱۸ – ایوب صابر

۱۹ – محمد دین ژواک

۲۰ – خان عبدالصمد خان اڅکزی

۲۱ – سلطان محمد پاني

۲۲ – عبدالاکبر خان اکبر

۲۳ – سعدالدین شپون

۲۴ – حمزه شینواری

۲۵ – ډاکټرعبدالحمید خان کاکړ

۲۶ – فضل احمد غازي

۲۷ – عبدالله جان مغموم

۲۸ – مولوي رحمت الله مندوخېل

۲۹ – عبدالجلیل وجدي

۳۰ – حافظ خان محمد کاکړ

۳۱ – ډاکټرعبدالحکیم هلالي

۳۲ – ډاکټرسیدانورالحق

۳۳ – محمد جعفراڅکزی

۳۴ – ضیاء الدین لاجوري

۳۵ – عنایت الله محرابي

۳۶ – محمد عارف غروال

۳۷ – عبدالباري اسیر

۳۸ – محمد نعیم سالارزی

۳۹ – سعید ګوهر

۴۰ اغا محمد خان کرزی

۴۱ – محمد نذیرخیال

۴۲ – علي محمد منګل

۴۳ – قلندرمؤمند

۴۴ – دوست محمد خان کامل

۴۵ – ډاکټرسیدال شاه فولاد/ د غټي ( ف) پرځای يې کوچنۍ ( پ) لیکلې ده.

۴۶ – معتمد شینواری

۴۷ – صاحبزاده حمیدالله

۴۸ – اجمل خټک

۴۹ – محمد اسماعیل سړبن

۵۰ – میراجان کاکړ

۵۱ – خیرمحمد خان شینواری

۵۲ – عبدالخلیق خلیق

۵۳ – عبدالغفور پردېس

۵۴ – محمد رسول فریادي

۵۵ – سید بهاؤالدین مجروح

۵۶ – عبدالخالق تارڼ

۵۷ – ولي محمد طوفان

۵۸ – محمد شېرین سنګري

۵۹ – محمد نظیر درانی

۶۰ – پرېشان خټک

۶۱ – عبدالله جان رنځور

۶۲ – سلطان محمد صابر

۶۳ – عابد شاه عابد

۶۴ – ربنواز مایل

۶۵ – حبیب الله اپرېدی / بیا هغه د ( ف او پ) خبره ده

۶۶ – خیرمحمد عارف

۶۷ – سرور سودايي

۶۸ – عمرګل عسکر

۶۹ – علاؤالدین مجروح

۷۰ – محمد ګل شاه خوستی

۷۱ – یوسف ګل

۷۲ – فاروق شاه سمایلزی

۷۳ – عزیزالله غمزده

۷۴ – ګډ عکس(ګران حبیب الله رفیع، سیال کاکړ،جناب ګل باچا الفت، محمد حسن ولسمل ) د عکس ځای نه دی معلوم

۷۵ – نصیرالحق ادر

۷۶ – خندرویه فاروق

۷۷ – ګډ عکس (محمد حسن ولسمل، ګران حبیب الله رفیع، سیال کاکړ، جناب عبدالرؤف خان بېنوا) د عکس ځای نامعلوم

۷۸ – کمال الدین شېراڼی

۷۹ – عبدالواجد واجد

۸۰ – ګډ عکس (د سیال کاکړ اود ګران حبیب الله رفیع یو ګډ یادګاري انځور/ پرسر يې ورته لیکلي ( د پغمان په تاریخي طاق ظفر کي)

۸۱ – دین محمد افغاني

۸۲ – عبدالقدوس درانی

۸۳ – سیف الدین تاجک

۸۴ – اخترمحمد اول

۸۵ – اخترمحمد ثاني

۸۶ – ګل محمد خان کاکړ

۸۷ – غلام حیدر فداء

۸۸ – محمد حسن غازي

۸۹ – محمد حسن ضیاء

۹۰ – سخي داد خوستی

۹۱ – سلطان محمد مندوخېل

۹۲ – عبدالغني شاکر

۹۳ – حاجي بازار

۹۴- فروفېسر سیال کاکړ

نېمګړتیا وي 

۱ –  که چیري پروفیسور ولی محمد سیال کاکړ د کتاب چاپولو پرمهال د یادو ادبي څېرو داسي عکسونه راغونډ کړي وای، چي هغه مهال بل ځای نه وای خپاره سوي، نو د کتاب مینه وال به نورهم ډېر وای!

اوس په دغه کتاب کي راغلي عکسونه اکثره د هغه وخت په بیلا بیلو مطبوعاتو کي هم چاپ سوي دي.

پوهاند سیال کاکړ کولای سوای، چي د یادو کسانو څخه يې ددوی ناچاپ عکسونه تر لاسه کړي وای! ځکه ده په دې ادبي څیرو کي له ډیرو کسانو سره ادبي ناستي ولاړې، قلمي تړون او ښه ملګرتوب درلود،نو که يې  خپله له دغو ادبي څېرو یاهم د هغوی له نورو ملګرو څخه د ناچاپ مهموعکسونو غوښتنه کړې وای، زه فکر نه کوم، چي په دې برخه کي دي دوی له مرستي ځان سمپولی وای، بلکي لاهم خوشحالېدل، چي په نوي کتاب کي يې نوي عکسونه خپرېږي.

۲ –  که چیري د کتاب د چاپ پرمهال له ادبي څېرو سره دهغوی هر یوه لنډه پيژندګلوي هم چاپ سوې وای، نو به يې له یوې خوا د پښتو ادبیاتو له محصلانو، ځوانو لیکوالانو، شاعرانو او ان له مبتدي څېړونکو سره د یادو ادبي څېرو په لا پېژندنه کي ښه مرسته کړې وای او ترڅنګ به يې دغه کوچني، خو مهم اثر د ادبي لیکل سويو تذکرو په منځ کي ښه غوښن ځای موندلی او له دغه اوسنۍ رساليي بڼي به هم راوتلی وای!

۳ – په کتاب کي ځیني عکسونه دومره په کمزوري کوالټي ( معیار) چاپ سوي او یوشمېر يې بیا دومره سولیدلي، تکراري او هغه د چاپي مطبوعاتو په اصطلاح کلیشه يي دي، چي ترچاپ يې نه چاپ غوره وو، د کمزوري کوالټي د عکسونو په مثال کي د ملا سلام اشېزي اود حاجي بازار عکسونه یادولای سو،ځکه سم نه ښکاري اوداسي معلومیږي، چي له خورا خوړین عکسونو څخه يې دلته کاپي اخیستل سوې ده.

د زیات تکراري عکسونو په لړ کي د خان عبدالصمد خان، پاچاخان، فاضل استاد بېنوا، کبرا مظهري ، اجمل خټک او نورو ادبي څېرو عکسونه یادولای سو.

ښېګڼي 

که دغه یاد (ادبي څېرې) کتاب د انصاف په تله وتلل سي، نو تر پورته یادونو يې ښېګڼي ډيري دي.

۱ – ( ادبي څېرې) د خپل وخت یوه پرځای هڅه ده، ځکه له سږکال څخه پوره ( ۴۶) شپږڅلوېښت کاله ترمخه، چي انټرنیټ او ورسره تړلي تخنیکي وسایل چا نه پېژندل او  ان هرچا په عادي لیني ټلیفون کي لا د خپل زړه په خوښه هروخت او هرځای ته خبري نه سوې کولای، نو په دغسي وخت کي د لراوبرڅخه د پښتنو قلموالو نژدې سل عکسونو راټولول، بیا  د کوټي په ښارکي، چي دولتي ژبه يې اردو او انګلیسي ده په کتابي بڼه يې چاپول اسانه خبره اود هرچا کار نه و.

۲ –  اوسمهال، چي د ادب هرمینه وال  ددغه کوچني، خو مهم کتاب پاڼي اړوي، له ډېرو داسي ادبي څېرو سره مخامخ کېږي، چي يايې له دې نړۍ سره د تل لپاره په مخه ښه کړې یاهم ډېر سپين ږیري سوي دي، نو د (ادبي څېرې) کتاب ددغوعکسونو لیدل ځوانو قلموالو ته دا خبره ور په زړه کوي، چي که اوس ځوانان یاست، سبا د سپين ږیرتوب لکړي ته اړ کېږي، په کارده، چي سرله همدې ګړيه د خپلو زده کړو او مطالعې پر بنسټ د مورنۍ ژبي ( پښتو) صادقانه خدمت ته  ملا وتړی، ترڅو سبار ورځ تاسو هم په ښه نامه یاد او د ادبي څېرو په ډله کي وګڼل سی.

۳ – ددغسي کتابونو چاپ ځوانو لیکوالانو ته لارښوونه کوي، چي د خپل وخت د ځوانو او عمر پخو ادبي څیرو عکسونه رایوځای کړی، ترڅو نومونه اوعکسونه يې تر راتلونکو ادبیانو، مینه والو او څیړونکو پوري په ښه ډول ورسیږي، چي وروسته بیا هغوی کولای سي، له دغو نومونو او عکسونو څخه يې په خپلو کتابونو کي ډېره ګټه واخلي اوپر همدې بنسټ يې په چاپ او ناچاپ اثارو پسي هم سترګي ورغړوي او د ورکېدو او هیرېدو له طوفانه يې وژغوري.

۴ – زه  په اخر کي د  دروند استاد پوهاند ولي محمد خان سیال کاکړ  دغه مهم ادبي زیار ته  په درنه سترګه ګورم، د لوی څښتن(ج) له دربارڅخه دده د روغ صحت هیله کوم، ځکه استاد دامهال د سپين ږیرتوب له امله د ناروغۍ پر بستر پروت دئ.

ددوی بل کړي ادبي څراغونه دي تل روښان او  لارویان دي يې د نورو یرغلونو ترڅنګ  له هرډول فرهنګي یرغلونو  څخه هم په امن کي وي.

۱۰ – ۰۹ – ۲۰۲۰ کندهار اطلاعات اوکلتور ریاست

———–

ماخذونه

اوسني‌ لیکوال ، بېنوا عبدالرؤف، کندهار چاپ مطیع الله په زیار

۲ –غازي سیال د ګلناربیګم له استادۍ تر ناول لیکني، د غزانور غزا لیکنه

( https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-50587084)

——————

یادونه : د غه مقاله  په کندهارکي د پټي خزانې د تالیف د درې سوه یمي کالیزي په ویاړ ،( سیال کاکړ د فولکورمخکښ څېړونکی) په علمي سیمینار کي د ۱۳۹۹ – لیندۍ – ۱۸ مه  د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي ولوستل سوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب