سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۵ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۵ برخه

احسان الله ارینزی
په وردگو كې د واده دود

نارينه ته د ښځې كولو او راوړلو ته واده ويل كېږي. په حقوقي ساحه كې هر نارينه او ښځه د واده حق لري. په وردگو كې قبيلوي دودونو دا واك له زلمي او پېغلې څخه اخيستى او دا نور دي چې د دوى له پاره پرېكړه كوي. پښتانه د واده له پاره  ډېر اوږده دودونه لري چې تاسو به يې په دې كتاب كې ولولئ.

په دې ټولگه كې چې ستاسو گرانو لوستونكو په مخ كې خوره ده، وردك يا وردگ په قومي لحاظ په پام كې نيول شوي دي(59). اټكل داسې دى چې د واده دود په ټولو پښتنو كې تقريبا يو شان دي؛ خو ځاى- ځاى داسې سيمه ييز توپيرونه ليدل كېږي چې هغه ډېر عام نه دي او په يوه سيمه يا د خلكو په يوه ډله پورې تړاو لري. د وردگو چې اوس كوم ولايت دى په هغه كې پر وردگو سربېره هوتك، ستانكزي، پاينده خېل، ملاخېل، يوسفزي، امرخېل، تنزي، خروټي، شاهي خېل، علي خېل، رستم خېل، عمرخېل ابراهېم خېل، اسماعيل خېل، مياگان، اندړ، پښتانه او هزاره وروڼه هم اوسېږي. په دې ټولگه كې د وردگو د واده دود د مركزي دود په توگه په پام كې نيول شوى؛ خو هغه توپيرونه چې په ځينو مواردو كې په نورو پښتنو كې ليدل كېږي، په لمن ليكونو كې راغلي چې له يوې خوا له وردگو سره د نورو پښتنو د واده توپيرونه په گوته شي او له بلې خوا د پښتنو د واده يو عام انځور جوړ شي.

هغه وخت چې يو وردگ ځوان د واده سن ته ورسېږي او يا د زوى مور او پلار وغواړي چې نږور ولري؛ نو د پېغلې د ميندلو او ټاكلو له پاره مټې رانغاړي. مطلق ايديال حالت دا دى چې مور او پلار خپل زلمي زوى ته واده وكړي؛ خو دا حالت په ډېرو ودونو كې نه مراعات كېږي. د مثال په توگه يو پوخ (60) حتى بوډا سړى كولاى شي چې يوه پېغله، حتى نوى بالغه نجلۍ ځانته واده كړي او يا امكان لري چې يوه پېغله كوم تنكي زلمي ته وغوښتل شي.دا ناوړه حالت په ټولو يا ډېرو كليوالو پښتنو كې نژدې يو شان دى او هغه د ايديال واده شرطونه هر وخت او هر ځاى نه عملى كېږي. له بده مرغه په سلگونو او لسگونو داسې بېلگې شته چې شتمن خلك دوه- درې يا څلور ودونه كوي، ډېر مشر نارينه د سيالۍ د پوره كولو يا جنسي لذت له پاره تنكۍ پېغلې غواړي، ځنې نارينه چې اولاد يا زامن نه لري، د زامنو په تمه له ځوانو پېغلو سره ودونه كوي چې نوې ښځې ورته نارينه اولادونه راوړي او په دې توگه د خپلو تربرو سيال شي، سبا ته له تربرو سره ښې ډغرې ووهي او په جگه شمله وگرځي، يا ځنې هغه نارينه چې ښځې يې مړې شي د خپل كور د كاله كولو او يا د خپلو اولادونو د سمبالولو له پاره د نويو ودونو تابيا وكړي او خپلې پېغلې يا نيمچه پېغلې لورانې ځانونو ته بدل كړي او ځانونو ته داسې ودونه راوړي چې په عمر به د دوى له اولادونو څخه ډېرې مشرانې نه وي!

ښاغلي ابولخير ځلاند په خپل نامتو كتاب (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې د داسې يوې ناوې د زړه چغه رااخلي چې زوړ خاوند يې غاښونه نه لري، خو دې ته يې ډېرې جامې او پسول راوړى دى:

د سپينې خونې تر مخ روپۍ

سوم شنه نوټونه وړه ليكۍ

له ما سه پاته پېټك نتكۍ

والۍ سه پاته، پاته اوږۍ

گل ټيكرى مل كې زما د ډورۍ

گرېوان كفن كې زما خواركۍ

چې نه سم ور زه  ترو ذعلۍ

ليا مه د خداى كي ورلوڼۍ

ليا دې هات فيل كې په اوس ګړۍ

دى مه نيكه دى زه يې لمسۍ

ورپخوم به پسته مړۍ

ږيره يې سپينه لكه وړۍ

زما خوله نوده ده د مور په پۍ

راڅه پاتېږي غېږ د موركۍ

بېلتون دوژخ دى زه دوژخۍ

سمه به ويلي له پرديسۍ

اوښكې مه څاڅي څڅ څڅ خورۍ

اخر به مړه سم له پرديسۍ

يا:

خلك راتښتي چې ناوكۍ ده

هېڅ خبر نه دي چې خواركۍ ده

خولگۍ مې ډكه د مور په پى ده(61)

په اوسنۍ ليكنه كې همغه مطلوب حالت په پام كې نېول شوى چې يو مور او پلار يا نيكه او انا  خپل زلمى زوى يا لمسي ته په پېغله پسې گرځي. په دې هڅه كې د ځوان په مور او پلار سربېره د هغوى نور نژدې خپلوان لكه تره ״اكا- كاكا״ ماما، ترور او نور هم برخه اخلي چې د خپل نوي ځوان له پاره د پخې خټې يوه ښكلې او كاريگره پېغله خوښه كړي.

وردگ د نورو ډېرو پښتنو په شان هڅه كوي چې لومړى په خپل كور كلي كې واده وكړي. تر دې تېرو دېرشو- څلوېښتو كلونو پورې د وردگو كلي محدود وو او د يوه بابا ډېره اولاده په يوه ستره كلا كې اوسېده. په دې كلاوو كې به تر لسو- پنځلسو كورونو پورې اوسېدل. كېداى شي چې يو- دوه پېړۍ مخكې به ټول كلي په يوه كلا كې اوسېده. هغه وخت د دې خلكو اړتياوې ډېرې لږ وي. هر چا يو- دوه توخانې (تاوه خانه)، يوه د اور خونه، يو شپول (غوجل)، يوه د وښو خونه او يوه يخه خونه( د اضافي سامان له پاره) درلودې چې معمولاً به په دوو پوړونو كې جوړې شوې وې. په دغسې لويو كلاوو كې به د بابا د زامنو او بيا د هغو د زامنو (د تره زامن) كورنۍ څنگ په څنگ اوسېدې چې ځينو به په خپلو مينځونو كې بېلدونكي ديوالونو درلودل او د ځينو انگړ به شريك و.

هغه وخت د خلكو پوهه او د ژوند اړتياوې دومره محدودې وې چې په لږ ځاى كې يې گذاره كولاى شوه. ډېرو خلكو د مېلمانه ځايونه نه درلودل او مېلمانه به يې جومات ته بېول، د خلكو حوصله ډېره وه او يو له بل سره د گډ ژوند سړې- تودې به يې زغملاى شواى. په داسې شرايطو كې به ډېرو خلكو د خپلو وروڼو، د تره (اكا) د زامنو، خويندو او ترورگانو لورانې د خپلو زامنو له پاره غوښتې (62). ښايي يو دليل به يې دا و چې دوى سره پېژندل او د خېښې په چارو كې به تفاهم په اسانه ترلاسه كېدلاى شواى. البته له هغه وخته څخه هم د كورنيو ستونزو او شخړو ډېرې كيسې شته چې څېړل  يې د دې بحث كار نه دى.

كه به د هغه وخت كورنيو په خپل كور- كلي كې وړ پېغله ونه مونده، نو د خپلو دوستانواو خپلوانو كورونه به يې په پام كې ونيول او كه به دلته هم بريالي نه شول، نو بيا به يې پرديو خلكو او نورو كليو ته مخه كړه او هڅه به يې كوله چې هلته د خپلې خوښې پېغله ومومي او خپل زوى- ورور ته ښه ځاى واده وكړي(63)

اوس- اوس په وردگو كې ژوند فردي شوى او ډېر خلك هڅې كوي چې د پخواني ډله ييز ژوند په ځاى ځان ته خپل جلا  كور ولري او له خپلې كورنۍ سره گوښى ژوند وكړي.

په وردگو كې مور او پلار خپل ځوان زوى ته د پېغلې د خوښولو او ټاكلو په چاره كې لاندنيو ټكو ته پام ساتي(64):

1- په وردگو كې ډېرې ميندې او پلرونه غواړي چې له خپل زوى يا زامنو څخه وروسته، نارينه لمسيان ولري او په دې توگه د خپلې كورنۍ نوم او يا د پلار نېكه د لړۍ پايښت ډاډمن كړي. دا يا په بله ژبه د (كسۍ) او (بې كسۍ) خبره يا د نويو زلميانو او نارينه ؤ د درلودلو موضوع په پښتنو كې ځانگړى ارځښت لري. په وردگو كې نارينه د ژوندانه واكمن، د تورې او ټوپك څښتن، د مادياتو گټندوى، د دروازې او دسترخوان سړى، د جرگو او مركو غوڅوونكى او د پياوړو مټو او تړلې ملا خاوند دى چې له همدې امله د ژوندانه د ډگر اتل او د ښحې د سرنوشت ټاكونكى گڼل كېږي؛ ځكه نو هره مور او هر پلار د نارينه اولاد په تمه وي. حتى ښځې جبرا او د ټولنيزو شرايطو، قبيلوي ژوند او حاكم پلارواكه سيستم د اغېزې د تلقين له امله، نارينه تر ځانه اوچت، هوښيار، مغرور او د ښه ټولنيز دريځ خاوند بولي او ځان د نارينه ؤ په وړاندې، د ټولنيز جوړښت په پوړيو كې ټېټ، مستور، عاجز، كمزورى، (ناقص العقل) او د پردي كور ورته ښكاري.

په وردگو كې ښځې تر پېغلدوده (65) پورې د پلار يا ورور د كور په چارو بوختې وي او له ناوېدوده وروسته د مېړه په كور كې كار كوي. له هغه ځايه چې په وردگو كې د خلكو ژوند له درندو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دى، ښځې د كور په چارو سربېره چې هغه په خپله ډېر ستومانه كوونكي دي، له نارينه و سره په توليدي چارو كې هم ونډه اخلي. د مثال په توگه د څارويو له پاره له پټو څخه شنه (66) راوړي، له نارينه و سره د كرنې په چارو كې مټ وركوي، كروندو ته ډوډۍ رسوي او … دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د يو كور او كلي خپلې نجونې او پېغلې د همدې كلي له نارينه ؤ څخه مخ نه پټوي، پټو ته ځي او كار كوي؛ خو دغه كور او كلي ته واده شوې ناوې په ډېره ځوانۍ كې د زمكو او پټو كارونو ته نه ځي او په كور كې بوخته وي؛ خو كله چې په عمر لږ پخه شي بيا دا هم په پټ مخ باندينو كارونو ته وځي او له خپل مېړه يا تنكي زوى سره عملا مرسته كوي.

خبره په دې كې وه چې ښځې ټول عمر په كار بوختې وي، له همدې امله ښځې نارينه ؤ ته چې د خلاصو مټو او پښو خاوند دى او كولاى شي چې په جگه شمله له كوره ووځي، وگرځي، په مېلمستياوو ولاړ شي او سفر وكړي، په درنه سترگه گوري او تر ځان يې په كراتو ښه بولي. د پښتو په ټولنيز ژوند كې په (ښځه) باندې د (نارينه) ښه والى او حاكميت ډېرى لرغونې رېښې لري. دا توپير د ژوند په هره برخه كې ښه په زغره ليدل كېږي او په اسانه بدلېدلاى نه شي. د پښتنو په فولكلوريكو لرغونو اثارو كې هم د دې توپير ډېرې پريمانې بېلگې شته. د مثال په توگه په متلونو كې چې د پېړيو په اوږدو كې د خلكو د پراخه پرگنو د ډله ييز منطق قوت څرگندوي داسې بېلگې شته چې خلك (ښځې او نارينه) نارينه اولاد ښه بولي:

د زوى مور سې ورور ته اړه مه سې

زوى نه منه سره زر دي

دښمن به دې ولاړه كړى، زوى به دې كراره كړي

دا كيسه په پښتنو كې ډېره اوږده ده او د متلونو، سندرو او دودونو داسې بدايه زېرمه لري چې د نړۍ په ډېرو نورو ولسونو كې سارى نه لري.

 له همدې امله هغه كورنۍ چې لږ نارينه غړي لري هڅه كوي چې ژر- ژر ودونه وكړي، چې نوې ښځې نوي بچيان وزيږوي او نيكمرغه وي هغه نوى ناوۍ چې نارينه اولاد راوړي.(67).

2- پېغله بايد له يوې ښې او درنې كورنۍ څخه وي. په دې مانا چې په سيمه كې د حاكم ټولنيز اندود (طرزتفكر) له مخې، پېغله بايد له مور او پلار څخه وردگه وي او كورنۍ يې ښه نوم ولري.

پخوا دا دود ځكه ډېر پالل كېده چې د ليرو سيمو تر مينځ تگ- راتگ خورا ستونزمن كار و. موټر نه و، يو نيم خان او ملك به اس درلود او نور ډېر تگ راتگ په پښو او يا كله نا كله په خرو كېدو، له همدې امله ډېره هڅه كېده چې د واده د دود د درندو مراسمو د پاللو له پاره په خپل كلي او يا نژدې كليو كې واده وشي چې تگ راتگ يې اسانه وي؛ خو  داسې مثالونه هم شته چې د وردگو د سيد اباد د شنيز خلكو د جغتو يا چك په ليرو سيمو كې واده كړى او يا د جلگې كومې كورنۍ په تنگي(68) كې خېښي كړى.دا راز اړيكې به معمولا خپلوانو كورنيو يو بل ته برابرولې. پخوا تر لوگر او  نورو ليريو ځايونو پورې د يو نيم واده مثال شته؛ خو اوس دا ستونزې كمې شوې او د خلكو په تگ- راتگ كې اسانتياوې ډېرې شوې او خلك په ليرو- ليرو ځايونو كې ودونه كوي.

په درنه كورنۍ كې يو بل مفهوم هم نغښتى دى او هغه دا چې پېغله بايد اصله يعنې له مور او پلار څخه وردگه يا پښتنه وي او د سيمې په كم اصله خلكو پورې اړه ونه لري. په وردگو كې له بده مرغه ډمانو يا نايانو او نورو كسبگرو ته په كمه سترگه كتل كېږي. څوك خور- لور نه وركوي او نه له هغوى څخه خور- لور غواړي. (69)  

3- پېغله بايد ښايسته وي، ښه اندام ولري او له اخلاقي پلوه پوره وي.

ښكلا او ښه اندام په نړۍ كې يو شان نه ارزول كېږي. هغه څوك چې په يوه ځاى كې ښايسته گڼل كېږي، په بل ځاى كې بدرنگه ورته وايي. د وردگو په اند ښايسته هغه ده چې دنگه ونه، سپين مخ، سرې شونډې، جگه پزه او غټې سترګې ولري. دا يو ايديال حالت دى، له دې وروسته نورې نجونې هم ودېږي. ځنې نجونې ډېر او ځنې لږ يا يوازې يو غوښتونكى لري. هغه چې ډېره ښايسته نه وي هم ودېږي. يا يې كوم مشر سړى په نكاح اخلي، يا په كوچيانو او نورو قومونو واده كېږي او يا يې كوم عيبجن ځوان غواړي. عيبجن ځوانان پخوا ډېر لږ وو؛ خو په روانه جگړه كې ډېر ځوانان وځورېدل، څوك يوه سترگه نه لري، د چا لاس نشته، د چا پښه په مين الوتى او دغسې نور عيبونه.

بله خوا پېغله هم بايد روغه- رمټه او پنځه اندامونه يې بشپړ وي. يعنې ړنده، كڼه، پكه، گوډه، بادخوړلې او بوچه يا منجۍ نه وي. بادخوړلې په وردگو كې هغه چا ته وېل كېږي چې شونډه يې طبيعي درز ولري، پزه يې څڅېدلې وي او داسې نور. كه څه هم چې اوسنۍ پلاستيك جراحي دا عيبونه ورك كولاى شي؛ خو ډېرې وردگې كورنۍ لا داسې طبابت نه پېژني او د خپلو لوڼو گرانه تدواي نه شي كولاى. بوچه هغه پېغلې ته ويل كېږي چې پزه يې په طبيعي لحاظ نيمه يا لنډۍ وي. په ځينو قبيلو كې بوچۍ ته مونجۍ يا منجۍ هم وايي. هغه نارينه ته چې پزه يې ورته ستونزه ولري (بوچ) وېل كېږي(70). دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې هغه پېغله چې روغه- رمټه نه وي هم مېړه پيدا كولاى شي؛ خو داسې پېغله هېڅكله د يوه روغ- رمټ ښايسته ځوان ارمان په زړه كې نه شي روزلاى.

اخلاق په وردگو كې ډېر زيات ارزښت لري. اخلاق د نجونو او ښځو په برخه كې د وردگو په حقوقي تعاملاتو كې ډېر جدي او خورا حساسيت پارونكى بحث دى چې ځانله د خبرو بېل ځاى لري. وردگ په دې باور دي چې كومه پېغله چې دوى غواړي بايد ښه نوم ولري او له اخلاقي پلوه هېڅ گوته ورته ونه نيول شي.

دا اخلاق له مور او پلار او د كور كلي له نورو مشرانو او همزولو سره په چال چلند پيل كېږي او د كور كلي له ځوانانو سره د اخلاقي نورمونو په ساتلو پاى ته رسېږي. كه خداى مه كړه كومه پېغله لږ عيب ولري، خلك په كمه سترگه ورته گوري او منفي گوته ورته نيول كېږي.

د اخلاقو بحث په ټولو پښتنو كې يو شان دى اوټول د پېغلو نجونو درانه نامه او پاكې لمنې ته حتى د وينو په بيه په درنه سترگه گوري.

4- د كور په چارو كې د ځوان له مور سره مرسته يو بل لامل دى چې كېداى شي يو مور او پلار د نږور ميندلو ته وهڅوي. په وردگو كې ځنې داسې مېرمنې شته چې په يوازې ځان د كور كارونه كوي يا ناروغه وي، غواړي چې نږور وكړي او په دې توگه ځان وزگاره كړي چې د كور چارې بل چا ته وسپاري او په دې توگه وكولاى شي چې په ډاډه زړه د خپلو- خپلوانو په ښاديو او خداى مه كړه غمونو كې برخه واخلي او په كرار زړه په شپو ولاړه شي او يا خپل لمانځه اوداسه ته وزگاره شي.

د شپو تگ په وردگو كې يو ډول مېلمستيا ده چې معمولا د كال په درېيم فصل (منى) كې وي. دغه  وخت چې د كركېلې درنې چارې لږ سپكې شوې وي او په كليو كې تويونه او خيراتونه(71)او لاندي (72) كېږي، ډېرې كورنۍ خپلې واده شوې خويندې لوڼه د څو شپو له پاره په مېلمستيا راولي او هڅه كوي چې تر خپله وسه يې خوشاله او ښې مړې وساتي.

دلته د دې خبرې يادول اړين برېښي كومه پېغله چې د كور د ابادولو او كار له پاره خوښېږي، بايد په ځان باندې او كاريگره وي. په وردگو كې خلك (حتى ښځې) د لور په زېږېدنه نه خوشاله كېږي. ځنې هغه كورنۍ چې څو پرله پسې نجونې ولري، په نويو نجونو داسې نومونه ږدي چې نورې بس شي لكه بس بي بي، بس بيگم، بسيمنه، تمامه، بله نشته، خاتمه، بسۍ، بسو او بسدانه؛ خو چې كله همدا ناغوښتى موجود لږ لوى شو؛ نو لوېيدنه او پالنه يې قدر پيدا كوي او د كورنۍ مشران شېبه په شېبه د لور د سيرت او صورت ښكلا ته څارو وي. د عفت او عصمت په پړوني كې يې نغاړي او درنښت او ښه نوم يې غواړي.

 په وردگو كې نجلۍ چې خپل ښى او كيڼ لاس وپېژني؛ نو د كور چارې زده كوي او ستن او تار اخلي. نجونې په كوچنيتوب كې له خپل مور او پلار او نورو مشرانو او ملا څخه لمونځ او نور اسلامي مسايل يادوي او چې لږ غټانې شي خونې پاكوي، كور سپينوي (73) په تناره كې اور بلوي، كټوې پخوي، مېږې يا غواوې لوشي، ځگ يا غړك موښي، اوړه اغږي يا خوشتوي، ډوډۍ پخوي، مال پيايي(74) واښه راوړي، جامې وينځي، له ځانه كوچني ماشومان ساتي او داسې ډېرې نورې كورنۍ چارې زده كوي او سرته يې رسوي او د دې په څنگ كې لومړني هنري او فني كارونه زده كوي، لكه د جامو گنډل، لسټونخولې(75)، مټوۍ (76)، د پايڅو خولې (77)، ريمالونه، سرتا (78)، لمنې؛ خولۍ، بوخڅكې (79)، ميانۍ (80)، لاسبندونه، ځونډي او داسې نور شيان چې له سونډو، ورېښمو، زرتارو، هندارو او مريو څخه جوړېږي.

5- كله- كله داسې هم پېښېږي چې كه څوك وغواړي چې له يوې شتمنې يا لويې كورنۍ سره ځان نژدې كړي؛ نو د هغوى خور- لور غواړي. اوس نو دا د نجلۍ په كورنۍ پورې اړه نيسي چې دا غوښتنه مني كه نه؟ ځكه لويه يا شتمنه كورنۍ هم خپله لور په لويه يا بډايه كورنۍ واده كوي. په اسلامي احكامو كې داسې راغلي دي چې ميندې او پلرونه دې هڅه وكړي چې د خپل زلمي زوى له پاره (كفو) په پام كې ونيسي. دا كلمه د اقتصادي برابري مانا وركوي او كه سړى لوى تعبير وركړي؛ نو مانا به يې داسې وي چې تاسو د زلمي او پېغلې تر مينځ د سويې برابروالي پام ونيسي؛ ځكه چې كه دا مسله په پام كې ونه نيول شي، د دوى په راتلونكي ژوند كې ډېرې ستونزې رازېږولى شي.

په وردگو  او احتمالاً نورو پښتنو كې متل دى چې وايي (كلاله وكړه خپله سياله وكړه). دلته د سيالې كلمه په همدې مانا راغلې ده چې هر څوك دې د واده په وخت كې د پېغلې د كورنۍ دريځ ته وگوري چې هغه يې سياله ده كه نه؟ زه فكر كوم چې متلونه په يوه اوږده زماني واټن كې د خلكو د سترو پرگنو ډله ييز منطق دى چې تطبيقي اړخ يې دېر پياوړى او بيان يې خورا منطقى دى. پاس و گورئ چې وايي كلاله وكړه خپله سياله وكړه، دا عينناً د كفو د مفهوم كليوالي بيان دى چې خلكو په يوه بله بڼه منلى دى.

كفو (كف) نظير، مشابه، مماثل، مساوي او برابر ته وايي. د دې خبرې مانا دا ده چې هلك او نجلۍ بايد يو له بل سره برابر وي. لوى عالم مولانا  سيد ابوالاعلى مودودى په خپل كتاب (حقوق الزوجين) كې ليكي چې د داسې ښځې او مېړه تر مينځ بايد د واده تړون وشي چې د دوستۍ او رحمت هيله ډېره وي، كه داسې نه وي رشته مكروه ده. دى ليكي چې نبي كريم (ص) له نكاح څخه د مخه د ښځې د ليدلو توصيه كړې ده: (څه وخت چې څوك په تاسو كې يوې ښځې ته د نكاح حال استوي، كه امكان لري چې هغه وگوري چې ايا په هغې كې هغه ښېگڼې يا جاذبه شته چې نكاح دې ورسره وشي كه نه؟) يا (كله چې وغوښتله يو له تاسو څخه كومه ښځه نو هېڅ گناه پرې نشته چې هغې ته وگوري، كله چې هغې ته د غوښتنې په غرض گوري كه څه هم چې هغه پوهه نه وي). البته د دې كتلو په حدودو كې توپيرونه شته، ځنې فقها يوازې لاس، مخ او پښې روا بولي؛ خو ځنې نور وايي چې ټول بدن ته يې كتلي شي (81).

د اسلام د ستر پېغمبر له داسې صريحو رواياتو سره- سره په وردگو كې ډېرې كورنۍ خپلو زامنو ته دا وخت نه وركوي چې پېغلې ته وگوري. اوس كه دا ځوان او پېغله په غاښ برابر نه وي، په كړو- وړو، اخلاقو، دين پالنه، اقتصادي حالت او يا د دوى د كورنيو په بنسټيز دود دستور كې ستر توپيرونه وي؛ نو د نكاح مزى به ډېر مضبوط نه وي او دواړه به له ستونزو سره مخامخ وي.

استاد حبيب الله رفيع ليكي چې د اوسنيو پښتنو وردگو مخكنيو اريايي پلرونو او نيكونو لږ پراخه سينه درلوده او خپلو زلمو ته يې دا موقع وركړې وه چې په خپلو كې سره وويني او په خپله خوښه واده وكړي. دا موضوع به لږ وروسته وڅېړو او وبه گورو چې زموږ پخواني مشران څومره معقول وو!

6- ځوان ته د زلميتوب د سن او جنسي غوښتنو په مقتنضى د يوې مناسبې او وړ ملگري پيدا كول؛ خو دا محك همغسې چې زموږ په شمېره كې تر ټولو وروسته راغلى دى، د وردگو په تصاميمو كې هم وروستى او خورا كمزورى ځاى لري. د دې خبرې لوى ثبوت دا دى چې زلمى او پېغله د خپل راتلونكي ژوند د ملگري د ټاكلو او يا سلامشورې په برخه كې هېڅ واك نه لري او نه خپله رايه ښكاره كولاى شي، هلته له بده مرغه دود داسې دى چې واده لا تراوسه د يوه ځوان او يوې پېغلې د ژوند شخصي مسله نه؛ بلكې د كورنيو او خپلوانو او مشرانو خبره گڼل كېږي. په يوه واده كې ښايي چې د يوه زلمي په مور- پلار، مشر ورور، تره او نورو نژدې خپلوانو سربېره د كلي نور مشران, مخور, سپين ږيري، سپين سرې، ملا (82) او ملك(83) وپوښتل شي؛ خو د قضيې اصلي اړخ چې په واده ولاړ زلمي دى هېڅوك نه پوښتي، د پېغلې په برخه كې خو دا سوال هډو مطرح كېږي هم نه چې ستا خوښه ده كه نه؟ او زه فكر كوم چې د وردگو د واده د دود يوه خواشينونكې برخه همدا ده چې تل يې ډېر زلميان ځورولي او لا يې هم ځوروي(84).

په وردگو كې يوه مور او پلار پوهېږي چې بچى يې اوس زلمى شوى. دوى وايي چې پلاني مېړانې وهلې يعنې نور نو ځوان او نارينه بلل كېږي او كېداى شي چې واده ورته وكړو.

په وردگو كې د ځوان او پېغلې د واده له پاره د عمر حدود نشته. جلۍ له څوارلس- پنځلس كلنۍ څخه وروسته (په ځان باندې) يا پېغله يادېږي. جلۍ هغه وخت پېغلتوب ته رسېږي چې مياشتنۍ ناروغي ورته پيدا شي او په څېړه كې يې بدلونونه راشي. هلك هم هغه وخت ځوان بلل كېږي چې خپله ږېره وخريي او په مټو پياوړى ښكاره شي.

د افغانستان په قوانيو كې د هلك او جلۍ د واده له پاره حد اقل عمرونه ټاكل شوي، خو څوك دا خبرې نه مني او خپل ولسي دود- دستور ته گوري (85)

د افغانستان مدني قانون اويايمه ماده وايي چې (د ازدواج اهليت هغه وخت پوره كېږي چې نارينه 18 كلني او ښځو 16 كلني عمر پوره كړي وي). دا قانون وړاندي ليكي چې د صغيره جلۍ د نكاح عقد چې عمر يې د (15) كلونو څخه كم وي په هيڅ صورت جواز نه لري(86). خو عملاً ډېرې داسې بېلگې شته چې د شريعت قطعي احكام او د قانون پرېكړې په كليوالو پښتنو كې نه دي عملي شوي او د كوچنيو نجونو په واده كې عام او خاص لاندې باندې گرځي او همغه يوه كاسه شوروا او لږ غوښه د ځان له پاه ښه بولي! ښايي په وردگو كې د واده له پاره نور لاملونه هم وي؛ خو په څو غټو يې موږ پاس خبرې وكړې. طبيعي خبره ده چې هره كورنۍ خپل زلمي ته د واده له پاره خپل دلايل لري او د همغه له مخې گامونه  پورته كوي. كه چېرته يوه كورنۍ وغواړي چې خپل زلمي ته واده وكړي او د دې واده له پاره پوره پيسې او امكانات ولري، كار به لږ اسانه وي؛ خو كه وغواړي چې په بدلانه واده وكړي يعنې ښځه په ښځه بدله كړي، كار لږ نور هم ستونزمن كېږي؛ ځكه كېداى شي چې يو لورى بل ته مطلوب وي؛ خو دوهمه كورنۍ موافقه نه وي. ډېرې غوښتنې ولري او يا اصلا له دې كورنۍ سره د بدلانه اراده ونه لري.

اعراب د بدل نكاح (شغار) بولي او وايي چې دا د جاهليت د وخت نكاح ده. د اسلام ستر پيغمبر فرمايي چې (لا شَغار فى الاسلام) يعنى په اسلام كې د بدل نكاح نه شته او دليل يې دا دى چې په جاهلي اعرابو كې به د دوى تر مينځ مهرونه نه وو او يوه ښځه به د بلې ښځې په بدل كې مهر گرځېده. ځنې خلك وايي چې كه د دواړو ښځو له پاره خپل- خپل مهرونه وټاكل شي، نو بيا پروا نه لري؛ خو ډېر نور څېړونكي بيا په دې اند دي چې د شغار نكاح كه مهر هم ټاكل شوى وي باطله او ناروا ده(87).

په وردگو كې د بدلانه ودونه ډېر دي، ځنې خلك چې ځوان زامن او لوڼې لري او غواړي چې په (بدلانه) واده وكړي؛ نو په داسې كورنيو پسې گرځي چې هغوى هم ځوان زامن او لوڼې ولري. په دې صورت كې د ځوان كورنۍ هڅه كوي چې داسې يوه كورنۍ ومومي چې پېغله خور- لور او كور يې د دوى خوښ شي. اوس د دوستي دوهم گام په هغه كورنۍ پورې اړه لري چې د لومړني كورنۍ خور- لور او كور خوښ كړي او دواړه يو د بل شرايط ومني او خېښۍ ته چمتو وي. كه چېرته دواړه خواوې يو پر بل راضي وي؛ نو د (دعا) او نورو دودونو  سرته رسولو ته وختونه ټاكي.

په وردگو كې د بدلانه په ځينو ودونو كې حالت ډېر ايديال نه وي، داسې ليدل شوي چې يو پلار خپله لور ځان ته بدلوي او داسې ښځه كوي چې د سن له نظره به د ده د لور همځولي وي او يا كومه په ځان باندې پېغله داسې هلك ته ودېږي چې لا د واده سن ته نه وي رسېدلې او تنكي حسابېږي(88).

ارواښاد استاد عطايي ليكي كومه ښځه چې په بله ښځه بدلېږي (مخۍ) بلل كېږي. په مخۍ كې دا ضرور نه ده چې هرومرو  دې يوه ښځه له بلې سره برابره وي. كېداى شي چې يوه ښځه ځوانه او ښكلې او بله په عمر پخه او بدرنگه يا لږ ښايسته وي، په داسې مواردو كې يو طرف و هغه بل ته (سر) وركوي. د عطايي صاحب په قول مخې كول تر ختيځو او جنوبي قبيلو په لويديځو قبيلو كې ډېر رواج لري (89) په وردگو كې هم د (سر د وركولو دود شته، خو لږ!

استاد عطايي ليكي چې د (سر) وركول چې كېداى شي نقدې پيسې يا مال وي، د بدلېدونكو پېغلو په مفهوم باندې چې مخۍ يا مخياني دي څه اغېزه نه كوي (90)
——————————————————-

[59] قوم عربي كلمه ده چې مفغنه بڼه يې قام يا كام كېږي. قوم د قبيلوي جوړښت يو غټ واحد دى. په عامه اصطلاح كې كام د (پښې) څخه نيولې تر (خېل) پورې ټول واحدونه په ځان كې رانغاړي. كام د قبيلوي ژوند محور دى او ټوله قبيلوي حقوقي مسايل د كام په رابطه جريان مومي. د قبېلې هر سړى مجبور دى چې خپلې گټې د كام په گټه كې وپلټي. متل وايي: (لوخې د كام ښه نه غوښته سر يې په درياب كې وچ شو). په دغه متل كې د كام حقوقي دريځ بيان شوى دى چې هر سړى بايد خپلې گټې د كام په گټه پورې وتړي.كام د لويې جرگې د جوړېدو صلاحيت لرونكى ځاى دى. دا قبيلوي واحد د (ټبر) د پراختيا په پايله كې جوړ شوى او د همدغه واحد قبيلوي تشكيل و چې د ميرويس خان هوتك او احمد شاه ابدالي په قومي جرگو كې يې د دولتونو جوړېدو ته لاره پرانستله.

كام له حقوقي پلوه په قبيلوي قانون كې ستر ځاى لري چې د صلاحيت تمثيل يې قومي يا كامي جرگه كوي( د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس ، ص 202- 203).

[60] په وردگو كې پوخ سړى هغه چا ته ويل كېږي چې عمر يې د ځواني له كلونو څخه تېر او د ډېرې تجربې خاوند وي.

[61] انگۍ ، ص 243-245.

[62] د پلار ورور ته تره، اكا يا كاكا ويل كېږي؛ خو په عامه اصطلاح هر مشر سړى چې د پلار په عمر وي (اكا) بلل كېږي. له بده مرغه چې د پښتنو په قبيلوي ژوند كې د وروڼو زامن، د ترونو زامن، تربوران يو له بل سره ښه نه وي او ډېرې يې په شخړو او دښمنيو اوړي. اكا با العموم وصي كېږي او په ميراث كې د ډېرې مداخلې واك لري، له هغه E ځايه چې اكا يا تره ډېره بې انصافي كوي؛ نو اكا وراره ته دښمن ښكاري. په پښتنو كې كه څوك مړ شي او ځوان زوى ونه لري ورور يې د خپلو ورېرو وصي كېږي، د مال اصلي وارث بلل كېږي او كله نا كله د خپل ورور له كونډې سره نكاح هم تړي. كه ورور د ورور كونډه ښځه ونه كړي، قبيلوي عزت ته يې زيان رسي (د پښتني قبيلو… ص 7).

[63] د كنړ د پېچدرې خلك هم ډېره هڅه كوي چې خپل زوى ته په نژدې خپلوانو يا خپل كلي كې واده وكړي او خپله لور هم همداسې نژدې ځاى واده كړي(د پېچدرې، ص 101).

[64] ډېر وردګ يو واده کوي؛ خو ځنې دوه_درې او څلور ودونه هم لري. د اسلام د مبارک دين د احکامو له مخي يو نارينه له څلورو ښځو سره نکاح تړلى شي؛ خو چې عدالت پکې وشي. د فقهاوو په نظر يو واده په اسلام کې ښه بلل شوى دى.

ننني ځوانان معمولاً يو واده ښه بولي؛ خو زموږ د پلرونو او نيکونو په وخت کې دوه_ درې او څلور ودونه هم ډېر دود وو. هغه کسان چې دوهم واده غواړي، کېداى شي چې له خپلې لومړنى ښځې څخه اولاد ونه لري، کېداى شي چې لومړنۍ ښځه يـــې ډېره ښاسيته نه وي، په عمر له ده څخه پخه وي، مور او پلار يې بې له خوښې ورته کړې وي، له دې ښځې سره يې جوړه نه وي او يا کوم بل دليل. ځنې کسان  چې لږ پيسې پيدا کړي بيا دوهم واده کوي، په ځينو کورنيو کې دوهم او درېيم واده له پلاره او نيکه نه دود وي او د کورنۍ هر مشرنارينه غړى ځان ته بل واده کوي.

پخوا به ځينو خانانو او ملکانو دويم، درېيم او څلورم واده هم کاوه، په داسې کورنيو کې تاو تريخوالى ډېر نه پېښېده؛ ځکه چې په ټول کور باندي به د خان يا ملک اغېزه خوره وه، هېڅ کار به د ده له خوښې پرته نه کېده او ښځو به د لانجو د جوړولو وس او وخت نه درلود؛ خو په عادي كورونو كې د دوو ښځو تر مينځ ډېرې شخړې پېښېږي.

له افغانستان او پښتنو نه ها خوا راز_راز نور ودونه هم شته، په داسې حال کې چې په ټولو مسلمانانو، افغانانو او پښتنو کې يوه ښځه يوازي له يوه نارينه سره نکاح تړلى شي، په نورو قومونو کې راز_راز ودونه شته. د مثال په ډول د هند د راجستان په ايالت کې د ښځو شمېر لږ او د نارينه ؤ ډېر دى، له همدې امله دوه وروڼه يا دوه نارينه له يوې ښځي سره واده کوي. ويل کېږي چې دا ښځه په نوبت د دې دوو مېړونو کورونو ته ورځي او اولاد يې هم په نوبت وي. يا په افريقا کې ځني داسې بېلګي شته چې ټول خلک ګډ ژوند کوي. په دې مانا چې د کلي ټولي ځواني ښځې د کلي د ټولو نارينه ؤ دي او اولادونه هم د ټول کلي بلل کېږي او هيڅوک ځانګړې ښځه يا ميړه يا اولاد نه لري.

د بوتان په بودايي هېواد كې يو نارينه له دوو ښځو سره د واده حق لري، يوه ښځه هم دوه مېړونه كولاى شي. په داسې مواقعو كې هغه سړى چې ډېره زمكه لري هڅه كوي چې  لور يې په يو وخت كې دوه مېړونه ولري چې دواړه په كروندو كې كار ورسره وكړي. داسې ښځه له خپلو دواړو مېړونو سره د پاتې كېدو يو جدول جوړوي او ټول هغه په پام كې نيسي. ويل كېږي كله چې د داسې ښځې ماشوم وزېږي، يوه مياشت وروسته د كلي څلور پنځه مشران او د عبادتځاى مذهبي مشر (مانك) د دوى په كور كې راټولېږي د ماشوم مخ او رنگ ته گوري او بيا پرېكړه كوي چې كوم پلار ته ډېر ورته دى چې د هغه اولاد وبلل شي.

[65] د جلۍ د ځوانۍ وروستي كلونه چې بيا واده كېږي.

[66] شنه د څارويو له پاره شوتله(شفتله) رشقه او نور واښه.

[67] استاد حبيب الله رفيع ليكي چې پخوانيو آريايانو د كورنۍ له ډېرېدلو او پنځېدولو سره مينه درلوده او په خپلو سندرو كې به يې له لوى خداى(ج) څخه غوښتل چې د دوى مېنه آباده كړې:

 خداى تعالى د ژوند واكمن دى

د ټول عالم څښتن دى

دى وركوي سړو ته ښې كورنۍ

نو خدايه! موږ ستا مريي يو- مريي!

بې اولاده، بې ښېگڼې موږ مه مړه كوه.

رفيع صاحب ليكي چې دا آريايي عنعنه دومره درنه او منلې وه چې تراوسه دود ده. سوونه كلونه مخكې بېټ نيكه ويلي و چې:

لويه خدايه! لويه خدايه             ستا په مينه، په هر ځايه

غر ولاړ دى درناوى كې             واړه ژوي په زارئ كې

دلته دي د غرو لمنې                زموږ كېږدۍ دې پكې پلنې

دا وگړي ډېر كړې خدايه!             لويه خدايه! لويه خداي!

او اوس پښتنې پخپلو بدلو كې وايي:

ناوې ښې ولې دې تخت دى

كه (… جان) ته خداى زوى وركا          ناوې ستا تندى د بخت دى

*

زرغونه سې ناوكيه

د اوو زامنو مور سې           چې ولاړه كې كېږديه

*

زرغونه سې ناوكيه

د اوو زامنو مور سې             چې درجوړه كې اوږيه

(پښتني دودونه، ص 10-11).

ښاغلي محمد عارف غروال د ستر څېړونكي گوستاولوبون په حواله كاږي چې زړو آريايانو د كورنۍ پرستش كاوه او خپل نيكونه يــــې ســپــڅلي او ستانه بلل،    E

 كهول يې د نعمتونو مركز باله او د هغه د ډېرولو له پاره يې زيارايسته. (غرنۍ سندرې، ص 28). همدا عنعنه په اوسنو پښتنو كې هم ژوندۍ ده او غواړي چې ډېر بچيان او ستره كورنۍ ولري.

د ښځې دريځ په كوچيانو كې هم د نورو پښتنو په شان ډېر محكوم دى. په كور كې د نجلۍ پيدا كېدل د بدمرغۍ نښه ده. گرد كهول او نور خپلوان په دې خواشيني كېږي او خجالت احساسوي. كه څوك د لور د پيدا كېدو خبر واوري شرمېږي او عار يې گڼي. نارينه لكه پلار معمولاً وړې نجونې په غېږ كې نه اخلي. لور له پلاره سره بيخي پردۍ ښكاري. په كوچيانو كې ښځه د متاع او تجارتي مال حيثيت لري. كوچۍ پلار خپلو لور وړوكي هلك يا سپين ږيري ته وركولاى شي او پېغله حق نه لري چې نارضايتي وښيي(پښتانه كوچيان، ص125).

[68] سيد آباد، چك، جغتو، شنيز او جلگه یا دایمیرداد د وردگو د ولسواليو او تنګی د یوې دری نومونه. تنګی وردګ او لوګر سره نښلوی.

[69] د وردگو او نورو پښتنو په ټولنيز اندود كې د (ډم) بحث يو په زړه پورې څپركى دى. وردگ ځانونه اصيل او ډمان چې د حلالې روزۍ د گټلو له پاره كار كوي كم اصله بولي. داسې ښكاري چې ډمان هم له سلگونو كلونو راهيسې په همدې سيمه يا په بله ژبه له همدې خلكو سره څنگ په څنگ اوسېدلي، د همدوى په شان جامې اغوندي، د همدوى په ژبه خبرې كوي، د خلكو په خدمت بوخت وي، د همدوى دودونه پالي او يو د بل په خوښيو او ويرونو خوشاله يا خپه وي؛ خو په ټولنه كې د اوسنيو واكمنو ديني او ټولنيزو شرايطو له مخې د هنديانو د (كاست) په شان كم اصله او ټيټ خلك بلل كېږي. ډمان په خپلو مينځونو كې ودونه كوي او هر غټ كلى ځانله خپل  ډم يا ډمه كورنۍ لري. ډم ته كه د قبيلوي سړي له خوا زيان ورسېد؛ نو نه ننواتې ورته كېږي او نه مركه پرې جوړېږي. بلكې د قبيلې يو دوهمه يا درېيمه درجه مشر د ډم په عرض غور كوي. د ډمانو ښځو ته ډمانې ويل كېږي.

په وردگو كې ډمه د خپل كور عادي ښځه ده او د كليوالو له پاره ډېر كار  نه كوي؛ خو په ځينو نورو پښتنو كې ډمه هغه ښځه ده چې ناوې جوړوي او ساز كوي.

ډمه د قبيلوي اشرافيت په لړ كې ټېټ دريځ لري، په ودونو كې د ښځو له پاره ډوډۍ پخوي او د ناويدود په نورو كارونو كې برخه اخلي. ډمه هم د ډمانو په څېر په واده كې له دواړو خواوو څخه شريني غواړي. په ځينو پښتنو كې د ډمې خرڅ او جامې د خان له كوره ورځي. د پښتنو په هغه قبيلو كې چې ښځې په پرده كې گرځي ډمانې لوڅ مخ وځي او له دغه قيده ازادې وي (د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس ،  ص147).

ډمان د كلي د نارينه ؤ، ماشومانو او لويانو ږيرې او سرونه خرېيي، ماشومان سنتوي، د خوښيو او وير په وختونو كې خلك خبروي (پخوا چې تگ راتگ په پښو كېده، ډم يا ډمانو به په لسگونو نورو كليو ته د غم يا خوشالي خبر رساوه او خلك به يې گډون ته رابلل- اوس دا كار ډېر ساده شوى دى؛ ځكه ډمان موټر سايكلونه يا موبايل ټلفونونه استعمالوي او يا د معاملې خاوند (غم يا ښادي) نېغ په نېغه خپل خپلوان خبروي او يا كارتونه ورلېږي)، ډمان د خلكو غاښونه باسي، په ودونو كې ډولونه وهي او ځنې خو يې لا باجې (ارمونيه، هارمونيه) او دوكړې(دوكړه- دوكړې، طبله) هم ږغوي او سندرې بولي، د ډوډۍ  په وخت كې د خلكو لاسونه مينځي.  د ډمانو د كار لړۍ په وردگو كې تر دې هم پراخه ده چې ځانله جلا څېړنېز بحث غواړي.

له ډم وروسته د پښ خبره راځي. په قبيلوي اشرافيت كې پښ دروند دريځ نه لري او په درنه سترگه نه ورته كتل كېږي. په ځينو پښتني قبيلو كې كله چې پلار د لور (ولور) واخلي، د كلي پښ يا اهنگر ته يو څه پيسې وركوي چې (ځنځير) بلل كېږي. د ځنځير نه وركول د بې غيرتي نښه ده. پښ اكثراً اجنبي قبيلو ته منسوب وي او په خپلو مينځونو كې ودونه كوي. (د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس ، ص 40).

په وردگو كې پښان په شمېر ډېر لږ او سيمه ييز خلك دي. د دوى د كانونو د لوونو په وخت پرانستل كېږي او د لنډې مودې له پاره كار كوي.

وردگ تركاڼ يا نجار ته هم په كمه سترگه گوري. تركاڼ هغه څوك دى چې له لرگو څخه ورونه، كړكۍ، المارۍ او نور لرگين شيان جوړوي. تركاڼاڼو به پخوا كڼاوې هم جوړولې چې اوس نشته. تركاڼ هم په قبيلوي اشرافيت كې ټيټ دريځ لري. د تركاڼانو كار له پلار څخه زوى او له زوى څخه لمسي ته لېږدي. داسې ښكاري چې وردگو ته به لومړي تركاڼاڼ له نورو سيمو څخه راغلي وي. په وردگو كې خلك تركاڼ ته (نجار) وايي چې يو وارداتي تورى دى. پخوا وردگو ته يو بل ډول كسبگر هم راتلل چې خلكو به (كاسه گر) بلل. كاسه گرو به له لرگو څخه د خلكو له پاره لرگين لوښي(ښانك يا ښنكى، تتۍ، مجمع يا مجمه، ټوټيې، څمڅې، شيطان څراغونه او نور) جوړول. كاسه گر اوس نشته او خلك، چيني او پلاسكو لوښي استعمالوي. د وردگو يا پښتنو د پخوانيو لرگينو لوښو پېژندگلوي به ډېره په زړه پورې وي. په ځينو پښتنو قبيلو كې تركاڼاڼ په ودونو كې د زوم له پلار څخه خپله برخه غواړي.

جولا هم په وردگو كې ټيټ قبيلوي دريځ لري. جولا گان اوبدونكى دى چې كليوال واده نه ورسره كوي. د جټ او جولا نوم يو ځاى يادېږي. جولاگان ځان ته خپل دودونه لري. په وردگو كې خلك جولا ته (دوړ) وايي. د سيد اباد د اونخې درې ډېر خلك پخوا دوړان وو او په سيمه يا نورو ځايونو كې به يې ټغر اوبدل. داسې ښكاري چې وردگو ته به لومړي جولا گان يا دوړان له نورو سيمو څخه راغلي وي. په قبيلوي اشرافيت كې دا د يوه سړي په شان تېرى گڼل كېږي چې هغې ته د جولا خطاب وشي. جولا گان د جامو له پاره خمتا او د هلمند په ځينو سيمو كې د كېږديو ټوكران (تاگى) اوبي. له جولاگانو سره په پېښو كې جرگه او مركه نه كېږي(د پښتني قبيلو، ص 80)

په وردگو كې اوس دوړان نشته او دا كسب په بشپړه توگه له مينځه تللي او د وطني ټغرو ځاى غاليو او بهرنيو فرشونو نيولى دى. دا په رښتيا يوه تراژيدي ده چې زموږ سيمه ييز صنعت له مينځه ځي او ځاى يې وارداتي مالونه نيسي. د دوړانو د كار د وسايلو نومونه داسې وو: كڼۍ يا د ټغر د اوبدنې چوكاټ او مږنځى د تارونو د وهلو وسيله. كولى Koli يا كوهلى Kohli  هندي ويي دى او هغه كاست يا طبقې ته ويل كېږي چې شيان اوبي لكه جولا (رامايانا ، ص 375). كېداى شي چې د اونخي د درې د كڼۍ ويي له دې (كولى يا كوهلي) سره نژدې وي.

يو بل كسب چې وردگ يې ښه نه بولي د چچونو او غلبيلونو جوړول دي. دې كس ته خلك چچگر وايي چې د كلي د غنمو او دانو د پاك كولو او چاڼ له پاره چچونه جوړوي. قبيلوي اشرافيت چچگر ته په وړ نظر نه گوري. د افغانستان په لويديځو سيمو كې جټان د چچگرو كار كوي. پښتانه چچگر او چټان خپل كفو نه بولي. د دوى په پېښو جرگه نه E

جوړوي او څوك واده نه وركوي (د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس، ص 83). د چچگرو شمېر اوس ډېر كم شوى دى؛ ځكه جگړو، وچكاليو، مهاجرتونو او نورو اقتصادي او ټولنيزو عواملو له يوې خوا د كرنې د زمكو اندازه كمه كړې او له بلې خوا كرنه څه نا څه ماشيني شوې ده له همدې امله د چچ او غلبېلونو استفاده ډېره كمه شوې ده.

كلال چې له خټو څخه لوښي جوړوي هم په قبيلوي ټولنه كې كښته موقعيت لري، كلالان زياتره د نورو قبيلو خلك وي. څرنگه چې قبيلوي اشرافيت د كار ځنډ گرځي؛ نو كسبكر د مزدورانو په ډله كې راځي او د مزدور او بادار معامله ورسره كېږي. داسې ښكاري چې وردگ كلال نه لري او هغه كسان به پخوا له نورو سيمو څخه راتلل چې دوى ته يې خټين لوښي(منگي يا گړي، كوزۍ، كنډولى، كټوې، د كروتو د زدودولو تغار، خميردان، تفداني، ځگونه، تغاره، شمعه دان يا  شيطان څراغ، د كټوو سرونه، سړوبي، چلمونه او داسې نور) جوړول. د ځينو كلماتو له غير پښتو جوړښت (لكه شمعدان، شيطان چراغ، خميردان يا تفداني) څخه داسې ښكاري چې دا كسب لومړى پاړسيوانانو د پښتنو او په خاصه توگه د وردگو سيمو ته وړى او بيا دوى خپله زده كړي. د سپين ږيرو د وينا له مخې پخوا به منى مهال كلالان د دوى كليو ته ورتلل، هلته به يې شپې تېرولې او د خلكو د اړتيا وړ لوښي به يې ورته جوړول او دا به يې د غنمو،  جوارو او نورو حبوباتو په بدل كې په دوى خرڅول.

كلال Kalala  اصلاً هندي- اردو ويي دى او هغه كاست (د ټوليز وېش ښكته پوړۍ) او طبقې ته وېل كېږي چې شراب خرڅوي (رامايانا, ص 371).  دا چې دا ويي څنگه په پخواني افغانستان كې د ختينو لوښو جوړونكو ته كارول شوى، لږ څېړنه غواړي.

هغه كسان چې اوښان له يوه ځايه بل ځاى ته بيايي وردگ يې (اوښبه) او نور پښتانه يې (اوښ وان)  يا (بټارى) بولي. دا سړى هم په قبيلوي اشرافيت كې ښكته دريځ لري. متل وايي (چې مور يې بټيارۍ وي، زوى يې نه فتح خان كېږي) اصيل پښتانه اوښبه د ځان كفو نه بولي. په قبيلوي ټولنه كې د قبېلې اصلي سړى بټياره كولاى شي؛ خو د قبيلې ښځه په بټيار نه واده كېږي. قبيلوي اشرافيت هغه سړى چې پلار يې اصيل؛ خو مور يې بټياره وي هم خام بولي (د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس, ص 10 د مجمع الفنون د ص 427 په حواله).

دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چې پښتنو پخوا په كليو كې عموماً او وردگو خصوصاً كار او كسب نه خوښاوه او هسې خوشې په غټه لونگۍ او اوږده شمله خوشاله كېدل. دوى په داسې واهي وياړونو ژوند كاوه چې ډېر مادي ارزښت يې نه درلود او نننۍ وروسته پاتې، بېوزلي او بېسواده ژوند يې د همغه پخوانيو وياړونو يوه ښه پايله بللى شو!!

د پښتنو د ټولنيز- اقتصادي جوړښت څېړنه دا په ډاگه كوي كله چې پخوا پښتنو پردي يا غير پښتنې قبيلې لاندې كړي، د دوى سيمې يې په خپلو كې وېشلې او ځنې هغه كسان يې له ځانه سره ساتلي چې په جگړو كې نه دي وژل شوي او له خپلو قبيلو سره نورو سيمو ته نه دي كوچېدلي او غوښتي يې چې په خپلو كورونو كې پاته شي. پښتنو كه څه هم چې دې خلكو ته د زمكې حق نه دى وركړى؛ خو د مرييانو په سترگه يې هم نه دي ورته كتلي او حق يې وركړى چې هملته ژوند وكړي او د خپلو كسبونو له لارې ژوند وكړي.

تاريخي څېړنې څرگندوي چې بېلابېل پښتانه تل يو د بل سيال پاته شوي دي. د مثال په توگه يوه پښتون نه شواى كولاى چې د بل ږيره وخريي؛ ځكه يې پردي عناصر په خپل اړخ كې ساتل چې ځنيې چارې سر ته ورسوي. مورخين وايي چې د پښتني ټولنې پردي عناصر د F.Barth په قول هندي كاست Caste ته ورته وو؛ خو له هغوى سره E

يې توپير هم درلود. پښتانه له كسبگرو سره ځان مساوي نه بولي او لانجه هم نه ورسره كوي. د مثال په توگه پښتانه په قبيلوي جگړو كې په ښځو، ماشومانو او نايانو يا ډمانو ډزې نه كوي؛ ځكه د ځان سيال يا مساوي يې نه بولي. پخوانيو پښتنو او وردگو له بزگري، پوونده توب او سوداگرۍ پرته نور ټول كارونه ټيټ بلل. حتى دكان يې نه خوښاوه او ځكه به دا چارې هندوانو او نورو اتنيكي ډلو سرته رسولې(د پښتنو ټولنيز– اقتصادي جوړښت، ص 116- 118).

د تاريخ له مخې هغه وخت چې احمد شا بابا په افغانستان كې يو پياوړى مركزي دولت جوړ كړ، ډېر تخصصي كارونه او كسبونه د غير پښتنو په لاس كې وو، دا ستونزه له بده مرغه تر اوسه هم روانه ده او پښتانه كسبونه او فزيكي او فكري كارونه ډېر نه خوښوي، ښارونو ته ډېر نه كډه كېږي او د خپل همغه ډېر ساده او وروسته پاتې ژوند په لومه كې ښكېل پاته دي

د تېراه پښتانه وايي چې ښه او اصل خلك هغه دي چې خپل كار كوي. پخوا به دې اپريدو خپلې زمكې كرلې، په غرونو كې به يې لرگي وهل او هغه به يې خرڅول. دكانونه او نور كسبونه به هندوانو كول. وايي چې دې هندوانو به د مسلمانو اپريديو جوماتونه ته تېل او د مشرانو اوجرو(حجره) ته د چلم تنباكو وركول. كله چې انگريزانو د نيمه نيمه وچو ووېشله او پاكسان يې جوړ كړ، ډېر هندوان د هندوستان خوا ته لاړل او تېراوال اپريدي بې تېلو او تنباكو پاته شول؛ ځكه يې خپله لسټوني بډ وهل او ورو- ورو يې كارونو ته مخه كړه او واړه- واړه كارونه يې پيل كړل. سپين ږيري اپريدي اوس هم په دې اند دي چې هغه كسان چې كسب لري لكه لوهار، دكاندار او دوى يې (كاريگر) بولي معمولاً له قبيلې څخه بهر يا په بله ژبه پردي خلك وي. اپريدي دا ډول خلك اصيل او خپل سيال نه بولي(انجنير مولانظر).

[70] په يو شمېر قبيلو كې بوچ هغه دى چې غوږونه يې پرې شوي وي او دا ډېر د څارويو په برخه كې ويل كېږي. په پښتنو كې د چا د پزې پرېكول له نرخ سره سم تاوان لري. په احمدزيو كې دا تاوان نيم خون دى. كه څوك بل څوك ووژني او بيا يې پزه په مړينه غوڅه كړي، دا د بل پوره خون تاوان غواړي. دا مسله د ښځې او نارينه په حق كې يو شان ده. په ځينو قبيلو كې په تېره هغه چې د موسى نرخ پالي كه څوك د پردۍ ښځې پزه پرې كړي نه يوازې دا چې يو پور په غاړه اخلي بلكې د ښځې خپلوانو ته د هغې د بې حرمتي شرم هم بايد وركړي(د پښتني قبيلو, ص 26، د كابل كالنۍ 1318 په حواله، ص 135، د ارواښاد استاد پژواك مقاله). بوچې يا بوچ ته پز پرېكړى هم وايي. پښتانه د پزې پرې كول ښه نه بولي او پېغور يې گڼي؛ ځكه هغه څوك چې بل چا ته په غوسه وي هغه ته وايي( پزه دې پرې شه!)

[71] په وردگو كې په هر مړي پسې خيرات يا خيراتونه كېږي. منى مهال چې خلك له كارونو څخه لږ وزگاره شي؛ نو په خپل هغه مړي پسې چې د كار په موسم په حق رسېدلى وي خيرات كوي. دا مسله اقتصادي لامل هم لري، كه د مړي د خښېدلو په وخت كې د مړي كورواله د خيرات وس ونه لري؛ نو مني چې خپل كرنيزه توكي خرڅ كړي او يا د پيسو د پور له پاره پوره وخت ولري په مړي پسې خيرات كوي.

[72] لاندي: په وردگو كې شتمن خلك، لكه د سړو سيمو د نورو اوسېدونكو په شان لاندي كوي. په لاندي كې خلك پسه يا غوينه حلالوي او غوښه يې ځوړندوي چې د ژمي د سړو شپو له پاره وچه شي.

[73] – كورسپينول چې وردگ يې د خټو كړل بولي، د ښځو او نجونو كار دى. وردگ په كال كې يو دوه ځلې خاصتاً له ژمي څخه وروسته چې د تناره دودونو ټول كور تور كړي وي، د استوگنې د كوټو كالي وباسي او د خونو ديوالونه او ان چت په خټو موښي. په دې حالت كې ښځې سپينه خاوره په اوبو كې لمدوي او بيا يې د څړيو (د رخت ټوټې) په مرسته په ديوالونو موښي. كله چې دا رنگ وچ شي خوني پاكې ښكاري، په وردگو كې ښځې دهليزونه، د اورخونه او د كور ځنې بيروني ديوالونه هم په خټو سپينوي. هغه ځاى ته چې سپينه خاوره ځنې راوړل كېږي، خلك (گل كنه) وايي. له دې خاورې سره چغل شوي واښه يو ځاى كېږي او ښه په خوند يې خوشتوي چې پخه شي. كله چې ژمى تېر شي او خونې په دود تورې شوې وي، ښځې د خونو چتونه چې وردگ ورته پشتول وايي هم د څړيو په مرسته سپينوي چې خونې ښايسته  او سپينې ښكاري شي.

[74]  پوول- د مال څرول. په وردگو كې خلك دومره سپين او شنه واښه نه لري چې خپل څاروي (مال) په كور ماړه وساتي؛ ځكه نجونې، هلكان يا د كورونو مشران خپل مال د روځې دوه وخته سهار او ماسپښين خپل مال هغه عامو ځايونو ته بيايي چې شنه واښه ولري. عام ځايونه لكه د ويالو څنډې، خوړونه او ډاگونه چې د بل چا شخصي ملكيت نه وي. خلك خپل مال په خپلو هغو پټيو كې هم پيايي چې غنم يا بل كښت يې رېبل شوې وي، كه څوك خپل مال د بل چا په ملكيت كې وپيايي، په دې باندې شخړې او خپگانونه جوړېدلى شي.

[75] لسټونخولې- په وردگو او نورو پښتنو كې ښځې دوې پلنې ټوټې (5-10 سانتي) په ورېښمو، سونډو، عادي تارونو، مريو او آيينو ښايسته جوړوي. د دې ټوټو اوږدوالى د لستوڼي د خولو په اندازه وي. پخوا به د ښځو د لسټونو خولې غټې يا پراخه وې.

[76] مټوۍ- گرده مدوره پرېړه ټوټه چې په مريو، آيينو، زرتارو او سونډو ډېره ښايسته جوړېږي. په وردگو كې ښځې د مټوۍ له پاره لومړى د ټوكر څو ټوټې سر په سر گنډي چې ټوټه لږ پرېړه او مظبوطه شي او بيا دا نور سينگار پرې جوړوي. ښځې مټوۍ د خپل كميس په دواړو وليو (ولي- شانه) باندې گنډي چې كميس ښايسته ښكاره شي.

[77] د پايڅو خولې – د پايڅو خولې د لسټونخولو په پرتله نرۍ يا كم بره وي او په ليس او چرمو باندې جوړېږي او په درز باندې يې يوه كمكۍ ښايسته مټوۍ گنډل كېږي.

[78] سرتا- په وردگو كې ښځې سورور (بردار) پوړنى (ټيكرى) په سر كوي. دا پوړنۍ معمولاً په دوې (تا) جوړېږي، يعنى په اوږدو دوې ټوټې څنگ په څنگ گنډل كېږي چې پوړنى سورور شي. د دې دواړو ټوټو په پاسنۍ يا د سر خوا ته ټوټه په رنگه سونډو ډېر ښايسته گلان جوړېږي. پخوا به په تورو پوړنيو باندې په سرو سوڼډو گلان گنډل كېدل چې ډېر ښايسته به ښكارېدل. كله چې ښځه دا ډول پوړني په سر كړي همغه ښايسته برخه به يې په سر او وليو له ورايه ښكلى ښكاري

[79] بوخڅه- بقچه مربع ټوټه چې د جامو د ساتلو له پاره په كارېږي. ښځې بوخڅه له ښايسته ټوټو څخه جوړوي. كېداى شي چې دوه ټوټې سر په سر وگنډي چې د بوخڅې دواړه خواوې دوه بېلابېل رنگونه ولري. ځنې ښځې د بوخڅې په څلورو كونجونو گلان جوړوي چې ښايسته ښكاره شي. كله چې ښځې خپلې جامې د بوخڅې په مينځ كې كېږدي. څلور خواووې يې پرې راواړوي او بيا يې په قلفي ستن بنده كړي.

[80] ميانۍ- د پيسو د ساتلو كمكى كڅوړه يا بكس چې په انگريزي كې والت Wallet ورته وايي.

[81] ښځه په اسلام كې، محمد حسن حقيار، پېښور، ص 272

[82] – ملا- مذهبي مشر ته ملا ويل كېږي. ملا سربېره پردې چې جومات ساتي، لمونځونه وركوي، د مړي د گور او كفن كار كوي او نكاوې تړي. ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي او كله چې د دوو قبيلو تر مينځ توده جگړه روانه وي؛ نو ملايان قرانونه په سر نيسي، د جگړې ډگر ته ننوځي او جگړه بندوي.

ملا كله- كله په جرگه او مركه كې اصلي غړيتوب اخلي؛ خو په لويو جرگو كې د جرگې اصلي غړى نه وي؛ بلكې د دعا له پاره هلته ورځي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كېږي، تنظيم يې د ملا په غاړه وي(د پښتني قبايلو، ص256).

له هغه وخت څخه راهيسې چې د ارواښاد عطايي صيب كتاب(د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس) خپور شوى دى، تر اوسه پورې د ملا په ټولنيز دريځ كې ډېر توپير راغلى دى. جگړې، يرغل، مهاجرت او د مجاهدينو او طالبانو واكمنيو د پښتنو د قبيلوي نظام اساساتو ته ډېر زيان رسولى او بنسټ پالي ملايان د ډېر واك د ترلاسه كولو له پاره هڅې كوي. د طالبانو د اسلامى غورځنگ واكمنۍ او له امريكا او ناټو سره د دوى جگړو پښتني قبيلوي ټولنه نوره هم كمزورې كړې او د القاعده په ملاتړ د ملايانو او طالبانو رول ډېر پياوړى شوى دى.

[83] ملك- د قبيلې يا كلي مشر ته ملك وايي. ملك د قبيلې پېښې څاري او خلك په مهمو وختونو كې په نويو پېښو خپروي. ملك معمولاً هلته كار كوي چې سيمې د دولتي موسساتو په اداره كې وي. په دغسې قبيلو كې ملك د قبيلې او دولتي ادارو تر مينځ د رابط حيثيت لري. ځنې خانان د ملكانو په شكل راپورته كېږي؛ خو ځنې نور ځانونه له دې منصب څخه لوړ بولي. د ملكي حقوقي موسسه هم په تېرو دېرش كلنو جگړو، يرغلونو، مهاجرتونو او ټولنيزو بدلونونو كې ډېره كمزورې شوې ده او ځاى يې سيمه ييزو تنظيمي قوماندانانو، ملايانو او طالبانو نيولى دى.

پخوانيو ځينو ملكانو ډېرې زمكې درلودې، حجرې به يې لرلې، خلكو ته به يې ډوډۍ گانې وركولې، له حكومتي كسانو سره به يې ناسته پاسته درلوده، جرگې مركې به يې غوڅولې، لويې برجورې كلاوې او اصيل ټوپك به يې درلودل؛ خو اوس ملك هغه دبدبه نه لري او دغه لړۍ ورو- ورو له مينځه ځي.

[84] د كنړ ولايت د پېچدرې خلك هم د نورو ډېرو كليوالو پښتنو په شان واده د كور- كلي كار بولي او ځوان او پېغله څوك پوښتي هم نه! ښاغلى گلاب زى ساپى ليكي: (… د هلك له پاره به ښځه د هغه پلار، مور او يا نور مشران خوښوي. د مشرانو چې د هر چا سره د خولې خندا او يا دوستانه جوړه شي، د هغې خور يا لور خپل زوى ته غواړي؛ خو هلك په هېڅ ډول سره دا نه شي ويلى چې زه دا جنۍ نه كوم، كه داسې وشوه؛ نو د مور او پلار او يا د نورو مشرانو د ستر تهديد يا خندا سره مخامخ كېږي.

كله خو داسې هم پېښېږي چې د هلك پلار يا مور يوه جنۍ د كور د كارونو له پاره خوښه شي؛ نو په خپل زوى زور اچوي چې موږ د پلاني لور چې ډېره هوښياره جنۍ ده خواه مخواه ستا له پاره غواړو، كه بيا ستا خوښه نه وه ځانته بله وكړه!) نوموړى ښاغلى ليكوال وړاندې ليكي: (په پيچدره كې جنۍ نه پخوا دا حق درلود او نه اوس دا حق لري چې د خپل راتلونكي مېړه په هكله خپل نظر وړاندې كړي، ان تر دې چې كېداى شي پلار يې كوم بوډا يا ليوني ته په زور واده كړي) ( د پېچدرې د پښتنو ولسي دودونه, ص 79- 81).

(په لغمان كې د واده دودونه) كتاب ليكي چې لغماني ميندې او پلرونه د واده په هكله د خپل زوى خوښه اخلي او په دې برخه كې د ځوان او پېغلې (سكوت) يا چوپتيا خوښه انگيري او كارونه مخ ته وړي (د كتاب 4- 5 مخونه). كېداى شي چې دا خبره په عصري كورنيو او يا ښاري لغمانيو كې دود وي؛ خو په كليوالو كې لا دا تمه نه شي كېداى.

[85] د هندوانو او سكانو د مذهبي مشرانو د احكامو سره سم د واده له پاره د ځوان عمر 24 او د پېغلې 18 كاله په پام كې نيول شوى دى. هندوان او سكان په ټوله نړۍ كې دا دود پالي؛ خو په افغانستان كې دې حدودو ته ډېر نه كتل كېږي او ځنې نجونې په كم عمر (15- 18) كې ودېږي (افغاني هندوان او سكان, ص 139).

[86] مدني قانون, ص 20.

[87] د پېچدرې , ص 99- 100

[88] د افغانستان مدني قانون 69 ماده د (بدل) واده (ازدواج) په هكله وايي: (د بدل ازدواج په عقد كې يوه ښځه د بدلې ښځې په بدل كې نه واقع كېږي او هرې يوې ښځې ته مهر مثل لازمېږي.)

[89] د پښتني قبيلو, ص 250.

[90] د پښتني قبيلو، ص 250.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب