شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتاجکستان او پاکستان د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي

تاجکستان او پاکستان د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۳۱مه) د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفیر په اسلام آباد کې د پاکستان له دفاع وزیر سره لیدلي دي.

دا خبرپاڼه چې پرون جمعه خپره شوې په کې ویل شوي، چې د تاجکستان سفیر یوسف شریف‌زاده د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه محمد آصف سره د افغانستان او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان کې روان امنیتي، سیاسي او ټولنیز وضعیت د لیدنې مهم موضوعات وو، چې پرې بحث وشو.

د خبرپاڼې پر بنسټ یاد مسایل د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا له ډېری هېوادونو سره نسبتاً ښه اړیکي پالي، خو له تاجکستان سره یې اړیکي سړې او له پاکستان سره اړیکې ډېرې ترینګلې دي.

پاکستان یو وار بیا د خپل هیواد ملي سرود ته د طالبانو پر نه درناوي اعتراض وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب