شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د (DNA) ډي این اې ټیسټ او پر حال یې اغېزې

د (DNA) ډي این اې ټیسټ او پر حال یې اغېزې

سید اصغر هاشمي

فروید په دې خبره ټینګار کوي چې انسان پۀ حال کې د تېر تر اغېزو لاندې دی، تېرې هېرې خاطرې د انسان پۀ داخل کې شته. د انسان لۀ نفطې ټاکلو څخه مخکې او نهه میاشتې ژوند یې پۀ حال باندې اغېزې لري، لۀ همدې لامله که زما څخه څوک پوښتنه وکړي چې څو کلن یې؟، زۀ به ورته ووایم چې یو څلويښت کلن یم، څلويښت کاله مې لۀ پیداېښت څه وروسته عمر دی او نهه میاشتې مې د مور پۀ رحم کې عمر دی.

د انسان لۀ پیدایښت څخه وروسته چې هره واقعه پۀ انسان باندې تېرېږي، پۀ لاشعور کې ذخیره کېږي او د انسان پۀ شعوري کړنو کې همدغه لاشعور لاسوهنه کوي.

کارل ګوستاو یونګ لۀ دې یو قدم مخکې ځي او وايي چې ډېر داسې مسایل او واقعې شته چې انسان تۀ د ټولنې پۀ میراث کې پاتې کېږي چې انسان پۀ حال کې که د لاشعور لۀ اغېزو څخه ځان نۀ شي خلاصولای، نو د ټولنې څخه را پاتې ښو او بدو کړنو څخه هم ځان نۀ شي خلاصولای.

که لۀ دې څخه یو قدم نور هم مخکې ولاړ شو، نو دا هم ویلای شو چې کۀ یو انسان د خپلو نیکونو، نژاد، قوم، رنګ او د داسې نورو خواوو پۀ اړه څېړنه وکړي او پۀ ماضي کې د نژاد د څرګندولو لپاره د نژادي هویت ټیسټونه (Genealogical DNA test) وکړي، نو دا به ثابته شي چې د یوې ټولنې هغه ستونزې چې پۀ میراث کې ورته پاتې دي، سرچینه یې ډېره پخوانۍ ده.

هر انسان کولای شي چې دغه ټیسټونه وکړي او دا څرګند کړي چې پۀ حال کې د چاپېریال ستونزې، پۀ چاپېریال کې د خلکو ستونزې او د هر انسان خپلې ستونزې د لاشعور او ټولنیز لاشعور سربېره پۀ زرګونو کلونو مخکې یې هویت او شناخت چې د کوم قوم، نژاد او ځای پورې تړلی دی، د هغوی لۀ پاتې شونو کړنو څخه بۀ پاتې وي او کۀ نه؟ دا یو حقیقت دی چې موږ ته هر څۀ پۀ میراث کې پاتې دي.

دا څرګنده خبره ده چې د (Genealogical DNA test) نژادي ډي اين اې ټیسټونه دا ثابتوي چې پۀ حال کې د هر انسان ستونزې پۀ ماضي کې ریښه لري او کۀ نه؟ او شالید یې څرګندولای شي. پر حال باندې ماضي کومې بدې پېښې تپي او څومره ستونزې جوړوي. ستاسو جینونه مشخص کولای شي چې ستاسو نیکونه پۀ سلګونو کلونو مخکې چېرته اوسېدل او همدارنګه هغه جغرافیه څرګندولای شي چې یو انسان د کوم نژاد پورې اړه لري. پۀ دغې ټیسټونو کې لۀ بېلا بېلو لارو څخه کار اخیستل کېږي او ستاسو اړیکې د نړۍ لۀ ټولو انسانانو سره مقایسه کوي او کولای شي چې د انسان د اجدادو او نیکونو جینیټیکي هویت او شناخت ثابت او کشف کړي.

هر انسان مور او پلار لري او د خپلې کورنۍ شجره تر یوې کچې پورې څرګندولای شي. د دیني مطالعاتو لۀ مخې د هر انسان بنسټ حضـرت آدم علیه السلام او بي بي حوا ته رسېږي. مخکې لۀ دې څخه چې د انسان شجره لومړني مور او پلار ته ورسېږي، د دغو زرګونو کلونو پۀ منځ کې دقیق معلومات نشته چې د هر انسان کورنۍ چېرته اوسیدله، پۀ کوم دین او مذهب وو او پۀ لسګونو هغه پوښتنې چې د انسان هویت ټاکي ناڅرګندې دي، لۀ همدې لامله پۀ نړۍ کې د هر انسان د اجدادو او پخوانیو نیکونو د پېژندنې لپاره نژادي ټیسټونه (Genealogical DNA test) تر سره کېږي.

له دې ټولو خبرو څخه دا پایله تر لاسه کېږي چې انسان پۀ یو نۀ یو ډول د ماضي تر اغېزو لاندې دی. د لسګونو کلونو واقعات یې د حال پۀ ژوند کې لاسوهنه کوي چې لۀ څو نسلونو څخه ورته پۀ میراث کې پاتې دي، کله کله پۀ سلګونو کلونو داسې واقعې یې پر ژوند باندې اغېزې لري چې پۀ ټولنیز میراث کې ورته پاتې وي او دا هم کېدای شي چې ډېرې پخوانۍ واقعې ورته زیان ورسوي.

له دې ټولو خبرو څخه دې پایلې تۀ رسېږو چې هر نژدې ماضي او تېر ماضي لۀ حال څخه جوړ شوي دورانونه دي چې پۀ حال کې ښې او بدې واقعې د ماضي پۀ داخل کې پاتې کېږي او بېرته حال ته ستونزې جوړوي.

نن کۀ (زۀ دوزخ دی!) دغه دوزخ ورته پۀ (DNA) ډي این اې کې پاتې دی، د اجدادو هغه ستونزې تجربه کوي چې پۀ غیر اختیاري ډول پۀ میراث کې ورته پاتې دي، د خپلو مشرانو د بدو کړنو سزا ګوري او پۀ ټولنې کې د هر بد عمل اغېزې یې نن پۀ ژوند کې ښکاري.

نن چې لۀ (زۀ) سره بد کېږي، یو وخت دغه بد مشرانو تر سره کول او نن د هماغه خلکو پاتې شونې کړنې پرې تحميلېږي. پۀ (زۀ) باندې بد تپل شوي دي. موږ د خپلو مشرانو سزا او بدې کړنې جبرانوو او یو وخت به لۀ موږ څخه وروستي نسلونه زموږ ښې او بدې کړنې جبرانوي.

د ټولنې نننۍ بدې او ښې کړنې بۀ پۀ سلګونو کلونو وروسته پر خلکو باندې اغېزې ولري، لکه څنګه چې موږ د تېرو ټولنو بدې او ښې کړنې پۀ ژوند کې تجربه کوو، دغه شان بۀ راتلونکي نسلونه د نننۍ ټولنې بدې او ترخې خاطرې او ښې کړنې تجربه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب