سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeایا کورونا ویروس د جنسي اړیکې له لارې انتقالیږي؟

ایا کورونا ویروس د جنسي اړیکې له لارې انتقالیږي؟

(تاند، سه شنبه، جدي ۲۳مه) کورونا ویروس، چې اوس مهال یې له نوم، نښو او له یو انسان څخه بل ته د انتقال له لارو سره ټوله نړۍ اشنايي لري، د روغتیايي برخې متخصصانو یې په اړه ګڼې څیړنې کړي. دوی په دې اړه څېړنه کړې چې ایا کورونا د جنسي اړیکې له لارې له یو انسان څخه بل ته انتقالیږي او که نه؟

د روغتیاپالانو په وروستیو څیړنو کې ویل شوي چې که تاسې په خپل ژوند، کورنۍ، شاوخوا او یا هم کارځای کې له چاسره جنسي اړیکه پالئ، نو حتمي ده چې که د جنسي اړیکو یو لوری مو هم پر دغه ویروس ککړ وي، بل ته یې په اسانۍ سره انتقالوئ.

د دغه ویروس له راتګ سره سم، د ډاکټرانو لارښونه دا وه چې خلک باید له یو- بل سره دوه متره فاصله مراعت کړي، ځکه کورونا له دې څخه په کمه فاصله کې هم بل انسان ته ورځي.

د وروستیو څیړنو په اساس د روغتیا برخې کارکوونکو په ډاګه کړې چې د بل انسان له ښکل کولو سره هم کیدلی شي، دغه خطرناک ویروس لومړي او یا هم دوهم انسان ته ولاړ شي.

د دوی د لارښوونو له مخې، که تاسې له چاسره جنسي اړیکه ونیوله، نارینه/ښځينه او یا یې هم ستاسې بدن لمس/ ښکل کړ او بیا په یوه کې د کورونا نښې نښانې ولیدل شوې، نو پکار ده چې دواړه معاینه وکړئ او بیا د ډاکتر له لارښوونو سره سم ځانونه قرنطین کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب