پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهښځې تر نارينه وو د وجدان عذاب ډېر احساسوي

ښځې تر نارينه وو د وجدان عذاب ډېر احساسوي

تاند- په هسپانيا كې د يوې نوې سروې مطابق، د وجدان د عذاب احساس له عمر او جنسيت سره ارتباط لري. د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، په هسپانيا كې شوې سروې ښيي چې ښځې نسبت نارينه وو ته د وجدان عذاب ډېر احساسوي. دغه سروې وايي كه يو نارينه بل څوك وځوروي او بل څوك ورنه په تكليف شي نو دومره ځان ملامت نه ګڼي لكه يوې ښځې ته چې د بل چا د ځورولو په نتيجه كې د ځان د ملامت بللو احساس ورپيدا كېږي.

  څېړونكو ته دا هم څرګنده شوې ده چې نسبت نارينه وو ته ښځې په لږ عمر كې د وجدان عذاب احساسوي. ښځې لا ډېرې ځوانې وي چې د بل چا له ځورولو هومره ځورېږي لكه نارينه چې په څلوېښت، پنځوس كلنې كې د بل چا په ځورولو باندې د ملامتۍ احساس كوي.

  د څېړونكو په نظر د وجدان د عذاب په احساس كې د نارينه وو او ښځو تر منځ د تفاوت علت دا دى چې ټولنه له ښځو دا توقع ډېره لري چې بايد بد ونه كړي خو له نارينه وو يې دغه توقع يو څه كمه ده.

  دغو څېړونكو دا هم ويلي دي چې ښځې چې كله ځوانې وي ، مثلا په څووېشت كلنۍ كې، نو كه بل څوك ورنه ازار شي، له ازار شوي كس سره د خواخوږۍ احساس نسبتا ډېر كوي خو كله چې ېي عمر ډېر شي، نو هاله د بل چا د ځورولو په وخت، اول دا فكر ورلوېږي چې هسې نه د دې كار عاقبت راته بد نه شي او هسې نه چې دغه بد كار مې وجدان په تكليف كړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...