سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهغزني کې د ماین جوړونې یو پټنځاې پیدا شوی

غزني کې د ماین جوړونې یو پټنځاې پیدا شوی

تاند(سه شنبه، د جدي ۲۳) د کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني پولیسو د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ماین جوړونې یو پټنځای کشف کړی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، ملي پولیسو د غزني ښار د دویمې حوزې اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړل او په ترڅ کې يې د ټلویزیون جوړونې د کار ځاې ترنامه لاندې یوه هټۍ چې د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کیده کشف کړی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوي، له یادې هټۍ څخه د یوه کړۍ ماین سربیره چې په یو پایه ټلویزیون کې د تروریستي پیښو د ترسره کولو په موخه په ځیرکانه توګه ځای پر ځای شوي و، یو اندازه نور وسایل او چاودیدونکي توکي هم چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي کشف او ترلاسه شول.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دې قضيې په تړاو د دې هټۍ څښتن او درې نور همکاران یې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې جنايي پیښې زیاتې شوي دي او دغه راز نږدې یوه اوونۍ مخکې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې د بمونو جوږولو یو پټنځاې کشف شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب