هينري پانکوسټ
د انګریزي ژبې لټریچر کلمه په دوو معناوو کارېږي: ۱) هر هغه څه چې په لیکلې بڼه موجود وي؛ دغه کلمه د لاتیني له لیټرا څخه اخیستل شوې، چې د الفبا یوه حرف ته ویل کېږي. ۲) د لیک یو ځانګړی ډول دی، چې په دې تنګ مفهوم کې د ادبیاتو یا لټریچر هدف دا دی، چې لذت ولېږدوي، فکر، احساسات او تخیل را وپاروي او هدف يې ښوونه او تعلیم نه وي.
د ادبیاتو له ساینس سره یو توپیر دا دی، چې ساینس فکټونه (ناڅرګند واقعیتونه) بیانوي؛ خو د هنر دنده دا ده، چې د احساساتو په مټ یوه عالي او لوړ شعور ته د رسېدو لپاره مرسته راسره کوي. بل توپیر یې دا دی، چې د ساینس ژبه واحده او مشترکه ده، خو د یوه ادیب سبک او ژبه له بل ادیب څخه جلا او ځانګړی وي او هر ادیب په خپل سبک پېژندل کېږي.
دا چې ولې یوه پنځونه ډېر عمر کوي؟ د دې ځواب دا دی، چې ادیب د خپلو احساساتو او عواطفو په استفاده یوه پنځونه پنځوي او احساسات او عواطف هېڅ کله نه مري. بله دا ده، چې ادبیات شخصي نه وي، بلکې ملي وي. د دې لامل دا دی، چې ډېری وختونه یو لوی جمعیت یو څه په ګونګه او مبهمه بڼه احساسوي، خو د بیان او اظهار وړتیا يې یو شاعر لري.
[خط په مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې؛ دا احساس د هر چا په زړه کې شته دی، خو حمید مومند هغه څوک دی، چې د بیان وړتیا یې لرله؛ ژ.]
د یوه ملت کرکټر چې په عمل کې وښودل شي، موږ يې عموماً په تاریخ یادوو؛ خو کله چې د یوه ملت کرکټر په کتابونو کې ولیکل شي او یا په ډرامو، سندرو او اشعارو کې را ټول شي، ادبیات ترې جوړېږي.
انګریزي ادب څلور لویې دورې لري:
۱- د چمتوالي دوره (۶۷۰ – ۱۴۰۰ میلادي)
۲- د اټالوي اغېز دوره (۱۴۰۰ – ۱۶۶۰ میلادي)
۳- د فرانسوي اغېز دوره (۱۶۶۰ – ۱۷۵۰ میلادي)
۴- معاصره دوره (له ۱۷۵۰ میلادي را پدېخوا)
لومړی به څلور واړه دورې په لنډو ټکو کې وپېژنو:
لومړۍ دوره: په دې دوره کې انګلستان د خپلې استفادې لپاره یوه ملي ژبه (انګریزي) رامنځته کړه.
دویمه دوره: په دې دوره کې انګریزي ژبې ته اټالوي پوهه او ادبیات راننوتل.
دریمه دوره: په دې دوره کې انګلستان د شاعرۍ یا مذهب له عظیمو احساساتو نور ستومانه وو. په دې دوره کې انګلستان ساینسي او عقلاني پېر ته داخل شو او دا فکر ورسره پیدا شو، چې د لیکوالي لپاره سبک یا اسلوب مهم نه دی، بلکې لوی اثار د مطالعې او هنر په مټ پنځول کېږي، نه د الهام په مرسته! دغه تصور ورته له فرانسې راغلی وو.
څلورمه دوره: انګلستان له هره اړخ بالغ او پوخ عمر ته ورسېده.
***
اوس به د پورتني اجمال، تفصیل ته اوږې ورکړو.
د لومړنۍ دورې تفصیل:
هغسې چې له نوم نه یې ښکاري، په دې دوره کې یو قوم منځته راځي او دغه قوم د خپل ورځني، ادبي او ساینسي استفادې لپاره یوه ملي ژبه رامنځته کوي. د انګریزي ادب دغه دوره په اصل کې په دوو پېرونو وېشل کېږي: الف) له چاسر (Chaucer) څخه مخکې پېر؛ ب) تر چاسر وروسته پېر
په چاسر به وروسته خبرې وکړو، اوس به دا ووایو، چې معاصر انګریز ملت له څلورو نسلونو څخه تشکیل شوی دی:
۱) انګریز یا انګلو ساکسون؛ چې په تیوتونیک نسل پورې اړوند دي.
۲) بریتانوي (Briton)؛ چې په سلتیک نسل پورې اړوند دي.
۳) ډېن (Dane)؛ دا هم تیوتونیک نسل دی.
۴) نورمن یا نارتمن
انګریزان اصلا په لویه کې له تیوتونیک او سلتیک نسلونو څخه تشکیل شوي دي.
په دې دوره کې هغه اشخاص چې د ژبې او پوهې په برخه کې يې لوی نقش لوبولی دی، تر ډېره پورې په مذهب او کلیسا پورې اړوند خلک وو. په همدې اساس ویل کېږي، چې په انګلستان کې د انګریزي ادب د زوکړې ځای د کلیسا تر سیوري لاندې پروت دی.
ان ویل کېږي، چې د کاډمن (Cadmon) په نوم یو مذهبي شخص د مذهبي اشعارو بنسټګر دی. دلته مذهبي اشعار په دې معنا دي، چې یو دیني متن د شعر په ژبه کې ولیکل شي.
کله چې په ۱۰۶۶ کې نارمن نسل انګلستان فتحه کړ، نو ځان سره يې انګریزي تفکر او ادبیاتو ته یو نوی اغېز راوړ. نارمن منظم او مهذب خلک وو، لاتیني ژبه يې منظمه او د شعر او رومانس جوګه کړه. دوی ته لاتیني ژبه له وحشي اصطلاحاتو او ګډوډۍ څخه ډکه په لاس ورغلې وه، خو دوی د لیک و لوست جوګه کړه او د قانون سازي، شاعري او رومانس لپاره يې وکاروله.
تر نارمن فتحې وروسته، د فرانسویانو له راتګ سره فرانسوي ژبه انګلستان ته راغله. انګریزي ژبه تر ټولو ډېره له فرانسوي ژبې څخه اغېزمنه ده. خو انګریزان له انګریزي ژبې سره کلک پاتې شول او هېڅ کله يې خپله ژبه له لاسه ور نه کړه، ان تر دې چې په پای کې يې په نورو ژبو غالبه او خپله ژبه عامه کړه. خو په دې سربېره هم، په ټول انګلستان کې یوه واحده ژبه نه وه، بلکې د انګریزي هم درې مختلفې لهجې ویل کېدې: ۱) شمالي ۲) منځنۍ (لندني) ۳) سویلي
همدا لندنۍ انګریزي وروسته د انګلستان رسمي ژبه شوه. د دې لهجې ارزښت په دې هم وو، چې د اکسفورډ او کامبریج لهجه هم همدا لندنۍ لهجه وه.
تر دې ځایه چې موږ کومې خبرې وکړې، دا ټول تر چاسر مخکې پېر وو. اوس چې کومې خبرې کوو، دا د چاسر د عصر خبرې دي.
په دې پېر کې درې لوی بدلونونه راغلل:
۱) د ویلیام لانګلنډ په لاس یو ټولنیز غورځنګ رامنځته شو.
۲) د ویکلیف په لاس نوی مذهبي روح په انګلستان کې وزرې وکړې.
۳) په خوا کې يې د چاسر په اشعارو کې د اټالیې علم و ادب هم انګستان ته راغلل.
جوفري چاسر (۱۳۴۰ – ۱۴۰۰ میلادي) په لندن کې زېږېدلی. د چاسر د لویوالي اندازه له همدې خبرې هم کولی شو، چې د انګریزي ادب یوه بشپړه دوره د ده په سر په دوو پېرونو وېشل کېږي. د شکسپیر په څېر، ده یوازې له ژوند څخه زدکړه نه کوله، بلکې له کتابونو څخه يې هم وکړه. د یوه ادبپوه په وینا، نوموړی د سهار (رڼا) شاعر او د انګریزي شاعرۍ پلار دی.
***
د دوهمې دورې تفصیل (۱۴۰۰ – ۱۶۶۰)
د چاسر تر مړینې وروسته یوه پېړۍ، د انګریزي ادب د تاریخ تر ټولو وچه او شنډه دوره ګڼل کېږي. خو د پنځلسمې پېړۍ ارزښت په دې کې دی، چې انګلستان فکري او عقلي وده وکړه. دغه دوره د ملي تعلیم و تربیې دوره وه. په همدې دوره کې اټالیا د اروپا پوهنتون وه او همدا دوره په انګلستان کې د اټالوي علومو او فلسفې د اغېز دوره وه.
په شپاړسمه پېړۍ کې د ویاټ او سارې په نوم دوه شاعران را پیدا شول. د دوی دواړو پنځونې په یوه ټولګه کې په ۱۵۵۷میلادي کې چاپ شوې چې د Tottel’s Miscellany په نوم یادېږي. د دوی لیکنو په انګلستان کې د لیک نوی سبک دود کړ او همدا هغه کال دی، چې په انګلستان کې ایلازیبتي (Elizabethan) دوره پیل شوه. ممکن د همدې دورې په هکله به تامس مور دا خبره کړې وي چې: «د هوا هره څپه د یونان، روم او اټالیې په زرینو ګردو لړلې وه.»
د اټالیې اغېز داسې کم نه وو، بلکې پخپله شکسپیر هم له هغو شاعرانو څخه دی، چې د خپلو ډرامو پلاټ يې له اټالوي ناولونو څخه اخسیتی دی.
د شپاړسمې پېړۍ پای ته په نږدې وختونو کې د ختیځ هند مشهوره کمپني منځته راغله. دا کمپنۍ د انګلستان او نړۍ، په تېره د هند په تاریخ کې لوی رول لري.
د دې دورې بل لوی شاعر او لیکوال ایډمنډ سپنسر (۱۵۵۲) وو. سپنسر په ۱۵۷۶ کې په کامبریج کې زدکړې وکړې او Shepherd’s Calender یې تر ټولو مشهور اثر دی.
ویلیام شکسپیر: په همدې شپاړسمه پېړۍ کې د نړۍ تر ټولو مشهور او لوی شاعر او ډرامه لیکوال ویلیام شکسپیر (زوکړه ۱۵۶۴) هم نړۍ ته سترګې وغړولې. د پلار نوم یې جان شکسپیر وو. نوموړي په ۱۶۰۱ کې د خپلو شاهکارو ډرامو په لیکلو پیل وکړ. په ۱۵۹۹ کې يې خپل تیاتر هم جوړ کړ، چې د The Globe Theatre په نوم مشهور وو.
د شکسپیر په اړه تامس کارلایل وايي، چې شکسپیر د ټولو شاعرانو سردار دی؛ او ایمرسن د دې عظیم ډرامه لیکوال په تړاو لیکي، چې د ټولې نړۍ کتابونه یوې خواته (له مذهبي کتابونو پرته)، شکسپیر پخپله یو کتاب دی. نوموړی وايي، شکسپیر یو نامتوازي ذهن دی.
د دې عصر بل پوه او لیکوال فرانسیس بیکن (زوکړه ۱۵۶۱) دی. بیکن په لندن کې زېږېدلی. دی تر یوه ادیب ډېر یو عالم او د علومو پوهنغونډ دی. د نوموړي تر ټولو مشهور اثر (The Essays of Francis Bacon) دی. نوموړی علم دوسته سړی وو او د اپریل په نهمه ۱۶۲۶ میلادي کال په داسې حال کې چې په یوه ساینسي تجربه کې يې ساړه ونیول، وفات شو.
تر شکسپیر وروسته د میلټن انګلستان را رسېږي. دا هغه عصر هم دی، چې په انګستان او اروپا کې د رنسانس دورې په نوم پېژندل کېږي. رنسانس د مذهب او د اروپا د فکري او علمي ژوند احیاء وه.
د ادیبانو په برخه کې تر شکسپیر وروسته، بین جانسن هغه څوک وو، چې د انګلستان د علم او پوهې په ډګر کې يې د مخې سړی ګڼلی شو.
جان ملټن (زوکړه ۱۶۰۸): د لندن په زړه کې وزېږېده، مخ يې ډېر ښکلی او ښایسته ځواني يې لرله. د خپل نازک بدن او تنکۍ ښکلا له امله به پوهنتون کې ملګرو «مېرمن» ورته ویل. دې کې هېڅ شک نشته، چې نوموړی د انګریزي ادب له لویو شاعرانو څخه دی. ملټن په وروستیو کلونو کې د خپلو سترګو رڼا له لاسه ورکوي. څو لورانې لري، خو هغوی هم د دې په ځای چې لاسنیوی يې وکړي، د اوږې بار يې ګرځي او یو ځل خو د ده له اجازې پرته د ده اثار خرڅوي. د نوموړي Paradise Lost، چې مشهور اثر يې دی، په ۱۶۶۷ کې چاپ شو او په ۱۶۷۱ کې يې د Paradise Regained اثر چاپ کړ. ملټن په ۱۶۷۴ کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه.
د انګریزي ادب دوهمه په ملټن پای ته رسېږي.
***
د دریمې دورې تفصیل (۱۶۶۰ – ۱۷۵۰ میلادي):
دا په انګلستان کې د احیاء مجدد دور وو. دغه احیا یوازې په حکومت کې د تغییر او بدلون په معنا نه وه، بلکې په انګلستان کې د نوي ژوند، فکر او ادب پیل وو. دا له ادبي پلوه یو غني دور وو او په همدې وختونو کې «تنقیدي مکتب» رامنځته شو، چې جان ډرایډن یې یو مشهور او واقعي مخکښ وو.
ډرایډن د دې عصر لوی ادیب او شاعر وو. دا د ده خبره ده، چې مخکې له دې چې یو څه ووايې، صیقل يې کړه، صیقل يې کړه، ټول رنګونه ترې وغورځوه، ځینې ور اضافه کړه او ځینې ترې وتوږه:
A hundred times consider what you’ve said’
Polish, repolish every color lay…
ډرایډن به چې کله ډرامه یا شعر لیکل، نو په سریزه کې به يې خپل سبک او میتودونه هم تشریح کول، چې له دې امله يې انګریزي ادب ډېرې نوې خبرې ور وبښلې. ډرایډن د عقل یو زبردست ځواک او په شعر کې د استدلال پیاوړې وړتیا لرله او دا د ډرایډن د نبوغ ښکاره نښې وې. د ده یو بیت دی:
Great withs are sure to madness near allied;
And this partitions do their bounds divide.
اوولسمه پېړۍ په دې هم مهمه وه، چې په ۱۶۶۲ کال د شاهي یا رایل ټولنې بنسټ کېښودل شو. د دې عصر یوه بله عجیه ځانګړنه دا وه، چې داسې قهوه خونې جوړې شوې، چې د چایو او قهوې په ځای د علم، فلسفې او ادب په مرکزونو واوښتې. دلته به د وخت لوی، لوی مفکرین او پوهان راتلل او له یو بل سره به يې په مهمو علمي او فلسفي موضوعاتو جدي او سنجیده بحثونه کول. تر ۱۷۱۵ کاله پورې په انګلستان کې شاوخوا دوه زره دغه ډول قهوه خونې موجودې وې.
کله چې پوهه خپره شوه او کلبونو او قهوه خونو ته راشه درشه ډېره شوه، ورسره د مهالنیو خپرېدل هم پیل شوو. قهوه خونو که له یوې خوا د علم او نظریاتو له تشهیر سره مرسته وکړه، نو بل خوا کوم قلموال به چې دلته راتلل، هغوی د همدې ځای له بحثونو استفاده کوله او په مهالنیو کې به يې چاپول، چې دې کار نثر ته هم ګټه ورسوله، نثر اسانه، سوچه او روان، او عامیانه او کلیوال شو.
همدا دوره وه، چې انګریزي ادب ته ناول راغی. ناول خپل اوږد تاریخ لري، دا چې څنګه لومړی انګریزي ژبې ته رومانیتکې کیسې راغلې؛ دا چې څنګه د اډیسن او سټیل په څېر دوو مهمو کسانو دې ژانر ته کار وکړ. خو په انګریزي ژبې کې همدا د ناول واقعي پیل وو.
د دې عصر مهم شاعران او ادبپوهان:
ډانیل ډیفو (۱۶۶۱ – ۱۷۳۱ میلادي): ډانیل فو یا ډیفو، په ۱۶۶۱ کې وزېږېده. نوموړي د ناول په برخه کې کار وکړ. په دې سربېره، ده د خپل وخت په سیاست او دود فکر هم ژورې نیوکې وکړې. د نوموړي ادبي او لیکنۍ وړتیا او انرژي دومره ډېره وه، چې یوه بشپړه مجله به يې تنها لیکله او دغه مجله يې څو کاله وچلوله.
د ناول په برخه کې د خپلو هڅو له امله د اتلسمې پېړۍ د ریالیستک ناول پلار ګڼل کېږي؛ هغسې چې ومو لیدل، نوموړی د ژورنالیزم له ډګر نه ناول ته راغلی وو، نو په ناولونو کې يې دغه اړخ ډېر څرګند وو.
جان سویفټ (۱۶۶۷ – ۱۷۴۵ میلادي): نوموړی تکړه او وتلی طنز لیکونکی وو. په دېرش کلنۍ کې په ده کې د یوه بې ساري طنز لیکونکي نښې ولیدل شوې. ده به ډېرې لیکنې وکړې، خو وبه يې سوځلې. د نوموړي Gulliver’s Travels کتاب تر دې دمه د ماشومانو لپاره تر ټولو په زړه پورې لیکل شوی کتاب دی (د ځینو برخو په استثنا).
د ده په هکله یو بل لیکوال او شاعر تاکري لیکي، چې دی دومره عظیم انسان وو، چې د ده د مړینې په اړه فکر کول داسې دي، لکه یوه بشپړه امپراتوري چې را پرځي.
الګزانډر پوپ (۱۶۸۸ – ۱۷۴۴ میلادي): الګزانډر پوپ د انګریزي ژبې له لویو شاعرانو څخه دی. نوموړی د ډرایډن دقیق ځایناستی ګڼلی شو. پوپ په ماشومتوب کې کمزوری او ژوند يې «اوږدمهاله ناروغي» وه. د نوموړي لومړنی چاپ شوی شعر The Pastorals دی، چې په یوه طلايي عصر کې یې شپون او شپنه پکې انځور کړي. د نوموړي بل اثر، The Essay on Criticism په لندن کې یو ادبي او علمي توپان رامنځته کړ. نوموړي به یو فکر را واخیست او د متل په ډول به يې شعر کړ، چې په دې برخه کې به تر شکسپیر وروسته بل شاعر دومره مقولې نه لري، چې د خلکو په ژبو عامې وي. دا د پوپ څو مسرې دي:
“A little learning is a dangerous thing;
Drink deep, or taste not the Pierian spring.”
“To err is human, to forgive divine.”
“For fools rush in where angels fear to tread.”
د پوپ تر مړینې وروسته، داسې چې انګلستان د شعر ملکه له لاسه ورکړې وي، یو ځل بیا د ناول دوران راغی. په دې وخت کې د ریچارډسن او فیلډینګ په نوم دوه مخکښ ناول لیکوال پیدا شول.
په دې وختونو کې (۱۷۴۰ او ۱۷۵۰) کې د فیکشن یوه نوې بڼه منځته راغله، چې په دې کې د یوې عادي کورنۍ د ژوند او چلند کیسه موضوع و موتیف وګرځېده.
دا مهال له ناول لوستنې سره هم بې بریده او بې سابقې مینه را وټوکېده، له همدې امله خو د کتاب لیکوال دا پوښتنه ځواب کړې، چې زموږ له ناولونو سره ولې دلچسپي ډېره ده. لیکوال وايي، چې له موږ نه اکثریت خو لومړی له خپل ځان سره دلچسپي لرو او په دوهم قدم کې د خپل څنګ له ګاونډي سره. کورنی ناول یا په کورني ژوند لیکل شوی ناول موږ ته هغه ژوند را ښکاروي، چې موږ ورسره بلد یو یا د متوسطې طبقې ژوند انځوروي یا د زموږ ورځني معمولات منعکسوي، خو دغه انځورونه عادي نه وي، بلکې د هنر په ژبه وي. د فیکشن په پاڼو کې چې خپل دغه ورځنی ژوند ګورو، دا په دې معنا دی، چې موږ خپل او د خپلو ګاونډیانو ژوند وینو، خپلې خبرې اترې پکې وینو او زموږ ورځنیو پېښو ته داسې بڼه ورکوي، چې موږ يې په عادي ډول له لیدو بې وسه یو.
کومه ډله لیکوالو چې لومړی ځل دغه ډګر ته را ودانګل، د هنر په تاریخ کې يې د یوه بېل عصر بنیاد کېښوده. په ۱۷۴۰ کې سمیول ریچارډسن (۱۶۸۹ – ۱۷۶۱ میلادي) Pamela او Virtue Rewarded خپور کړ، چې په دې وروستي کې يې د یوې پارسا خدمتګارې کیسه وکړه.
د ریچارډسن په ناولونو کې ښځینه عواطف او احساسات ډېر دقیق او په جزیاتو انځور شوي، د دې علت دا دی، چې ده به په دیارلس کلنۍ کې د نجونو لپاره د مینې لیکونه لیکل؛ دې کار يې په راتلونکي ادبي ژوند مهم نقش پرېښوده. د ریچارډسن په ناولونو کې د ښځینه کرکټرونو د انځورولو په برخه کې کومه کمزوري او غیر واقعي بینانه اړخونه نشته. ګڼ ناول لیکوال عموماً په دې برخه کې کمزوري وي.
نقادان په دې اند دي، چې د ریچارډسن تر ټولو لویه ځانګړنه د انساني زړه په اړه د ده درک او پوهه وه، خو یوه لویه نیمګړتیا يې د کتابونو اوږدوالی او د موضوعاتو تداخل وو.
هینري فیلډینګ (۱۷۰۷ – ۱۷۵۴ میلادي): د دې عصر بل ناول لیکوال وو، چې د پامیلا چاپ ناول لیکلو ته وهڅاوه.
***
د څلورمې دورې تفصیل (له ۱۷۵۰ میلادي راپدېخوا):
اتلسمه پېړۍ په انګلستان کې له ګڼو اړخونو د لویو تغییراتو او چټکو بدلونونو عصر وو، دې عصر کې د انګریز ملت په ژوند کې لوی صنعتي، مذهبي، سیاسي، ټولنیز او علمي و فکري انقلابونه پېښ شول. د دې ټولو نویو تغییراتو په خوا کې د معاصرې ډیموکراسۍ په لور لومړني ګامونه دي، چې له رنسانس را پدېخوا يې یو له لویو تاریخي غورځنګونو څخه ګڼل کېدلی شي. د انګلستان تاریخ یو جلا بحث دی، موږ په دې برخه کې د څلورمې دورې شاعرانو او ادیبانو ته تم کېږو:
سمیول جانسن (۱۷۰۹ – ۱۷۸۴): یو بې وزلی کتابپلورونکی وو، په ۱۷۳۷ کې لندن ته په داسې حال کې راغی، چې په جېب کې يې خپلې درې ډرامې هم اچولې وې او دې هوډ سره راغلی وو، چې په ادبیاتو کې خپل ځان ته یو مقام ولټوي. نوموړي په ۱۷۶۴ کې خپل کلب جوړ کړ، چې دی یې (په اصطلاح) روح روان وو. نور لوی، لوی لیکوال لکه برک، ګولډ سمیت، فاکس، ګیبن او شیریډان هم د یاد کلب غړي وو. جانسن په شعر کې هم مهم کارونه وکړل، خو په اصل کې د نثر په عصر کې د نثر لیکوال وو.
ایډوارډ ګیبن (۱۷۳۷ – ۱۷۹۴ میلادي): د نړۍ له لویو مؤرخانو او تاریخ لیکوالو څخه دی، د ده د ژوند تر ټولو مهم او مشهور اثر The Decline and Fall of the Roman Empire دی. دا نو د انګلستان لپاره له علمي او فلسفي اړخه هم غني کلونه وو. اډم سمیت په ۱۷۷۶ کې «د ملتونو شتمني» اثر ولیکه او برک د سیاسي ادبیاتو لپاره پراخه کار وکړ. ویلیام بلیک سټون Commentories on the Laws of England ولیکه، چې د انګریزي حقوقو او قانون په برخه کې یو بې ساری کار وو. خو په همدې مهمو او د لویو لیکوالو په عصر کې هم جانسن یوه مرکزي څېره وه.
تر دې وروسته، چې کله انګریزي ادب کې شاعري وشوه، نو انګریزي شعر ته طبیعت لاره ومونده او طبیعت پکې انځور کړای شو. د همدې وختونو یو بیت دی:
God made the country and man made the down – Crabbe
صنعتي انقلاب له ځان سره د انسان د هوساینې ډېر سامان راووړ، خو ورسره يې داسې څه هم منځته راوړل، چې انسان ورسره مزاحمت پیل کړ. په شعر کې له روان عصر نه هم سر وټکول شو او د ماشیني ژوند په ځای تېرمهال ته د ستنېدو هیله رامنځته شوه. د انسان چې توجو د علم او فلسفې په څېر له لوړو او معنوي موضوعاتو پیسو او دارايي ته واوښته، یوه شاعر چیغه کړه، چې:
There is no flesh in man’s obdurate heart
It does not feel for man.
د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د رومانتیسیزم مکتب منځته راغی. ویکټور هوګو، ویلیام بلیک، ګولډ سمیت او داسې نور د همدې مکتب خلک وو.
په اتلسمه پېړۍ کې دوه لویې پېښې دا وشوې چې: ۱) انګلستان په یوه نړیوال ځواک بدل شو. ۲) د ډیموکراسي عروج پیل شو، چې ځان سره يې ګڼ صنعتي او ټولنیز بدلونونه هم راوړل.
اولیور ګولډ سمیت (۱۷۲۸ – ۱۷۷۴ میلادي): ګولډ سمیت د ایرلنډ وو. په ښوونځي کې یو تنبل او احمق ماشوم وو. بدرنګه او خوار وو او مخ يې هم د سري د ناروغۍ له امله بې خونده شوی وو. په اوولس کلنۍ کې ټرینیټي کالج ته ولاړ او د وړیا محصل په توګه درسونو ته کېناست. خو دغه وړیا محصل به د درس په خوا کې ځینې کارونه هم کول، چې له دې امله به کله نا کله د ملنډو او رشخند هدف هم ګرځېده. له دې ځایه اټالیې ته ولاړ. اټالیه د ده له طبیعت او ذوق سره بیخي برابره وه. دی د منځنيو پېړیو د راهبانو په څېر وو، چې ګرځېدل به او کله یو ځای او کله بل ځای به يې د خپلو فلسفي بحثونو له لارې خپله مړۍ او د شپې سرپناه پیدا کول. له یو کال دغو سرګردانیو وروسته، په داسې حال کې انګلستان ته ورسېده، چې جېب کې یې یوازې یو څو سکې پرتې وې او ذهن کې يې د ځان لپاره هېڅ لرلید نه وو. سره له دې چې د ده زدکړې منظمې نه وې، خو د بریالیتوب ګڼ معیارونه یې لرل؛ لکه پراخه تجربه، د مشاهدې ښکلی ځواک، خواخوږی طبیعت او تر دې برسېره دا چې فوق العاده اسانه او زړه راښکونکی سبک يې درلوده.
ویل کېږي، چې نوموړي احمقانه کارونه وکړل، خو حکیمانه اثار يې هم ولیکل. د نوموړي یو مشهور اثر The Citizens of the World دی. د ده په اړه دا هم ویل کېږي، چې ده هېڅ داسې شی نه دی لمس کړی، چې ښکلا يې نه وي وربښلې. په انګریزي ادب کې به د ده مقام لوړ نه وي، خو خوندي ارومرو دی.
ایډمنډ سپنسر (۱۷۲۹ – ۱۷۹۷ میلادي): سپنسر تر ګولډ سمیت پنځه کاله مخکې برک ته راورسېده. دی هم ایرلنډی وو. په څوارلس کلنۍ کې يې ټرینټي کالج کې زدکړې وکړې؛ یعنې تر ګولډ سمیت دوه کاله مخکې پوهنتون کې داخل شوی وو.
ورپسې لندن ته ولاړ، هلته يې حقوق ولوستل. اډمنډ برک په سیاسي برخه کې انګلستان ته بې ساري اثار ور کړل. برک تر یوه لیکوال ډېر سیاسي سړی وو او له همدې سیاسي زاویې يې لیکوالي وکړه. د نوموړي ټول ژوند له سیاسي هلو ځلو ډک وو. ان لوی لیکوال هم له دې امله ډېر کم په ادبیاتو کې خپل ځای مومي، چې د خپل عصر په سیاست کې يې هلې ځلې کړې وي، خو برک په دې برخه کې یوازینۍ استثنا ده. شاوخوا د ده ټول اثار سیاسي دي. نوموړی به ممکن یوازینی انګریز سیاسي څېره وي، چې د لیکوال په حیث شهرت لري.
رابرټ برنز (۱۷۵۹ – ۱۷۹۶ میلادي): دا خبره برنز کړې، چې شاعري له زړونو را پورته کېږي او زړونو ته کوزېږي. برنز د خلکو او عادي ژوند شاعر وو. د نوموړي شعر د خپل ژوند د ورځنیو پېښو او موضوعاتو څخه ډک دی. له یوې زاویې به د ده شعرونه سیمه ییز وي، خو په همدې حال کې د ټولې نړۍ لپاره هم دي. برنز د یوې بې وزلې کورنۍ ماشوم وو، په خپلو پټیو کې به يې کولبه کوله او خواریکښ هلک وو. خو د خپلو ټولو خواریو او زحمتونو په جریان کې نوموړی قوي لوستونکی هم وو. د ډوډۍ په وخت کې به يې د سندرو کتاب مخې ته ایښی وو او چې کله به يې کولبه وهله، نو همدا سندرې به يې زمزمه کولې. ده په ۳۷ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ویلیام ورډز ورت (۱۷۷۰ – ۱۸۵۰ میلادي): ورډز ورت له دې هوډ سره نړۍ ته راغلی وو، چې زاړه شوي شاعرانه چوکاټونه مات کړي او په ځای یې ساده او سوچه اسلوب ایجاد کړي. ورډز ورت کامبریج پوهنتون ته ورغی، خو د پوهنتون محدودیتونو کې يې ځان ایسار ولیده او نور يې توجه ورته کمه شوه، خو په ۱۷۹۱ کې يې په یو ډول ځان ترې فارغ کړ. نوموړي د خپل وخت له یوه بل شاعر کولریج سره په ګډه یوه ټولګه چاپ کړه، چې Lyrical Ballads نومېده. ده د همدې کتاب د دوهم چاپ سریزه ولیکله او د الګزانډر پوپ په مکتب يې کلک بریدونه وکړل او ویې ویل، چې شاعري باید د قوانینو تابع ونه اوسي، بلکې سرچینه یې باید له قوي احساساتو سر ونیسي. له دې وروسته يې له خپل فکر و نظر سره سم شاعري وکړه او د نقادانو او لوستونکو د پیغورونو او ګوتڅنډنو هېڅ پروا يې ونه کړه.
ورډز ورت په ټوله او اصله معنا د طبیعت شاعر وو، هغسې چې شکسپیر د انسان د ژوند شاعر وو. البته د ورډز ورت طبیعت د ساینسي یا عادي انسان طبیعت نه وو، بلکې طبیعت ته يې له ډېر پراخه فلسفي او صوفیانه لیدلوري کتل. نوموړی په دې باور وو، چې ټوله نړۍ بل هېڅ هم نه ده، بلکې د یوه ژوندي او حی ذات مندر دی.
سمیول ټایلر کولریج (۱۷۷۲ – ۱۸۳۴ میلادي): د ده شخصیت بیا ډېر عجیبه وو. داسې ته وا، چې د خوب په دنیا کې ژوند کوي. په ښوونځي کې به نورو هلکانو کرکټ او فوټبال کاوه، دی به په بام پروت وو او په ساعتونو، ساعتونو به يې ورېځو ته کتل، چې له یو بله لرې لرې روانې دي.
کامبریج پوهنتون ته ولاړ، خو له هغه ځایه د قرضونو له لاسه وتښتېده. ورپسې اکسفورډ ته ورغی. دلته يې له Southey سره ولیدل او په ګډه يې د یوه خیالي حکومت طرحه جوړه کړه. دې حکومت ته يې د Pantisocracy نوم ورکړ، یعنې د ټولو په واسطه حکومت او بله دا چې ټول ښاریان به په ګډه دهقاني او علم و ادبیاتو ته کار کوي. بیا یې جرمني ته مخه ونیوله او د هغه ځای ادبي رنګ یې ځان سره راووړ. د کولریج په شخصیت د جرمني اغېز ډېر زیات ژور وو او همدا په انګلستان کې د جرمني فکر و ادب د اغېز پیل ګڼلی شو.
یوه ناروغۍ ور پېښه شوه او د درملو په ټس کې په چرسو روږدی شو. شاوخوا پنځلس کاله يې له دې اعتیاد سره جګړه وکړه، چې دې ټوله موده کې يې په عقل و فکر هم اغېز وکړ او په انرژي او اراده يې هم تاثیر پرېښوده. له کورنۍ نه هم بېل وو او هغسې چې پخپله لیکي:
“The most miserable of men, having a home yet homeless.”
نوموړی له دې ټولو ستونزو سره سره د هیلو ، ارمانونو او ژوند شاعر وو. د ده یوه بیت ته به تم شو:
Work without hope draws nectar in a sieve,
And hope without an object cannot live.
له نړۍ څخه خو کولریج د یوه ناکامه انسان له باور سره ولاړ، خو لا قبر ته ور ټیټ شوی نه وو، چې نړۍ يې په ستاینه خوله خلاصه کړه. دی د ډېرو خبرو مستحق دی، خو که مو دغه پاراګراف ونه لوسته، نو لویه بې انصافي به مو ورسره کړې وي:
Action is the great end of all; no intellect, however grand, is valuable if it draws us from action and lead us to think and think of the time till action is passed by and we can do nothing.
د نوموړي یو مشهور اثر The ancient Mariner دی، په دې کې عجیب و غریب بلايي مخلوقات انځور شوي، چې په ولسي سندرو او اسطورو کې يې هم څرکونه موندل کېږي.
سر والټر سکاټ (۱۷۷۱ – ۱۸۳۲ میلادي): په ایډنبرګ کې نړۍ ته راغی. دی له دې ډالۍ برخمن وو، چې څه به يې په سترګو ولیدل د هغه د اظهار وړتیا يې لرله. په انګریزي ادب کې چاسر هم دا ځواک درلوده، خو سپنسسر نه درلوده؛ شکسپیر د دې ځواک تر ټولو لویه بېلګه ده او په میلټن کې نسبتاً ناپدید غوندې دی. سکاټ په څوارلسو کلونو کې در ویشت نالونه ولیکل.
تامس دي کوینسي (۱۷۸۵ – ۱۸۵۹ میلادي): دي کوینسي عجیبه قد و څېره درلودل. نوموړی داسې وو، ته وا له بلې سیارې راغلی وي او هېڅ کله يې شاوخوا انسانان په دې ډاډه نه کړل، چې دی هم د همدې ځمکې اوسېدونکی دی. ژوند دود یې لا ډېر عجیب وو، چرس به يې خوړل. فلسفي وو او مفکر او مدبر روح یې وو. یوازیتوب يې خوښ وو. پخپله وايي:
“No man will ever unfold the capacities of his own intellect, who does not at least chequer his life with solitude. How much solitude so much power.”
په ابتدايي کلونو کې يې کلاسیک ور مطالعه کړل، په لاتیني ژبه د شاعري شهرت یې درلوده او په پنځلس کلنۍ کې يې په یوناني ژبه روانې خبرې کولی شوی.
ګرامر سکول نه وتښتېده. اکسفورډ ته ولاړ. دلته يې پنځه کاله تېر کړل، همدلته په چرسو روږدی شو. دې ځای کې يې له کولریج او ورډز ورت سره ولیدل. دي کوینسي یو زده کوونکی او په کتاب میین انسان زېږېدلی وو او د ژوند ژور مشاهده کوونکی وو.
چارلز لیمب (۱۷۷۵ – ۱۸۳۴ میلادي): ده ته به کولریج «نرم زړی چارلز» ویل. د نوموړي ژوند له ګڼو ستونزو او ربړو سره لاس و ګرېوان وو. یوه خور يې لېونۍ شوه او په همدې لېونتوب کې يې خپله مور ووژله. لیمب خپله خور لېونتون ته ورسوله، روغه شوه او بیا يې پخپل مسؤلیت کور ته راوسته. خو عجیبه دا ده، چې همدې خور يې له نوموړي سره په ادبي کارونو کې ډېره زیاته مرسته کوله؛ خو د خور ناروغۍ يې بشپړه ښه نه شوه، او وخت په وخت به چې د لېونتوب څپه پرې راتله، نو بیا به يې لېونتون کې بستر کړه.
د خپلو دفتري کارونو او کورنیو لانجو سربېره، بیا هم چارلز لیمب د ادبیاتو لپاره وخت او حوصله لرل. په هلکوالي کې به تر ساعتونو ساعتونو پورې په کتابتون کې وو او د انګریزي ژبې پخواني لیکوال به يې ور مطالعه کول.
د انقلاب د دورې څو نور شاعران دا دي:
جورج ګورډن بایرن: دی په ۱۷۸۸ کې په لندن کې وزېږېده؛ تصادف دا دی، چې په همدې کال په جرمني کې شوپنهاور هم نړۍ ته راغی. بایرن یو ضدي، سرتمبه او لېواله ماشوم وو، په دې سربېره په یوه پښه کې يې ستونزه لرله او د تګ په وخت کې به يې «یوه پښه درنه پسې اخیستله». کامبریج پوهنتون ته ورغی او همدلته يې خپلې زدکړې بشپړې کړې.
د نوموړي یو مشهور اثر Childe Harold دی، بایرن چې دا اثر ولیکه، ډېر زیات شهرت یې په برخه شو. د ده خپله خبره ده، چې بایرن یو سهار را ویښ شو او خپل ځان یې مشهور ومونده. نوموړی په ۱۸۲۴ کې ومړ. دی د عادي خلکو د شکایتونو او فریادونو غږ وو، خو دغه غږ یې یوازې تر خپل مهاله محدود نه وو، بلکې د راتلونکي انسان غږ هم وو. د لیکوال په خبره، د لویو شاعرانو خو همدا ځانګړنه وي، چې یوازې د خپل مهال خبره نه کوي، بلکې د راتلونکو وختونو اظهار هم کولی شي. بایرن یو ازادیخواه شاعر وو، خو ده چې کومه ازادي غوښتله، هغې قید و بند نه پېژانده.
پیري بیشې شیلي (۱۷۹۲ – ۱۸۲۲ میلادي): شیلي د بایرن په څېر د غبرګون او پاڅون شاعر وو، خو د ازادي په لور د نوموړي هیله سپېڅلې وه. د نوموړي عادت وو، چې هېڅ کله به يې یوه خبره د نورو په اتارټي نه منله، بلکې پخپله به يې د تحقیق او تنقیح له لارې یوه خبره د ځان لپاره په ثبوت رسوله.
له ملګرو سره يې په کرکټ او فوټبال کې برخه نه اخیسته، له همدې امله به ملګرو په «احمق شیلي» یاداوه. نوموړی تنها، شرمناک او په ځان کې ورک انسان وو. په ۱۸۱۱ کې له اکسفورډ څخه د یوې رسالې «د الحاد اړتیا» په سر وشړل شو. د نوموړي یو بل مهم اثر The Revolt of Islam دی، چې په ۱۸۱۸ کې چاپ شو.
جان کیټس (۱۷۹۵ – ۱۸۲۱ میلادي): دی چې لا هم دیارلس کلن وو، په اصطلاح د کتابونو د مطالعې پېریان پرې کېناستل او ډېر زیات په شدت سره يې مطالعه وکړه. په یوناني ژبه نه پوهېده، خو بیا یې هم د قاموسونو په مرسته وکولی شول، چې تر یوناني اسطورو پورې ځان ورسوي.
په دې ځای کې لیکوال لیکلي، چې ډېر کم داسې پېښېږي، چې د یوه نابغه د جوړېدو لپاره چې کومو شیانو ته اړتیا وي، هغه تصادفا د هغه انسان په ژوند کې پېښ شي. کیټس هم په اتلس کلنۍ کې دوو مهمو توکونو ته لاسرسی ومونده: د یوناني اسطورو نړۍ او د منځنیو پېړیو د رومانس نړۍ.
نوموړی یو پیاوړی شاعر وو، دی لا هم ۲۳ کلن وو، چې د Endymion په نوم اثر يې چاپ کړ، خو لا هم ۲۶ کلن وو، چې له دې نړۍ سره يې مخه ښه وکړه. د نوموړي د ژوند او شاعرۍ، ژوندی اصل ښکلا پرستي وه، د ده خپله مشهوره جمله ده، چې:
A thing of beauty is a joy forever.
د ستر شاعر په اړه کیټس وايي، چې د لوی شاعر د ښکلا حس په نورو ټولو شیانو غالبېږي او یا نور ټول شیان له منځه وړي.
اوسني لیکوال (له ۱۸۳۰ کال را پدېخوا)
د انګلستان په تاریخ کې ۱۸۳۰ ډېر مهم او د ادبي عروج کال ګڼلی شو. په دې وختونو کې درې هغه ځواکونه په ګوته کولی شو، چې په معاصر انګریزي ادب يې ژور اغېز وښنده:
۱) د ډیموکراسي وده. ۲) د پوهې او ادبیاتو عمومي نفوذ او خپراوی. ۳) د ساینس پرمختګ.
په دې برخه کې لیکوال، د انګلستان په سیاسي و ټولنیز تاریخ هم بحث کړی؛ د انګلستان سیاسي او ټولنیز بهیر ته يې کتنه کړې او په ټوله کې يې پورتني درې ځواکونه په تفصیل سره بیان کړي. خو موږ د دې عصر په لیکوالو خبرې کوو او یوازې پر شاعرانو او لیکوالو بحث موږ دې نتیجې ته رسولی شي، چې په انګریزي ادب کې نور څه وشول.
تامس بابینګټن میکاؤلې (۱۸۰۰ – ۱۸۵۹ میلادي): میکاؤلې به یا فوق العاده انسان وګڼو او یا هم خارق العاده انسان؛ ځکه د میکاؤلې په څېر انسان په هکله دا نه شې ویلی، چې یو عادي سړی وو. دی لا اته کلن نه وو، چې تاریخپوه او شاعر وو. له ابتدايي کلونو دقیق او ژور لوستونکی وو. نرسې به يې ویل، چې خبرې يې داسې دي، لکه له چاپي کتاب نه چې درته غږېږي. میکاؤلې څلور کلن وو، له پلار سره قهوه خونې ته تللی وو، هلته يې په جامو چای ور چپه شو، نو ګارسونې چې په ډېره مهربانه لهجه بښنه ترې وغوښته او پوښتنه يې ترې وکړه، چې کوم څه ته اړتیا لرې؟ نو ده ورته وویل «ډېره مننه، آغلې، رسېدلی کړاو نور مداوا شوی دی.»
د خپلې مطالعې او په افهام و تفهیم او خبرو کې د کمال له امله په خلکو کې ډېر زیات مشهور و مقبول وو. خلکو به يې له خبرو خوند اخیسته او ده چې د نورو خدايي پېرزوینو په خوا کې د بلا حافظه هم لرله، نو په خبرو کې به يې د لویو لیکوالو له کتابونو څخه ادبي او هنري جملې هم اقتباس کولې. د دې په خوا کې یو بل کمال یې دا وو، چې هر کله به يې خبره کوله، په سل سلنه ډاډ سره به يې کوله، ته وا هېڅ غلطي ترې نه شي کېدلی.
لیکوال لیکي، چې بې تعلیمه لوستونکي عموماً دغه ډول مزاج او ډاډ خوښوي، په دې چې هېڅ څوک هم داسې ډاکټر ته نه ورځي، چې هغه په خپل علاج شکمن وي.
د نوموړي تر ټولو مشهور اثر History of England دی. په دې اړه دی لیکي، چې تر هغو پورې به مې زړه ډاډه نه شي، تر څو داسې څه ونه پنځوم، چې لږ تر لږه د یو څو ورځو لپاره د ځوانو پېغلو له مېزونو څخه وروستی مشهور ناول ایسته کړای شي.
همداسې وشول. ویل کېږي، چې یاد کتاب دومره خرڅ شو، چې له بایبل وروسته به بل کتاب دومره نه وي خرڅ شوی.
تامس کارلایل (۱۷۹۵ – ۱۸۸۱ میلادي): په څوارلس کلنۍ کې ایډنبرګ پوهنتون کې داخل شو؛ پوهنتون يې له کور نه اتیا میله لرې وو، خو دی په پښو ورغی.
جرمني ژبه يې زده کړه، د جرمني فکر و فلسفې يې په ژوند او اثارو رغنده اغېز وشینده. په دې اړه دی وايي، چې د جرمني ادبیاتو نوي اسمانونه او نوې ځمکه را وښودل.
د نوموړي Sartor Resartus هغه اثر دی، چې ویل کېږي، د کارلایل د فلسفې جوهر پکې وړاندې شوی دی. د ده بل مشهور اثر «اتلان او اتل پرستي» ده، چې په ۱۸۴۱ کې چاپ شو. په دې اثر کې یو شمېر اتلان یې له هغې زاویې مطالعه کړي، په کومه زاویه کې چې هغوی ژوند تېر کړی یا اتلان شوي وو. په دې کتاب کې د «اتلان د پیغمبر په توګه» تر سرلیک لاندې چې د کتاب دوهم څپرکی (یا لیکچر) دی، کارلایل په حضرت محمد ص خبرې کړې او د غربي تصور په خلاف دا خبره يې کړې، چې حضرت محمد ص دروغجن یا ممثل نه وو، بلکې په واقعي معنا یو اتل او رښتینی انسان وو.
د کارلایل په اړه ویل کېږي، چې ده د الفاظو په مرسته رسامي کوله.
جان رسکین (۱۸۱۹ – ۱۹۰۰ میلادي): د کیټس په څېر دی هم په ښکلا میین دی، او ویلی شو، چې رسکین د ښکلا راهب او پیغمبر وو. نوموړی په طبیعت میین او د طبیعت بیانوونکی شاعر وو. او د کارلایل په څېر، رسکین هم د خپل نسل مبلغ او پیغمبر وو.
نوموړی له بایبل سره را لوی شوی وو او د بایبل اوږدې اوږدې برخې به يې خپلې مور ته له خپلې حافظې تېرولې. د ده مهم اثار Modern Painters، The Seven Lamps of Architecture، The Stones of Venice دي.
متیو ارنولډ (۱۸۲۲ – ۱۸۸۸ میلادي): ارنولډ له خپلې زمانې او حالاتو ګیله من شاعر وو. خو د یوه شاعر په اثارو کې یوازې یو اړخ او یو رنګي نه وي. په همدې ډول د ده په اثارو کې هم که له یوې خوا له وخت او حالاتو شکایت وینو، نو بل لور ته د هلو ځلو او مقاومت خبرې هم موندلی شو.
چارلز ډیکنز (۱۸۱۲ – ۱۸۷۰ میلادي): ډیکنز د خپل عصر له لویو ناول لیکونکو څخه وو، د نوموړي ناولونه تر ډېره پورې په هغو پېښو او کرکټرونو ولاړ دي، چې د ده په ژوند کې پېښ شوي او یا لیدلي وو.
ویلیام میکپیس تاکري (۱۸۱۱ – ۱۸۶۳ میلادي): تاکري د هند په کلکته کې زېږېدلی وو، خو د زدکړو لپاره انګلستان ته راغی. «Esmond» یې په انګریزي فیکشن یا تخلیقي ادبیاتو کې تر ټولو ستر تاریخي ناول دی.
جورج ایلیټ: دا لویه او بې سارې لیکواله په همدې نوم ډېره مشهوره ده، خو خپل نوم یې مارین ایوانس وو. ایلیټ په ۱۸۱۹ کې نړۍ ته راغله. ایلیټ په لومړي سر کې مقالې او علمي لیکنې کولې، خو وروسته يې د مېړه په خبره ناول او کیسه لیکلو ته مخه کړه او د بخت خبره وه، د نوموړې شهرت په همدې ډګر کې لیکل شوی وو.
د نوموړې تر ټولو مشهور اثر Adam Bede دی، خو له دې وروسته يې هم ګڼ مشهور او شهکار اثار وپنځول. د The Spanish Gypsy یې مشهور ډراماتیک شعر دی، خو د ایلیټ شعر، تر نثر کمزوری وو. جورج ایلیټ د انګریزي ناول لیکونکو په کتار کې مخکښ ځای لري. سره له دې چې دا عالمه وه، خو تر دې ډېره د ژوند زده کوونکې وه. د نوموړې بل ستر اثر Middlemarch دی.
دغه دوره، چې د ویکټورین عصر په نوم پېژندل کېږي، د نثر دوران وو، خو په دې عصر کې د شعر په ډګر کې هم ارزښتناک کارونه لرو.
د دې دور شاعران:
د دې عصر شاعري نور طبیعت او د انسان ژوند نه بیانوي، بلکې یو شاعر خپل دروني ذات څرګندوي او د همدې لپاره يې د اظهار وسیله ګرځوي.
الفریډ ټیني سن (۱۸۰۹ – ۱۸۹۲ میلادي): نوموړی د خپل عصر د استازي او نماینده شاعر په توګه پېژندل کېږي. د ده په ژوند کې دوو شیانو لوی اغېز درلوده: طبیعت او کتابونو. میلټن تر کروندو او سرسبزو ځایونو ډېر د کتابتون شاعر وو. د میلټن په څېر، ټیني سن هم د خپل هنر په خدمت کې ټول هغه څه وګمارل، چې د خپلې اوږدمهاله مطالعې په ترڅ کې يې ترلاسه کړي وو.
په کور کې له څه نا څه زدکړو او ګرامر سکول وروسته يې کامبریج پوهنتون ته مخه کړه. سره له دې چې شرمناکه زلمی وو، خو بیا يې هم د ملګرتیا ډېر ښکلی ظرفیت درلوده.
تیوډور واټس وايي، چې دوه ډوله شاعران دي، یو د انرژي شاعران؛ بل د هنر شاعران! د انرژي شاعران هغه دي، چې غالبه ځانګړنه يې سوچه ځواک وي، داسې ځواک چې مخه یې نه نیول کېږي لکه ویلي شوې لاوا چې له غرونو سر کوي. د هنر شاعران هغه دي، چې کار يې له عالي او واقعي هنر څخه ټوکېدلی وي.
په دې عصر کې براؤنینګ د انرژي شاعر دی، خو دې کې شک نشته، چې ټیني سن د هنر شاعر دی. په دې سربېره، ټیني سن د معاصر ساینس او په ورته وخت کې صوفیانه شاعر هم دی او د نوموړي په اشعارو کې دغه دواړه رنګونه ډېر زیات څرګند دي؛ د بیت یوه مسره یې ده چې:
Ye have seen what ye have seen.
د دې خبرې معنا دا ده، چې د حقیقت د لیدلو لپاره د هر چا وړتیا توپیر کوي، او ضرور نه ده، یو انسان چې څه ویني، بل دې هم کټ مټ هماغه څه وویني.
دی د وحدت الوجود د فلسفې شاعر هم ګڼلی شو:
The sun, the moon, the stars, the seas, the hills, and the plains –
Are not these, O sould, the Vision of Him who reigns?”
رابرټ براؤنینګ (۱۸۱۲ – ۱۸۸۹ میلادي): د براؤنینګ په اړه ویل کېږي، چې هېڅ شاعر به د خپل نسل دومره روحي اړتیاوې نه وې تشفي کړې، څومره چې براؤنینګ وکړې. هغسې چې د نوموړي شاعري ژوندۍ او د ژوند شاعري ده، پخپله د ده شخصیت هم ژوندی او له انرژۍ ډک وو. ویل کېږي، چې مصافحه يې داسې وه، ته وا د برق جرقه يې درکړه.
براؤنینګ د انګریزي ژبې له خورا لویو شاعرانو څخه دی. نوموړي په شعر او هنر ارزښتناکې خبرې کړې. مثلاً دی وايي چې د شعر لپاره ضرور نه ده، چې لوړه فلسفه او فکر دې ولري، بلکې لویه پوښتنه دا ده، چې آیا شاعرانه کیفیت هم لري که نه ؟
د ژوند په اړه د ده لیدلوری روحاني او صوفیانه لیدلوری دی.
پای
تبوک – سعودي
۱۸ ډسمبر، ۲۰۲۳