یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د بلل، ګڼل او نیول د مصدرونو کارېدنګ

د بلل، ګڼل او نیول د مصدرونو کارېدنګ

څېړندوی دوست سرواني

یو وخت د افغان لیکوال( Afghan writer) – کابل، فیسبوک پاڼي د سم او ناسم تر سرلیک لاندي یو مطلب خپور کړ، په باور یې چي دا جمله (کرونا جدي ونیسئ!) ناسم او (کرونا جدي وګڼئ!) سم دی. دلیل یې دا و چي (جدي ونیسئ) د فارسي – دري ژبي ناسمه ژباړه ده. مطلب یې په لاندي ډول خپور کړی و:

 ما هغه وخت په لنډ ډول په کمینټ کښي ورته ولیکل چې داسي نه ده، بلکي  (کرونا جدي وبولئ!)، (کرونا جدي ونیسئ!) او (کرونا جدي وګڼی!) ټولي جملې سمي دي یوه یې هم نه ګرامري غلطي لري، نه معنايي او نه  یې هم د فارسي ژباړه بللای سو، خو په کارېدنګ کښي یاد سوي مصدرونه لږ څه توپیر لري:

۱. بلل

(بلل)، په پښتو ژبه کښي د (لام) والا مصدرونو څخه دی او د نه تجزيي وړ اصلي مصدر دی. لام والا مصدرونه هغه دي چي په لام پای ته رسېدلي وي لکه: وهل، تلل، پالل او همدا بلل. دوه توکیز یې هغه دي چي تجزیه کیږي: لکه: تېروتل=تېر+وتل/ پرېښودل= پرې+ ښودل او نور…خوشحال خان خټک ویلي:

په درتللو يــــــــــې شـــــــــړې، په تلــــــــويې بولې

چې يې نه پرېږدې په هېڅ کښې خوشحال څه کا؟

ولې په كوڅه د هغه يار نه كړې ګذر
در لره دې بولي ته لا ګرځې در په در

د خوشحال خټک په پورته بیتونو کښي (بولي) ، دعوت، راتللو، رسېدلو، راغوښتلو او احضارولو په معناوو، د فارسي – دري فراخواندن، آمدن، د انګریزي: Calling, inviting, د اسمي مصدر په معنا کارېدلي دي. خو په لاندي بیت کښي د تشویق/encourage او نژدېوالي(تقرب) په معنا او مفهوم کارېدلی دی:

چې ما طاعت، تقوى، زهد، بندګي ته بولي خلق
زۀ كله ستا له عشقه و بل كار وته وزګار يم!

په لاندي بیت کښي (بولي) عشق او میني ته د میلان په معنا راغلی دی:

د ساقي د مخ جذبه مې مخ ته بولي
چې دا هسې ميكدې ته پۀ ترتاب ځم!

په لاندي بیت کې (بولي) د حسابولو او شمېرلو په معنا راغلی، خوشحال خان ویلي:

مرده شوى چې منافق وي
مړ جهود بولي مغفور

رحمان بابا ویلي:

چې په خپله يې فاني بولې رحمانه

ترو بيا څه په هغو چارو اعتبار کړې

ته په عشق کې ما هاله دروغژن بوله

که يو بل هم هسې ما غوندې ملنګ کړې

که قامت دې څوک شمشاد بولي غلط دى

د لرګو په نرخ سپين زر نه يافتېږي

د رحمان بابا لاندي بیت په فزیکي او معنوي(بولي) دواړو مفاهیمو کارېدلی دی:

دا حجاب چې نور عالم يې حجاب بولي

دا زما د يار تر ميانه حجاب نه دى

ګل پاچا الفت ویلي:

زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چي زخمي نه شي

په ټوله کښي پورتني کارېدلي (بولي) د  consider,take  او reckon د منلو، فرض کولو، خیال کولو، ګمان کولو، عقیده لرلو، په نظر کښي نیولو ، سنجولو،  فکر کښي نیولو معنا ورکوي. لکه په دې انګریزي جمله کښي  هم په حافظه کښي نیول، په نظر کښي نیول(درحافظه و در فکر ګرفتن، پنداشتن)

: just take your memory with you, when you go.،

یا هم  : Please keep in your mind//هیله ده په ذهن کښي یې ونیسئ.
نو (بوله او بلل) ګټ مټ د ګڼلو مترادف نه ده.

نیول:

نیول هم په پښتو ژبه کښي د (لام) والا مصدرونو څخه دی او د نه تجزيي وړ اصلي مصدر دی. د “کرونا جدي ونیسئ ” جلمه، په غوڅ ډول نه سو ویلای چي له فارسي څخه د بې سوادو ژباړونکو ژباړه ده. موږ دې ته ورته بڼې په کلاسیکو متونو کښي پرېمانه لرو. خوشحال خټک ویلي:

که لږه ده که ډېره، واړه ونيسه په تېره
پۀ خوى د پيغمبر شه! كۀ شته – شته كۀ نشته نشته

***

خوشحال خان ویلي:

«رښتيا خبره ښه ده راته غوږ نيسه خوشحاله!»:
که تېر تر سر و مال شې د ما جانه خولۀ بۀ در كړم!

رحمان بابا ویلي:

رحمان هسې وزګار چېرې دى له عشقه

چې غوږ ونيسي ناصح غوندې وزګار ته

په پورتني لومړي بیت کښي(ونیسه) په پام، فکر او ذهن کښي د نیولو او صبر کولو په معنا راغلی نه حرکي او فزیکي. دوهم بیت کې /ونیسه په تېره/ معنوي او ذهني نیول دي نه فزیکي؛ په دویم بیت کښي (غوږنیسه) هم فزیکي نه دي بلکي د پام، فکر او ذهن کښي د نیولو معنا لري. فزیکي غوږ نیول بیا د توبې او بیزارۍ معنا لري.

یا هم د رحمان بابا (نیول) د ذهني، فکري او قلبي نیونګ لپاره راغلي دي:

بدي واړه په ښه ونيسه رحمانه

چې پاى بند د يار په مهر يا په مروړ يې

صبر ونيسه په مخ کې که مراد غواړې

هېچا کړى دغه کار په شتاب نه دى

په لاندي بیت کښي /نیسيnisi/ د فزیکي پزنیوني او حسي مشام دواړي معناګاني لري.

که یې بل له بدبويۍ سپږمې نیسي

د خپل بوی په بدبويي خوښ وي خساګټي

لاندیني  بیتونه ټول د جسمي، فزیکي نیوني او دستګیرۍ معنا ښندي. خوشحال خټک ویلي:

ته مې وژنه! د قصاص اندېښنه مه كړه!
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوك!

***

كۀ صورت ژغورې له غمه
سترګې نيسه له كتلو

***

راته نيسي جانانه، د شرابو پيمانه
د شرابو پيمانه، راته نيسي جانانه

***

يادې ستا د مخ ثنا خوشحال خټك کښې
يا دې نه نيسي په ګوتو قلمونه

***

كۀ دې زړۀ وي چې مې مينه درښكاره شي
راشه ونيسه و مخ ته آيينه

 (دېوان)

رحمان بابا ویلي:

باغ زما، بوستان زما بې تا مېوه نه نيسي

بې تا مېوه نه نيسي باغ زما، بوستان زما

عبادت دې څو تېرى تر معصيت کا

څه خو ونيسه و ځانته آيينه

چې د نس لپاره لاس و خداى ته نيسي

دا زحمت له خدايه غواړې که دوا

***

جار تر هسې رنځ نيولو شه رحمانه

چې شهۍ يې په پوښتنه وي راغلې

(دېوان)

  نو کله چي وایو د یوې ژبي جمله د بلي ژبي ژباړه ده. دا حکم د ژبو د تاریخي تحول/evolution کار دی. موږ دا هم ویلای سو چي د فارسي (ګرفتن) به د پښتو (نیول) ژباړه وي، خو دا علمي ثبوت ته غواړي او دا کار د ژبو د تاریخي تحول له لاري کیږي.

ګڼل:

 لکه په پورتني بحث کښي چي وویل سول، د (ګڼل/gaṇәl) مصدر کټ مټ د بللو مترادف نه دی، په ګرامري لحاظ (ګڼل) متعدي مصدر دی او (بولي/بوله) د (بلل) د مصدر څخه حال فعل دی.ګڼل هم په پښتو ژبه کښي د (لام) والا مصدرونو څخه دی او د نه تجزيي وړ اصلي مصدر دی. د شمېرلو په معنا دی؛ خو دا ګڼون او شمېر حرکي، فزیکي او معنوي(فکري،  ذهني، مفهومي)هم دی. لاندي بیتونه د فزیکي شمېرني – حساب او معنوي دواړو  په مفهوم  کارېدلي دي. خوشحال خټک ویلي:

يار يې مه ګڼه اغيار دی
چې ترې واروې كوز و پاس
***

يار هغه ګڼلى بويه
چې ته پرېوځې، دركا لاس

***

خپل يې مه ګڼه پردى دی
چې خپلوي که په  وسواس

***

خــــــاص بنده د خــــداى هغه ګڼه خوشحاله!

چــــــې د ځـــان په معرفت يې سر فراز کا

***

مـــــــرد هغه ګڼه خـــــــــوشحاله!

چـــــــې يــــــــې کېــــــــــږي مشغولا

د (ښېګڼې) مرکبه کلمه هم د همدې ریښې څخه بلل کېدای سي:

رحمان بابا ویلي:

په خپل ځان ښېګڼه وکړه غره مه شه

په ښېګڼه د ادې او د بابا

د خوشحال خټک په لاندي بیتونو کې ګڼه، ګڼل، شمېر، حساب د فزیکي او مادي حساب – شمېر په معناوو راغلي دي:

په ظاهر شماره که لس سره دوه پنج دي
دا جديد حساب نوي وګڼه لس

هغه کس چې د الف په توري پوه شه

نور په خــــوله د نورو توريو شمار نه کا

زما عمر په حساب له شلو زيات دی

د عشق غم به مې په دېرش کاله کښې زوړ کا

د خوشحال خټك په شمار، په حساب نه دي
په هـــــــر ځـــــــای، په هــــــر ديار لري رقــــيب
***

که په نه عمـــــــر يې نه ګــــــــڼم زۀ خــــــوار شم

هــــــغه عمـــــــر چــــــې جـــــــدا له ياره تله کا

ذهني کړني او عمل(Mental Operation) هغه دی چي د ذهن سره تړلي ټول ذهني فعالیتونه رانغاړي. یو وخت عقلي کړني د منطق موضوع ګڼل کېده خو پیرجانیت(Pierre janet) لومړنی فرانسوی روانپوه و چي په (۱۹۰۳م) کښي یې دا کړني په روان پوري وتړلې. نوموړي دوه ډوله ذهني کړني وړاندیز کړې:

۱. واقعي ذهني کړني: هغه ذهني کړني چي د منطق تر کابو لاندي وي.

۲. بې تفاوته کړني: چي د منطق تر کابو وتلي وي. منطقیانو بیا درې ډوله ذهني کړني وړاندیز کړي دي:

۱. درک (Perceive): هغه ذهني کړنه ده چي په وسیله یې یو ذهني انځور پیدا کیږي. مثال: که چیري د لمرخاته په اړه فکر وکړو د دې ذهني کړني په تړاو چي زموږ په ذهن کښي کوم انځور راڅرګندیږي هغه ته درک وايي یا هم لکه د رحمان بابا په دې بیت کښي د یار د ستایني لپاره تر (لمر) او (سروي) لوړ انځوریز درک لري:

مخ ته که دې لمر وايم د لمر زلفې تار تار نشته

سرو که ستا قدم بولم د سروې يون رفتار نشته

۲. قضاوت(Judgment): هغه ذهني کړونو ته وايي چي له دې لاري د یو څه په اړه قضاوت کوو یا یو شی فاعل ته منسوبوو. که مو وویل : چي ” د ستورو ډک آسمان ښایسته منظره ده” نو قضاوت مو کړی دی، د قضاوت خبري بیان ته بیا حکم وايي. د رحمان بابا لاندیني بیتونه ټول د همدې ذهني کړني ښې بولګي دي:

هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي

زه خو يې مجنون ګڼم، که نن وي، که سبا

که مې هره وينا دُر يا مرغلر شي

لا د غوږ لايقه نه ګڼي وينا زما

د سړي په خاطر هر څه هر څه ګرځي

هسې نه چې واړه وګڼي روا

يو زمان يو دم او بې خپله صنمه

زه بهتره تر بقا ګڼم فنا

روح هغه ساعت داخل ګڼم په تن کښې

چې مې دخل په وصال شي د آشنا

که څوک آه و فرياد ښه ګڼي په عشق کښې

زه په عشق کښې د څه کار ګڼم  غماز

هره نخښه چې صحيح ګڼې په  زړه کښې

په غرور به دغه نخښه کړې خطا

په پورتنیو بیتونو کښي د لومړي شخص(متکلم)، (ګڼم)، د دویم شخص(مخاطب)، (ګڼې) او درېیم شخص (غایب)، (ګڼي) ټول ذهني قضاوتونه دي.

۳. استنتاج(Inferencing): هغه ذهني کړني دي چي په وسیله یې معلومات نتیجه ګیری کوو. کله چي مو په ذهن کښي وګرځېدل چي ماته ” د ستورو منظره خوند راکوي او خوښیږي مي.” دا مو د تعقل او استدلال حالت دی. د استنتاج خبري بیان ته منطقي استدلال وايي. لکه د واقعي عشق په لاره کښي د رحمان بابا د ذهني منطق او استدلال استنتاج:

زه هغه تحصيل تمام ګڼم په عشق کښې

چې يې روغ وګړي بولي لېونى

د دې پر وړاندي بیا حرکتي او فزیکي کړني هغه دي چي په ښکاره د یوه عمل په کولو سره تر سره کیږي.

 (ګڼل) د محمدهوتک په پټه خزانه، د (بابا هوتک) په پېژندنه کښي داسي راغلی:

 “نقل دی چي د ده پلار باور علیه الرحمة د  د تولر زوی و او د تولر پلار باباغلجی و رحمة الله علیه چي پخپل وقت کې مشر ګڼل کېدی.  “

د بایزید روښان په خیرالبیان کښي (ګڼل / ګڼي) د پنداشتن او پوهېدو په معنا کارېدلی : ” ځیني سړي هسي ګڼي چي لويي عزیزي په ډېر مال په زهوزاد ده یا په ډېره وینا . ص ۶۹… یا هسي ګڼي چي لويي عزیزي په زورکارۍ ، په غلا، په طمع، په کاسیري، په ناداني ده په ګناهان. ص ۷۰

 د پیر په پورتني متن کښي (ګڼي) د معنوي – باوري منښت په معنا کارېدلی چې په دري ژباړه کښي یې (پنداشتن- پندار) ورته کارولی. لکه: ” بعض آدمیان چنین پندارند که بزرګي و عزیزي به بسیار مال و اولاد، به بسیار ګفتن است. ص ۶۴  ” یا هم د دوهمي کرښي دري متن: ” یا چنین پندارد که بزرګی و عزیزی به ظلم به دزدی کردن به طمع و به زنا و به نادانی است و به ګناهان. ص ۶۵  “

(پنداشتن، پنداری) په دري- فارسي ادب کښي هم په معنوي تصور، ظن، ګمان، او خیال کولو او فکر کولو سره کارېدلی دی. (رودکي) ویلي:

ای غافل از شمار چه پنداری

کِت خالق آفرید نه برکاری

یا هم فردوسي ویلي:

که ما بوم آباد بګذاشتیم

جهان در پناه تو پنداشتیم

***

شه زابل او رانکو داشتی

فزونتر فرزندش پنداشتی

ناصرخسرو ویلي:

تعطیل باشد این و نپندارم

من چیز این همی که تو پنداری

همداسي په تاریخ بیهقي کښي راغلي: ” مرد…مبادا… چیزی کند زشت و پندارد که نیکو است. (بیهقی ص ۹۸”)

په پورتنیو ټولو ځایونو کښي ( پندار، پنداشت، پنداشتن) په معنوي بڼه راخیستل سوی نه په حرکي، فزیکي، مادي او حسابي – شمېر بڼه. کله چي په اسانه او ساده ډول د کلمو او جملو په معنا پوه نه سو ، قضیه د مفهوم او منطق اډانې ته اچوو:

الف) د جملې مفهوم: جمله باید د ګرامري معنا او جوړښت تر څنګ منلی مفهوم هم ولري، په لاندي جملو کښي:

۱.ډوډۍ میرویس و خوړئ “بې مفهومه “

۲. میرویس ډوډۍ و خوړه. “مفهومي “

پورتنۍ جملې په ګرامري لحاظ ستونزي نه لري خو لومړۍ جمله بې معنا او بې مفهومه ده.

ب. د جملې منطق: د جملې منطق ویړ بحث دی خو دلته یې، له موضوع سره تړلي د “محمول منطق” او “قیاسي منطق” برخي را اخلو:

الف. محمول منطق: د منطق په اصطلاح کښي د مبتدا پر وړاندي د خبر په معنا دی د جملې په منطق کښي محمول د موضوع پر وړاندي ولاړ وي. منطقیان مبتدا ته موضوع او خبر ته محمول وايي. محمول منطق تر قیاسي منطق غښتلی وي. قطعي قضیه بیا د محمول او موضوع تر منځ سلبي او ایجابي برید ټاکي.

 د مولوي صالح محمد هوتک په لاندي بیتونو کښي یې ښیو:

د وطن هر سړی له ځانه برابر بولمه

که پښتو وايي که فارسي زې برادر بولمه

د وطن هر هلک،زلمی زه د زړه سر بولمه

دا توري خاوري یې سپین زر بلکي سره زر بولمه

د لومړي، دوهم او څلورم نیم بیتي محمول، قطعي ایجابي دی. پر “ګڼل،ګڼی،ګڼم ” او شمېر باندي دلالت کوي. خو د دریمي نیم بیتي محمول قطعي- سلبي-لوېدلی دی. د ګڼل او شمېر په معنا نه بلکي یو سلبي ويی – کلمه ده چيګرامري حالت مو یې پورته ښوولی دی. یا هم د نحوي منطق له مخي دوه ډوله جملې لرو چي لومړۍ یې ټاکلي(معین) دي، چي دا به یا معتبري وي یا هم نامعتبري. دویم ډول یې ناټاکلي(نامعین) جملې دي چي نه معتبري وي نه هم نامعتبري. ټاکلي او معین جملې هغه دي چي د ارزښت منښت یې د یوې ژبي د قواعدو له لاري کیږي. د راسل(Russel:1872-1970) د ژبنۍ قاعدې پر بنسټ ناټاکلي جملې د نامنطقي ثابتونګ په راوړلو سره جوړیږي. د بولګي په ډول: (A) او (B) د دوو سړیو نومونه دي، (S) یې نَسَبي( – د پلار او زوی تر منځ) د پیوستون نخښه ده نو کله چي وایو (ASB) یعني (A) د (B) زوی دی، یوه ناټاکلې جمله ده، ځکه د راسل په باور د هغه ریښتنولي نه سو ټاکلای. همداسي په هر ژبني نظام کښي د دوو ډولو جملو سره مخامخ کیږو چي یو ډول یې رښتني(صادقي) او دویم یې نارښتني(کاذبي) دي. د جملو رښتینولي او نارښتینولي یواځي په نحوي جوړښت پوري اړه نه لري، بلکي د ژبو د ویونکو په تجربو هم اړه لري. په وروستي کښي وایو چي پورتني ټول حالتونه سم دي یو یې هم ګرامري ستونزه نه لري او نه هم د دري – فارسي ژباړې دي. په ژبو کښي د کلمو او الفاظو کارېدنګ په اصلي او مجازي دواړو معناوو باندي کاریږي. بل دا چي د افغان) لیکوال له ادرسه مطلب ډېر ستوخ لیکل سوی، ژبه یې ډېره تاوجنه ده که په نرمو الفاظو وای نه په ګرمو، ښه به وای. د پام وړ دا چي په هاغه وخت کښي د دې ناروغۍ ګواښ تر (جدیت) ور هاخوا و، نو د (جدي) تر کلمې دلته داسي ښه راتله لکه:

کرونا مرګونۍ وبولۍ!

کرونا ګواښونې و ګڼئ!

کرونا خطري و نیسئ!

 زما نظر دا دی چي د ژبو په اړه دا ډول چټکي او سرسري فیصلې ډېر  وختونه د ګټي پر ځای تاوان رسوي، د یوې ژبي علمي ستونزي باید په ډېر دقت او احتیاط حل او وڅېړل سي. مننه

مأخذونه

۱. محمد هوتک، پټه خزانه، د پوهاند عبدالحي حبیبي په سریزه، کابل پوهنتون، څلورم چاپ ۱۳۵۶ش، ۴مخ

۲. پښتو-پښتو تشریحي قاموس، دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو انستیتوت- د ژبپوهنې څانګه، ۱۳۶۰ش، ۹۴۰مخ

۳. خټک، خوشحال ، دېوان، سریزه، ترتیب او سمون د حبیب الله رفیع، ۱۳۹۷ش، صص ۱۹۳، ۲۷۹، ۲۳۹

۴. دهخدا، علي اکبر،  فرهنګ دهخدا، جلد، چاپ موسسه لغت نامه دهخدا، ۱۳۷۷ش،ص ۲۱۳۵

۵. بیهقي، خواجه ابوالفضل، تصحیح دکتورعلی اکبر فیاض، ۱۳۶۴ ش، ص ۹۸

۶. روښان، بایزید، خیرالبیان، د محمد معصوم هوتک په سریزه، سمون او مقابله، علامه رشاد خپرندویه ټولنه – کندهار، ۱۳۹۶ش ۶۹، ۷۰ مخونه

۷. هوتک، صالح محمد، کلیات، ترتیب او لمنلیکونه د محمدمعصوم هوتک، خپرونکی: د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست، ۱۳۹۷ش

۸. رښتین، صدیق الله. پښتوګرامر، ژباړن: دکتور سیدمحی الدین هاشمي، پېښور چاپ، ۱۹۹۴م، ۲۱۸، ۲۱۷ مخونه.

4 COMMENTS

    • پښتو ژبه پر/ل/ والا مصدرونو سربېره د (نګ) مصدرونه هم لري. لکه: نیونګ، بلنګ، کښنګ، راوړنګ، کارېدنګ او… د (دن) مصدرونو وروستاړی لکه: په کارېدن، مړېدن، ښویدن هم د پښتو مصدرونو څخه دی ځکه د (دن، یدن، اندن، انیدن) مصدري ورستاړي فارسي – دري دستور پوهان په خپله ژبه کښي جعلي ګڼي او اصل (د فعل ماده + تن) ورستاړی ګڼي لکه: په کش+تن = کشتن کښي؛ نو د دوی د اعتراف څخه هم معلومیږي چي (دن، یدن، اندن، انیدن) مصدري ورستاړي هم د پښتو دی او فارسي- دري ژبي پور کړي دي.
      هو د بلل بله معنی نومول(نامیدن) هم ده چي په متن کښي ورته اشاره سوې ده. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب