شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملي امنيت د داعش هغه غړى نيولى چې د امريکا پر شارژدافیر...

ملي امنيت د داعش هغه غړى نيولى چې د امريکا پر شارژدافیر يې د بريد پلان درلود

تاند (سه شنبه د جدي ۲۳) د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعه وايي، د داعش ډلې يو مهم غړی چې په کابل کې یې د امريکا پر شارژدافیر او یو شمېر افغان جګپوړو چارواکو د هدفي بریدونو پلان درلود نیولی دی.

صفر دوه قطعې نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي چې په پایله کې یې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبدالواحد له درېيو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو یوه بریټا تومانچه، یو کلاشینکوف او یو چره ییز ټوپک هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبدالواحد پلان درلود چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو شاردافیر او افغان لوړپوړي چارواکي په نښه او ترور کړي چې په نیول کېدو سره یې اهداف شنډ شول.

سرچینې زیاته کړې، د نوموړي کورنۍ دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي و چې په تېر کې  د یو هوایي برید پر مهال وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب