شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخوست کې یو ځل بیا طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې

خوست کې یو ځل بیا طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۳۱مه) خوست کې یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې.

د جګړې د سیمې یوه اوسېدونکي تاند وېب سایټ ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې په غلام خان بندر کې دا جګړه تېره شپه تر ناوخته پورې روانه وه.

سرچینې ویلي، چې اوس هم د دواړه لورو ترمنځ خال خال ډزې کېږي.

د جګړې له نیږې سیمو خلک هم کډوال شوي او خپلو سرونه یې خوندي کړي دي.

په ورته مهال بیا د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ پرون د جګړې له پیلېدو وروسته ازادي راډیو ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د هاوان د مرمیو د لګېدو له کبله یو طالب وژل شوی دی.

نوموړي ادعا کړې،چې په جګړه کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي، خو پاکستاني لوري تراوسه د جګړې او مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا څوم ځل دی چې دواړه لوري خپلو کې سره نښتې کوي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان حالت هم ترینګلی ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب