Homeخبرونهد افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له اوکراین سره لوبه کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له اوکراین سره لوبه کوي

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۳۱مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کوي.

افغان لوبډله په خپله درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه کې له اوکراین سره لوبېږي. د نننۍ لوبې په ګټلو سره افغان لوبډله دوهم پړاو ته د رسېدو چانس لري.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه خو په دوهمه لوبه کې یې له ارجنټاین څخه ماتې وخوړه.

بل لورته بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا یکشنبه له جنوبي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د جنوبي افریقا لوبډلې ته په دوهمه لوبه کې هم په لوی توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۱۱ منډې وکړې.

جنوبي افریقا یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل،چې په دې بریا سره افغان لوبډلې روانه لوبلړۍ ۲-۰ په خپل نوم کړه.

افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...