جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان ته د کابل د واکمنو لاس غځولو ته غبرګونونه

مولانا فضل الرحمان ته د کابل د واکمنو لاس غځولو ته غبرګونونه

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶مه) تر هغې وروسته چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند له فضل الرحمان څخه پاکستان سره یې د اړیکو د منځګړیتوب لپاره د کابل د واکمن طالب رژیم د غوښتنې خبر ورکړ، په دې اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ادعا کړې چې فضل الرحمان د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظام څخه په دې نوم میلیونونه ډالره ترلاسه کول چې د افغانستان طالبانو ته یې ورکوي او افغانستان سره یې سولې ته هڅوي.

د ده په وینا، اوس په واقعیت کې فضل الرحمان له پاکستاني چارواکو د طالبانو د ور پخلا کولو لپاره همداسې پروژه اخېستې ده.

د طالبانو یوه مخکیني مقام سید اکبر آغا بیا له فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر سردار شکېب لیدنه یوه معمول چاره ګڼلې او ویلي تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هم له نوموړي سره لیدلې.

د اکبر آغا په باور، د طالبانو او پاکستان اړیکې د فضل الرحمان په کچه د چا په وسیله نه شي رغول کېدای.

په کابل کې د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فضل الرحمان ګوند دا هم ویلي چې طالب سفیر ورته د پاکستان لپاره د دوی د رژیم ځانګړی پيغام هم سپارلی، خو جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.

8 COMMENTS

  1. له دغه دجال او منافق ملا ډیزل نه ځانونه لرې ساتئ . د دجال پښه چې هر چېرته ورسیږي ، هغه ځای ښه ورځ نه ویني .

  2. له دغه دجال او منافق ملا ډیزل نه ځانونه لرې ساتئ . د دجال پښه چې هر چېرته ورسیږي ، هغه ځای ښه ورځ نه ویني .
    دجال یعنې ملا ډیزل ملعون ، فریبکاره ، منافق او شیطان موجود دی .

  3. مولانا منافق او لعین د طالب او ای اس ای تر منځ د اتباط منبع ده او بیا ای اس ای د طالب د ارتباط منبع ده د سی ای ای سره. دې لعنتي ته دعوت د یوې نوې بدبختۍ ځیګندا ده.

  4. دکابل واکمنو ته نور شرم پکار ده چی دوی ملا ډیزلی ته لاس غزونه کوی که دوی واقعې مسلمانان وی او ایمان یې ضعیف نوی نو پاکستان ته دی په نره ځواب ورکړی او مبارزه دی د فلسطین له مبارزینو زدکړی لعنت دې په پنجاب او مزدورانو یې وې

  5. اوس کوم نر شته چی دغه د انګلیس ځوی ته ووایی چی جهاد چیرته حرام او چیرته روا دی؟

  6. د ښځو لندۍ/سروکې
    په پتاسو دې اموخته کړم
    اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوينه

    مولانا خو لا له مخکې نه د آی ايس آی په اخور رالوی شوی وو او په دانه يې اموخته وو، خو طالبان يې پرې هم په دې وروستۍ شل کلنه او مخکېنۍ دواړو لوبو کې د آی ايس آی په دانه خوړلو اموخته کړل، نو اوس يې ترې پرېکون کله کيږي؟.
    الهي تبت عن کل المعاصي
    ولکن عن حب ليلی لا اتوب
    له آی ايس آی او نظامياننو دوی کله لاس په سر کېدای شي؟

  7. اوس په هیړاد کی ډیر اړینه ده چی یو څړوک د ایمان او افغانی غیرت له مخی را وړاندی شی او دی شیطان صفت ( چی دغه د انګلیس ځوی )ته ووایی چی جهاد چیرته حرام او چیرته روا دی؟

    • وس ډیره اړینه ده چی یو څوک د ایمان او افغانی غیرت له مخی را وړاندی شی او دی شیطان صفت ( دغه د انګلیس ځوی )ته ووایی چی جهاد چیرته حرام او چیرته روا دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب