سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeجنرال وزیريځانغوښتنه| جنرال دولت وزیري

ځانغوښتنه| جنرال دولت وزیري

ځانغوښتونکی کس تل غواړي د نورو له خولې د ځان صفتونه واوري، نیوکه او لارښوونه ورباندې بده لګېږي، ځان ځلانده ستوری ګڼي او نورو خلکو ته هېڅ ډول اهمیت نه ورکوي. دغسې ځانغوښتونکي نظامونه او هېوادونه هم درواخله. له دغسې کسانو سره راشه درشه نه یوازې تاسو ته مثبته انرژي نه درکوي، بلکې ستاسو انرژي لا کموي.

ځانغوښتونکي کسان له ځانه منفي انرژي خپروي او که تاسې ورته نږدې یاست دا ډول منفي انرژي تاسو ته هم انتقالېږي. د نړۍ، ژوند او نورو خلکو په اړه مو لید په منفي لوري بدلېږي.

که ځانغوښتنه د انسانانو د یوه فطری مشکل په توګه ومنو، ډېر به له اشتباه سره نه و مخ شوي. کله چې یو څوک یو ډله ییز انځور ته ګوري له ټولو مخکې خپل انځور په کې لټوي، چې دا په خپله ځان غوښتنه ده.

د انځوریز البوم جوړول او پر دېوالونو د خپلو انځورونه ځړول هم له همدغې ځانغوښتنې څخه سرچینه اخلي. که وګورو د ځان په اړه د ښو او خوږو خبرو اورېدل د هر چا ډېر خوښېږي او د لویۍ غوښتنې احساس په کې لا نور هم را ژوندی کوي، خو ځانغوښتونکي کسان ورته ډېره لېوالتیا لري، ان د نورو کسانو صفت خوند نه ورکوي.

له بده مرغه همدا مشکل د کورنیو، ډلو، ټولنو او په لویه کچه د هېوادونو تر منځ هم وجود لري او په همدغو ناوړو ناروغیو اخته دي.
که په لویه کچه ورته وګورو، د دویمې نړیوالې جګړې دمخه په نړیواله سطحه دغه مشکل د لويې بريتانيا او پخواني شوروي اتحاد تر منځ روان و. لویه بریتانیا د ځانغوښتنې او پراختیاغوښتنې د سیاست له مخې و چې زموږ په سیمه کې تر هندوستان او بیا تر افغانستان پورې راورسېده، تر څنګ يې پخواني شوروي هم د امو درياب خپله پوله وګرځوله او د هند د سمندر خوبونه يې لیدل.

د همدغه سیاستونو له مخې و چې سیمه د اور په لمبو کې وسوځېده او خلک په کې کباب شول. ځکه دغو زبرځواکونو د پراختیاغوښتنې سوچ له ځان سره درلود او کړاو زموږ ولس ته رسېده. د هندوستان وېشل او په سيمه کې د نوو تشکیلاتو رامنځته کېدل هم د همدغو بدمرغو ناروغيو لويې بېلګې وې.

تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته یوازې لوبغاړو بدلون وموند. د لوبې لوبغاړي د لويې بريتانيا پر ځای د امریکا متحده ایالات او د روسیې پر ځای شوروي اتحاد را مخې ته شول. پایله يې سوړ جنګ او په نړيواله کچه د پوځي تړونونو (ناتو او وارسا) رامنځته کېدل وو.

ځان غوښتنې او پراختیاغوښتنې د تېر په څېر په خورا شدت دوام وکړ، چې په پایله کې يې سیمه یو ځل بیا د اور په لمبو کې وسوځېده. ویتنام او افغانستان يې لويې بېلګې دي، چې تر اوسه د هغه مهال له ټپونو یې وینې څاڅي.

دا سمه ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د دې په موخه رامنځته شوله چې په نړۍ کې د جنګونو او شخړو مخه ونیسي او اکثره شخړې د خبرو له لارې حل کړي، خو له بده مرغه دغه سازمان هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره پیسو ته اړتیا لري او پیسې هم له همغو سره دي چې په نړۍ کې يې د ځانغوښتنې ستونزې رامنځته کړې دي.

وايې، په فرانسه کې يې له یوه چا څخه پوښتنه وکړه چې ايا د یوه ډګروال زوی جنرال کېدای شي؟ د هغه ځواب دا و چې نه! ځکه چې جنرال هم زوی لري.

نن ورځ هم زړه په زړه ده، یوازې د ځانغوښتنې شکل او لوبغاړي يې مډرن او لا هوښیار شوي دي. که چېرې پخوا په غلا پسې په توره شپه وتل، اوس په رڼا ورځ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې او د دوی په قول په قانوني توګه په غلا پسې ووځي او په ښکاره او رغو سترګو هر څه لوټوي. سوډان، افغانستان، عراق، لیبیا او سوریه يې لويې بېلګې دي. په ۲۰۱۱م کال په لیبیا کې معمر القذافي لا په واک کې و او لویو قدرتونو تازه پر دغه هېواد حملې ته ځان چمتو کاوه چې د فرانسې په ګډون ځینو هېوادونو د لیبیا له مخالفو ډلو سره د تېلو تړونونه لاسلیک کړل. نړۍ د دې صحنې ننداره کوله هېچا هم اعتراض ونه کړ.

تر څو چې نړۍ اباده وي او همدغه انسانان وي د ځانغوښتنې لوبه به روانه وي، یوازې د لوبې شکل او لوبغاړي به نوي کېږي. دا په دې مانا چی له دا ډول لوبو څخه خلاصون نه لرو. خیر د حل لاره يې څه کېدلای شي؟

تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته زموږ په سیمه کې د سنټو او سیاتو نظامي تړونونو رامنځته کېدل د لوبې ګرم ساتل وو.

افغانستان له دغې لوبې ځان لیرې وساته او له دې سره يې له ټولې غربي نړۍ سره خپلې اړیکې په لوی لاس سړې کړې. افغانستان په لوی لاس ځان له لوبې څخه لیرې کړ او په لوی لاس يې د امريکا متحده ايالتونو لاس او مرستې په پاکستان پیرزو کړې. د افغانستان په لوبه کې نه شاملېدل وو چې امريکا افغانستان ته د پوځي مرستو له ورکولو ډډه وکړه او پر ځای يې له پاکستان سره نظامي تړون لاسليک کړ.

د شاه او سردار محمد داودخان د واکمنيو پر مهال زموږ په وزیرو کې د امریکا او شوروي په څېر څو کورنۍ وې. د دغو کورنيو به د حکومت له خوا په ټينګه ملاتړ کېده او د ډېرو پیسو خاوندان وو.

له دوی څخه چا د خلکو د ځورولو، ډبولو او وژلو پوښتنه نه کوله. د دې کورنيو ځمکو ته به چې کله اوبه نه رسېدې، نغاره به يې وډنګوله او د ويالو د پاکولو له پاره به يې امر وکړ. ټول به په دې پوهېده چې دا يوازې د دوی د ګټې لپاره نغاره ډنګول شوې ده. که څوک به ورنغلل، هغوی به يې بې له پوښتنې ډبول، ځورول او د کرمې( ناغې ) په نامه به يې پیسې ترې اخیستې او د کور چرګان او کله ناکله پسه، وزه او یا غوايه به يې ولجه کول. که څوک به له دوی سره ملګري او په لوبه کې شامل وو، داسې کسان به له هر څه معاف وو.
اوس هم خبره همداسې ده که افغانستان هم غواړي چې تل له ډبولو او ځورولو ځان وژغوري، یوه لاره ده او هغه دا چې د لوبې یوه برخه کېدل ورسره مرسته کولای شي.

که دا کار پاکستان کولای شي موږ يې ولې نه شو کولای. که په دې هم پوهېږو چې تر څو نړۍ اباده وي دغه لوبې به په یوه شکل نه په یوه شکل جریان لري.

پاکستان له کلونو راهیسې نارې وهي، چې نه پر طالبانو کنټرول لري او نه ورسره اړیکې لري، موږ او تاسو ولیدل چې د طالبانو هیئت د یوه رسمي حکومت د تشکیل په بڼه پاکستان ته سفر وکړ، له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او له نورو طالب جنګیالیو سره یې د پاکستان په خاوره کې دننه وکتل. دا څه معنی؟ ایا نړۍ په دې نه پوهېږي؟

له وبا، سېلاب، لوږې، ظلم او ستم د خپلو خلکو او خپل هېواد ساتل او ژغورل د هوښيارو مشرانو دنده ده.

که په لومړۍ نړيواله او دویمه نړيواله جګړه کې او بيا وروسته د پاکستان پر ځای موږ د لوبې برخه ګرځېدلي وای، نه به دومره وژل شوي وای او نه به دومره وروسته پاتې شوي وای.

د محمد ظاهر شاه په څلوېښت کلنه دوره کې سمه ده چې سوله وه خو ټولنه او هېواد مو په دې څلوېښتو کلونو کې دومره له پرمختګ او ودې څخه لیرې وساتل شول، چې د ناوړه پایلو له امله يې تر اوسه په اور کې سوځو.

یوازې فعال او اکتیف سياست موږ خپلو موخو ته چې د هېواد رغول او له بدمرغیو څه ژغورل دي، رسولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب