دوشنبه, مې 20, 2024
Homeداسې هم شتهد ۱۰۰۰ معشوقو عاشق، په ۱۰۰۰ کاله بند محکوم شو

د ۱۰۰۰ معشوقو عاشق، په ۱۰۰۰ کاله بند محکوم شو

(تاند، سه شنبه د جدي ۲۳) په ترکیه کې د عدنان اوکتار په نوم یو سړی، چې له شاوخوا زر نجونو سره یې اړیکې لرلې د پولیسو له لوري په ۲۰۱۸ کال کې نیول شوی و، چې تیره ورځ د دغه هېواد یوې محکمې په ۱۰۷۵ کاله بند محکوم کړ.

دغه سړی ۶۴ کاله عمر لري او له ۳۰۰ څخه د ډیرو کتابونو لیکوال هم دی.

پر هارون یحیی چې په عدنان اوکتار مشهور دی، د جنسي تېري، له کم عمره نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې، تېر ایستنې او سیاسي او پوځي جاسوسۍ تورونه پورې وو، چې په یو حیران کوونکي بند محکوم شو.

نوموړي په خپل اعتراف کې ویلي، چې په ترکیه کې یې له زرو څخه ډیرو نجونو سره اړیکې لرلې او هغوی ته یې د حمل نه اخیستلو درمل ورکول.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې د نیولو پر وخت ورسره ۶۹ قرصه د حمل نه اخیستلو ټابلیټ هم نیول شوي دي.

د ترکي محکمې دغې جالبې او خطرناکې پریکړې او د عدنان اوکتار دغې کړنې نن د ټولنیزو رسینو مخ پاڼه په پوره ډول سره بدله کړې ده.

دغه جالب خبر، په افغانستان کې هم د ډيرو مشهورو رسینو لپاره سرټکی ګرځیدلی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب