ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
پخوا په افغانستان کې صنعت ګران ډېر وو. تقریبا ډېره برخه ضرورتونه به کور پوره کېدل. په ندرت به مو له خارجي مالونو هغه هم په لوکسو کورنو کې استفاده کوله. په هره برخه کې مو صنعت ګران او کسب ګران لرل چې اوس د ډېرو ټغر ټول شوی دی، مثلا شپېته کاله پخوا په کندز کې، اویا، پنځه اویا کاله پخوا په خان اباد کې بوټ ګنډونکي په کافي اندازه موجود وو چې اوس ان د نمونې لپاره څوک نه وینم. د کندز له چارسو د ولایت په لور سړک باندې به دېرش، پنځه دېرش دوکانونه د بوټ ګنډونکو وو، چې بوټونه، موزې او مسحې به یې ګنډلې. دغه شان په کلیو کې د چرمي کفشو، چموسو او اوزبکي موزو ګنډونکي موجود ول. د آسونو د سورلۍ لپاره زینونه، ترسېري، ملونې او نور یراق له بل ځایه نه راړول کېدل، پخپله د کندز کسب ګرو جوړول. له وریښمینو ټوکرانو تر پنبه اي ټوکرانو پورې د لباس لپاره او د چپنو لپاره وریښمینې او نخي الچې په مختلفو ډولونو پخپله د محیط پیداوار و، البته، سرمایه دارانو به د سپین سان جامې او ښځو به یې اکثره له ځینو خارجي ټوکرانو استفاده کوله. د لیلامي لباسونو او بوټونو او د تیارو کوټونو له واردېدو سره ورو ورو د ځایي کسب ګرو دوکانونه وتړل شول.
مسګري هم اوس مخ په زوال روانه ده، صرف آهنګران ، نجاران او خټګر لا چلېږي. شپېته، اویا کاله پخوا قنادي یعنې د نقلو او شیرینیو د جوړولو بازار ګرم و، اوس هم شته خو خارجي چاکلیټونه ورځ په ورځ د هغوی ځای نیسي. زرګران هم د خارجي په مود برابرو ګېڼو ډېرښت د شتمنو خلکو له نظره غورځولي دي.له کلالانو څخه ورو ورو فلزي، شیشه اي او پلاستیکي لوښو خپل هنر هېر کړ. خرادي له منځه لاړه،ځکه چې فلزي راز راز زانګوګانې او نور شیان له بهره راځي. په هغو وختونو کې په کندز او خان اباد کې هم د لرګو خرادان ول خو د تاشقرغان خرادي ډېره په مخ تللې وه. تاشقرغان د چړو، داووَنو او نورو ډېرو شیانو ډېر مشهور کاریګر لرل، اوس نپوهېږم ې هغه به اوس په څومره اوبو کې ولاړ وي؟
نوي مدنیت که د دغو او نورو صنعتونو کاروبار په ټپه ودراوه، ځینې نور کسب ګر یې په عوض کې را وټوکول. کله چې بایسکلونه ډېر شول، د سایکلونو مستریان ورسره پیدا شول، د موټرونو ډېرښت پنچرمینان، ګریس کاران او د موټرونو مستریان وزېږول، دغه شان د راډیو ګانو او نورو وسیلو مستریان راښکاره شول. خیاطي هم وده وکړه، پخوا به که د نارینه وو جامې درزي ګڼدلې اوس په مود برابرې جامې ښځو ته هم درزیان رغوي. لوحه نویسي پخوا نه وه، اوس په ښارونو کې د لوحه لیکونکو دوکانونه پرانیستي دي.
د غالۍ اوبدلو صنعت د اروپایي بازارونو له موندلو سره وده کړې ده خو د پخوا په نسبت د ټغرونو او لمڅیو کاروبار تقریبا په ټپه درېدلی دی. پوزي اوبدونکي هم له خپله کاره لاس په سر شوي دي. د موټرونو سفر د وړ، وړ بېکونو د واردېدو له امله د خورجینونو ضرورت کم کړ، اوس څوک دومره د قالیني یا ګیلمي خورجینونو هوس نه کوي. نایلوني پړي او رشمې دومره ډېر شوي چې پړي تاوونکی خپل کار په ګټه نه ویني…دغه راز ځینې نور کسبونه ځینې هېر، ځینې کمزوري او ځینې په خپل حال پاته دي.