Home+حق (لنډه کیسه) نصیراحمد احمدي

حق (لنډه کیسه) نصیراحمد احمدي

پلار په خواشينی وويل:

_تا هيڅ هم نه دي زده کړي!

د ماشوم سر وځړېد.

پلار وويل:

_څلور مياشتي يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهيږې!

د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:

_سړيه! تر اوسه خو لا په اول صنف کې دی، زده به يې کړي.

د سړي تندی تريو شو، لاسي بکس يې ور واخيست، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.

ښځې ماشوم ته وکتل، ورو يې وويل:

_ګوره زړګيه! ته بايد خپل درسونه ووايي، د پلار خبره دي درپه زړه که، ويل يې چې که په سبقونو کې تکړه وي، نو يو ښکلی کوچينی بايسکل درته اخلي.

ماشوم په حيرانی ورته کتل…

ښځې د ماشين لاستی تاو کړ، ورو يې وويل:

_هله ګرانه! د مکتب وخت دي دی !

هلک بکسې ته لاس ور وغزاوه، بوټونه يې په پښو کړل، د باندي ووت.

 هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندي روان ول، يو لاروی ورمخته شو، ماشوم يې تر لاس ونيو، د سړک تر بلې غاړي ورسره لاړ.

پاو وروسته ماشوم په ټولګي کې و، معلمې يې پر توره دړه د الفبا توري وليکل، په لوړ غږ يې وويل:

_خوب قندولکا! الفبا را سه سه بار در کتابچه هايتان بنويسيد!

ماشوم په حيرانی سره خپلې کتابچې ته کتل…

شيبه وروسته معلمي وپوښتل:

_قندولک! تو چرا  نوشته نميکني؟

ماشوم ورو وويل:

_څه ؟

د معليمې شونډې وخوځېدې::

_چه گفتي؟

هلک بيا خپله خبره تکرار کړه!

_څه وکم!

معلمې تندی تريو کړ!

_بچيم! مه پشتو ره نميفامم! تو چه ميگي؟

ولاړه شوه ، د يوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالي يې وويل:

_افرين بچي لايق، چقه زود نوشته کدي!

د تختې پر سر پر يوه لوی کاغذ ليکل شوي و :

((په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی.))

پای

د ۲۰۱۰ د جون ۶ مه

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...