سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeکابلوف: د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن یو

کابلوف: د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن یو

تاند(سه شنبه، د جدي ۲۳) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو دوام ستایلی.

هغه ویلي، دوی د افغان سولې پروسې سره هر راز همکارۍ ته چمتوالی لري.

کابلوف زیاته کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه تر اوسه پورې ښه روانه ده او په خبره یې که چېرته دا خبرې وځنډېږي نو دوی به له هرې ممکنې لارې د دې پروسې د بریا لپاره هلې ځلې وکړي.

کابلوف په امریکا کې د واک بدلون ته په اشارې ویلي چې بې له شکه به د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن واک ته راتګ د افغان سولې پر پروسې اغېز ولري خو ټینګار یې کړی دی چې بایډن باید د افغانستان په اړه ډېر محتاط قدمونه واخلي.

ضمیر کابلوف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې دوام لري.

د افغان سولې له پروسې ګڼو هیوادونو هرکلی کړی او دا یې د افغان حکومت او طالبانو لپاره ښه فرصت ګڼلی چې دواړه خواوې د سولې په توافق هوکړه وکړي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې روانې دي خو تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب