Homeخبرونهد خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند پلاوي د پاکستان له بهرنیو...

د خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند پلاوي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان د وحدت ګوند یوه پلاوي، چې دغه هیواد ته په سفر تللی دی، په اسلام اباد کې د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود فریشي سره کتلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د وحدت ګوند پلاوي له قریشي سره د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون د دوو خواوو د دلچسپۍ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند پلاوی پرون (دوشنبه) پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورسېد او په پام کې ده چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د ملي جرګې له رييس اسد قیصر سره هم وویني.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي د وحدت ګوند له پلاوي سره په کتنه کې پر خپل دې دریځ ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري او یوازې د سیاسي دیالوګ له لارې د افغانستان جګړه پای ته رسېدای شي.

قریشي په دوحه کې د سولې په خبرو کې د شوي پرمختګ هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې په دوهم پړاو کې نور پرمختګ وشي.

قریشي په دې خواشیني ښکاره کړه چې ګنې د ده په وینا هند په افغانستان کې مخرب رول لوبوي او دوی په دې برخه کې نړیوالې ټولنې ته کره شواهد وړاندې کړي دي.

پرون د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې داعش یا د اسلامي دولت سختدریځه ډله د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ په پاکستان کې تروریستي بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خلیلي دا سفر د پاکستان د هغې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي د افغان مشرانو په منځ کې د سولې په اړه تفاهم رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...