Homeخبرونهد زده کړو نړیوال مشارکت شبکې د افغان زده کوونکو د ملاتړ...

د زده کړو نړیوال مشارکت شبکې د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶ مه) د زده کړو لپاره نړیوال مشارکت (GPE) اعلان وکړ چې د افغان ماشومانو د زده کړو د ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیون ډالره ځانګړي کوي.

دې شبکې پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هیله لري له دې پیسو به، چې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف او د سېف دي چلدرن ادارې ته سپارل کېږي، په ټول افغانستان کې تر ۷ میلیونه او ۶ سوه ۶۰ زره زیات ماشومان ګټه واخلي.

د زده کړو لپاره د نړیوال مشارکت شبکې دا مرسته په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان د ښوونځیو د نجونو او هلکانو د ابتدايي مهارتونو د لوړولو لپاره اعلان کړې ده.

د زده کړو لپاره د نړیوال مشارکت اجرايي رییسې لورا فریګینتی وویل چې دا مرسته به افغان ماشومانو ته د زده کړو لار هواره کړي او همداراز به له هغوی سره د زده کړو په برخه کې د سویې په لوړولو کې مرسته وکړي.

د دې شبکې په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې څه باندې ۵۹ میلیون ډالره به د یونسیف له لارې ولګول شي. همداراز ۵۰ میلیون ډالره نورې به سیف دې چلدرن موسسې ته ورکړل شي چې د زده کړو د کیفیت پر ښه کولو یې ولګوي.

د اکثرو افغانانو په شان نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د زده کړو په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. طالبان لا هم په دې نه پوهیږي چې په یوویشتمه پېړۍ کې عصري زده کړو ته ضرورت شته او که نه شته او ایا د نجونو له زده کړو پرته هم یو هیواد پرمختګ کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...