Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې لږترلږه ۸ پوځیان وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې لږترلږه ۸ پوځیان وژل شوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳۱ مه) د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (شنبې) د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو او امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په څو سیمو کې سره نښتي کړي دي.

د ډان د راپور له مخې، نښتې د جنوبي وزیرستان په لدا، د شمالي وزیرستان په سپین وام او بنو کې شوې دي.

د جزئیاتو له مخې، د جنوبي وزیرستان په لدا ولسوالۍ کې، د وسله والو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ، چې په نتیجه کې یې شپږ عسکر او پنځه وسله وال حمله کوونکي ووژل.

شاوخوا دوې اونۍ دمخه ، د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کونډي اعلان وکړ چې خیبرپښتونخوا ایالت په ناوړه حالت کې دی او د تروریزم او افراطیت سره په جګړه کې ښکېل دی.

تحریک طالبان پاکستان له کلونو راهیسې په پاکستان کې پوځي او حکومتي هدفونه په نښه کوي. اسلام اباد پر افغان طالبانو تور لګوي چې دغو اورپکو ته پناه ورکوي او په مکرر ډول د ډیورنډ له پولې وراوړي، خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...