احسان الله ارینزی
ښځې د ښادۍ د بدلو جوړونكى:
د ښادۍ بدلې او په دې لړ كې چغې- چيغې يا انگۍ د ولسي ادب هغه ځانگړى شعرى صنف دى چې په ښځو پورې اړه لري. له هغه ځايه چې دا بدلې د ښځو د عواطفو او احساساتو استازيتوب كوي؛ نو ځكه ځانگړى سندريز خصوصيات، اهنگ او تال لري چې سينه په سينه رانقل شوي او د وخت او ځاى د غوښتنو له بدلونونو سره- سره تر موږه پورې رارسېدلي دي. دا د بېسواده پښتنو ښځو ادبي ايجاد دى چې په حقه يې د دوى مورنۍ ميراث گڼلى شو.
د دې كتاب مخكنيو پاڼو وښوده چې د ښادۍ بدلې او انگۍ د پښتنو د داسې يو دود ځانگړى بدلې دي چې ژر بدلېدونكې بڼه لري، لكه څنگه چې د واده دود د خلكو له اقـتصادي- فرهنگي او ټولنيز بدلېدو او نوي كېدو سره جوخت بدلېږي او نوى كېږي، دا بدلې هم ورسره بدلېږي او نوي مفاهيم خپلوي. داسې ښكاري چې دا بدلې په اولسي ادب كې داسې يوه غټه او ښېرازه ونه بلل كېږي چې زړې پاڼې يې توييږي او په ځاى يې نوې پاڼې ټوكېږي. هغه دود چې نوى رامينځ ته كېږي او يا په كوم دود كې چې بدلون راځي، د هغه له پاره نوې بدلې جوړېږي. د مثال په توگه څو لسېزې مخكې چې په وردگو كې ناوې په ډولۍ، جوپان يا اس باندې وړل كېده؛ نو په لسگونو داسې بدلې وي چې ډولۍ يا اس به پكې ستايل شوي و لكه:
اوس به شين نيلى په دروازه درشي
اوس به د (…..) ټولى بسته درشي
په پاسنۍ بدله كې شين نيلى د (اس) مانا وركوي؛ خو اوس چې ناوۍ په گلپوشه كوچنيو موټرانو كې وړل كېږي، سمدلاسه داسې بدلې جوړې شوې چې د ناوې د وړلو د موټر رنگ او ښايست پكې ياد شوى دى:
نن بيه په وطن گرد دى شين زرغون مېټر راځي
ماشين يې خراب مه كړې، (… خان) ويندير روړي
د زمان او مكان له شرايطو سره سم د بدلو د بدلون او نوي كېدنگ پرله پسې او نه تم كېدونكى حالت، ښځو ته دا واك وركړى چې فى البديهه بدلې جوړې كړي او يا پخوانيو بدلو ته نوى رنگ وركړي. دغه بدلې په عين حال كې د ښځو د هنري ذوق د سيالۍ استازيتوب هم كوي. دوى په يوه كور كې سره مخامخ كېږي؛ خو دوه ډلې وي، يوه كورواله او بله وراباڼه. كورواله د ناوې د كور ښځې يا د دوى مېلمنې خپلوانې وي چې د ناوې په ننگه بدلې بولي، د ناوې ښايست، جامې، پلار او مور او نور خپلوان ستايي او كله نا كله په وراباڼو باندې انتقادونه كوي. بل لورى وراباڼې يا ټنگورې يا خېښانې هغه دي چې د زوم له كوره راغلې وي.
په ورا باڼو كې د زوم د كور ښځې او د دوى داسې نژدې خپلوانې راځي چې د زوم كورواله يې د ناوې كور ته د تللو له پاره ټاكي. دوى د زوم، د زوم د كور، د زوم د خپلوانو، شتمنيۍ، پيسو او نورو ښېگڼو په ستاينه كې بدلې بولي او كله نا كله د ناوې د ښايست، د ناوې د كور، د ناوې د كور د ډوډۍ او هركلي، د ناوې د خپلوانو او نورو كوايفو په هكله انتقادي ويناوې كوي او هڅه كوي چې ځانونه په هغو باندې ښه وبولي. دغه راز سندريزه مشاجره كله نرمه وي اوكله ډېره جدي شي او د ښكنځلو بڼه ځان ته غوره كړي. لنده دا چې په داسې شېبو كې دواړې ډلې ښځې ځانونه اړ بولي چې يو د بل د ستايلو يا غندلو له پاره فى البديهه او مناسبې بدلې جوړې كړي او هملته يې د غږ په څپو كې مقابل لوري ته واوروي.
د ښادۍ د بدلو د ويلو سيمې:
پروفيسور ولي محمد سيال كاكړ ليكي چې د ښادۍ بدلې لومړى په كندهار كې پيل شوي او بيا تر ژوب، بوري، پښين، كوټې، زيارت، غزني، پكتيا، پېښور، زابل او د وردگو تر سيمو پورې خورې شوې دي. مروت د واده ځانگړو بدلو ته (ښادي) وايي. كاكړ صاحب ليكي كومې بدلې چې له كاكړستان څخه تر وردگو پورې رواج لري. هغه د پېښور په تاريخي سيمه كې نه ليدل كېږي او هلته د واده له پاره ځانگړي كسرونه جوړ شوي چې د لنډيو، ټپو او درياوو سره يو ځاى په سندرېزه توگه ويل كېږي(54).
ارواښاد استاد دوست شينوارى ليكي چې د ښادۍ بدلې په مركزي او لويديځو سيمو كې زيات عموميت لري(55). له مركزي سيمو څخه د ښاغلي دوست مطلب هرومرو د وردگو، لوگر او غزني سيمې او لويديځې فراه، ارزگان، شينډنډ او هرات دى. موږ په دې ټولگه كې د ننگرهار او كنړ د ولايتونو د ځينو سيمو د ښادۍ د بدلو څو بېلگې لرو او دا په ډاگه ښيي چې د افغانستان په ختيځو برخو كې هم د ښادۍ بدلې شته. پوونده كوچيان هم د ښادۍ بدلې لري. لنډه دا چې د ښادۍ بدلې د ټولو پښتنو گډه ولسي پانگه ده چې په ډېرو سيمو كې جوړېږي او د ودونو د مراسمو د سندريز كولو، ښكلا او خوشاليو له پاره بلل كېږي.
تر كومه ځايه پورې چې ما ته معلومه ده ډېرې پېغلې او ښځې دا بدلې په كوټو كې د ننه د ناستې په حالت كې بولي. كله يوه ښځه د بدلې لومړى مصرۍ پيل كړي او نورې بيا د بدلې پاى ورسره په غبرگه وايي. د دې بدلو يوه برخه د كورونو او كلاوو په مينځ كې، بله برخه په لارو كې د تگ په وخت كې، ځنې بيا په بامونو او لنډه دا چې په هر هغه ځاى كې چې په ناوېدود(56) پورې اړه لري او په بېلابېلو وختونو كې ويل كېږي او هره بدله ځانله خپل ځاى لري او خپل مناسب وخت. د دې بدلو يوه ستره ځانگړتيا په دې كې ده چې د ودوزن (57) د بېلابېلو دودونو له پاره جوړېږي او د همغه دود د اجرا په وخت كې شپه وي او كه روځ، د ښځو په مينځ كې وي او د يا د نارينه ؤ تر مخه وېل كېږي. ښكاره خبره ده چې ښځې په خپلو مينځونو كې لږ خپلواكه او د نارينه ؤ په مخ كې لږ پښه نيولې وي.
يوه خبره چې د ښادۍ د بدلو په اړه د يادولو وړ ده هغه دا ده چې دا بدلې د پښتنو د استوگنې په يوه ډېره پراخه سيمه كې د واده د ښاديو په روځو كې د ښځمنو له خوا ويل كېږي؛ ځكه نو كېداى شي چې تقريباً يوه بدل په دوو يا دريو ځايونو كې په عين مضمون؛ خو د گړدود (لهجه)، نومونو او چاپېريال په توپير سره تر لاسه شي، دې بېلگې ته وگورئ:
د وردگو بدل:
(پلانۍ) مې توره سپۍ ده، غپوم به يې
په جوب كې مې گرړۍ ده، گرړوم به يې
يا: په جوب كې مې كيچي ده كړپوم به يې
(گرړۍ) كوچنۍ گرده يا مدوره تېږه او گرړول د همدغه تېږې د څرخولو يا تاوولو عمل ته ويل كېږي. همدا بدله په كوچينانو كې داسې ده:
په جب كې مې گونگړۍ ده كړنگوم به يې
(پلانۍ) مې تازي سپۍ ده غپوم به يې(58)
موږ په دې كتاب كې د وردگو بدلې د كتاب په متن كې راوړې او په هغه حالت كې چې د نورو پښتنو ورته بدلې لاس ته راغلې هغه مو په لمن كې خوندي كړي دي. كه چېرته د يوه دود له پاره د نورو پښتنو داسې بدلې لاس ته راغلي چې ورته بېلگې يې په وردگو كې نه دي ثبت شوي، دا بدلې د كتاب په لمن ليكونو او يا د كتاب د بدلو په برخه كې راوړل شوې دي
د دې اثر بدلې او د راويانو ياد:
په كال 1352 هـ- ش كې هغه وخت چې زه د كابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ د لومړي كال محصل وم، ښاغلى حبيب الله رفيع چې په فولكلوري څېړنو او نورو ادبي كارونو بوخت و، ما ته مشوره راكړه چې په وردگو كې له خپلو- خپلوانو او په تېره بيا له ښځينه ؤ څخه د واده بدلې راټولې كړم او په گډه مو په كار پيل وكړ.
زه به چې په هغه ارامه او امن كلونو كې هر ځلې د وردگو ولايت د سيد اباد د ولسوالۍ د شنيز درې چهاردهى كلي ته تلم؛ نو له خپلو- خپلوانو ښځو او نارينه ؤ څخه به مې د واده د دودونو، لگښتونو او بدلو په هكله پوښتنې كولې او ياداشتونه به مې اخستل. يو ځلې خو مې ان له خپلې ترور سره د ښځو په يوه ځانگړي محفل كې پټه برخه واخسته او ښايسته ډېرې بدلې مې ثبت كړې. ضمننا د سيد اباد د ليسې او د تكيې د منځني ښوونځي د هغه وخت ځينو درنو استادانو راسره مرسته وكړه او د زده كوونكو په مرسته يې د واده خوندورې ډېرې بدلې ټولې كړې چې زه به تل د دوى منندويه وم.
په دې اثر كې راټولې شوې ډېرې بدلې په وردگو پورې اړه لري او د همدې خلكو په گړدود (لهجه) ثبت شوې دي. هغه بدلې چې د نورو پښتنو په سيمو پورې اړه لري، د همدوى په گړدود غالبا له كتبي موادو څخه اقتباس شوې دي.
د دغه بدلو ډېره برخه د دې مېرمنو په مرسته راټولې شوې چې نومونه يې دلته په ډېر درناوي ثبتوم:
1- زما د مور د تره لور بي بي گلدسته (مرحومه) د ارواښاد خواجه سيدگل مېرمن، د ارواښاد غلام حيدر لور د اوتړيو د كلي.
2- زما مور بي بي حاجي نازو(مرحومه) د ارواښاد خان زمان لور، د ارواښاد حاجي محمدعمر مېرمن، د شنيز د اوتړيو د كلي.
3- زما مېرمن بي بي حاجي ميمونه د ارواښاد غلام حسين لور د پټان خېلو.
4- مېرمن پاغنده(مرحومه) د ارواښاد معلم دراني مېرمن، د شنيز د اوتسيا (هفت اسيا).
5- زما د تره مېرمن مرحومه لونگه د ارواښاد خداى نور لور، د ارواښاد عبدالروف مېرمن، د شنيز د چهاردهي.
او ځينې نورې پېغلې او مېرمنې چې څو يې اوس مړې شوې او پاته د پاخه عمر خاوندانې دي.
————————————————————————————————–
(54) فولكلوري جواهر، ص 17.
(55) د پښتو د ولسي ادب لارې، ص 92.
(56) ناويدود- د پېغلې د ناوې كولو ځانگړى وخت او دود.
(57) ودوزن- د واده ځانگړو دودونه او وخت ته په وردگو كې (ودوزن) وايي.
(58) كوچياني پانگه، ص 79.